مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امريکا بايد دلته له راتلو مخکې ښه سوچ کړی وای

سيد حسين پاچا


دلته راتګ اسان، خو وتل بيا سخت دي

د ټرمپ انتخاب امريکا ته يو بد پيغام وو، روسيه خو د پوتين غوندې يو هوښيار سياسي مشرتابه لري چې روسيه يې راټوله او بيرته يې پر خپلو پښو ودروله او ښه د نر غوندې يې په ځېنو نړيوالو مسايلو کې وننګولئ، خو امريکا څوک لري؟


د ښاغلي ټرمپ له ټويټونو داسې برېښي چې نوموړي خپل لوری خطا کړی، ځکه خو خپل او نړيوال ارزښتونه ورته هم کوم ارزښت نه لري او وخت ناوخت ځينې اپلتې ولي چې خپله به هم ورته حيران وي چې څه کارغان يې له خولې الوځولي؟

نوموړي اوس تازه داسې څرګندونې کړي چې د روغ عقل څښتن خو يې هېڅکله نه کوي، خو البته رواني و ذهني ناروغان يې کوي.

که پرونی مجاهد وو، نننی طالب ويا داعش دی، خو ټول ستا محصول دی. د ځينو بېځايه اپلتو واک واختيار چا ورکړی او ولې يې له ځانه نړيوال پوليس جوړ کړی وو؟

تر پرونه يې څه ويل او نن بيا څه وايی؟ موږ هم د انقلاب په پيل کې داسې يو مشرتابه لرلو چې ولس يې د خپلو وخت ناوخت بېځايه فرمانونو نه په تنګ کړی وو او خلک يې پزې ته راوستي ول، نو ښاغلي ټرمپ هم لکه چې خپل ولس، ملاتړي ((متحدين)) او هم نړيواله ټولنه له خپلو بېځايه ټويټونو نه تېری پزې ته راوستې چې وخت ناوخت ورته خلک وحکومتونه غبرګونونه ښيي.

د افغانانو مقاومت د پخواني شوروي اتحاد يا نننۍ روسيې پر وړاندې څه وړه خبره نه ده. په مېليونونو خلک قرباني ورکړې او په ميليونونو معيوب شوي دي، خو دغه خپلې پانګې ته غاور انسان زموږ د تېر مهال بېساري مقاومت ته د ارزښت په توګه نه، بلکې د ترهګرۍ په کچه قايل دی، نو بيا خو دی پخپله ترهګر دی او له ده به بل ترهګر څوک وي چې په نړۍ کې يې هر ځای ستونزې وزېږولې او نن ترې د تېښتې لار لټوي. ده ته دا حق چا ورکړی چې روسيه، پاکستان، هند او داسې دې هلته جنګ وکړي. ايا د ده د لېونتوب او ساده توب خبره نه ده؟

زموږ حکومت، جهادي مشرانو، طالبانو، حقانيانو، داعشيانو او داسې نورو ته نور څه پاتې شول؟ ټرمپ دې له ځانه وپوښتي چې ولې يې يو ارام افغانستان د شهيد داود خان او له هغې را روسته د پخواني شوروي اتحاد د يرغل (تيري) پر وړاندې بې ثباته کړ؟

ولې يې ترهګر ((پرونی مجاهد)) او ننني ترهګر ((طالبان وداعشيان)) په افغانستان، منځني ختيځ، بوکو حرام او الشباب يې په افريقا کې پيدا کړل چې دا سيمې يې ټولې ناارامه او بېثباته کړې؟ دا خو هغه ابابيل نه ول چې پروردګار پرې کعبه له ابرهه وساتله، دا خو يې خپله زېږنده ده چې رامينځته کړي يې دي. تر پرونه موږ مجاهدين او نن بيا ترهګر شو او د روسيه راتګ افغانستان ته پرځای کار وو، نو بيا ولې سپينه ماڼۍ او پنتاګون زموږ تر شا ودرېدل او موږ يې په تشو لاسونو د سرې بلا خولې ته ورکړو؟ او نن بيا په زغرده وايی چې دا ځل دې روسيه، پاکستان، هند او داسې نور هلته وجنګيږي او د خپلو پيسو لپاره يې د دفاع پر وزير ښاغلی ج متيس هم سختې نيوکې کړي دي او هغه يې ننګولی دی. همداسې ښاغلی مکرېس ته سپکه خوله کارولې.

ښاغلی ټرمپ دې له ځانته وپوښتي چې ولې يې د طالب په رامينځته کېدو کې ځان شاته او پر سعودي، اماراتو او پر پاکستان يې پر رسميت وپېژندل؟ ايا په رښتيا هم دې درېواړو هېوادونو د امريکا له ملاتړ، ډاډ او سرخوځونې پرته په رسميت پېژندلای شول؟ نه هېڅکله نه. د روسانو او نورو هغه ادعا چې امريکا په نړۍ کې ترورېزم زېږوي او ترهګري خپروي د يو څه حقيقت لوری راخپلوي. پوښتنه دا ده چې نړيوال امنيت نن نه شې ټينګولی او راوستلی، نو ولې دې ناارامه او بېثباته کړې؟

جنګ، روزنه او پالنه خو پر پيسو کيږي او پاکستان خو خپله دېوالي دی، نو دا ۱۷ کاله اوږد جنګ څنګه پاکستان مخته يووړ؟ د بېنظيرې خبره کټ مټ دلته رښتيا ده چې د يوې پوښتنې په ځواب کې يې ويلي وو چې دا د چا طرحه ده چې نظامي واقتصادي ملاتړ يې امريکا وسعودي کوي او موږ ورته روزنه ورکوو او زموږ د اهدافو لپاره جنګيږي، نو هغه اهداف به ټرمپ او متحدينو ته يې روښانه وي چې څه ول؟ دا ښه شوه چې د طالب هغه مذهبي يا اسلامي صبغه دلته تعريف شوه چې طالب څه اسماني پرښته نه، بلکې د ځينو خاصو اجنډاو د پلي کولو لپاره رامينځته شوی او له دې مخکې بيا نصيرالله بابر بيا مجاهدين تعريف کړي دي چې د دوی هغه پرونۍ او نننۍ موخې هېڅ اړخ له اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، نو دنيوي واخروي مسووليت به يې څنګه شي؟

زموږ مجاهدينو، طالبانو، حقانيانو او داعشيانو ته نور څه پاتې شول چې لا دوی د اسلامي نظام، امارت و خلافت په نوم ځانونه د نورو د جګړې لپاره بلهاري کوي. خواجه محمد آصف خو هم رسنيو ته په زغرده ويلي وو : ((د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی))، نو نن ولې ښاغلی ټرمپ يومخيز له خپلو تېرو کړنو نه انکار کوي؟ ولې يې پاکستان دې کار ته مجبوره کړی او ولې پاکستان دا کار کړی دی؟ نړۍ خو اوس د خلکو پر ناولو موخو او پليتو اجنډاو پوهيږي چې دوی وايی څه او کوي څه؟

خاوره د افغانانو ده او افغانان يې بايد ساتنه وکړي نه نور او نور دې هم نړۍ ته غلطې مشورې نه ورکوي او نه نوره نړۍ دومره ساده ده چې د دغه لېوني سوداګر پر ټويټونو وغوليږي. د ماشومانو په څېر بېمسووليته خبرې د ځينو خلکو له شان او منزلت سره ښه نه برېښي.

تر پرونه يې ځان مسوول ګانه، خو نن خپل ځان مسوول نه ګڼي چې دا يې سياسي هوښياري نه ده. دی هر څه ته زموږ د خانزاده ولسمشر غوندې د خانۍ او سوداګرۍ له عينکو ((سترګيو)) ګوري او قضاوت کوي. خپل او نړيوال سياست پر ټويټونو نه چليږي دېته يو معقوليت په کار دی او هره خبره يې بايد وزنداره وي.

ښاغلي ټرمپ ته د يو نړيوال سياستوال په توګه نه، بلکې د يو نړيوال سوداګر په توګه دا اړين دي چې خپل ټويټونه او د حکومت رسمي تګلاره (پاليسي)، نړيوال وامريکا ارزښتونو ته د بزنس يا راکړې ورکړې له زاويې ونه ګوري، بلکې د يو سياسي تعامل له مخې ورسره عمل وکړي. که احيانًا سيمه پرېږدي، تښتي او خپلې پښې سپکوي، نو د راتلونکو عواقبو مسووليت به يې تر غاړې وي. نوموړی اوس دا سيمه هسې بېمسووليته نه شي پرېښوولی او بله دا چې ولې پاکستان ته نه وايی چې دا لاسپوڅي دې درسمبال کړه. ولې پرې د کورې کولو غږ نه کوي؟

په درنښت


ټرمپ: افغان جګړې شوروي په روسيه بدل کړ
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-46744053
ټرمپ: پاکستان او روسيه بايد افغانستان کې وجنگيږي، نه امريکا
https://www.pashtovoa.com/a/trump-on-Afghanistan-in-his-latest-press-conference-/4726258.html
افغانستان سبب شو چې شوروي پر روسيې بدل شي
http://www.taand.com/archives/117970
ټرمپ: پرېږدئ چې هند، پاکستان او روسيه په افغانستان کې سره وجګيږي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=73618

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery