مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د قطر ګرمې خرما او د افغان ملت يښې بړستنې

اېمل افغان

اېمل افغان

د افغانستان جګړه هغه نړيواله اوله وينو يوه ډکه مسئله ده، چې نن يوځل بيا د سولې ترسرليک لاندې د امريکا ځانګړی استازی ښاغلی خليلزاد نارې وهي او وايي د دې هېواد په روانه جګړه کې د تاريخ په اوږدو کې نړيوالو ملتو ته په ثبوت ورسېده، چې په دې بهير کې تر هر قوم افغانان ډېر و وژل شول او زياتې قربانۍ همدې خلکو د آسيا په زړه کې د خپلې خاورې د آبادولو لپاره ورکړې، اوس هم د سريخو په ډنډ کې د خپلو دښمنانو او سياسي مشرانو له لاس ګيرپاتې دي، چې څرنګه له دې حالت څخه ځان او ټولنه خلاصه او نور له دغه نامعلوم درياب څخه، چې دوی په کې ډوب دي د ساحل غاړې ته شي.
ننۍ جګړه په افغانستان کې د برېښناپه څېر ډېره ګړندۍ روانه ده او تل په دې اور کې افغان ملت سوزي، چې تېره ورځ مې له يوې افغاني رسنۍ څخه په خپلو غوږو دا خبر واورېد، ويل يوازې زموږ د امنيتي ځواکونو تلفات په مياشت کې څلور زره اوپنځه سوه تنه دی، تاسو فکر وکړی، دا به د هغو ځوانانو په روحيه څومره بدې اغېزې وکړي، چې هغه د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دښمن په وړاندې ځای لري او له دې پنجابيو او اوږد کميسو سره په جګړه بوخت وي، چې تش په نامه شل کاله جګړه وکړه او اوس راځي د سولې مېز ته دواړه خواوې کېني، د دومره مرګ ژوبلې مسؤليت به څوک نن په غاړه واخلي؟ خو په هر صورت اوس هم سرې وخت دی.
دلته که له حقيقتونو پرده پورته کړو د امريکا او ترڅنګ د شته نظام په چارواکو اوبيا په مخالفو ډلو، چې هغه طالبان، داعش او نور بلا ومتر دي رڼا واچو، هغه ډلې دي، چې دوی څلوېښت کاله تش د اسلام په نامه جګړه وکړه اوخپل امتيازات تر لاسه کړل او د سيمې هېوادونه د خپل حکومت په وخت کې خوشحاله کړل، چې په هغه وخت کې همدغه رهبران وو، د ښاغلي ډاکټر نجيب الله احمدزي له حکومت سره جوړ جاړي ته ونه رسېدل اود پاکستان پړسېدلی سياستمدار نواز شريف اوبېنظيره او همدارنګه د پوځ مشر پرويز مشرف په هغه وخت کې خوشحاله کړل او له افغانستان څخه همدغو نهو رهبرانو د اور لمبې پورته کړې او ملت په کې وسوځېدو او داده نن د طالب جان په نامه يوځل بيا سپين رنګه جامې اغوستي او غواړي، د سولې بېرغ پورته کړي، موږ ته سوله د پاکستان د اوسني کرکټي مشرعمران خان په مشوره رامنځ ته کړي او امريکايان په همدې بهانه خپل پوځونه له سيمې څخه د بګرام هډې ته راټول کړي، چې په دې خاوره کې ونه وژل شي.
هو موږ د سولې طرفدار يو، زموږ ملت سوله غواړي، زما د اردو وژل کېدل دې هم په نظر کې ونيول شي، د هغوی تلفات هم بايد راکم شي، هغه هم زما د وطن اولاد دی، هغوی هم بايد ونه وژل شي او دغه شنه طوطيان، چې تر سرو ګوليو لاندې په خپلو امنيتي ساحو کې مېشت دي، دوی ته دې هم له دې وروسته پاملرنه وشي، لنډه دا چې څوک افغان وي او د افغانيت تابيعت ولري نور په دې خاوره کې ونه وژل شي، څوک چې جګړه غوره ګڼې اوجګړه د حل لار بولي دايې زما په نظر د حل لار نه ده، ځکه څلوېښت کلنې جګړې کومه مثبته پايله ور نه کړه او که بيا څوک په جګړې تاکيد کوي، په افغانستان کې ډاګونه او دښتې ډېرې دي نو دواړه خواوې دې مهرباني وکړي دښتو ته دې لاړ شي هلته دې سره معلومه کړي، چې څوک نر ده او څوک ښځه، کومه ډله په وژلو کې زړوره ده، په ښار او د ملت په کورونو کې دې چاودنې نه کوي.
افغان ولس په دې افتخار کوي، چې سوله راشي او مخالفو ډلو ته دې هم په افغان حکومت کې، چې نن شته برخه ورکړل شي، د کار زمينې دې برابرې شي او همدارنګه د قطر خرما او ګرمې بړستنې دې هم په دې ملت و وېشل شي يوازې دې د افغانستان مخالفې سياسي ډلې هلته نه خوري او نه دې اغوندي، څوک چې ځانونه افغانان بولي او د دې عظيم ملت دعوه کوي نو دا دواړه کاره دې وکړي، ځکه چې ټول ملت سولې ته تږی ناست دی، پېغلو خپل پلونه تاسو ته نيولي، چې نور مو د ټوپکو شپېلۍ پورته کړۍ، سوله حاکمه کړۍ، د جګړې ځای افغانستان نه دی، دا ملت نور جګړه نه غواړي، جګړه د پاکستان، اروپا او امريکاده، هغوی بايد په کې وسوزي، افغانان نور جګړه نه غواړي.
هره ډله هغه که طالب دی او که په افغانستان کې شته سياسي نظام او ډلې دي، دوی دې مهرباني وکړي يوه څېړنه اوپلټنه دې په خپله خاوره کې وکړي، چې په افغانستان کې خلک سوله غواړي او که جګړه، افغان ملت په خپل کورکې ډوډۍ نه لري، ملت له يخنۍ مړ شو، ارګ ميشتي په ارګ کې ګرمو مرکز ګرميانو ته ناست دي، هغوی څه پروا لري او د جګړې دواړه خواوې، چې څلوېښت کاله د جګړې په ګرمولو تاکېد وکړ، هغوی ته د قطر او عربي ممالکو ګرمې خرما، شېدې اوشنه چايونه رسېږي، هغوی سوله څه کوي، چې په دې ملت زړه خوږ کړي افغانان وايي راځۍ که اسلاميت او مسلماني وي، دغه ګرمې اوسپينې جامې او لونګۍ له موږ سره و وېشۍ او دغه خرما په دې ملت هم تقسيم کړۍ، چې موږ خو هم لږ ګرم شو، ځکه په افغانستان کې خو څوک د يو من لرګيو د اخيستلو توان نه لري، نو بيا به دومره لوړې جګړې ته څنګه ځان ټينګ کړي.
د افغانستان په جګړه کې هغه ډلې او قومونه د بهرنيو له خوا د امريکايي ډالرو، د پاکستان کلدارو او د قطر درهمو مست کړي اودې ته هڅولي، چې د جګړې اور ته څوک سواره په څارويو راشي او څوک پياده او سپين بيرغونه په لاسونو کې ونيسي نور چې هرڅه کوي په افغانستان کې لاس خلاص دی ساتنه او اکمالات پورته هېوادونه کوي او د دې ژمنه هم ورسره کړې، چې اولادونه به مو په ګرمو هېوادونو کې درته ساتو چې هغه عربي ممالک او تور پنجاب دي او هلته به خپلې زده کړې کوي .
خو زه وايم راځۍ په افغانستان کې له نورو ملتونو سره ژوند وکړئ خپل اولادونه مو له هغه ځايه د افغانستان په ښوونځيو کې شامل کړئ، چې بيا به مسلماني معلومه شي، څوک مسلمان دی او په افغانستان کې له من څخه څو ډوډۍ پښېږي اوڅرنګه کولای شو يوه ډوډۍ په اسانۍ پيدا کړو بيا به زه و وايم، چې په رښتيا تاسو بهادر جنګيالي ياست او د اسلام د ګټلو لپاره مو دا جګړه پيل کړې ده، دا ټول هغه ښکرور دروغ دي او خوشې د افغانستان ورانول او د دې عظيم ملت وژل دي او خپلې خېټې مړول او په دې خاوره کې يوځل بيا د جګړې پياده کول دي.
په هېواد کې د جګړې په اړه هم موږ په دې ژاړو او خاندو، چې په دې ځای کې د جګړې د تخنيکونو لپاره له خرو څخه هم ګټه واخيستل شوه او په هغو ځانمرګي وشول حتی داسې نارواوې هم په دې هېواد کې تر سترګو شوې، چې خره څه ګناه کړې، چې په هغه کې چاودېدونکي مواد ځای په ځای شوي او په څلور لارو کې چاودنې ورکړل شوې او جګړه ورسره ګرمه شوه، که جګړه وه خو چارواکو وکړه، خره په کې هسې سر وخوړلو، چې د دغه هېواد دښمنان دومره دې جګړې ته لېواله دي.
د سولې راوستل، د جګړې د ختمېدو اوقربانيانو ته نجات ورکول به هغه لار وي، چې په تفصيل سره په دې بايد لومړی نړيواله ټولنه اوبيا خپله افغاني ټولنه نوره قانع شي او په دې قناعت وکړي، چې سوله بايد راشي او په خپلو نفسونو نورې د چوکيو په وړاندې پښې کېدو، چې جګړه بس ده ډېر و وژل شولو، ډېرې مورګانې کونډې شوې، ډېرې مظاهرې د سولې او امنيت د غوښتو په اړه د دې عظيم ملت له خوا وشوې، ډېر سياسي، اقتصادي او فرهنګي کارونه وروسته پاتې شول، چې نن موږ ټوله پړه په جنګي ډلو اچو هغه که رهبران دي، طالب دی، داعش او که افغان حکومت دی، داملت به نور له دې ډلو سره ګرو نه وي، داملت هم د نورو ملتونو په څېر په سوله کې ژوند کول غواړي، د جګړې ښکر بايد مات شي، جګړه مار بايد د عدالت مېز ته راکش شي او حساب ورسره وشي، لږ غيرت په کار دی، سياستوالو ته هم همت په کار دی، نور دې د ښځو سره ټيکري له سره لرې کړي او خپلې مټې دې راونغاړي سوله دې حاکمه کړي د احمدشاه، ميرويس خان او غازي امان الله خان تاريخونه دې راژوندي کړي.
زموږ په ملت کې نور څه نه دي پاتې، د هغوی ذهنونه جګړې او جګړه مارانو خراب کړل، تر ذهني فشار لاندې ژوند کوي، اقتصادي حالات ورځ تربلې د بحران په لور روان دی، د جګړې اور همېشه په افغانانو په ورځ کې يوه نېزه راټيټېږي، دا هغه قوم دی، چې تر بل هر قوم د جګړې اور دوی ډېر وسوځول او لاسوځول کېږي، هېڅ کله دوی ته د دې اجازه ورنه کړل شوه اونه کامياب سياستونه دوی ته په لاس ورغلل، چې دغه ناخوالې شاته اچولې وای او خپل ځانونه کامياب احساس کړي وای.
نور بس ده افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه دې نور د پرديو د جګړې نه قرباني کېږي، په کارده، دغه ولس هم په خلاصو وزرو سره په دې خپله خاوره کې وګرځي اود خپل ځان لپاره کاراوکسب پيدا کړي، نه چې نورهم د پرديو بادارانوپه هيله شپې سباکړي اوځان په دې وغولوي، چې دوی به موږ ته سوله راولي هېڅ د نړۍ قوم دومره ليونی او د جهالت په خره سپور نه دی، چې څوک دې بل چاه ته د سولې د راوستو ټټر ووهي ترڅو چې په سولې پسې خپله لاړ نه شي، فکرنه کوم سوله دې هم له دوی سره ياري وکړي.
داکه د افغانستان ملت په ځانګړې توګه پښتانه وغواړي سره يوشي او نور د پرديو د ناوړه جګړې قرباني نه شي نودا زه ويلی شم، چې د افغانستان د خلکودښمنان به هم په لړزه کې شي او زلزله به پسې واخلي اود ننني استعمار پښې به هم په دغه خاوره کې که خدای کول سستې شي او ولسونه به خپل منزل ته ورسېږي، داکه موږ خپل تاريخ او سياستونوته وګورو دا خبره ترې څرګندېږي، چې په افغان ولس په ځانګړې توګه په پښتنوباندې حکومت کول هسې يوخيال ليدل اوبې ځايه هوس دی ولې وبه وژل شي اولا ووژل شول، خو دا ټولې هغه ناکامه معاملې وې، چې د پښتنو په وړاندې وشوې ولې دښمن هم پرې په سمه توګه نه دی برلاسی شوی اوناکام مخ له دې خاورې څخه وتلی.
که له دې ولس سره د افغانستان د واکدارنو په ځانګړې توګه د هغوی د بهرنيو بادارانو دا ناوړه چلند روان وي فکرنه کوم، چې څوک دې په دې ملک کې په ارامه حکومت وکړي، بس تل به بې ځايه وينې بهېږي اوملت به په کړاوونو کې راګير وي، جګړه به نوره هم د زياتېدو په حال کې وي، ولس به خپله نورله مشرانوڅخه مخ وګرځوي نه افغان حکومت اوترڅنګ ولس بايد تل د سولې لپاره په خپله خاوره کې ټټر ووهي چې سوله دې حاکمه شي ولې يوڅو لنډ غرو چې نن سر راپورته کړی اودغه سوله يې د تل لپاره په جګړه بدله کړې، بلکې د ننني سياست په وړاندې په کارده، افغان ملت نور د هاتي په غوږ کې ويده پاتې نه شي خپل حق اوخپل امتيازات په خپله وغواړي هغه ګولۍ، چې د دوی په لوري وارېږي نور بايد د ټوپکو شپېلۍ د دوی له ټټرڅخه لرې شي، جګړه يې په سيمه کې پای ته ورسېږي، دغه مشران هم نورد پرديوله غلامۍ او رشوتونو اخيستلو څخه لاس په سر شي په خپل ولس سرښکته کړي او هغوی د پرديوله ظلم او قربانيوڅخه وژغوري.
افغانان هم نور په خپل کور کې د ارامه استراحت کولو اړتيالري، چې لږ استراحت وکړي، ترڅو دوی هم په دې پوه شي، چې په سوله او ارامي کې هم خوند شته دی ترڅو به موږ وژل کېږو، ترڅو به موږ ستړي کېږو، په ټول هېواد کې په شمار لس پنځلس مشران دي هغه هم د بهرنۍ نړۍ غلامان ولې دېرش ميليونه وګړو ته يې اور ورته کړی، چې څنګه دغه قوم بې ځايه په شهادت ورسوي او خپلې ګټې او امتيازات ترلاسه کړي، په کارده د داسې نارواوو اوظلمونو په وړاندې افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه پياوړي شي، هغه حمايت کړای شي، هغوی ته دا روحيه ورکړل شي چې زده کړه وکړي، له جګړې لاس په سر شي، د پوهتونونو په لور روان شي، زده کړه خپل عادت وګرځوي، بيابه دا خبره ثابته شي، چې پښتانه د جګړې قرباني نه شي کېدای.
دا چې موږ په دې ځای کې ټول په افغاني جګړې خبرې کوو، دلته زموږ هيله او جدي غوښتنه د سولې له استازو او نړيوالو څخه داده، چې دوی نور په مذاکرو لاس پورې کړي او سوله چې يوه ارزښتمنه کلمه ده، نوره په خپله سيمه کې راولي، ترڅو د جګړې قربانيان په دې خاوره کې افغانان نه شي،دا هغه ستونزې دي چې افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه ځوانان د تاريخ په اوږدو کې ور سره لاس اوګريوان دي اودغه تور قوانين چې د دې خلکو د زورولو لپاره وضع شوي دي دا دې مات کړای شي، ترڅو دا قوم هم په خپله سيمه اوخپل هېواد کې د يوه ارامه ژوند احساس وکړي.
موږ نورپه هېواد کې د بې ځايه قربانيواو وينې تويولو ډېر سخت مخالف يو په کارده، نور په دې ځای کې د ولس وينه بې ځايه تويې نه شي، ما يو مشر او رهبر په دې څلوېښت کلنه جګړه کې ونه ليدو، چې د هغه زوی دې بې ځايه وژل شوی وي او يادې بې زده کړې پاتې شوی وي، بس د دوی زامنوته هرڅه په فوق العاده توګه رسېږي ولس څه کوي که څه لري اوکه بې سواده پاتې کېږي.
څرنګه چې د افغانستان په ځانګړې توګه سياسي، فرهنګي، اقتصادي اوټولنيز وضعيت نور هم د خرابېدو په حال کې دی اودلته دې ولس او مشرانو ته هم لازمه ده، چې دغه حالت ته په خپله يومثبت بدلونه ورکړي، ترڅودوی له دې حالت څخه خلاص شي اونور د بې ځايه وژنواوقربانيو ښکار نه شي او په کارده، چې په غټو غونډو او د کاميابه سياستونو په ترلاسه کولو غور او فکر وشي ترڅود دې جګړې لمن له دې سيمې څخه د هرې ورانکارې ډلې په وړاندې ټوله شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery