مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لیاخوفسکی له نظره د ناورین پیل

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

 ( دوهمه برخه ــ د تیری لومړی برخی په تړاو )
هـــر يو مخ کله لايـق وی د آبـرويو
اوښکی نه درومی پرمخ دهر ناولې
( رحمان بابا )
غواړم د بيلګی په توګه ددغو کسانو له ډلی نه د ښاغلۍ ګروميکو خبری او دده دمخالفت استدلالونه ټکۍ په ټکۍ دکتاب دپښتو ژباړی نه چی د ښاغلې محب الرحمن پواسطه ترسره شويده ، رانقل اوبيائی په هکله څو کرښی څرګندونې وکړم : (
ا. ګروميکو : زه په بشپړه توګه دملګرې اندروپوف ددی وړانديز نه ملاتړ کوم چی افغانستان ته دی دپوځونو دليږلو په باب پريکړه نه نيول کيږی . هلته پر اردو ډاډ نشته . که زموږ اردو افغانستان ته ولاړ شی نو تيرۍ کونکۍ به وګڼل شو . هغه به هلته دچا پرخلاف جنګيږې ؟ ښکاره خبره ده چی دافغانستان دخلګو پرخلاف به جنګيږی او له هرچا ترمخه به پرخلګو ډزی کوی . ملګری اندروپوف بيخی پرځای وويل چی په افغانستان کی لا حالات انقلاب ته سم ندی چمتو او ټول هغه څه چی موږ په ډيرې سختې پدی وروستيو کلونو کی دوسلو دکمیت او داسی نورو په برخه کی ترسره کړل ، هغه به ټول پر اوبو لاهو شی . البته دابه دچين دپاره هم يو ښه سوغات شی . ټول ناپيئلې هيوادونه به زموږ پرخلاف راپورته شی . پر يوه خبره دا ډول ګام به ډير سخت عواقب و لری . له کارتر ( دهغه وخت دامريکا اولسمشر. ژباړ. ) سره دليونيد ايليچ ( برژنيف. ن. ) کتنه به پارچاو او دکال په پای کی د ژيسکاردستن راتګ به هم تر پوښتنې لاندی راشي . ښه ، موږ به له دی کارنه څه ګټه ترلاسه کړو ؟ يوازی افغانستان دهغه له اوسنې حکومت او وروسته پاتی اقنصاد سره چی هغه هم په نړيوالو چارو کی چندان وزن نلرې . له بله پلوه داهم بايد له پامه ونه غورځوو چی موږ له حقوقی پلوه هم د پوځونو ليږل نه شو سپينولای . دملګرو ملتونو له اساسنامی سره سم دغه هيواد کولای شی له موږ نه دمرستې غوښتنه وکړی او له بهر نه دتيرې د تر سره کيدو په حالت کی موږ کولای شو چی هلته پوځونه ور وليږو . خو افغانستان اوس له هيڅ ډول تيرې سره هم ندی مخامخ . اوس دا د هغوی کورنۍ خبره ده او هلته دخلګو يوه ډله له بلې سره په خپل منځی انقلابی شخړه اخته ده . برسيره پردی بايد ووايم چی افغانانو لاتر اوسه په رسمی توګه له موږ نه دپوځونو دليږلو په اړه کومه غوښتنه هم نده کړی . .....) که چيری دلياخوفسکی په کتاب کی دسياسی بيرو دغونډی دجريان نقل شوی پټ لاسوند رښتينۍ او حقيقی وی ، نودخارجی چارو وزير اندری ګروميکو ديوه مجرب سياست پوه او د بين الدول حقوقو دماهر په توګه د نښې منځ ويشتلې اويو لړ ډير ضروری او دپام وړ واقعتونه ئی په ګوته کړيدي چی په لاندی کرښو کی به ورته اشاره وکړم :
الف - دی ډار څرګندوی او وايي چی که زموږ اردو افغانستان ته ولاړشی نو تيرۍ کونکۍ به وګڼل شی . ددی خبری ښکاره معنی داده چی دوی له وړاندی لا افغانستان ته داردو په ليږلو کی نور کرغيړن هدفونه په پام کی نيولی ، نه دثور دانقلاب په دفاع کی مرسته . کنه نو ديوه دوست هيواد اردو چی وبل دوست هيواد ته دنړيوالو نورمونو سره برابر وليږل شی اوهلته دهغه هيواد د ځمکنی بشپړتيا په ساتلو کی مرسته ورسره وکړی ، هيڅکله به هم تيرۍ کونکۍ ونه ګڼل شی . همدا اوس اوس په ډيرو هيوادونو کی دنورو هيوادونو پوځی ټولګۍ او هډی شتون لری ، خو داچی هلته ئی ځايی دولتونه راپرځولې ندی او خپل لاسپوڅی ئی پرځای ورته کښینولې ندی ، نوهيچاهم دتيرې کونکو نوم ورباندی ایښی ندی .
ب - او که چيری بيا ددوی اردو هلته په افغانستان کی دنړيوالو نورمونو په چوکاټ کي مرستندويه چاری ترسره او دافغان حکومت ملا تړ وکړی ، نو ګروميکو ته داسوال پيدا کيږی چی لدی کار نه به موږ څه ګټه ترلاسه کړو ؟ يوازی افغانستان دهغه له اوسنې حکومت او وروسته پاتې اقتصاد سره .
فکر کوم د ستونزی اصلی زڼۍ په همدغی موضوع ( دافغانستان اوسنۍ حکومت ) کی پټ دی . که چيری ددوی اردو د افغان اوسنۍ حکومت په نسکورولو لاس پوری کړی ، نو طبعی ده چی تيرۍ کونکۍ به وګڼل شی ، داکار به دچين دپاره يو ښه سوغات شی ، ټول ناپيئلې هيوادونه به دشوروی پرخلاف راپورته شی ، ..... .... او لنډه داچی عواقب به ئی ورته ډير ناوړه تمام شی . او که چيری نوموړۍ اردو دافغان حکومت سره دسولې په ټنګښت کی قانونی او دوستانه مرسته وکړی، بيانو داحکومت د ازاد خيالو نورمحمد تره کی او حفيظ االله امين په مشرۍ ددوی ( دکرملين واکدارانو) په درد نه خوری . معلوميږی چی دهمدغی ستونزی له مخی د سياسی بيرو غړو و افغانستان ته د اردو ليږلو په کارکی تصميم نيولوته زړه نشو ښه کولای . دوی د اوس دپاره ښه دا ګڼل چی له دی نه تير او انتظار وباسی . پدی موده کي به استخبارات ضربتی کار وکړی ترڅو دغه دوه نافرمانه او سرکښه مشران چی کرملين ته ئی تندۍ پر سجده نه لګيږی ، په خپلو کی سره واچوی او يو په بل ئی وټکوی او فرمانبرداره لاسپوڅی مشر ببرک کارمل ته لاره هواره کړی . پدی کی هيڅ شک نشته چی تره کې او امين دواړه دشوروی سره دټينګې دوستۍ غوښتونکې وه او پدی کار باندی سخت نازيدله، خو د شوروی مشرانو ناسنجونکو کړنو وښوده چی دغو کسانو دا دوستی دمارشال ټيټو ( ديوګوسلاويا پخوانۍ ازادخياله مشر) په مقام کی غوښته، نه د دوبچيک (په چکوسلواکيا کی دشوروی لاسپوڅۍ مشر). ځکه نو لکه ګروميکو چی وايی ، ددوی په مشرۍ ئی اوسنۍ حکومت په درد نه خوری .
   ج - دنړيوالو حقوقو دماهر په توګه ښاغلې ګروميکو دا  ټکې له پامه نه غورځوی چی دوی له حقوقی پلوه هم د جهانيانو په وړاندی افغانستان ته دپوځونو دليږلو خبره سپينولای نشی ځکه چی له يوی خوا دملګروملتونو داساسنامی سره سم دافغانستان دولت لخوا ورڅخه دپوځی مرستی د غوښتلو په اړه يادونه هم نده شوې او دبل لوری ديوه هيواد لخوا د دغسی مرستې غوښتنه که وهم شی، دنړيوالو حقوقو له مخی يوازی هغه وخت قانونې او پر ځای ګل کيدلای شی چی ديوه دښمن هيواد لخوا تيرۍ ورباندی شوی وی او پخپله ئی دمخنيوې وس ونلری . دشوروی حاکم ګوند دسياسی بيرو غړۍ او دخارجی چارو وزير په ډانګ پيئلې توګه اعتراف کوی چی افغانستان خوله له هيڅ ډول تيرې سره دهيچا لخواهم مخامخ ندی او هرڅه چی په هغه هيواد کی تيريږی، دا ددوی خپل منځی کورنۍ خبره ده . له دی پرته دی همدارنګه دسياسی بيرو نورو غړو ته په ډاګه وايی چی افغانانو خولاتراوسه په رسمی ډول( قانونی وی ياغير قانونی . ژباړ. ) له موږ نه دپوځونو د ورليږلو پخاطر کومه غوښتنه هم نده کړی . دکتاب ليکوال ( لياخوفسکی ) دهمدغه ټکې په اړه داړوند مخ په پايليک (حاشيه ) کی ويوه واقعيت ته په اشاره کولو سره زياتوی : ( ښايی دهمدغو خنډونو دپټولو له امله به وی چی افغانستان ته زموږ دپوځونو دليږلو نه وروسته، پرديموکراتيک جمهوريت باندی دبهرنی تيرۍ افسانه رامنځته شوه ). لدی نه ښکاری چی شوروی واکمنانو هم دامنل چی دتليفونی خبرو اترو په ترڅ کی دکوم هيواد دمشر لخوا دخپل ضرورت ښودنه يوه رسمی غوښتنه نده او دافغانی مشرانو لخوا د داسی رسمی غوښتنی سند چی پربنسټ ئی کرملين قانونی حق ترلاسه او هلته ته ١٢٠زره کسيز پوځ وليږی، هيڅکله هم نه شوروی واکداران اونه هم له هغوی نه وروسته دفدرالی روسيی ځای ناستی پدی توانيدلې دی چی نړيوالو ته ئی وړاندی او لکه ګروميکو چی تشويش درلود ، خبره پری سپينه کړی .
   دا وی ټولې هغه اوتې بوتې چی تر اوسه پوري يا دتليفونې خبرو په بڼه او ياهم دشوروی سلاکارانو له قوله په اصطلاح د سند پنامه وړاندی شوی دی . نوربه وطنوال پخپله قضاوت وکړی . زما په خيال همدغه ټکۍ دموضوع منځپانګه او د نښی منځ دی چی بايد ورته په ټينګه پام واړول شي او په پوره غور وشنل شی .
                                             د دوهمی برخي پای . نور بیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery