مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آیا غنی په حقیقت سره غواړی چي په اوسنی شرایطو کی په افغانستان کی سوله تامین سی؟

خالد کوهستاني
دا چي د افغانستان تاریخ شاهد دی، د دې خاوری اکثریت مشران خپل شخصی ګټو ته تر ملی ګټو ډیر اهمیت ورکړی ، او د همدې بدبختیو دوام هم د همدو مشرانو د نا سمو فعالیتونو تاثیر دی
مخکنی تاریخ مو په کتابونو کی لوستی وو، که څه هم زموږ د سترګو دید نه وو، په اړوند یی قضاوت هم را ستونزمنه وو، دا چي په  تیرو دوو لسیزو کی خپل د ماشومتوب  د دوری وروسته د هغو ترخو حقایقو شاهد یم کوم چی په تاریخ کی لوستی وو
له بده مرغه اکثریت چارواکی می ولید چی خپل شخصی ګټو ته تر ملی ګټو ډیر ارزښت قایل دی،  هر څه چی د ولس حق وو، هغه یی خپل حق ګڼلی، کورنی یی په بهر کی ډیر ښه ژوند لري، اما دلته په افغانستان اکثریت خلګ د فقر تر کرشی لاندی ژوند  کوي
د شاهی، جمهوري، خلقیانو، مجاهدینو او طالبانو تر دوري تیریږو
نږدي دوی لسیزي کیږي چي نړیواله ټولنه د امریکا په مشری، په افغانستان کی هغه ماموریت په غاړه لری کوم چي غواړی په دي هیواد کي سوله تامین سي، اما بیا هم لیدل کیږي چي زموږ د هیواد سیاسیون او چارواکی فقط خپل د شخصي ګټو د تامین تر وخته د نړیوالی ټولنی سره ملګری دی، کله چي شخصی ګټی یی په خطر کی سي، نو بیا د امریکا او نړیوالی ټولني په وړاندی منفی شعارونه ورکوي
له څرنګه چي ټوله شاهدان یو،  پخوانی ولسمشر حامد کرزي، در هغه وخته چي در قدرت پر سر ناست وو، د امریکایانو بهترین ملګري وو، کله چي پوه سو نور یی شخٌصی ګټی د امریکایانو لخوا تامین ندی، نو د امریکا په وړاندی ودرید او د امریکا دښمن سو
اوس په دې ورستیو کی، همدا غلطی ولسمشر غنی هم کوي
د غنی تاکید د ټاکڼو پر وخت کیدلو لپاره، د یوه پلوي سولی کمیټي جوړول، د سولی په عالی شورا کی  د عمر داودزی ټاکنه ، په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کی د اسدالله خالد او امرالله صالح ټاکڼه، د خلیل زاد او طالبانو ترمینځ  د خبرو د مخالفت، د مسکو د ناستی سره د غنی مخالفت، د ولسمشر غني هغه فعالیتونه دي کوم چي په اوسنی شرایطو کی د غنی د علاقی نشتون د سولی د پروسی په اړوند شکاره کوی
دا چي د افغانستان په سیاست کی قومی، سیمه ایز، ژبنی او مذهبی مسایل مهم تاثیرات لري، کچیری د سولی خبری تر ټاکنو وړاندی مثبته پایله ولری، او طالبان هم د سولی د پروسی سره یو ځای سي، په ټول هیواد کی سوله تامین سي، طالبان هم په ټاکنو کي برخه اخلي، او د خپل ځان کاندید هم لري، دا چي غني خپله هم پښتون دي،  رای ویښل کیږي، او د غنی ګټل ناممکن کیږي
همدا دلیل دی چي غنی هڅه کوي تر څو ټاکڼی د سولی تر پروسی مخکی تر سره سي، تر څو د   راتلونکو ټاکنو ګټونکي سي،
لکه څرنګه چي ټوله پوهیږو، عرف او عادات هم  دا دي، کله چي دوی مختلفی ډلی د جګړي په حال کی وي، مینځګړي خلګ کوم چي غواړی د دوي تر مینځ سوله وکړي باید بی پلوي خلګ وي، ځکه په قضیه کی ښکیل خلګ هڅه کوي چي قضیه په خپله ګټه پای ته ورسوي، همدا دلیل دي چي پایلی ته نه رسیږي او جګړه ادامه پیدا کوي،
د غني ټاکڼی د سولی په عالی شورا، د فاع وزارت، د کورنیو چارو په وزارت او د ملی امنیت په ریاستونو کي، د سولی پروسی ته د غنی نه لیوالتیا شکاره کوي
که څه هم د امرالله صالح او اسدالله خالد ټاکڼي په همدې مهمو بستونو کی نیک اقدام وو، ځکه چي د جګړي د مدیریت توانایی هم لری، دا چي دواړه څهری د طالبانو ضد دي او دوي د افغانستان د جګړی د حل لاره د طالبانو له مینځه وړل بولی، نو په داسی شرایطو کي د دوي ګمارنه پر ځای اقدام نه دې
د طالبانو سره د جګړی ښکیل غړی کریم خلیلی  ټاکڼه د سولي د عالی شورا در ریس په صفت
د سولی د عالی شورا د پخوانی دارالانشا د ریس تاکنه د ملی امنیت د ریس په توګه
د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی هغه شخص چی د طالبانو سره په جګړه کی ښکیل وو، ټاکڼه د سولی په عالی شورا کی د همدی شورا فعالیتونه تر سوال لاندی راولی،
د ولسمش د همدی ډول مدیرت سره دې پایلی ته رسیږو چي، غني هم په اوسنی شرایطو کي نه غواړی تر څو په افغانستان کی سوله تامین سي، تر هغه وخته چي ټاکنی نه وي سوی، او غنی بیا د ولسمشر په توګه نوی ګټونکي سوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery