مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله ، یوې ځانګړي سیمي ته دي جګړیز مصونیت ورکړل سي

خالد هادي


د باعزته سولي لپاره اړینه ده چي په افغانستان کي یو ساحه د War Free Zone په نامه ونومول سي .

دغه طرحه چي دا پنځه میاشتي مي خپله په یوازي سر ورباندي کار کړي دی پرون د طالبان او امریکا د خبرو د منځ ټکي وګرځیدل .

ددې طرحي لپاره مي د افغانستان د ملي امنیت شورا ، ولسمشر اشرف غني ، دفاع وزیر اسدالله خالد ، ښاغلي ډاکټر زلمي خلیلزاد د یو شمیر امریکا ئې سناتورانو او کانګریسمینانو ، د امریکا د نظامي جنرالانو ،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ، دسي ای ای د یو شمیر مشرانو ، په قطر کي د طالب مشرانو او په افغانستان او پاکستان کي د یوشمیر طالب قومندانانو سره په وارو وارو خبري او لیدل ترسره کړي .

زما د سولي طرحه همدا ده چي د یو باعزته سولي او بین لافغاني مذاکراتو لپاره ضروري ده چي په افغانستان کي یو مشخصي سیمي ته دي د جګړیزو عملیاتو څخه مصونیت ورکړل سي . ترڅو د افغانستان څخه د باندي مخالف لوري په تدریجي ډول د خپلو فامیلونو سره افغانستان ته راانتقال سي او د ګاونډیانو دسیاسي فشار څخه خوندي خو په خپلواکه ډول د سولي لپاره د یو مثبت میکانیزم ته لاره خلاصه کړي .

ددغه طرحي لپاره مو د سنګین او موسی قلعه ولسوالۍ مشخصي کړي دي چي تر ډیره د طالبانو په واک کي دي .

د همدې طرحي لمخي طالبانو ژمنه کړې چي د جګړیزو عملیاتوڅخه د مصونیت په حال کي به په هم هغه سیمه کي خپل یو سیاسي دفتر پرانيږي او ولسمشر په ننګرهار کي هم د همدې طرحي په اشاره طالبانو ته ډاډ ورکړي چي که طالبان تیار وي چي د افغانستان په هره سیمه کي دفتر خلاصوي موږ ئې امنیت ته ژمن یو .

ددغي طرحي لپاره په نظامي برخه کي د امریکا او متحدینو او هم د طالب قومندانانو پراخ ملاتړ موجود دي او تر خپله وسه به د افغان دولت ملاتړ په راجلبولو کي هم کوښښ په کار اچوم ترڅو افغان دولت هم په همدې قانع کړم .

پرون په لومړي ځل د امریکا د ځانګړي کمیټي لخوا دغه طرحه په قطر کي د مذاکراتو میز ته وړاندي سول چي دواړو خوا ئې ښه استقبال وسو .

په دې هیله چي د سولي په لاره کي مي پرلپسې هڅي یوه ورځ د ټولني ویاړ وګرځي !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery