مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مورنۍ ژبه، کلتور ، پښتونولي او د پښتنو مورنۍ ژبه پښتو

عمر بورا زماني

 

د انټر نیټ په نړۍ کې مې په بیله بیلو ژبو  د مورنې ژبې  تعریفونه پلټنه وکړه چې د کېمبرج د لغاتونه کتاب یا ډیکشنري کې داسې تعریف شوی، هغه لومړنۍ ژبه چې یو ماشوم یې د خپل مور،  پلار او کورنۍ څخه په ماشومتوب کې زده کوي مورنۍ ژبه  بلل کېږي . ژبه یوه اړینه وسیله ده چې موږ انسانان یې د فکرونو او احساساتو د رسولو لپاره کاروو. د انساني ژبې پیچلي جوړښت د حيواناتو د ارتباطي سیسټم په پرتله د بیاناتو خورا پراخې کچې ته اشاره کوي . په نړۍ کې هر ملت یا قوم ځان ته ځانګیړې ژبې لري  چې د هغې له لارې د هغو کلتور خپریږی. ژبه د یو قوم یا ملت د هویت نښه ده . همداسې  د پښتون ملت مورنۍ ژبه پښتو ده  خو بدبختانه چې د پښتنو په خاوره  واکمنه  اود اقتصاد ژبه نه ده خودا بیا د پښتون ولس ویاړ دی چې پښتوژبه، کلتور او هویت یې ژوندی ساتلی .
کلتور او ژبه .
کلتور په ټولنیزو ټولنو کې ټولنیز سلوک او نورمونه دي . ژبپوهان کلتور د خلکو د یوې ځانګړې ډلې ځانګړتیاوې، پوهه ، لباس، ارټ، موسیقي، نڅا، روایت، د اریش ګاڼې، ناسته پاسته ، غم ښادی، خوراک څښاک، ولسي سندرې، ادبیات او ژبه د کلتور جز بولی . په عمومې ډول چې دکلتور په اړه بحث کیږی نو وایو چې ژبه کلتو ر او کتلور ژبه ده رښتیا همداسې ده ځکه چې یوه ژبه د کلتور د خپریدو او انتقالاتو وسیله ده .که کوم  ملت خپله مورنۍ ژبه   د لاسه ورکړی نو ملت خپله پیژوندګلو د لاسه ورکوي . لکه څنګه چې د غوریانو، غلجيانو، لودیانو،  سوریانو او د احمدشا بابا په حکومتون کې  نیازی،  ترین،دورانې اونورو پښتنو قبلیو ته یې په جنوبي پنجاب  او هیند کې ځمکې  او ډیر جاګیرونه ورکړي  وو. د وخت په تیریدو سره دې پښتنو قبیلو خپله  مورنۍ ژبه پښتو هېره کړه او سرایکی ، پنجابی اورد او هیندکو ژبې یې خپلې کړي د مورنۍ ژبې  پښتو په پرېښود دوی پښتني کلتور بدلون ومند او پښتني جامۍ په  لنګ بدلې کړې او د پښتون قوم  څخه په سرایکې پټهان  او پنجابی پټهان بدل شو. په هیند کې هم په میلیونو پښتنو خپله ژبه هېره کړې  نود خپل نوم سره کله خان او کله پټهان زیاته وي د پښتو ژبې له لاسه ورکولو سره، د دوی پښتني کلتور په تدریجي توګه بدلون موندلې او پښتون هویت دلاسه ورکړی.خو له دې دمخه چې د مورنۍ ژبې او کتلور اساسي بنسټونه  وڅېړم غواړم  یو څو حقایق روښانه کړم . د دې مقالې  لیکلو څخه  مقصد د بل قوم یا  ژبې  ته سپکاوې  یا کم کتل نه دی . ټولې ژبې او کلتورنه ټول ښه  یا خراب نه وي .  ټول قومونه ملتونه حق  لري خپلې مورنۍ ژبې ته خدمت وکړي . همداسې پښتانه  لیکوالان ، پوهان او ولس هم  غواړې چې زموږ مورنۍ ژبه دې هم د پرمختګ په لاره روانه شي د محکومیت څخه دې د پښتنو په خاوره په حاکمیت بدله شي سیاستوالو او واکدارنو یادونه ځکه نه کوم چې دوې د تاریخ په وږدو کې  زموږ مورنۍ ژبه د خپلو شخصي ګټو او قدرتونو قربانۍ کړی خو دا د پښتني کلتور د  پښتونوالي ارزپښتونو دي چې زموږ ژبه او کلتوری یې ژوندي ساتلي. د پښتونولي تاریخ هم درومره لرغونې او پخوانې دی  لکه څومره چې د پښتون ملت ژبه او تاریخ 
د پښتني کتلور پښتونولي ارزښتونو
دکلتور مثبت نورمونه ، اوصول ، قوانین ، پښتني خویونه او پښتني اخلاقو ته په پښتنه ټولنه کې پښتونولي  ویل کیږي، همداسې دپښتو او پښتونولي دقوانینوپر اساس هر هغه څوک چې ښه خويونه ، ښه افعال، ښه اعمال،  ننګ ،غیرت، ناموس، شرم  او حیا، پښتني مېړانه،پښتني توره، پښتني عدل، پښتني مېلمه پالنه، ښه اخلاق ، پښتني پنا ورکول ، ننواتي ،بخښنه ، پښتني جرګه، پښتني ژبه کول، حجره، ښه صفات  په ورځني ژوند کې ټينګه عقيده او د هغه د ورځني ژوند ټول کړه وړه او نظراوعمل  د پښتو اوپښتونولي  له اصولو سره برابر وي   پښتون ویل کېږي . تر څو چې یو پښتون د پښتونولي د نورمونو او اصولو سره برابر وي نو په هر ټولنه کې د دې درونوالي سرګندیږي . په دې مقاله کې به د پښتونولي یو څو نورمونو او قوانین چې پورته ذکر شوي یوڅو یې  روښانه کول غواړم .
ژبه کول .  پښتون چې له چا سره ژبه وکړی نو دې  په خپله ژبه ټنګ لکه د غره  تر  مرګ ولاړ وي  که د سر په بدل وي هم له خپلې ژبې نه ګرځی. کله چې په هیند کې ستر  پښتون پاچا شیر شاه سوری  په 1645 عسوی کال کې راجاتو درمل سره ژبه وکړه که هغه  پرته  له جګړې تسلیم شی نو دې  به د شیرشاه سوري څخه په امن وي  کله چې شیر شاه سوری  د راجاتو درمل له تسلمیدو وروسته  ښار ته ورځی نو د سعادتو ښځي شیر شاه سوري ته وایې چې راجاتو له دوی سره ډېر ظلمونه کړې او سړي  ورته  وژلي نو باید سزا ورته  ورکړي خو شیرشاه سوري وژړل او وویل چې ما خو اوس د راجاتو درمل  سره د دې د بخښنې ژبه کړی. له یوه پلوه دپښتانه ژبه او له بل لورې  دا ناروه  دشیرشاه سوري  دوخت دا قصه موږ ته په پښتونولي کې د ژبې ارزښت  او درنښت  ښیي .
پښتني مېلمه پالنه . ټولو میلمنو ته درناوئ  او پرته له کومې موخې د دوې خدمت او پالنه ده پښتانه د پښتو او پښتونولي د قانون پر اساس د خپل مېلمه څخه داسې دفاع کوي ، لکه د خپل ځان څخه چې دفاع کوي .
دېره یاهجره.  پښتانه که غریب وي که مالداره  خو وي ډېر مېلمه پاله هجرې وي تل اباده .په هجرو کې جرګې او غم ښادي  کیږي او په خاصه توګه د مېلمونو د څښاک او خورک  دمه ځاي وي دلته د پښتونولي اوصول ، قوانین او ارزښتونه د لیکلو پرته تر یو نسله بل ته پاتې کیږی ځکه چې مشران د خپلو نیکونو ویاړنو، د هیواد سره مینه او د ازادۍ او داسې نورې خوږي کسې  کشرانو ته کوي همدا دلیل  دی چې کلیوالو کې منیه ،خلوص  او پښتونولي زیات وي ځکه چې  په هجرو کې وخت تېر کړی وي او له همدې کلیوالو پښتنو له برکته زموږ مورنۍ ژبه پښتوسوچه او ژوندي ده ګنې په لوی ښارونو کې خو ځنې پښتانه د حساسي کمتري او په نورو ژبو کې دکار او اقتصاد له  امله  پردې ژبې شوي دي  په افغانستان کې فارسي ژبې شوي، هیند او پاکستان کې ، اورد، سرایکې او هینکې  ژبې شوي دي بیا کله چې په حکومتونو یا سیمینارنو کې د پښتو ژبې د پرمختګ او د پښتنو په خاوره دپښتو ژبې د حاکمیت وړاندیزونه او ترهې وړاندې کیـږي نو لومړی همدا فارسي(پردې) ژبې پښتانه یې په مخلافت کې ودرېږی او په پښتنو باندې  تبعیض تورونه لګاوي خو په اصل کې  تبعیض کونکي  هم دوې دې چې د خپلو شخصي ګټول له امله چې پکې اقتصاد او قدرت مهم عنصرونه دي د خپلې  مورنۍ ژبې سره بی ننګې کړی او اوس ورسره په دښمنۍ کې ودرېږی  .
ولې تراتیا میلیونو  زیاتو پښتنو مورنۍ ژبه د پښتنو په خاوره واکمنه ژبه نه ده ؟
په ټوله نړۍ کې ۱۷۸ هیوادونه لږ تر لږه یو رسمي ژبه لری ، له  دغو هیوادونوڅخه یو ۱۰۱ یې له یوه  ډېرې ژبې په رسمیت پیژني. د نړۍ ډېر اساسي قوانین د یوې یا څو رسمي ژبو یادونه کوي. په عمومی ډول د هیواد رسمي ژبه هغه ژبه وي چې د حکومت لخوا په قضایي سیسټم ، قانون جوړونې او ادرو کې کارول کیږي نو له دې امله داسې ژبې بیا د هیواد د خلکو  د ضرورت ژبې شی ځکه چې اقتصاد ورسره تړلې وي  چې دحکومت  له لوړ پوروچاورکو څخه تر یو ماموره پورې ټول مجبور وي چې د هیواد رسمي  یاملي  ژبو کې زدکړې وکړی . چې وروسته د زدکړو د کار فرصتونو په لټه کې ورته ستونزې نه وي .د افغانستان په اساسي قانون کې پښتو رسمي ژبه ده، مګر په حکومتي اداره کې هغومره  نه کارول څومره چې حق دی ، نو دې کې  خپله پښتانه پاچاهان ، ولس مشران ، وزیران او لوړپوړې چاروکې ملامت دي  ځکه چې دوی تل  د پښتنو په زور یا رایو قدرت ته رسیدلي خو دوی بیا خپلې مورنۍ ژبې پښتواو پښتون ملت ته په هغه کچه کار نه دی کړی څومره چې دې ستر ملت د دې خاورې  خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړي. د تاریخ په وږدو کې پښتنو پاچاهانو پښتو ژبه د دفتر او  ارګه لری ستاتلی او د وخت په تیریدوسره  دې پاچاهانواو د ځنو  نوروچاروکو کورنیو خپله ژبه هېره کړی او کورنیو سره یې د پښتو پر ځای دري یا          ( فارسی )  ژبه ویله ده.
پښتونخوا کې پښتو ژبه
په پښتونخوا جنوبی پښتونخوا او کراچې کې تر ۶۰ میلیونه زیات پښتانه ژوند کوي دا چې  پاکستان کې ټولواکه  ادره د پاکستاني  ارمی ده.  بیا د ارمی  لوړپورې چاروکې  ۸۵ سلنه پنجابیان دي او نفوس شمېرنه  د ارمی  د څارنې لاندې کېږي .  د پنجاب نفوس پکې زیات ښیي له دې لپاره چې قومی اسمبلی (چې موږ ورته ولسي جرګې وایو )چې ټول ۳۴۲ غړې لري چې پکې ۱۷۴ غړې چې د نیمایی څخه زیات کیږی پنجابیان دي  ورپسې ۷۵ غړې د سیند، ۶۰ غړې  د پښتونخوا ،  ۲۰ غړې د بلوچستان او  ۳ غړې د پلازمنې اسلام ابادڅخه ټاکل کیږي چې هغه هم پنجابیان وي . بیا چې د پنجاب ارمی هر پالسې خوښه وي په  پنجابی غړویې د قومی اسمبلی څخه منطوره وي . دوهم دا چې هرې صوبې ته د نفوس د شمېر پر اساس وفاقی بجټ ورکړل کیږی نوله دې امله کوم نفوس  چې د پښتنو پاکستان  کې ښول کیږی د منلو وړ نه دي .
(علاقائی) یا سیمه ایز ژبه
د پښتونخوا په خاروه  یو ستر پښتون ملت  ژوند کوي خو ژبې ته  یې د علاقائی ژبه ویل کیږي او د دفتر او رسمیتو او د قتصاد څخه لري ساتل کیږي په شخصی (سکولونو)یا ‎ ښوونځيو کې  د پښتو مضمون د ښونې لپاره په نصاب کې نشته   په حکومتي (سکولونو) ښوونځيو کې کله تر پنځمه یوکتاب وي او کله نه بیا دا  معصلین  دپنځمه تر (کولیجه) یا لیسې په پښتوژبه  کې له  زدکړو محروم وي نو زدکړې یې په اوردو او انګلسي ژبو کې  کړي وي .خوبیا هم له ماسټر ې لپاره د پښتواکېډمي پېښور پوهنتون کې داخیله اخلې دا د خپلې ژبې سره د بی کچه  مینې له امله کوي ځکه چې کار او روزګار خو د اوردو او (انګلش) انګلیسي ژبو سره تړلې دی . له ښوونځيو څخه  د پښتنو معصلینو په ذهنونواو  فکرونو کې دا ځای کوې چې پښتو یوه علاقائی  ژبه ده او اوردو قومي ژبه او انګلسی د روزګار او زدکړو ژبه ده نو کله چې د پښتونخوا ملګرو ته د پښتو ژبې د حاکمیت   او رسمیت خبره کوم نو وایې  چې زموږ قومي ژبه خو اوردو ده نو چې ترې وپښتې ستا قوم څه دی بیا ترې لاره ورکه شی ځکه دومره خو پوه دي چې قوم یا ملت یې پښتون دی اوځني بیا  وایې چې پښتو علاقائی  ژبه ده نو ورته وایم چې تر ۶۰ میلیونو زیاتو ویونکو ژبې ته څنګه علاقي ژبه وایې . د ډنمارک  او ناروې  هېوادونو نفوس  څه کم۶   میلیونه دی خو په دې  دواړو  هېوادونو د دوی خپلې مورنۍ  ژبې واکمنې دي له دې  دومره کم نفوس سره دوی پردې ژبې په خپلو هېوادونو  نه دې واکمنې کړې  دوی دفتر، میډیا او زدکړي په خپلو ژبې دي.
دژبو اقتصاد او پښتو.
د پښتون ملت اکثریت په پښتونخوا کې ژوند کوي خو دلته د غفار خان باباد خدایې خدمتګارو وروسته  هیڅ وخت  سیاسي ګوندونو د پښتوژبې  د رسمي کیدو او نصاب کې د شاملیدو ناره نه ده پورته کړی خوله څو کلونوراهېسې د ډاکټر خان تحریک چې د (وټ) یا رایو سیاست نه کوی خوپه پښتو ژبه کې د زدکړو او دپښتونخوا رسمي ژبه پښتو کول غواړي . ژبه هغه وخت د اقتصاد ژبه کیږي چې د دفتر ژبه شی نو اقتصاد ورسره وتړلي شی او د اړتیا ژبه شی لکه څنګه چې پښتونخوا کې انګلسي او اوردوژبې  دي . ځکه چې حکومتي ادارو کې کارول کیږی نو پښتانه مور او پلار هم دې ژبو کې بچو ته د زدکړو زمېنه برابروي نوکله چې څوک په کومه ژبو کې زدکړې کوي نو د هغو ژبو لیکوالان ، شاعران ، خوښه وي اوکتابونه هم هغو ژبو کې اخلي چې ګټه او اقتصاد یې د اوردو او انګلسی ژبو  لیکوالانو ته ځی او پښتو ژبه ترې بی برخه پاتې کیږي  نو پښتانه  لیکوالان بیا د پښتو پر ځای په پردو ژبو کې لیکلني کوي له دې امله چې کتاب یې ډېر خرڅلاو  او ډېر لوستونکي ولري . که په یورپ کې د اتیا میلیونو مورنۍ  ژبې  لیکوال یو کتاب ولیکې نو تر لکونو د هغه کتابي نسخې پلورل کیږي او لیکوال په یو کتاب لکونه ډالر ګټې نو له دې سره د هغه  ژبې نور لیکوالان  هڅول کیږي چې په خپلو ژبو کې کتابونه ولیکې ژبه یې پرمختګ کوي  لیکوالان ګټه کوي  او د ژبې اقتصاد پردو ژبو ته نه ځي .  
میډیا . په افغانستان کې اکثرت پښتانه دی خو که میډیا ته ګورو نو د تلویزونونو ډېر چینلونه په فارسي دي هغه ځکه چې زموږ پښتانه هم د پښتو پر ځای د فارسی چینلونه ګوري نو څومره چې د کوم تلويژون کتونکي ډېر وي هم په هغه کچه د تجارتي علاناتو څخه ډېرې پیسې تر لاسه کوي . کله چې د تلویزیوني چینلونو خاوندانو سره د پیسوکمې وي نود پروګرامونو  جوړولو معیار یې ښه نه وي ځکه چې د پیسو د کمښت  له امله دوی نه شي کولي چې معیاري پروګرامونه واخلي  یا یې جوړ کړي  نو تر څو چې کتونکي ډېرشي  له یو ورځي بلې ته  کمیږي . کله چې پښتونخوا کې لومړی چینل خیبر جوړ شو نو کتونکي زیات ول دا چینل  یو پنجابی جوړ کړی وو  نو ډېر ګټه یې پکې کړی وه نو یو څو کاله وروسته یې د پښتنو په ګټلې  پیسو یې هینکوژبې  ته یو چینل پرانیستو  ځکه چې هینکو او پنجابي تقريبا یوژ به ده خو دا چې دا ژبه پرته د پنجابیانو د ځنو پښتنو خیلونو مورنۍ ژبه شوی لکه د سرایکي چې د ځنو پښتنواو بلوچو مورنۍ ژبه شوی هم په اصل کې د پنجابی ژبه یوه لهجه ده کې فرق یې دی خو دا چې نسل یې د پنجاب سره فرق لری نو ژبې ته هم د سرایکي نوم ورکړی نو د خیبر تلویزون مالک چې (د کې  ټو ) په نوم یې هیندکوژبې ته کوم چینل  پرانستې خو دومره ګټه نه کوي  خو د خیبر په ګټه چې د پښتو ژبې چینل دی  دا هم  چلول کیږي نوداسې دپروردو ژبو میډیا زموږ د ژبې ګټې وړي .
نو د مشرانو او کشرانو ټولو څخه مې دا خواست دې چې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو لیکوالان ونازوی عزت یې وکړی ځکه دوې یوازې او یوازې  د ژبې خدمت کوي د خپل ژوند  قمتي وخت  خپلې مورنۍ ژبه ته  ورکویي  په دې هم پوهیږی چې له دې لیکلو څخه دوې ته کومې مالي ګټه لاس  ته نه راځي یوازې او یوازې   د ژبې د پرمختګ او راتلونکي نسل ته دپښتو ژبې د حاکمیت لارې چارې  ورښایې . نو که یو پښتون د لیکلو د لارې خدمت کوی نو بل پښتون چې مالې حالت یې ښه وي هیواد کې دې د هغو لیکوالانو کتابونه چاپولو کې مرستې وکړي . په لر او بر کې د پښتون ملت هغو ګوندونو  ته راې ورکړي چې د پښتو ژبې د حاکمیت او پرمختګ لپاره کار کوي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery