مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار د شهيد عبدالاحد کرزي د روزنتون له زده کوونکو سره د ژمني توکو مرسته ترسره سوه

راحیله جواد

د شنبې په ورځ د کار او ټولنيزو چارو د رياست لخوا د شهيد عبدالاحد کرزي د روزنتون له زده کوونکو سره د ژمني توکو مرسته ترسره سوه چي پرمهال يې سرپرست والي عبدالحنان منيب، د کار او ټولنيزو چارو د رياست استازي او د دغه روزنتون استادانو ګډون کړی وو.
د دغه مرستي پرمهال سرپرست والي د دغه رياست له مسؤلينو څخه مننه وکړه چي د ( ۲۰۰ ) زده کوونکو لپاره يې د ژمني توکو زمينه برابره کړېده، هغه دغه ډول زده کوونکي ( يتيمان ) د مرستو مستحق وبلل او د هغوئ لپاره يې په راتلونکي کي د دغه ډول نورو مرستو د برابرولو ډاډ هم څرګند کړ.
دغه راز نوموړي د دغه روزنتون له زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه چي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د خپلو کورنيو د نيمګړي ارمانونو د پوره کولو ترڅنګ خپل هيواد ته د خدمت مصدر هم وګرځي.
په وروستيو کي ښاغلي منيب د دغه روزنتون د ليليې او صنفي چاپيريال څخه د نژدې ليدنه وکړه او په يو شمېر برخو کي يې د دغه زده کوونکو تر ستونزو اورېدلو وروسته د اړوندو ادارو مسؤلينو ته د ټليفون له لاري سپارښتنه وکړه چي د دغه ستونزو لپاره حل لاري ولټوي، همدارنګه يې هغوئ ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ وکړ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery