مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګاونډيان و نړۍ نور د پاکستانه له دروغو ستړې شوې

سيد حسين پاچا

د عمرانخان د پام وړ :
ګاونډيان و نړۍ نور د پاکستانه له دروغو ستړې شوې، دوی اوس له تاسې خبرې نه، بلکې ستاسې عمل غواړي چې د مذهب په نوم له دې لروبر کفچه مارانو نه ځان خلاصوئ يا نه؟

عمرانخان مهلت غواړي، خو مشرف يې حکومت ته بيا له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو او پر هند د پنځوس اتومي بمونو غورځولو سپارښتنه کوي. عجيبه منطق افغانستان خو يې د کشمير په تړاو له ځان سره بونګه کړی، خو اوس غواړي چې اسرائيل راښکېل او ترې دفاع وکړي


[[خبريال :
د پاکستان پخواني ولسمشر او د پوځ مشر جنرال پروېز مشرف په دوبۍ کې له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د پاکستان حکومت ته پکار دي چې له اسراييل هېواد سره نږدې اړيکې جوړې کړي، چې دا به دوى ته د هند پر ضد ډېره ګټه ورسوي.
هغه د هند او پاکستان د جنګ په تړاو وويل، چې د هند او پاکستان اټومي جنګ به داسې ساده جنګ نه وي، پکار ده چې دا ونه شي، ځکه که پاکستان په هند يو اټومي بم وغورځوي، نو هند به بيا په پاکستان باندې ٢٠ اټومي بمونه وغورځوي او ټول پاکستان به تباه کړي. هغه زياته کړه چې که پاکستان غواړي چې هند تباه کړي، نو پاکستان ته پکار دي چې ٥٠ اټومي بمونه په هند وغورځوي، تر څو هند تباه شي.]]

ښاغليه خانه،
نواز شريف و مودي خو يو له بل سره د مور پړوني تبادله کړل او لور يې مريم ورته د کاکا خطاب وکړ، خو پوځ ورسره اړيکو ته پرې نه ښووه، نو تاسې پټان ((پښتون)) به د دوی ترمينځ څه ځای ونيسئ؟ ضياءالحق تاسې ته داسې ناوړه ميراث پرېښی چې له سيمې وګاونډ او له نړۍ نه يې پرې منزوي کړي ياست.

نو ته لږ سوچ وکړه چې خاوره دې د نورو ((پښتنو، بلوڅو او سنديانو)) ده، فرهنګ دې د بل چا ((هند)) دی او دين دې له عربه په افراطيت وخيانت راخپل کړی. سره چې همدا دين د اسلام د سترو راشده خلفاو عمر وعثمان رضی الله عنهما نه افغانانو سوله ييز او په مفاهمت کې راخپل کړی چې همداسې سوچه امانت يې ختيځ ته هم رسولی چې له برکته يې هندوستان د ډېرو نورو پرګنو سره سوله ييز ژوند اختيار کړی. ځکه خو نن هند د يو سوله ييز په نوم په نړۍ کې پېژندل کيږي، خو پاکستان خپل هر څه بايلل. دا ځکه چې زمکه غصب شوې، کلتور يې خپل نه دی او له مذهب (دين) نه يې هم ناوړه ګټه پورته کړه. د غيرمسلمو هم دروغ بد راځي او پرې بد لګيږي.

ښاغليه خانه،
دا اوسني وپخواني برحال وکورناستي او تښتېدلي نظامي چارواکي دې تر کونې پورې ناپوه دي. ګاونډيانو، مسلمانانو او نامسلمانانو ترې څه خير ليدلی چې اوس به يې درڅخه اسرائيل وګوري. اسرائيل پوه خلک دي د چا لپاره جنګ نه کوي، بلکې د ځان غوندې ملک دې د نورو لپاره په ټګۍ برګۍ کار کوي، نو ځکه خو اوس ترې خدای هېر او هيله يې ټوله اسرائيلو ته شوه چې که د هند له ګوزاره يې بچ کړي. داسې برېښي چې د امريکا وبرتانيا په شمول بېجنګ ومسکو هم ډاډ نه دی ورکړی، نو ځکه يې د التجاء يا د هيلې واسرې يوازېنۍ مرجع اسرائيل شول چې ويې ژغوري.

يا به يې دېته کتلي وي چې عمرانخان خو د يهودو پخوانی زومکټی دی، ګوندې خېښي ورسره وپالي، خو مالومه نه ده چې پخوانۍ مېرمن ترې خوشاله ده او يا نه؟ په دويمه کې بيا زموږ د پنجابيانو زومکټی دی، خو د هغې زړه ترې هم موړ دی. درېمه خو دې پيره ده.

مشوره :
تاسې ته به ښه دا وي چې له خپلو ګاونډيانو په تېره بيا له هند سره په سمه وچلېږئ. دېته دې هم پام اوسه چې پنجاب (نظاميانو) دې نړۍ په ټګۍ برګۍ لوټلې ده او نور له نړۍ سره ټګي برګي نه چليږي. خدای مه کړه چې د بوټو غوندې د بنګال په معامله کې همدېته ورته لوبه له تا سره په کشمير کې ونه کړي. نظاميانو دې خپل هغه کړي غول هلته پر بوټو او د هغې پر کورنۍ پاک کړل چې لا تر ننه د دې حق نه لري چې خپله مقدمه په محکمه کې وچلوي او له خپل ځانه دفاع وکړي. داسې نه شي چې د کشمير په لوبه کې هر څه پر تا او پر کورنۍ يا په ټوله کې پر پښتنو پاک نه شي چې کورنۍ به دې د بوټو کورنۍ ته ورته په سرنوشت اخته وي. نظاميان واستخبارات دې په پوست کې پاک خلک نه دي.
د بل کور ته چې غشي ورولې، يوه ورځ به ستا پر لور هم وورول شي.

نړۍ درته لګيا ده چې ”ترهګر نور مه ساتۍ او د دوی ځالې وتړئ“، خو تاسې لا تر ننه هماغه د خره لکۍ پورې نښتي ياست، نو ته خپله سوچ وکړه چې نړۍ به مو نور تر کومه وزغمي؟ تاسې خو لږ زموږ له حاله هم وپوښتئ چې زموږ مذهبي لېونيانو او افراطيانو يا په بله مانا ستاسې محصول چې تل مو غلطې مشورې ورکولې څنګه مو سختې نړېوالې څپېړۍ ته ور برابر کړل چې لا تر ننه ترې کړيږو. که موږ ته افراطيت ګټه کړي وي، نو تاسې ته به يې هم وکړي. افغان ولسمشر چې يو نړيوال اقتصاد پوه دی بيا هم وکولای شول چې نړۍ قانع کړي او خبرو ته لار پرانيزي چې څنګه دغه ستاسې د نظاميانو او څارګرې ادارې په دروغو دربو غولول شوي چې ځينې مذهبې بنسټونو يې هم په رامينځته کولو او غولونه کې برخه اخېستې چې نن ترې له نېکه مرغه هغه مذهبي مشروعيت اخېستل شوی او کوښښ کيږي چې ورور ورور يې لارې او منطق ته ورشېوه کړي. لا تر اوسه ترې ځينې کليمې له خولې راوځي. همدا ساده توب يې بس دی چې لا تر اوسه د اشغال invasion او د توقيف يا برمتې (بونګه) hostage تعريف نه شي کولای. نيمه نيمګورې مذهبي پوهه د نننۍ نړۍ غوښتنې نه شي پوره کولای، ځکه خو بيا په داسې پېچلو نړيوالو استخباراتي، ستراتيژيکو، سياسي واقتصادي لومو کې ونښلي چې د راوتلو لوری ترې بيا ورک وي. کنه زموږ د سولې خبرې له کشمير سره څه تړاو لري؟ تاسې خو لږ تر لږه د اکسفورډ پوهنتون لوستی. ايا ستا منطق واستدلال به تا ته دا اجازه درکړي چې سفير و د بهرنيو چارو وزارت مو زموږ د سولې خبرې له کشمير پورې تړي، آخر ولې؟ ته و خدای ته خو ځان ته مسلمان وپښتون وايی - دا ستا ضمير همدا ايجابوي؟ دا ټوله نړۍ لېونۍ ده او تاسې پال ياست، نو تاسې خپله لږ له ځان سره سوچ وکړۍ چې څه لوبې مو شروع کړي دي؟

دغه بزنس نور تاواني دی ګټه درته نه کوي. پرېمانه پور، سود ورکونه، خراب او کمزوری اقتصاد، تش جيب او تشه ملا او خبرې د سر زورۍ کوئ، نو دا معقوله خبره نه ده. د نړۍ په سترګو کې خاورې مه اچوئ. نړۍ پوهيږي چې دا مذهبي لېونيان يا ايله جار چېرته ساتۍ او تر څو به پرې سيمه وګاونډ او نړۍ وېروئ؟ سيمه وګاونډ ونړۍ مو تېری تنګه کړې او نور يې د زغم توان نه لري او نه ستاسې اوتوبوتو ته وخت لري. وخت او موقع مو له لاسه ورکړې، خو اوس بيا هم يو روستی چاڼس لرئ چې ګټه ترې پورته کولای شئ او هغه دا چې دا مذهبي بانډټان نور مهار او ځالې يې وتړئ.

په درنښت
سيد حسين پاچا


قريشي : هند دې هېڅکله په خيرنه سترګه پاکستان ته نه ګوري
https://khabarial.com/archives/27637
د هندي پوځ مشر: باجوه څارم او د نظر لاندې مې دی
https://khabarial.com/archives/27631
عمران خان: نرېندرا مودي دې د سولې يو بل چانس راکړي
https://khabarial.com/archives/27683
د پاکستان پخوانى ولسمشر: له اسراييل سره اړيکې جوړول پکار دي
https://khabarial.com/archives/27541

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery