مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لاجوردو لار

اکرام الله صافی

د لاجوردو لار ۲۰۰۰کاله تاريخی مخينه لري چې،  پخوا پدې لار افغانستان لاجورد او نورې قيمتې ډبرې روسيې ،قفقاز،بالکان، شمالی افریقا او اروپايې هيوادونو ته وړل کيدې.
پدې ورستيو کې د ګاونډيو هيوادونو ترانزيتي او سوداګريز فشارونوله کبله چې هیواد او هيوادولو ته يې لوړ تاوانونه واړول نو افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې شو، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لاجوردو لار طرحه جوړه کړه چې د ښکیلو هيوادونو(ترکمنستان،اذربايجان،ګرجستان او ترکيه) لخوا يې تود هرکلې وشو.
دا لار د افغانستان د هرات ولايت د تورغنډۍ بندر څخه پيل او ترکمنستان ته رسيږي او د کسپين بحيرې څخه وروسته د ادزبايجان هيواد،ګرجستان هيواد او بيا د ترکيې هیواد استنبول ته رسيږې او د اروپا سره نښلیږي.
دا لار په حقيقت کې سهيلي اسيا سره د لارې بندولو په معنی نه  ده بلکي هدف تري سهيلې اسیا د منځنۍ اسيا او د اروپايې هیوادونو سره نښلول دي.
 د افغانستان،منځنۍ اسیا،بالکان،قففاز او مرکزي اروپا ترمنځ د توکو ليږد راليږد مناسبه لاره ده چې، خوشبختانه د ولسمشر اشرف غنې لخوا په هرات ولايت تورغندۍ بندر کې رسما افتتاح شوه چې د افغانستان د پاره ډيرې مزایاوې لرې په لنډ دول ورته اشاره کوم.
-  د ګاونډيو هيوادونو د فشارونو څخه خلاصون.
-  سوداګريزتعرفو او ترانزيتي خنډونه له منځه تلل.
-  هيوادوالو ته د کار زمینه برابريدل.
-  بهرنيو پانګوالو پانګه اچونه.
-  د توليد زياتيدل.
-  افغانستان توکو لپاره نړيوال مارکيټ پيدا کيدل.
-  د ضرورت وړ توکې په ارزانه بيعه راواردول.
-  افغانستان داسيا ترانزيتی، سوداګريزی او ترانسپورتې څلور لارې باندي بدليدل.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery