مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-02-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په بازار کي د دولت د مداخلي لاملونه

محمد اکبر احسان


په عمومي صورت دولت هغه وخت بازار ته داخليږي کوم چي بازار په يوازي ټوګه نسي کولاي چي داقتصادي کارونو دايجاد لپاره غوره پاليسي ولري ،اوياهم بازارته داسي قيمتونه ارايه کيږي چه اصلاً هغه داجتماعي تعادل ګټه اوفايدي نه منعکسه وي.او بازار د غوره ميکانيزم د نه درلودلو له کبله دولت مکلف دي ترڅو په اقتصادي مسايلو کي د توجي وړ خدمت وکړي،هرکله چي بازار په سمه ټوګه عمل وکړي اوخپلي چاري منظمي کړي اودکيميت اوکيفيت له اړخه کومه ستونزه نه وي نو لحاظا ضررورت نه احساسيږي چي دولت دي مداخله وکړي ولي ددولت مداخله هم دومره لازمي نده چي په پوره ټوګه دي دولت خپلي ټولي کړني په بازار تحميل کړي اوټول واکونه دي دولت منحصرکړي ،دولت د يو ي خاصي او منظمي برنامي په اساس کوم چي د بازار ،مشتريانواوعامه ګټي تضمين کړي د مداخله حق لري .
دا چي ددولت تصرف په بازار کي اودبازار ازادي ترکومه حدودپوري ده دلته داوضيح کول غواړو ترڅو وپوهيږو چي د دولت دخالت اوعدم دخالت څه دي اوڅومره تاثيرات د بازار په نظم کي لري.

دلاندي دلايلو په اساس دولت دمداخله حق لري:
۱ ديري اجناس وجود لري چي مصرف يي اوداستعمال برخي اومشخصات يي خورا ډيره دي: دمثال په ټوګه دمحيط زيست پوري اړونده وسايل ،امنيتي وسايل اواجناس،اجتماعي وسايل دغه اجناس چي دعمومي استعمالي اجناسو ترعنوان لاندي دي بازار نسي کولاي ددغو اجناسو په پوره کيدو کي يوه تر ټول پوره اوغوره ميکانيزم ولري اوکه دامکان ترحده په عرضه کي کومه ستونزه نه وي نونسي کولاي چي دمارکيت دغوښتني سره برابر دي مناست نرخ وړاندي کړي اويا هم خصوصي سکتور نسي کولاي چي په دغو برخو کي ډیره سرمايه ګزاري وکړي هغه ځکه چي ددغو برخو نوپس ويلاي سو په ټوله هغه برخه کي چه بازار نسي کولاي چي دهغه په توليد اومارکيت کي ونده واخلي نودلته هغه ځاي دي چي دولت به په اقتصادي چارو کي مداخله کوي.
ددولت نقش په ډيرو وختونو کي دمالياتي عواید و په لاسته راوړلو کي مهم دي،هغه ځکه چي ماليات دمختلفو ټولنو څخه ددامد يووسيله ده مګر ماليات دسرمايه ګزاري دمحدوديت يوه مهمه وسيله هم ده.
۲ داقتصادي ثبات:
اقتصادي تورم اواقتصادي رکود کوم چي داقتصادي ناروغيو څخه شميرل کيږي نسي کولاي چي بازار په يواځي ټوګه دهغه مخه ونيسي اونه هم دازاد بازار وسايل اونظريات کولاي سي چي ددغه مسايلو لپاره حل لاري ولټوي مګر دولت هغه وسايل اوابزار چي په اختيارکي لري کولاي سي چي دخپلو پولي اومالي سياستونو په نظر کي نيولو سره ددغه مريضي تداوي وکړي.

۳ مثبت اومنفي عواميل
په ځينو حالاتو کي يو فرد ياهم موسيسه دخپلو ګټو په نظر کي نيولو سره ممکن داوارزوي اودافکر وکړي چي نور اجتماعي خدمت نسي ترسره کولاي مګردولت کولاي سي چي ددغو برخو ملاتړ وکړي اونور هم دوي تشويق کړي ترڅو داجتماعي خدماتو څخه لاس په سر نسي پس دولت دلته خپل رول ترسره کوي،
په بله برخه کي ممکن يوه موسسه يايو ه فابريکه کوم چي دخدمت په موخه خپل فعاليت ترسره کوي ممکن دادټولني په زيان سي مثال داب هوا دالودګي له امله دمحيط زيست لپاره زيان وي اوداسي نور مثالونه
پس دولت دلته حاضير دي ترڅو ديو تخصصي روش څخه ګټه واخلي اوبايد دولت په دي برخه کي مداخله وکړي ترڅو هغه زيان چي موسسات يي په ټولنه جبرانوي هغه دمالياتو په اونور تکتيکونو اوروشونو څخه په استفاده جبران کړي.
۴ دعرضه اوتقاضا قانون ساتل اودانحصار مخه نيول
اکثره وختونه موسيساتواوتصدي داسي وسايل اوامکانات بازار ته عرضه کوي چه هغه داستعمال نه وي ياهم استعمال کچه کمه وي،
همدارنګه موسيسات کله کله بازار ته داسي نرخونه وړاندي کوي چي هيڅ اجتماعي عدالت اواجتماعي ستونزي په نظز کي نه نيسي اوفقط خپلي ګټي ورته ارزښت لري اوفردي اوګروپي انحصار ته لمن وهي نوضرورت دادي چي په دغسي شرايطو کي دولت بازار ته داخل سي اودمختلفو توليداتو مخه ونيسي اياهم دانحصارمخه ونيسي.
۵ داجتماعي خدمت له پلوه:
ددولت نقش دبازار په برخه کي دمالياتو راټولول دي چي په دي برخه کي مستقيما اوډير په وضاحت سره دولت مارکيت ته داخليږي ترڅو دمختلفو ټولنو څخه دهغو داقتصادي لاسته راوړنو په برخه کي معلومات ترلاسه کړي اوخپلي ګټي پکښي خوندي کړي اودمالياتو اوعوايدو په لاسته راوړلو کي پوره تصميم ونيسي.
دولت مکلف دي ترڅو دداسي اقتصادي روش څخه استفاده وکړي ترڅو دمثبت اومنفي ټول عواميل دمالياتو په راټلولو کي په نظر کي ونيسي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery