مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حکمتیار ه تا دا درې لسيزې جنګ څنګه مخته يووړ؟

سيد حسين پاچا

حکمتيار:
کوم وخت مې چې د حکومت پر وړاندې جګړه کوله نو هېڅ بهرني هېواد راسره مرسته نه ده کړي
لاسوندونه شته، نړۍ چا ته بېحسابه او وړيا څه نه ورکوي، خو دا موږ وو چې هر څه مو د خپلې خاورې او ولس پر وړاندې بېسوچه ولګول

عقلي شواهد هم دا نه ايجابوي، کنه د پلارونېکه شته دې ټول د يوې ورځې جنګي لګښت نه پوره کوي، نو تاسې دا درې لسيزې جنګ څنګه مخته يووړ؟ تاسې خو دعوه کړې وه چې ((زه زر کاله جنګېږم))


ښاغلی حکمتيار،
داسې ويل کيږي چې په همدې اوسني طالبي غويمنډ کې د تورې بوړې د محاذ مشر د مولوي يونس خالص زوی چې هغه هم د طالبي وياند غوندې ځان مجاهد بولي يوه ورځ خپل پلار ته ويلي وو:
مولوي صاحب اوس خو د جهاد وخت دی او تاسې بايد د تېر په څېر ودرېږئ. وسله ترلاسه کړئ او د امريکا پر ضد بايد موږ جهاد وکړو. دا ځکه چې څارګرې ادارې ورته په غوږ کې يو څه ورڅڅولي ول چې که هغه له دې لارې راوهڅوي، خو مولوي صاحب پوهېده چې لوبه بل شان ده، نو زوی ته يې ويلي :
زويه،
جهاد مهاد نشته. ما ته هغه وخت (تېر جهادي وخت) کې هر څه پاکستان يعنې څارګرې ادارې راکول او ما به مجاهدينو ته ورکول. که ما ته پاکستان راکړی نه وای، نو ما به مجاهدينو ته څه ورکړی وای؟
همداسې که پاکستان امريکا او دې نورو ورکړی نه وای يا په بله مانا مالي - نظامي ولوژيستيکي مرسته يې نه وای کړی، نو پاکستان به ما او همداسې دې نورو جهادي مشرانو ته څه ورکړی وای؟

د اسفنديار ولي زوی ايمل ولي ته يې هم همدغسې يو څه په غوږ ورڅڅولي چې اوس د خپلو نېکونو منډ پر توره وهي او د قاضي صاحب غوندې شنې سترګې يې ورته سترګو ته اچولي. قاضي صاحب پرې له اسلام اباده کريملين کتلو او ايمل به پرې نوی ډيلی ګوري.

دا يو تريخ رښتينی حقيقت دی چې مولوي صاحب خپل زوی ته ويلی وو، خو داسې بريښي چې هغه د خپل پلار نصيحت منلی نه دی، نوځکه يې د طالب په پلوۍ راودانګل. کنه د هغه سر نور پر دې خلاص شوی وو چې له موږ نوره خبره خرابه شوې، نو ځکه يې قعود ((ناسته)) د بل چا پر نيابتي جګړې ښه بلله.

د ولس هيله له تاسې دا ده چې تاسې د نورو جهادي مشرانو پورې د يو شعوري مکتب لاروي ياست، خو له دې وروسته تاسې خپل تګلوری د هېواد د ملي - اسلامي ګټو سره عيار کړئ. هغه موخې چې نصيرالله بابر له ښاغلي فرهاد علي خاور سره په کړې مرکه کې کړي ستاسې له منشور ((تګلوري)) سره سمون نه خوري. څوک چې پر چا لګښت کوي هغوی به ختمي خپلې موخې پر تاسې مخته وړي.

• Durand Line Agreement is expiring in 1993.
• I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

خير که تاسې ورته هر نوم ورکوئ، خو زموږ د بنسټ ډبره غلطه اېښوولې شوې وه. پښتانه يو متل کوي :
کوږ بار تر مزله نه رسيږي.
يا په نورو روښانه ټکو د يو څه بنسټ چې پر غلطه اېښوول شوی وي او سم لارښود ونه لري، هغه دېوال تر پايه همداسې کوږ پاتې وي. که موږ سمه رهبري لرلای، نو پر موږ به په تېر جهادي او نه طالبي غويمنډ کې داسې له شرمه او رسوايي ډکې لوبې چا نه شوای کولای.
په جهادي خپلمينځي غوبل کې يې يو پر بل ښه وڅنډل او بيا يې پر طالب ښه وداړل او له طالب سره يې هغه لوبې وکړې چې په عالم بشر کې چا له چا سره نه دي کړي.

د ښاغلي محمد زمان مزمل ښه پر دې سر خلاص شوی چې د ښاغلي صمد حامد د مړينې پر تړاو يې د يو چا په تړاو داسې ويلي وو:
دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو ”پيکه اخوانيانو“ نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.

دا په حقيقت کې د زړه له تله د زړه د درد خبره ده چې ترې راوتلې ده.

اګر چې تاسې خو د نصيحت نه منلو او د سر زورۍ يا نه منښتې مخينه لرئ، خو د يو مفسر په توګه مې درته د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې زړه بديږي. هيله ده چې تاسې پرې سوچ وکړئ.

زما همدومره وسه وه او بس.

په درنښت


حکمتيار: کوم وخت مې چې د حکومت پر وړاندې جګړه کوله نو هېڅ بهرني هېواد راسره مرسته نه ده کړي
https://rohi.af/fullstory.php?id=75065

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery