مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لیاخوفسکی له نظره د ناورین پیل

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

 ( دریمه او وروستۍ برخه ــ د تیري لومړۍ برخي په تړاو )
هـــر يو مخ کله لايـق وی د آبـرويو
اوښکي نه درومي پرمخ دهر ناولي
( رحمان بابا )
   کله چي (کې جې بې ) پدې و توانيدل نورمحمد تره کی او حفيظاالله امين په خپلو کي سره واچوي او پدې شخړه کي برۍ دامين په برخه شو، نو د (کې جي بې) دپلان لومړۍ مرحله عملي او دوهم پړاو ته د تيارۍ نيول پيل شوه . اوس نو بايد د امين سره حساب پاک شوی وای، چي پخاطر ئې په اردو کي د حفيظ االله امين د له منځه وړلو په موخه په تحريکاتو او پاڅونو لاس پوري کړ. يو او بل ځای بلواګاني منځته راغلې ، خو امين پريکنده ګامونه واخيستل او په ټکولو کي بريالی را ووت . د نيول شوو کسانو څخه دپوښتنو او تحقيقاتوپه ترڅ کي امين ته انکار نه منونکي اسناد پلاس ورغلل چی پدې کار کي د ( کی جی بی ) په دستور شوروی سلاکاران لاس لری او ان د سفارت لخوائې د کارمل پلويانو ته بې شميره پيسې او وسلې هم ويشلي کيږي . پدې توګه حفيظ االله امين ددې بلا څخه دځان دخلاصون په فکر کی شو. داچي ټولي نړۍ ورڅخه مخ اړولې وو او اقتصاد ئي دستني نه نيولې تر ټانک او الوتکو پوري يوازي په شوروي پوري تړلې وو، ځکه ئي نو په وړاندی د پریکنده عمل توان ندرلود. له هرڅه وړاندي ئې تصميم ونيو د لوديز، امريکا او ګاونډيانو سره د دوستانه اړيکو دبيا ټينګولو موضوع تر لاس لاندي ونيسي ترڅو لږ و ډير نوري اقتصادي سرچينې پلاس راوړی. ده همدارنګه ددې دپاره چې حاکميت ته قانونې بڼه ورکړي ، داساسي قانون د مسودې دتيارولو دپاره ئې يو کميسيون وټاکه او ديوې پراخي لويي جرګې د رابللو دپاره ئې په تيارۍ نيولو لاس پوري کړ. دژوند په اخيرنيو ورځو کي ئې د اساسي قانون مسوده هم جوړه شوې وه او په نظر کي وه د هم هغه کال (هجري١٣٥٨ - ميلادي١٩٧٩ ) د جدي په ١١ نيټه چي دخلق دموکراتيک ګوند دتاسيس کليزه ده، دنظر غوښتنو په موخه په رسنيو کي نشر شي او د ١٣٥٩ کال دثور تر ٧ نيټی پوری ئی دلوئی جرګې لخواهم د دوديز تائيد پړاو تيرکړي . ده غوښته حاکميت ته دقانوني شکل ورکولو وروسته دغرب او امريکا سره د دوستۍ او اقتصادي همکاريو تړونونه لاسليک او بيا شوروی ته شاوګرځوي . دحفيظ االله امين داټولي هلي ځلي (کی ج بی) په کلکه څارلې . البته کرملین غوره ګڼل چي امين په داخل کي د افغانانو پلاس له منځه يوسي او پرځای ئې وافغانستان ته د ببرک کارمل دبيرته راتلو لاره خلاصه کړي . کله چي دا کار ورته ستونزمن شو، نو ئی امين ته داسي وښوده چي ددوي استخباراتو موثق شواهد ترلاسه کړي چي امريکا غواړي دپاکستان دلاري تجاوز پرې وکړي ، نو وړانديزئې ورته وکړترڅو په رسمی توګه له شوروی نه دانقلاب دژغورلو پخاطرد دوي دپوځونو د ورته راليږلو غوښتنه وکړي . داچي امين نور پر دوی باندی پخوانی ډاډ له لاسه ورکړی وو، نو ئې دې کارته زړه نشو ښه کولای . په پای کي جوړه پر دې وشوه چي شوروي به په نسبتا زياته پيمانه نوي موډرني وسلې او زره ئی نوي محاربوي ماشينونه ورته راوليږي. داچي افغان پوځ ددغو نوو وسلو سره بلديت ندرلود، پريکړه وشوه دڅه مودې دپاره شوروی نظامی پرسونل هم ورسره راواستوي چي افغاني پرسونل ورباندي بلد کړي او بيا بيرته خپل وطن ته ولاړشي . ددې کار دپاره هوايي پُل جوړ او درې شپې پرله پسې ضربتي کار پرې وشو. وروسته معلومه شوه چي شورويانو پدغه ډول دالفا پنامه هغه ډله راتيره کړې وه ، کومي چي د جدي په شپږم ماښام د تاج بيګ پر قصر هجوم يووړ، دحفيظ االله امين برسيره ئې دهغه واړه ماشومان هم په بيرحمانه توګه تر تيغ ترکړل. سباته ئی ببرک کارمل هم له شوروی نه راوست او د دوهم شاه شجاع په مقام کي ئې پرتخت کښیناوه.
    پدې ډول دهمدغي کرغيړني ورځي نه دافغانانو هغه ناورین او اوږده غميزه راپيل شوه چي دادی نژدې درې لسيزي وروسته ئې لاهم د پای ټکۍ څرګند ندی . دافغان دښنمو کړيو دهرڅه ژر برباديدو په هيله !
د لیکني پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery