مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له جدې وروسته د قطر د سولي غونډه ولي وځنډیده ؟

خالد هادي

 

دډیرو خلکو ته به سوال پیدا سوی وي  چي د سولي دمذاکراتو دوه پرلپسې غونډي ولي وځنډیډې . دا چي سولي یو ملي پروسه ده بایده چي یوه اړخ ئې هم جزیات دولس څخه پټ نه کړي . غواړم په دې اړه خپل لنډ معلومات دلته ولیکم .

دجدې غونډه د طالبانو لخوا په ښکاره ډول ځکه لغوه سول چي سعودي دافغانستان حکومت سره د طالبانو د مخامخ کښینستلو هوډ درلود او سعودي او اماراتو د افغانستان د سولي د پروسې پر سر پاکستان ته د څه باندي لس ملیارډه ډالرو پورځکه تاید کړی وو چي د سولي واک به دوی ته سپارل کیږي .
د طالبانو وچ کلک زور پاکستان ان دې ته اړ کړ چي طالب مشران په کوټه او پیښور کي په مرګ وکواښي خو بیا هم طالب مشرانو خپله خبره بدله نه کړل او د هرډول تهدید لپاره ئې ځانونه اماده وښول ، سعودي د خپل ناراضیت د ښکاره کولو لپاره د خپل ملي امنیت د وزیر مرستیال پاکستان ته ولیږه چي که طالبانو دسولي خبرو ته حاضر نه کړي نو ښائې د سعودي دپور ورکولو لړۍ وځنډیږي . بلخو امریکا ئې مرکچي ډاکټر زلمي خلیلزاد بیا د لوړپوړو طالب مشرانو سره د لیدو غوښتونکی وو چي خپل فشار ئې د ڼاټو او امریکائې پوځ لخوا پر پاکستان زیات کړي دي او پاکستان ژمنه کړې وه چي دوی به په اسلام اباد کي د سولي د خبرو میز ته کښینوي چي دا کار طالبانو ته دپاکستان غلامی پرته بله معنا نه لرل.

طالبانو دا ځل په وچ کلک افغاني هوډ د پاکستان خلاف ډبري ته سر ونیاوه چي د سولي خبري به په قطر کي کیږي او له دې پرته ئې هره ممکنه لار د خپل جهادي عفت په خلاف تمامیدل نو مجبوراً اړ سول چي دپاکستان اوسعودي دخوښي پرته په دې هکله په قطر کي ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزارت او په دوحه کي د امریکا دسفارت ته خبر ورکړي چي د خبرو لپاره به اتمه دجنوري په دوحه کي دخبرو میز ته کښینو

دقطر هیواد د طالب استازو د لیږد را لیږد ټولي چاري خپل په غاړه اخستې وې او پاکستان هم د خپلي دپلوماسی لمخي ورته یوازي د اسلام اباد ایرپورټ ته ددوی د الوتکي دسفر اجازه ورکړې وه .

دا کار که پاکستان او سعودي ته هرڅومره ناخوښه وو خو د امریکا د ډاره ئې ددې غوندي د سبوتاژ بله هیڅ بهانه د ځان سره نه لرل چي د غونډي مخه پرې راونیسي .خو خپل کوښښ ئې بیا هم ونه سپماوه ، دامریکا سفارت ته ئې په اسلام اباد کي خبر ورکړ چي په اتمه دجنوري داسلام اباد په هوائې ډګر کي دځینو ملحظاتو لمخي موږ نسو کولای دقطر د هوائې کرښي الوتکي ته د ناستي اجازه ورکړوچي لمخي ئې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو څخه غوښتنه وکړل چي غونډه به یوه ورځ یعني په نهمه ترسره کیږي چي ددواړو لورو توافق هم پر وسو .

د جنوري په نهمه د اسلام اباد بینظیر بهټو نړیوال هوائې ډګر ته د ملاامیرخان متقي په مشری دملا محمد عباس اخند او ډاکټر فقیر په شمول یو پنځه کسیزه ډله دسهار په اوو بجو ورسیدل خو د پاکستان د FIA لخوا یو ځانګړي اطاق ته یووړل سول ترڅو هلته ئې نظربنده خپل په واک کي وساتي .

دقطر حکومت په واورو د پاکستان د هوانوردی وزارت څخه د الوتکي د پرواز اجازه وغوښتل خو پاکستان به همدا ورته ویل چي ستاسی میلمانه تراوسه ارپورټ ته ندي رسیدلی نوځکه ستاسي پرواز له دوحې څخه باید ترهغه وخته ځنډیډلي وي چي موږ خبر درکوو .

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په قطر کي د طالبانو دفتر او طالبانو په پاکستان کي د خپلو ملګرو سره تماسونه ټنګ کړل خو پاکستان دخپل رزالت لمخي قطر ته ویل چي طالبان ندي راغلي او طالبانو ته ئې ویل چی الوتکه نده رارسیدلې او یا د پرواز شمیره دوی ته نده ورکول سوې او په دې توګه ئې د شپې تر یولسو بجو پوري همدې خبرو ته طول ورکاوه ، د شپې په یولس نیمو بجو ئې دقطر هیواد ته خبر ورکړ چي کسان مو پیدا کړل او الوتکي ته ئې له دوحي څخه د پرواز اجازه ورکړل . دوی فکر کاووه چي قطریان به ورته ووائې چي موږ نور الوتکه نه درلیږو خو د قطر حکومت خپله یو A321 الوتکه په همهغه شپه اسلام اباد ته ور ولیږل . پاکستان پوځ لخواپه لسم جنوري دغه الوتکي ته د طالب استازو د لیږدول چاره په رسمي توګه په همدې بهانه ځنډولې وه چي دامریکا لخوا تر اوسه دوی ته څه ندي ویل سوي کله چي جوته سول چي ډاکټر زلمي خلیلزاد دهند په لور رهي سو نو قطر خپله الوتکه له اسلام اباده بیرته دوحې ته وروغوښتل او طالب استازي بیرته خپل په لاره ستانه سول .

کله چي مي پر ټیلفون د ډاکټر زلمي خلیلزاد څخه په دې اړه پوښتنه وکړه چي امریکا ولي د پاکستان په دې ستونزه کي دخالت نه کاوو نو ئې راته چي له لویه سره دغه غونډي ته خوښبینه ځکه نه وم چي پاکستان ورسره ژمنه کړې وه چي دا ځل به د طالبانو دشورا له مهم غړو سره د مخامخ  خبرو زمینه ورته برابریږي .

داسي ښکاري چي دافغان سولي په اړه د هندوستان راګډول او د افغان حکومت لخوا چین ته د خپل ملي امنیت د استازي لیږل او دچین څخه د مخامخ مداخلې غوښتنه به پاکستان په اوږدمهاله توګه دې ته مجبوره کړي چي خپل د دغه دومخی څخه پر شا شي او یا لږ تر لږه پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي .

پاکستان د ابوظبۍ د غونډي په څیر دا ځل هم په یوټک څو نښي وویښتلي ، له یوې خوائې د قطر د سولي د غوندي په اخلالولو سره د خپلو دوه لوی پور ورکونکو هیوادونو ( اماراتو او سعودي ) زړونه خوشحاله وساتل له بلي خوائې امریکا ته وښول چي زموږ پرته هیڅ خبري ممکن کیدای نسي .او دائې هم په زبات ورسول چي که طالبان هم خودمختاره ګامونه واخلي نو د هرډول مداخلې او اخلال وس ئې ددوی سره دي .

په تیره غونډه کي هم ترټولو لویه ګټه د پاکستان په نصیب سول او څه باندي لس ملیارډه ډالره پورئې تر لاسه کړ او دا ځل هم ګټه یوازي پاکستان یووړه .

اوس اوس په دې کي شک نسته چي سوله مو په لوی لاس د پاکستان لاس ته لویدلې ده او هغوي ئې د یو تجارتي پروژې غوندي د افغانان پر ضد کاروي .
کله ئې پر اماراتو او سعودي عربستان پلوري ، کله ئې پر ایران ، روسیې او کله پر امریکا یا چین پلوري .

د سولي تغړ پر خپل سپیڅلې خاوره هوار کړي چي د هر ولي او ناولي لاسونه مو له منځه ختلي وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery