مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اجرائیه رئیس: په افغانستان کې د چیني پانګوالو له پانګونې ملاتړ کوو

راحیله جواد


د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د چین بازار د تنظیم په چارو کې د چین د جمهوری دولت له وزیر ښاغلي ژنګ ماو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو خبرې وکړې او د همکاریو په دوام یې ټینګار وکړ.

د چین د بازار د تنظیم په برخه کې د دولت وزیر ښاغلي ژنګ ماو کابل ته د خپل راتګ او له اقتصاد وزارت سره د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل، چې هېواد یې د افغانستان د تلپاتې پراختیا، په افغانستان کې له پانګونې، اقتصادي او سوداګریزو هڅو ملاتړ او همکاري کوي.

ښاغلي ماو زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې د چیني پانګوالو له لوري له پانګونې ملاتړ کوي او کوښښ چې نور پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او ټینګار یې وکړ، چې چین کې هم د بهرنیو سوداګرو په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره د همکارۍ ښه فرصتونه برابر شوي دي. هغه زیاته کړه، چې چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي څو د سوداګرۍ ښه زمینه برابره او په مقرراتو کې لازم اصلاحات رامنځته شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت له وزیر هرکلی وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery