مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندوز ولایت کې ۳۰۰ کسانو ته په لسو حرفو کې زده کړه ورکړل شوه"

راحیله جواد

د کندوز ولایت مرکز او امام صاحب ولسوالۍ شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته چې ۱۷۵ یې نجونې دي په لسو حرفو کې شپږ میاشتې روزنه ورکړل شوې ده.
په همدې موخه نن جوړې شوې غونډې ته د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وویل، دغه حرفې چې عبارت دي له ګلدوزئ، خیاطئ، نجارۍ، غالۍ اوبدل، موبایل جوړونې او د موټر ویرینګ هره حرفه او مسلک د قدر وړ دی او همدا خویندې او وروڼه به د وطن خدمت ترڅنګ د خپلې کورنۍ په اقتصادي پياوړتیا کې رغنده ګام اخلي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه، د کندوز ولایت رهبري د ځوانانو وړتیا غوړیدو لپاره هر اړخیزې هڅې کوي چې پروینايې راتلونکي نوی لمریز کال کې به د مرکز او ولسوالیو سلګونه ځوانانو او نجونو ته د حرفه يي زده کړو د روزنې پروګرامونه پیل شي.
د کندوز مشرتابه زیاتوي: (( زه ډیر خوښ یم چې نن ځوان مسلکي کدرونه عملا د کار بازار ته لار پيداکوي زه ستاسو وړتیاوې ستایم هغه ځوانان چې په نشو روږدي دي دهغوی مخنیوي لپاره باید ټول ځوانان لاس پکار شي ټولې خویندې او ورورڼه باید د ټولنې اصلاح او پرمختګ کې کوټلي ګامونه واخلي.))
د یادونې وړ ده چې کندوز والي، د ولایتي شورا رییس ترڅنګ د بېلابیلو ادارو رییسانو لخوا له حرفه يي زده کړو فارغ شوو کسانو ته تصدیق پاڼې او د اړونده مسلک مطابق وسایل هم ورکړل شول
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery