مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مارچ اتمي ته یوه غیر دودیزه ډالۍ

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 


     تر هرڅه وړاندي د مارچ د اتمي نیټې په پار چي د ښځو د نړیوال پیوستون ورځ ده ، زموږ د هیواد او ټولي نړۍ درد لیدلو ښځو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ دا خبره د یادولو وړ بولم چي سږکال مي ښځو ته یوه غیر دودیزه ډالۍ تیاره کړیده او هیله من یم چي په خوښۍ سره به یې و مني :
      څو ورځي وړاندي مي په تلویزیون کی یوه سندره چی هلته د « لونګو او لونګین » یادوونه پکښې شوې وه ، و ارویدل . وروسته مي په فیسبوک کي د ( لونګو ډالۍ ) تر سرلیک لاندي د مارچ د اتمي نیټې د پاره چي د ښځو نړیواله ورځ ده ، د خپلو لیکنو د لوستونکو څخه هیله و کړه چی ښځو ته د ډالۍ پخاطر یوه یوه داسي لنډۍ په کومینټ کي را ولیږي چی د لونګو او لونګین سره تړاو ولري . د لوستونکو د فعالي ونډي اخیستني څخه په مننه باید ووایم چي ډیري په زړه پوري لنډۍ یې و دغي نړیوالي ورځي ته ډالۍ کړی وې .
     دادی دهمدغي ورځي په پلمه د نوموړو لنډیو څخه یو شمیر یې د را لیږونکو لخوا او د هغوی په استازیتوب دغه نازنین او لطیف جنس ته د ګل ګیډیو په توګه  په مینه او درناوی وړاندي کوم :
دکور وځی لونګ واخله
لونګ دوا ده دزړه درد اراموينه
جانانه یو خورد لونگ راوره
دکلی دود دی لونگین تری جورومه
هلک چی تور وی لونګین سی
جنی چی توره وی بنګړی دی خرڅوینه
توره نجلۍ ګل د لونګ شي
هلک چی تور شي بیزوګۍ دی ګرزوینه
که يار مې تور دی څه پېغور دی
تور خو لونگ دي ، شاه سلام ورته کوینه
پر سينه يو لالی ځائېږي
زه لونگين او لالی دواړه ځاېومه
که چا لونګ لیدلی نه وی
پیغله خوله کړی د لونګو بوی تری ځینه
جانان مي بوټي د لونگ دي
لکه پروته به تري ټوله تاوه شمه
پرتورو بد مه واياست خلګو
تور خو لونګ دی پاچهان یې بویوینه
ستا لونګین دانی دانی شو
دانه دانه چي ټولوم سهار به شینه
څومره خوشبخته لونګین دی
د مستو پیغلو پر ټټر وهی ټالونه
تور لونگين په ژړا راغی
 ماته اوگۍ پر سينه ځای نه راکوينه
بارانه ټپ شه ودرېږه
ليلا لونگ په درمندو شيندلي دينه
لاس به دې وتړم په زلفو
په لونگين به دې وهم مړ به دې کړمه
توره لونگه رب دی ورک که
 لیلا زما ، پر سینه ته وهې ټالونه
جانان می تور دی لونګین دی
د دیره خیاله غاړه جګه ګرزومه
د لونګین په لړ راخېژه
په اوږۍ شپه کړه د چارګل وکړه سیلونه
زما د صبر جام نسکور دی
د لونګین په څیر راغاړي وځه مینه
په ظاهر ګورم لونګین ته
خو پټ په زړه کي د سینې ګلان څارومه
نجلۍ د کلي کډه وکړه
د لونګین په بوی ملکونه لټومه
د غاړي هار ګوره کش نکړې
دا تور لونګ مي په سست تار پېئلي دینه
که زموږ کلی در نه ورک شو
د لونګین پر بوی راځه ، پیدا به شینه
تور لونګین دی مکرجن دی
ما د سیني سیل کاوه ، دی و شلیدنه
نجلۍ د مکر کچکول واخیست
ځوانان د کلي تور لونګ ور اچوینه
نجلی زه تا درویزه ګر کړم
کور په کور ګرځمه لونګ در ټولومه
که چا لونګ بوی کړي نه وي
اتم د مارچ نه د لونګو بوي راځینه
                                                         پای
                             ډنمارک هیواد ــ د ۲۰۱۹ کال د مارچ اتمه نیټه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery