مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که طالبان او امریکا سوله وکړي، نو؟!

نورالله احمد

څو خبرې ډېرې ضروري دي چې باید رڼا پرې واچول شي او طالبان هم باید ورته متوجه وي مثلاً؛

۱ـ د افغان حکومت شته اساسي قانون سره به څه کوي او د دغه قانون د بدلېدو بدیل به څه یا کوم ډول وي؟

۲ـ دا کوم ولایتونه چې نوي تشکیل سوي لکه ډایکنډي او پنجشیر آیا دا به بېرته ولسوالۍ کیږي او که په همدې حالت به پرېښودل کیږي، یا د ولایاتو په اړه به له سره پرېکړه کیږي او نوي تشکیلات به رامنځته کیږي، یعنې ولسوالیو بیا ولایتونو ته ډېر څه په لاس کې ورکول او هغه پیاوړي کول ترڅو متوازن پرمختګ او انکشاف رامنځته شي.

۳ـ فقه جعفریه او احوال شخصیه د دغه حکومت د نظام، قانون او ښونیز نصاب یوه برخه ده دغسې نصاب کې هم شامله شوې، له دې سره به څه کوي... لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده زموږ هیواد کې د تاریخ په اوږدو کې همدا یوه فقه (حنفي فقه) رایج او عملي وه د امریکایانو راتګ او د نوي نظام له تشکیل وروسته دا خلک هم پیاوړي شول او حتی د دوی فقه هم رسمي بڼه وموندله، له دې سره به څه ډول معامله کیږي؟

۴ـ د روسانو خلاف جهاد له وخت راهیسې یوه بله ډله چې دلته پیدا شوې لکه د غیرمقلدینو یا سلفیانو ډله دا خلک نه څلور مذاهب مني نه شیعه ګان مني دوی ځانته مسائل او مسلک لري، دوی سره به څه ډول کړنه ترسره کیږي او آیا د دوی مسلک به همداسې پرېښودل کیږي که بندیز به ورباندې لګیږي، ځکه یو هېواد کې څو مذاهب چلېدل یا نوي نوي مذاهب جوړېدل اسلامي امت سره نور هم ویشي.

۵ـ دغو نورو سیاسي ډلو سره به څه ډول معامله ترسره کیږي لکه اسلامي ګوند، جمعیت، محاذ، د نجات جبهه، حرکت، جنبش، وحدت حزب او ډېر نور... آیا دوی سره به هم خبرې اترې کیږي او که طالبان به دوی سره پرېکون اعلانوي یا دوی ته به د تسلمېدو وایي؟

۶ـ دا کومې مځکې چې تېرو اتلس کلونو کې زرواکو نیولي یا حکومت خپلو خلکو ته لکه قوماندانانو، زورواکو او نورو ته ورکړي دا به بېرته راګرځول کیږي او که همداسې به پرېښودل کیږي؟

۷ـ دا کوم منصبونه او رتبې چې خلکو ته یا په سپارښتنو یا په ګوندي لحاظ یا ماشینکي جنرالان وغیره روزل شوي دوی سره به څنګه معامله کیږي آیا دا به پخپل حالت باندې پرېښودل کیږي او که په دې کې به بدلون راځي؟!

دا او دېته ورته په لسګونو نور سوالونه دي چې ملت یې ځواب ته منتظر ده او د حل لارو چارو غوښتونکي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery