مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار کي د سرپرست والي په مشرۍ ولس ته د حساب ورکولو غونډه ترسره سوه.

راحیله جواد

 

د پنجشنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي ولس ته د کلني حساب ورکولو لويه غونډه د سرپرست والي عبدالحنان منيب په مشرۍ ترسره سوه چي پرمهال يې د ولايتي شورا رئيس او غړو، د استناف محکمې او ټولو دولتي ادارو مسؤلينو او استازو، د ولسواليو ولسوالانو، د کندهار ښار او ولسواليو قومي او ولسي مشرانو، مدني فعالانو او په زيات شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کي د سکتوري، کرهڼي، عامي روغتيا، کار او ټولنيزو چارو، فوائد عامې، پوهني او اقتصاد رياستونو رئيسانو د خپلو ادارو اړوند معلومات او لاسته راوړني د فريزينټېشن له لاري ګډون والو ته وړاندي کړه، همدارنګه يې له سرپرست والي څخه هم مننه وکړه چي د دا ډول پروګرام زمينه يې ورته مساعده کړې ترڅو ولس د دولتي ادارو له اجراأتو څخه اګاه سي.

همدارنګه په غونډه کي سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل : دا چي ( ۱۳۹۷ ) مالي کال پای ته رسېدلی نو لازمه مو وګڼل ترڅو د ټولو دولتي ادارو استازي د خپلي ادارې اړوند د لاسته راوړنو، اجراأتو او هر اړخيزه معلومات ولس ته وړاندي کړي.

سرپرست والي د دولت مامورين د ولس خادمان او ولس ته د ښه خدمت پر وړاندي کولو باندي مکلف وبلل او ويې ويل : دغه مامورين به د ولس ستونزو ته وخت پر وخت په خپله برخه کي حل لاره ولټوي.

نوموړي زياته کړه : په را روان مالي کال کي هم ولايتي اداره په ښار او ولسواليو کي متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده ترڅو ولس ته د اړتيا وړ پروژې تطبيق کړي، نوموړي د هيواد په جوړونه کي د دولت ترڅنګ د ولس همکاري مهمه وبلل ترڅو په هره برخه کي د پروژو د تطبيقولو پرمهال د هغه په ساتنه او امنيت په ټينګښت کي له دولت سره هر اړخيزه همکارۍ ترسره کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery