مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مونږ مناظرې کوو او هغوئ د مریخ نندارې

ولي الله ملکزی


بیګاه شپه مې په یوټیوب کې یوه ډیره ناشنا ویډیو ولیدله. یو وړوکې غوندی ګومبزي تالار وو چې المارۍ یی له ډبلو ډبلو کتابونو او مخطوطاتو ډکې وې. پرمځکه یی شنې سطرنجۍ غوړیدلې او ګرد چاپیره نصواري رنګي بخملي توشکونه او تکیه ګانې ایښودل شوې وې. غالبا د خوشبویي پخاطر، له دواړو دروازو یی د اګربتیو څخه نري نري لوګي پورته کیدل خو لاندی د ایرو څه نښه نه وه. تالار د الله په توره، نیم په نیمه تقسیم او په منځ کې یی دوه اوږده میزونه یو بل ته مخامخ پراته وو. د یو میز تر شا د پاخه عمر پنځه څڼه ور ځوانان وو ناست وو چې ږیرې یی تکې تورې، په سترګو کې رانجه او د پټکیو رنګونه یی سپین وو. مقابل لوري ته یی هم پنځو تنو هم عمره جنابانو لغتۍ وهلې وې چې د لونګېو په ځای یی عربي ډوله سپین پوړني په سرونو اچولي او نروچکي نروچکي مسواکونه یی په جبونو کې منډلي وو. د هرې ډلې مخ ته له شلو تر دیرشو رنګارنګ کتابونه او تر شا یی یو یو درجن د جوماتونو او مدرسو تنکي شاګردان سنګر نیولي‌ ناست وو. کله به چې د کومې ډلې د مناظره چي دلایل کره او په کاڼي پاخه وختل، نو پلویانو به یی حیدري چیغه پورته کړه چې: په پیر دی رحمت شه،‌ هره ابۍ دی ستا په شان بچې راوړي او که به د هغې بلې خوا شیخ تکړه شو، نو یارانو به یی په یو اواز د ما شاء الله، سبحان الله او مفتي صیب زنده باد، غږونه زمزمه کړل.
د مناظرې او بحث د منځ ټکې دا وو چې په لمانځه کې د امام پسی د فاتحې تلاوت څه حکم لري؟ یوې ډلې ویل چې لوستل یی واجب او پرته له هغې لمونځ نه کیږي. مقابل لوری بیا پدی عقیده وو چې مقتدي باید چپ پاتې شي او د امام لخوا د الحمدو لوستل کافي او شافي دي. هر ګروپ به پخپل وار سره د یو صحیح حدیث او معتبر فقهي کتاب د حوالې ترڅنګ، د مقابل لوري د کم راوستلو او بی جوابه کولو لپاره له یو نیم شعر او د منطق د ایساغوجې له فارمولې څخه هم استفاده کوله.
څومره چې مناظره اوږدیدله په هماغه کچه یی خوند پیکه او ځما علاقه کمیدله، ځکه موضوع یی د درمل په ځای د درد لامل وه. دواړه ډلې پدی باور وې چې قرانکریم د شرعیت اصلي مرجع او سنت د فقهې بنسټ دی. دواړه خواوې اهل سنت والجماعت او د امام ابوحنفيه سترشخصیت ته معتقدې وې. دواړه خواوې د یوې سیمې اوسیدونکي او د یوې ژبې ویونکي خلک وو. دواړو ډلو دا منله چې د مسلمانانو خپلمنځي وحدت فرض او په فرعي مسائلو کې اختلاف د امت د تباهۍ، بدبختۍ او بدنامۍ سبب دی.
ځمونږ بنیادي ستونزه داده چې تل د اصولو په ځای په فرعی او جزئي مسائلو ټینګار کوو او د دین په عبادتي اړخ باندی لنګر اچوو. همیشه پخپلو عسکري فتحوحاتو، سوبو، جنګونو او مرګونو ویاړو او د پنځه زره کلن افسانوي تاریخ په سلیقوي شعار باندي خپل غم غلطوو. ځمونږ ځیني محترم عالمان چې د نبي وارثان دي، د حیض او نفاس په احکامو په ساعتونو ساعتونو لیکچرې او موعظې ورکولی شي، خو لږ کتل کیږي چې د جمعې په کومه خطبه کې یی بشري ټولنې ته ددین په علمي او اجتماعي اړخ باندی رڼا اچولی وي.
ځمونږ ډیرې واعظین اومبلغین د خپلو زرګونو مقتدیانو او مریدانو په وړاندی، د حضرت پیغمبر علیه السلام د پاکو لوڼو او میرمنو نومونه په جار او واز کومي سره اخلي، خو خپلو لوڼو او میرمنو له پدی خاطر تذکرې نه اخلي چې ګوندی د احصائي مامور صیب به یی له نومونو خبر شي او یا به یی چیرته ولیکي. همدغه وارثان، خپلې لوڼې نه پریږدي چې تعلیم وکړي، ډاکټرانې او معلمانې شي، پداسی حال کې چې د الله رسول (ص) خپل امت ته امر کوي چې:‌ خذوا نصف دینکم من هذه الحمیراء - خپل نیمایی دین مو له حمیراء (عائشې رض) څخه زده کړئ. په بل مبارک حدیث کې راځي چې: پوهه او حکمت د مومن ورکه شوی متاع او مال دی،‌ هرچیرې یی چې ترلاسه کړه هغه یی مستحق او خاوند دی. بل ځای فرمایي: له ځانګو تر لحده، علم او پوهه وکړئ.
حقیقت خو دادی چې د عقل کلمه ۴۹ ځلې، د علم لفظ ۸۰ کرته او له هغه څخه مشتق او مترادف الفاظ لکه افلا تعقلون، افلا تتدبرون او افلا تبصرون ۷۷۹ ځلې په قرانکریم کې راغلې او تر ټولو مهمه دا چې د قرآنکریم لمړنی نازل شوی آیت، د لیک لوست په امر سره پیل شویدی (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ). دا د دنیا ا او آخرت دین دی، دا د ژوند او عقیدې دین دی او د اخلاقو او تمدن دین دی. خو اسلامي نړۍ نن د تعلیم او زراعت په میدان کې،‌ د طب په دنیا او د صنعت، ساینس او ټکنالوژۍ په ډګرونو کې د سیالانو سیاله نده. د الجزیرې په ټلویزیون کې یو اسرائیلي پروفیسور ټولو عربانو ته پیغور ورکړ چې تاسو خو حج ته ځمونږ په لاس جوړو شوو الوتکو کې ځۍ، د زړه او ځیګر د عملیاتو جراحي آلات خو څه د ختنې پوډر او مسکنې ګولۍ هم له مونږ څخه واردوئ او په لاپو مو د آسمان غوږونه کاڼه کړل.
همدا پرون غرمه له کالیفورنیا څخه د ناسا لخوا د انسایټ په نوم استول شوی سپوږمکۍ له شپږو میاشتو او ۲۱ ورځو سفر وروسته د مریخ په سرې خاورې باندی په بریالیتوب سره ښکته شوه. دغه فوق العاده او حیرانونکي ساینسي پروژه چې څه باندی اته سوه ملیونه ډالره لګښت ورباندی شوی،‌ غټه موخه یی همدا ده ترڅو معلومه کړي چې د مریخ د خاورې لاندی په خیټه کې نور څه پټ دي. آیا هلته د مځکې په څیر جامد مواد شتون لري کوم چې د زلزلو او توپانونو امکانات په نښه کوي؟
نو مونږ باید د یو تریخ اعتراف په توګه دا ومنو چې نور د مریخ په ننداره بوخت او څیړنې ګرويژنې کوي او مونږ دلته په تخرګونو کې د قصیده بردې، خلاصې او قدوري کتابونه ټینګ نیولي او یواځی پدی پسی اړم یو چې د ملا امام فاتحه د مقتدي لپاره کافي ده او کنه؟

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery