مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-01   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د جګړې ځناور

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د جګړې ځناور The Beast of war پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل څلوېشتمي کلیزې په اړه د یوه بیسارې امریکایي، سینمایي، ډرامټیک جنګې فلم یادونه . د جګړې ځناور په نامه فلم د پخوانۍ شوروي اتحاد د پوځي یرغل په وړاندې د افغانانو جهاد او د خپلواکۍ جګړه په ډیره ښه توګه انځور کړی ده. په ۱۹۸۸ کلونو کې دا فلم په لومړۍ ځل د نړۍ په سترو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوې. د جګړې ځناور فلم د دریو څلور میاشتو څخه ډیر د امریکا، اروپا، اسیا او استرالیا په سینماګانو کې نندارې ته کیښودل شوې وه. کله چې دا فلم په هر سینما کې ښودل کیدو، د سینما هر ټایم به د نندارچیانو ډکې وه. دغه فلم اوس هم کله نا کله په اروپایې ټلویزیونو کې خپریږي او په انټرنیټ کې د ډې وي ډې په بڼه کې پلورل کیږي. د جګړې ځناور فلم د امریکا هالیووډ کولمبیا پیکچر فلم ستوډیو کې چمتو شوي دی. د The Beast of war فلم داستان لیکوال ښاغلۍ William Mastrosimone دی. په ۱۹۹۸ کال کې د جګړې ځناور فلم د کلفلنډ فلم نړیوال فستیوال کې Cleveland International Festivalجایزه هم ګټلي ده. د فلم داستان د افغانستان په سویل کې پر یوه پښتون مېشي کلي باندې د شوروي اتحاد سور پوځ د ټانکو او زغرولو ځواکونو د یوه لښکر برید پر بنسټ جوړ شوي دی. د فلم پروډیوسري او ډایرکټري چارې Kevin Reynolds سر ته رسولي دي. ده نور ډیر ښه ښه هنري سینمایي فلمونه جوړ کړي دي، لکه Robin Hood ,The Count of Monte Cristo “ Waterword نوموي د هالیووډ د ګرانبیو فلمونو یو نامتو او وتلي ستوري پیژندل شوي دی. د جګړې ځناور په فلم کې د هالیووډ ډیرو نورو مشهور څېرو، نوموتي لوبغاړو او د نړیوالي سینما بریالیو اکټورانو هنري رول لوبولي دی. د فلم پرودسر په دې فلم کې یوه هڅه کړي، څو د افغانانو د خپلواکۍ جګړې واقعیتونه، سرښندتې، ایماني، غیرتي جذبې او د خپل پلارنۍ هیواد د ساتلومسوولیت او خپلي مورنۍ خاورې سره د مینې احساس ته په کتو سره داسي ښوول شوي او انځور شوي دی، لکه څنګه دا جګړه په ریښتني توګه همداسي روانه وه. د جګړې ځناور فلم داستان په افغانستان کې د افغان جهاد او د خپلواکۍ جګړې ستونزمن او نا انډواله حالات انځور وي. که د هالیووډ فلمونو کمپنۍ لس مشهور نوموتي، پیژندل شوي، فوق العلاده، ګرانبیه جنګي فلمونه جوړکړي وي، یو ېي همدا د جګړې ځناور فلم دی، تر دې مخکې بل هیڅ څوک په دې بریالي شوې نه و، څو د افغانانو د خپلواکۍ جګړه د یو فوق العلاده حماسي جنګي فلم جوړولو په بڼه کې په داسي بیساري ډول نندارې ته وړاندې کړي. که سړي د جګړې ځناور فلم ته ښه ځیر شي، دا فلم د جګړې ضد یو فلم دی. فلم ننداره چی ته ښیي، چې څنګه یوه بده، مضره او ځناوره منفي څېره په جګړیزو ډیرو سختو شرایطو کې څه ډول پوچ او بې مانا پریکړې کوي. د هالیووډ سینما په نړۍ کې، مشهور، خورا نامتو، وتلي، ډیر ګرنبیه، خونړي، ویره ونکي جنګې فلمونه لکه ٬٬ Apocalxpse Now “ Platoon “ ٬٬ جوړ کړی دي. د The Best of War Film یا د جګړې ځناور فلم پر نړیوال کچ د همدې لوړې ګرانبیو ګټګوري او له ډیرو عالي تخنیکي په زړپورې جنګي فلمونو څخه شمېرل کیږي. د جګړې ځناور په نامه د فلم کیسه د افغانستان په سوېل کې د پخوانۍ شوروي اتحاد وسله وال یرغلګر سور پوځ د یوه T /55 ډوله ټانک کوم چې د خپل ټانک له قطعي څخه بې لارې کیږي او دغه ټانک د جګړې په ډګر کې له حیرانتیاوو ډک، د هیجانه ډک، له ویرې ډک او غیر معمولي استیسنايي برخلیک سره مخامخ کیږي. همدې روسي ټانک ته د افغان مجاهدینو له لوري د ځناور نوم ورکول کیږي. فلم تر پایه پر همدې ټانک او د هغه پینځه واړه ټانکستانو باندې راڅرخیږي. دغه ټانک په دې فلم کې خورا مهم رول لوبوي. دا فلم د افغان مجاهدینو او د شورويانو بې رحمه جګړې یو ریښتني انځور ننداره چیانو ته وړاندې کوي. دا فلم ننداره چی ته د شوروي اتحاد نړیوال امپریالیستي او هژمونیستي پلانونه او خوبونه او د یوې دودیزه لرغوني افغاني اسلامي ټولنې ځانګړي ځانګړتیاوې نندارې ته په پرتلېزه توګه وړاندې کوي. په دغه فلم کې د ډایریکټر ځانګړي سینمایي هنري استعداد او بریالیتوب په دې کې لیدل کیږي، چې د جګړې ځناور فلم جوړونکی د فلم په جوړښت کې د افغانانو او شوروي اتحاد سور پوځ نا نډوله او بې رحمه خونړې جګړه په ډیر ښه او ريښتني بڼه کې د سینما پر پرده نندارچیانو ته له هیجانه ډکو شیبو کې انځور وي. د فلم ډایریکټر یوه بله ځانګړي ځانګړنه او یوه ډیره ښه پریکړه دا هم ده، چې په فلم کې ټول روسي سرتېرې په انګریزې ژبه خبرې کوي او افغان آزادي غوښتونکی جنګیالي په خپله مورنۍ ژبه پښتو خبرې کوی. په دې مانا فلم کې دوه ژبې انګلیسي او پښتو کاورول شوي دي. د جګړې ځناور فلم مرکزي کېسه او تر ټولو مهم اړخ د افغانانو د پښتو او پښتونوالۍ مهم اصول او پر نړیوال کچ پيژندل شوي کانسپټونه لکه میلمستیا، بدل او د ننواتي یا پناه اخیستلو موضوع جوړوي. دا ملي نورمونه او ارزښتونه زموږ د افغاني دودیزه ټولنې خورا مهم ارزښتونه دي، ان د دښمن په سترګه او فکرونو کې دا ارزښتونه ډیره عالي متمدنه او پرمختللي بریښي. په دې فلم کې دا عالي ارزښتونه په ډیره ښکلې او لنډه بڼه کې ځای کړل شوي دي. د فلم ډایریکټر په فلم کې د سور پوځ ځناوره وحشي څیره او خونړی ظالمانه کړنې هم ننداره چیانو ته په ډیره ښه او روښانه توګه ورښیي. فلم دا هم ښيې چې روسيان څنګه د افغانانو د وینو تږې دي. د دوی کلي او کورونه ورانوي، په ډیره بې رحمي سره بې ګناه کلیوال واړه او زاړه په ډله ییزه ټوګه وژنې. د فلم اصلې لوبغاړی Steven Bauer دی، دی په دې فلم کې د تاج په نامه د یوه میړنۍ دروند افغان مجاهد رول لوبوي. ښاغلی ستیون به ور د تاج په رول کې په پښتو ژبه خبرې کوي. ستیون به ور د هالیووډ په دوو نورو نوموتې فلمونو کې ډیر ښه عالي ځلیدلي او لوبدلي دی. دی پر نړیوال کچ د هالیووډ په فلمونو کې یوه پيژندلي شوي بریالي څېره ده او نوموړۍ د فلمونو په منفي رول لوبولو کې مشهور نوموتي غوره شوي ستوری دی، د بیلګې په ډول د هغه مشهور فلمونه ( Scarface, Thief Of Hearts ) د جګړې ځناور فلم کې دی خپل مثبت رول ډیر عالي لوبوي. د جګړې ځناور فلم بل ښه تکړه لوبغاړی د ټانک قومدندان Georg Dzunda دی، دی د روسي جنرال داسکال رول لوبوي. دی په دې فلم کې د یوه ډیر ظلم، بې رحمه او ان د لیونتوب تر کچې یو خونخوره سادیست قوماندان رول لوبوي. د ټانک قوماندان ګیورګ هم د هالیووډ سینما یو وتلي بریالی لوبغاړی دی. دی په دې فلم او په خپل رول کې دومره ښه لوبیږي، چې دی د خپلو ناوړه ظالمانه کړنو له امله د فلم ننداره چیانو بالکل بد راځي. دی په فلم کې د ځان په هکه وایي، کله چې دی اته کلن وه، مجبوره وه، څو په دویمه نړیواله جګړه کې برخه واخلي، دی غواړي په دې خبرو ځان د خپل ټانک ملګرو سرتیرو ته د یوه ډیر تجربکاره جنګي قوماندان په څېر وروپيژني. فلم دا هم ښيي چې څنګه د پخوانۍ شوروي اتحاد د یرغل له امله یوه ټولنه په بنسټیز ډول څېرول او سوځول کیږي، څنګه په یوه ټولنه کې ټولنیز لرغوني ارزښتونه او نورمونه لمنځ وړل کیږي. څنګه د روسي زغروالي قواوې، توپونه، شوبلې او مخربي وسلې د افغانستان د ښکلې طبیعت ښکلا او چاپیریال لمنځه وړي. په دې فلم کې د طبیعت د ښکلا عجیبي منظرې هم ښوول کیږي، لوې لوې دښتې او هسک هسک غرونه هم ښوول کیږي. د دې فلم زړه وړنکي ښکلي موزیک دVon Mark Isham لخوا په ډیره ځانګړې په زړه پوري بڼه کې چمتو شوي دی. د فلم موزیک د فلم له غیر معمولي شیبو، انځورونو اود روښاني فضا سره ډیره ښه همږغۍ لري. زما په اند، دغه فلم د هالیووډ کولمبیا پیکچیر کمپنۍ یو ډیر ستر هنري او حیرانوکي شهکار دی. په نولسوه اتیایمو کلونو کې کله چې پخوانۍ شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړو، افغان جنګیالیو هڅه کوله د خپلو محدود پوځې وسایلو سره سره د یرغلګر دښمن د پر مختللي وسلو په وړاندې وجنګیږي. د افغان جهاد په پیل کې په کلیوالي سیمو کې افغان جنګیالي په وسلو سمبال شوي نه وه. نیول شوې سیمې به لاس په لاس کیدې. د جهاد په لومړیو کلونو کې د افغان مجاهدینو په لاسونو کې زړې وسلې او تورې د افغان او انګلیس د جګړې له مهاله کومي چې دوی په کورنو کې ساتلي شوې وې شتون درلود. په ۱۹۸۸ کال کې د امریکا په متحدو ایالاتو کې د افغانستان جهاد او خپلواکۍ په اړه د جګړې ځناور په نامه یو جنګې فلم جوړ شو. دا فلم په افغانستان کې د شوروي اتحاد پوځې تېرې، جنګې جنایات او وحشي ظالمونو انځور وي. دا فلم په افغانستان کې د پخوانۍ شوروي اتحاد د اشغال دویم کال ښیې. دا فلم په ۱۹۸۱ کلونو کې د افغانستان په سویل کې په یوه پښتون میشې کلي باندې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ټانکونو یوه لښکر برید ښيي. روسې پوځیان په کلې کې ټول وژنې تر سره کوي، په تیره بیا نارینه جنګیالي وژنې. د کلي ښځې د ځان دفاع لپاره پر روسي ټانکونو د تیږو او لرګیو بریدونه کوي. د همدې جګړې پر مهال یو افغان جنګیالی په دې بریالي کیږی، څو پر یو روسي ټانک باندې د مولوتف کوکتل بوتل ګذار وکړي. روسي ټانک او راخلې. د ټانک ظالم قوماندان غواړي همدې بریدګر مجاهد ته د برید کولو له کبله سخته سزا ورکوي، څو د نورو بریدونو مخنوي هم کړي وي. په فلم کې د ټانک قومدان نوم داسکال دی، دی د ټانک یو ډیر مستبد، ظالم، بې رحمه، سرتمبه او خپلسرۍ Psychopath قوماندان دی. ده ته د انسان وژل هیڅ مانا نه لري. د ټانک قوماندان داسکال خپل یوه ټکړه او پوهه سرتېرې ته د کونستانتین په نامه امر کوي، څو دغه نیول شوې د ټانک زنځیر ته ور څېرمه پر ځمکه پروت، بې وسلې او بې دفاع مجاهد باندې ټانک ور وخیږوي. کونستانتین د ټانک دریور، زړه نا زړه د خپل قوماندان امر پلې کوي، قوماندان د کونستانتین په زړه نا زړه توب باندې پوهیږي او سمدستۍ د ټانک قوماندان له کونستانتین د ټانک دریوري اخلي او بل سرتېری ته ورکوي. کله چې د شوروي وسله وال پوځیان له کلي وځې، دوی د کلي کورنو ته اور اچوي او د کلي کوهیانو ته د سیاتید زهرجن توکې ور غورځوي .څو ژوندي پاتې شوي کلیوال د کوهی د ځښاک اوبو د ځښلو له امله ووژل شي. کله چې د روسي ټانکونو لښکر له کلي بیرته راګرځي، هممهاله د ټانک له قطعي څخه یو ټانک بیلیږی او د یو نامالوم او ناپیژندل شوي سیمې په لوري حرکت کوي او په هماغه سیمه کې بند پاتي کیږي . دغه ټانک د همدې وران شوي،سوځول شوي او له خاورو ایروسره برابر کړل شوي کلي د ژوندي پاتې شویو ځوانانو او جنګیالیو له لورې تعقیب کیږي، څو ټانک لمنځه یوسي او خپل بدل تیرې واخلي. په همدې بهیر کې د ټانک قوماندان او د سرتېرې کونستانتین ترمنځ اړیکې یا حالات خړپړیږي او د دوی ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا شدت مومي. ورسته له هغه کله چې د ټانک قوماندان د کونستانتین ملګري صمد د جاسوسۍ په تور تونوي او بیا بې ګناه وژل کیږي. سرتېری کونستانتین خپل قوماندان د دې نا قانونه کړنې له امله د شوروي اتحاد یوې جنګي محکمې ته د ودرولو ګواښ کوي او د دې پیښې راپور هم لیکي. د ټانک قوماندان خپلو دوو نورو سرتېرو ته امر کوي، څو د وسلو په زور کونستانتین ونیسۍ او بې وسلې کړۍ. لنده دا چې د هغه لاسونه تړل کیږي، توپک ترینه اخیستل کیږي او د وژل کیدو لپاره د دښمن په سیمه کې پریښودل کیږي. کونستانتین مجاهدینو ته لاس تړلي په لاس ورځي. د کلي پښتنې کلیوالي ښځې کونستانتین په همدې حالت کې مومي. که چې کلیوالي ښځې پر لاس تړلي کونستانتین باندې د تېږو وارونه کوي. ناببره کونستانتین د ننواتې غږ پورته کوي او د افغانانو څخه د پناه غوښتلو هیله کوي. هممهال د پیښې ځاي ته ځيني تازه رسیدلي افغان جنګیالي له قهر او غوسي ډک رارسیږي او غږ کوي، وایې ننواتي د افغانانو لپاره دی. یو سپینګیری افغان مجاهد او د افغان جنګیالیو مشر تاج محمد خان بیا وايي ننواتې د ټولو انسانانو لپاره دی. ننواتي کوئ. تاج محمد خان په فلم کې د یو ریښتني، صادق، د قوي ایمان او ارادې خاوند مسلمان افغان رول لوبوي. دی خپل ټول کړه وړه د افغانیت او اسلامیت د اصولو په چوکاټ کې ترسره کوي. تاج د همدې یرغلګر روسي دښمن سرتیرې کونستانتین سره چې د افغانانو په اسارت کې دی ملګري کیږي. کونستانتین له وړاندې د خپل افغان ملګري صمد څخه د شطرنج د لوبې پرمهال د پښتنو دود او دستور کړه وړه او د پښتو او پښتونوالۍ اصولو ځیني نورمونه زده کړي وه. صمد په شوروي اتحاد کې لوړې زده کړي کړي، دی یو ښه موتقد هیواد پال مسلمان افغان دی. کونستانتین له صمده دپښتنو د پښتونوالي د عزت او غیرت درې مهم کوډکسونه زده کړي وه، لومړۍ میلمستیا، دویم بدل او دریم ننواتې، صمد کونستانتین ته وايي کله چې په پښتنو کې د ننواتې غږ وشي، پښتانه مجبوره کیږي، ننواتي وکړي. هر څوک چې د ننواتې غږ وکړي، ده ته د خوندیتوب لپاره پناه ورکول کیږي او د هغه د سر ساتنه هم کیږي، کونستانتین بیا پوښتنه کوي وايي، آیا دا ننواتي د ټولو لپاره ده ؟ صمد وايي، هو د ټولو لپاره ده، کونستانتین بیا پوښتنه کوي، ننواتې ان د دښمن لپاره ده؟، صمدبیا وايي، هو، د ټولو لپاره ده، کونستانتین، بیا پوښتنه کوي، کله چې زه ستا ورور ووژنم او تا د بدل اخیستلو لوړه کړي وي، زه تاته په ننواتې درشم، ته ننواتې کوې ؟ صمد ځواب ورکوي، هو زه مجبور یم چې تا ته پناه درکړم او د ستا د سر ساتنه وکړم، تا ته اوبه او ډوډۍ درکړم، کونستانتین سر ښوروي او وايي، دا خو په فوق العاده او حیرانونکی ډول دیوې متمدنې ټولنې سوچ دی، ان د نننۍ تمدنه هم لوړ او پرمختللي فکر دی. صمد ور ته کور ودان هم زده کوي. کونستانتین د خپل قوماندان د ناړو کړنو له امله له هغه څخه سخته کرکه لري او له دې امله غواړي د افغان مجاهدینو سره د ټانک په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي. کله چې کونستانتین په خپل اسارت کې د افغانانو د میلمه پالنې او د ننواتې کولو احساس په افغانانو کې وویني، دی له ځانه سره دا پریکړه کوي،څو دغه روسي ټانک د افغان مجاهدینو سره په ګډه تعقیب کړي او غواړي لمنځه یوسي. کله چې کونستانتین، تاج او افغان جنګیالي ټانک له ډیرو ستونزوسره سره لمنځه یوسي. کونستانتین په ځای د دې خپل پخواني د ټانک ملګري په سړه سینه او هندلته په بې رحمه ټوګه ووژنې لکه څنګه چې دوی همداسي له ده سره کړي وه. دی خپل ملګري بښي او پریږدي چې لاړ شي. کونستانتین د خپلو نویو افغان متحدینو څخه د بدل نه اخیستلو او ننواتې کولو هیله هم کوي. د کلي یو شمیر نا خبره ښځې سره د دې بښني په دې بریالی کیږي، څو د ټانک قوماندان داسکال د ټېښتې پر مهال را ونیسې او ووژنې. د ټانک دوه نور سرتېرې کولونیکوف او کمینسکي په تیښته بریالي کیږي. کله چې په ناببره توګه د کلي ښځې د مړاوي موسکا سره او اخیستل شوي بدل سره را څرګندې شي. کونستانتین او تاج ته د وژل شوي ټانک قوماندان جامي یا پوځي اونیفورم ورواچوي، تاج په چېغه او لوړ غږ وايې ولې ؟ دا مهال خبره له خبرې تیره وي، خو سرتېرې کونستانتین یوې تازه مرستي ته راسیدلي روسي هیلکوپتري ته سره د افغان د مقاومت یوه توپک سره ورخیږي، کوم چې تاج محمد هغه ته د یادګار په توګه ډالۍکړی وه. کونستانتین بیرته خپل هیواد شوروي اتحاد ته ځي. سرتیرې کونستانتین د خپل ظالم ټانک قوماندان تر امر لاندې نه وي، هغه تل د خپل ضمیر تر قوماندې لاندې عمل کوي. دی تل په خپلو فکرونو کې د شوروي د جګړې په مانا او مفهوم باندې شکونه او تردیدونه لري. دی له ځانه سره وایې، چې ولې دی دې ډول ظالمانه، بې رحمه او چټلې جګړې لپاره افغانستان ته راغلي دی او له ځانه پوښتنې کوي، ولې ماسکو دې لرې پردي هیواد ته لیږلي دی؟ دی دلته څه کوي او په کومه خوا کې اوس ودریږي.کله چې ده ته پته ولګیده، چې په دې جګړه کې افغانان په حقه دي. د فلم په پای کې کونستانتین خپل د ټانک قوماندان ته وايې، افغانستان ستالینګراد نه دی، چیر ته چې روسان د جرمنانو په وړاندې د خپلواکۍ لپاره جنګیدل. دا افغانستان دی، چا داسي فکر کولو، چې دا ځل به موږ دلته د جرمنانو په څير ظالمونه کوو، لکه څنګه چې دوی پر موږ په دویمه نړیواله جګړه کې تر سره کړل. زه غواړم تاسو ووینم، چې تاسو دا جګړه څنګه ګټې ؟ د جګړې ځناور فلم همدلته پاي ته رسیږي. د جګړې ځناور فلم د انګریزي شاعر Rudyard Kiplings د شعر په نامه د The Young Britisch Soldier پیل کیږي، زه خپله لیکنه د همدې شعر په څو بیتونو کې پای ته رسوم . When you re wounded and left on Afghanistan s plainns And the women come out cut up what remains Jest roll to rifle and blow out your brains An go your God like a soldier Go go to like a soldier پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery