مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د « بې بې سي » سره حبیب منګل بیا شکري باد کړي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

                     

     څو شیبي وړاندي مي د نوموړي راډیو سره د شورویانو د یرغل په اړه د ښاغلو حبیب منګل ، فاروق اعظم او انتظار خادم خبري وارویدې . د نورو څخه که تیر سم ، خو حبیب منګل افغانستان ته د شوروی سره اردو د راننوتلو د انګیزې او نژدی لس کاله وروسته بیا بیرته د هغوی د وتلو د علت په هکله داسی شکری باد ته ورکړې : د افغانستان حکومت ۱۴ ځله د کرملین څخه غوښتنه وکړه چی د تروریزم سره د مقابلې په موخه خپلی قواوي افغانستان ته را ولیږي . هغوی هم دا ومنل او را و یی لیږل . له افغانستانه ددغو قواوو وتل بیا د هغوی د ماتي له مخي نه ، بلکه د ژنیو د هوکړو پر بنسټ تر سره شوه .
   راشئ پدې اړه څو خبرو ته پام وکړو :
۱ ــ وطنوال او نړیوال ټول پوهیږي چي هغه مهال د تروریزم څخه د دومره تهدید موضوع اصلا مطرح نه وه .او بل داچي ایا تروریزم د هغوی د راتلو پر وخت خپور شوی وو او که د وتلو ؟
۲ ــ د افغانستان د حکومت لخوا د قواوو د غوښتني په اړه هیڅ ډول تحریری سند وجود نلری او ۱۲۰ زره تنه عسکر د دومره تجهیزاتو سره و یوه هیواد ته د ساده تلیفوني غوښتنی له مخی لیږل اصلا منطقی خبره نده . نپوهیږم دا ښاغلي افغان دیپلومات لږ فکر کوی کنه   .
۳ ــ ایا د کرملین او منګل صاحب په نظر د افغانستان دولت د حقوقی لحاظه قانونی بڼه درلوده ، کنه ؟ که حکومت قانونی وو ، بیا دوی ولی تر ټولو کارونو د مخه یو قانونی دولت چي دوی یې په غوښتنه راغلي وه ، نسکور کړ ؟ که ددوی په نظر قانونی نه وو ، بیا دوی څنګه ددومره ستر کار پخاطر د یوه غیر قانونی دولت ساده تلیفوني غوښتنه و منل ؟ ( چی هغه هم نده شوی  ) .
۴ ــ  د ښاغلي دیپلومات نه پوښتنه کوم ، که د یوه هیواد دولت قانونی او یا غیر قانونی وی ، بل هیواد چی هیڅ ډول ضرر یې هم ور څخه لیدلی نه وی ، د هغه د چپه کولو حق لري ؟ ابداً نه .
۵ ــ د شوروی دلومړي لاس لیکوالانو لکه مایوروف او نورو لخوا لیکل شوی کتابونه و ګوری ، هغوی په ډاګه ویلی چی هدف شپاړسم جمهوریت وو ، او دا کار د داسی پر وطن مینو مشرانو لکه نور محمد تره کی او حفیظ الله امین په وجود کي امکان ندرلود . ځکه یې نو تره کی په دسیسه سره له منځه واخیست او د امین پر ضد یې تحریکونه پیل کړه چی یو په بل پسې ناکام او وټکول سول . وروسته یې مسقیمه حمله پر وکړه ، هغه یې د خپلو بیګناه معصومو بچیانو سره یو ځای په شهادت و رساوه او خپل لاسپوڅی رژیم یې د افغانستان پر خلګو و تپی .
۶ ــ د ښاغلي منګل نه پرته ، ټوله نړۍ پوهیږي چي د افغانستانه د سره اردو وتل د هغوي د ماتي له مخي وه او د ژنیو هوکړی یې ځانو ته د اوړو پزه کړه .
۷ ــ د شوروي پارالمان په ۱۹۹۰ کال په خپله علني رسمي غونډه کي د افغانستان اشغال د کرملین یوه نه بخښونکي تاریخي تیروتنه و بلل .
۸ ــ ښاغلی حبیب منګل چي د شورویانو ماته نه مني ، مانا یې داده چی د افغانانو د وطنپالني احساس او د هغوی میړانه نه مني . ده ته پدې سن کي د یوه دیپلومات په توګه نه ښائیدل پر دغو ټولو واقعیتونو چي یو ماشوم هم پرې پوهیږي ، سترګي پټي ، بی مسؤلیته څرګندوني و کړي او د نړیوالو په سترګو کی خاوری و پاشي . دا یوازی زما نظر نه بلکه هغه څه دي چي ټولي نړۍ ته مالوم دي او هیڅوک دده غوندي سترګي ور باندي پټولای نسي  . دی باید پدې پوه وی چي دا خاوري یوازی پخپلو سترګو کي پاشی ، د نورو سترګي ړندی ندي او هرڅه ویني .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery