مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مالیې وزارت د مالیاتي اوونۍ په کمپاین کې شل زره اصنافو او هټۍ والو ته د مالیو د ورکړې په تړاو پوهاوی ورکړی

راحیله جواد

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست نن د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مالیاتي اوونۍ پای غونډه په انټرکانټینینټال هوټل کې جوړه کړه.

په دې غونډه کې د عوایدو عمومي رئیسه اغلی امنه احمدي، د مالیې وزارت یوشمېر رئیسانو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.

د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي د غونډې په پرانیسته وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: "موږ د خصوصي سکټور په مرسته په مالیاتي اوونۍ کې وکولی شول د مالیاتي کمپاین په موخه بیلابیل پروګرامونه جوړ کړو، چې له دې لارې مو شل زره اصنافو او هټۍ والو ته د مالیاتو د ورکړې په اړه پوهاوی ورکړی."

 نوموړې زیاته کړه:" موږ له خصوصي سکټور سره په ګډه په دې هڅه کې یو چې دا ډول پروګرامونو ته لا وده ورکړو او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور لا پیاوړی کړو."

د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د صنایع خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، ودې ته د متحدو پانګه والو ټولنې رئیس ښاغلي عبدالله فوشنجي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رئیس ښاغلي غلام حیدر جعفري، د افغانستان د بانکونو ټولنې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په خپلو ویناوو کې د مالیاتو اوونۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او هر کلی یې ترې وکړل. نوموړو د دې پروګرام د موثریت او مثمریت د بیانولو تر څنګ خپل نظرونه او وړاندیزونه د لازمې رسیدنې لپاره هم وړاندې کړل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery