مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان جګړه، د بش له فرعوني دعوو د خليلزاد تر وارخطا منډو !

نجیب الله عمری

 

 امریکا له یوې خوا افغانستان کې سرګردانه او له بلې خوا یې د سرنوشت فیصلې د یوه داسې بډایه احساساتي شخص، ټرمپ په لاس کې دي ،چې له نړیوال سیاست بوي هم نه وړي. د نوموړي په هکله د امریکایې رسنۍ این بې سې ، کې داسې حال کې اوتې بوتې(له افغانستانه نا ببره تیښته) تر سترګو کیږي ،چې له افغان خاورې څخه د پښو سپکولو یا د پیل کړې شطرنج لوبې د ختمولو په موخه خاص استازی خلیل زاد ته شپږ میاشتنې ماموریت ورله غاړې شوی ده. نه د امریکا ولس او نه هم ټول امريکايي سياستوال له پیله تر اوسه د افغانستان د جګړې په هکله یوه خوله دې. ښې بیلګې یې ولسي غونډې او په ټوله کې د افغان جکړې خلاف د سیاستوالو سختې نيوکې یادولاى شو او مشت نمونه خروار به يې د پخواني لوړپوړي چارواکي او شنونکي روډنی مارټینټ ورستۍ مرکه راواخلو ، یاد شنونکي له پرس ټلویزیون سره په یوه مرکه کې افغانستان له پخوا راهیسې د امپراتوریو قبرستان یاد کړی او امریکا ته یې سپارښتنه کړي چې له یاد قبرستان څخه په هوښیارۍ ښپې سپکې کړې . له یوې خوا به سپینې ماڼۍ سره د ټرمپ بې سارې مېنه د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د انتخاباتي کمپاین د یوه شعار جوړولو په موخه هلې ځلې او له بلې خوا دده احساساتي مزاج ته په کتو دغه شان ناببره وتل نا شونې نه بریښي ،که څه هم د  وتلو خبره  ظاهرا د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس لخو د ریګن په دفاعي بنسټ کې د وینا پر مهال رد کړه.
 خلیلزاد چې د خپل ماموریت له پیله یې د دوبۍ ،قطر ،پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو سفرونه ډیر په بیړه تر سره کړل ،هلته یې د ټولوبهرنیو ذیدخلو اړخونو سره له سلا مشورو ورسته له طالب مشرانو سره هم لیده کاته تأئید شوې. آن د این بې سې ټیلوزیون په قول د ملا یعقوب له استازې سره د خلیلزاد ناتأئید شوې لیدنه یو غټ پرمختګ یاد شوی. له بهرنیو سفرونو ورسته افغانسان ته را ستون شو او د افغان غمیزې د پاي ته رسولو په موخه یې له ولسمشر ،اجرائیه ریس او ګڼ شمیر سیاسي او جهادي مشرانو سره هم پرله پسې ناستې وکړي. له دې سره سره چې د امریکا د خاص استازې د ماموریت پیل له نیوکو او غبرګونونو سره مل وو ،ښه بیلګه یې د ولسمشر سره له لیدنې وروسته رسنیو کې هغه ګنګوسي وي ،چې ګویا افغان ولسمشر یې د روغې او جوړې له روان بهیر څخه لرې ساته او نه یې غوښتل چې د هیواد لومړۍ کس هم په جزیاتو خبر وي. له بلې خوا د هزاره لږکیو يوه مشر محقق، خلیلزاد په یو طرفه سیاست تورن کړ چې نوموړئ له هزاره ټبارو سره د سولې په هکله مشوره نده کړې ،خو روسته کله چې دوواړه مشران د محقق کور کې غاړه غړۍ شول خبره دپه شوه. خلیزاد په ورته وخت کې افغان سوله ،د امریکا لومړیتوب او په دغه هکله بیړه د خپل حکومت پالیسي ګڼي. نوموړئ د سولې په بيه ،د ۲۰۱۹ کال انتخاباتو ځڼډول او د مؤقت حکومت را منځ ته کول هم نه ردوي. دا دی د یادې پروسې پیچلتیا یو ځل بیا خلیلزاد ته د سوال کچکول ورله غاړه کړ او بیا ځل لپاره یې د سیمې اتو هیوادونو ته سفر پیل کړ ،و به ګورو چې کچکول کې به څه راوړي.
افغان څو لسیزو غمیزو کورني ریښې هم ډیرې ژورې او پیچلې دي او د تاریخ په اوږدو کې یې ډیری افغان سیاست وال هم برخه پاتي شوې .لدې لړۍ روانه پروسه هم بې برخې نه شوې پاتي:ښه بیلګه په کور د ننه د ملي امنیت پخوانۍ ریس امرالله صالح هغه قول دی ،چې خپلو پلویانو باندې یې د یوه بل مقاومت غږ کړی و او یا هم د پخواني ولسمشر د اقوالو شاهد او د تیر حکومت د امنیت مشاور ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هغه جمله کیدای شي:(که وغواړئ که و نه غواړئ طالباني حکومت شرر را روان دی). له هیواده بیرون بیا د جینوا کنفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغه دریځ و ،چې سوله یې له یو لړ شرطونو ايښودلو برسیره پنځه کلنه پروسه یاد کړه ،دیادې پروسې لپاره یې ۱۲ کسیز پلاوی هم اعلان او د ۲۰۱۹ کال ولسمشریز انتخابات یې د خپل حکومت مسؤلیت وګاڼه او ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسون لخوا ،د ولسمشريزو ټاکنو نيټه هم اعلان شوه. یاده ناسته کې د ګډ حکومت اجرائیه ریس هم پټه خوله پاتي نشو ،هغه  انتخابات او سوله  دوه متفاوتې پروسې یادې کړي. یادو مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې وکړي ،چې نړیوالو د طالبانو لپاره د نړیوال ضمانت ټټر ټکاوو. طالبان ، چې د روانې پروسې اصلي لوبغاړې یا طرف هم یادیږي ،د وخت او موضوع سره سم یې خپل دریځ څرګندولو. کله چې خواله رسنیو کې د طالب چارواکو او امریکایي پلاوۍ سره د مؤقتي ادارې او د نومړې ادارې د مشر لپاره د څو کسیز لیست خبرې را برسیره شوې ،طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اعلامیې په خپرولو سره یواځي او یواځي د خبرو اترو تأئید او د یادو اجنډاوو رد یې وکړ. ورته وخت کې د طالبانو لخوا ستر او هیله بخښونکی ګام د مسکو کنفرانس و،طالب پلاوي د مسکو په ناسته کې په متفاوت انداز سره ګډون وکړ او دنړیوالو پام یي نور هم ځان ته واړوو. کله چې د جینوا د کنفرانس موضوع شوه ،طالب ویاند بیا ګوتې په کار او د یوه اعلامیې په ترڅ کې یې د امارت تر عنوان لاندې دریځ خپور کړ او ولسمشر اشرف غني لخوا یې د ټاکلې بورډ سره ناسته په کلکو رد او د سولې خبرې یې د کابل حکومت له صلاحیته پورته وګڼلي.
له یادو مواردو سره سره د ښکیلو خواوو جنګي تکتیک یو ځل بیا زور اخیستی او د سیاسي حل لارو خلاف یې عملي ډګر کې د زور آزمویلو ډګر ګرم ساتلی. که څه هم د ښکیلو خواوو جنګی تراژیدي نوي نده ،خو دې وروستیو کې د ړندو بمباریو او شپني عملیاتو طرز او طریقه متفاوته ښکاري او زیاتیدل یې هغه څه دي چې تر ډیره یې ملکي وګړي متضرره کړی او ملت یې هم د ښکیلاو خواوو د ضد او نقیض پالیسیو په اختیارولو سره په يادو ټولو پروسو شکمن کړی.د تعجب خبر خو لا دا ده ،چې ګډ حکومت نه یواځي پټه خوله پاتي بلکي د ملکي و ګړو په سرونو او معصومو وینو ځانونه پړسوي ،چې دا په ښکاره د ټولو دیني او ملي ارزښتونو خلاف عمل او له نړیوالو جنګي قوانینو څخه سر غړونه ده . دې ورستیو کې د هلمند- ګرمسیر،پکتیکا-ګومل او پکتیاـزرمت بمبارۍ ډیرې زړه بوږونکي وي. دملکي تلفاتو په هکله تسامح دښکیلو خواوو څخه مذموم عمل ګڼو او په کلکو ټکو یې غندو.
  اصلې خبرې ته به راشو: فکر نه کوم چې امریکا به له دومره زياتو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو وروسته بيا هم له غچ اخیستلو پرته ووځي ، چې ددې مدعا د ثبوت لپاره د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس لخو د ریګن په دفاعي بنسټ کې هغه وینا هم کیدای شي چې (موږ له افغانستانه نه وځو) ،بلکې د یوه معقول ستراتیژيک شاتګ پروګرام په ترڅ کې به د خپل ملت ،نړیوالو قدرتونو ،سیمو استخباراتې پیچلو سیاستونو او افغان غیر متوقع مقاومت ته  د غرور سر ټیټ کړي ؛نو افغانانو ته په کار ده چې دې امر کې د بیچاره امریکا لاسنیوی شوی وکړي ؛تر څو مو پخپلو افغانانو هم رحم کړی وي. افغان ملت او په ځانګړې توګه سیاستوالو ته هم په کار ده ،چې د سولې په تړاو پرته له هر نوع قومي ،ژبنې ،سیمیز ، حزبي او شخصې ګټو په نظر کې درلودلو سره د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره چلند وکړي ،بلکې د قوي فکتور په توګه حکومت او طالب دې ته اړ باسي چې د سولې پروسه کې خپل داخلي اختلافات ختم او د ریښتونې سولې اړوند د زړه له تله دسیاسي ارادې په درلودلو سره صادقانه دې ډګر ته راودانګي.اجازه ورنکړي چې طالب او یا هم حکومت د ملت تیرو سرښندونو باندې تجارت وکړي او هیواد د لویو قدرتونو د پرمختللو وسلو لابراتوار وګرځوي او افغان ولس یو ځل بیا لدې زرین چانس څخه محروم کړي.

د پکتیکا پوهنتون استاد

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery