مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له کندهار والي سره يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو د هغه د مبارکۍ په موخه وکتل

راحیله جواد

.
يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو په بېلابېلو مجلسونو کي له کندهار والي حيات الله حيات سره د هغه د مبارکۍ په موخه وکتل.

راغلو مشرانو او ځوانانو کندهار والي ته د نوي دندي د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته په چارو کي د برياليتوب هيله وښودل او له هغه څخه يې هيله وکړه چي د قانون په رڼا کي ټولو ته خپل حقوق ورسوي، همدارنګه هغوئ په يو شمېر برخو کي کندهار والي ته لازمي مشورې هم ورکړې.

کندهار والي حيات الله حيات له راغلو مشرانو څخه مننه وکړه او هغوئ ته يې ډاډ ورکړ چي په خپل ټول توان سره به هڅه کوم چي د فساد په وړاندي مبارزه وکړم او حق و حقدار ته ورسوم.

دغه راز ښاغلي حيات وويل : کندهار د هيواد له لويو ولايتونو څخه ګڼل کېږي چي د ولس د حقوقو په ورکړه کي به يې له هري ممکنه لاري کار اخلي.

د يادوني وړ ده چي راغلو مشرانو او ځوانانو کندهار والي ته د ښه خدمت کولو په موخه د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery