مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په خوست ولایت کې پر یوه خبریال وسله وال برید وسو

راحیله جواد
په خوست ولایت کې د ( ژمن ) په نامه د یوه خصوصي ټلویویزون کارکونکی سلطان محمود خیرخواه نن سهار مهال د نامعلومو وسله والو لخوا ټپي کړای شو وو چي ورسته په شهادت ورسیدی .
دغه پیښه د خوست ښار په ختیځه څنډه کې رامنځته شوې، نوموړی تر ټپي کیدو وروسته روغتون ته لیږدول شوی، چي د ژورو ټپونو حخه ئې سها ورکړل 
د هغه کورنۍ او همکاران وایي چې ښاغلي خیرخواه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه یې هم له دې وړاندې کوم ګواښ ترلاسه کړی و.
امنیتي مسوولین او د ښاغلي خیرخواه کورنۍ او همکاران په دې باوردي چې ښایي دغه پیښه به د هغه له مسلکي کارونو سره تړاو ولري.
امنیتي ادارو هغه سیمه کې چې ښاغلی خیرخواه پکې ټپي شوی پلټنې پیل کړې دي
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه پر خبریالانو وروستیو بریدونو سخته اندیښمنه کړې او له دې امله له حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او پرینږدي چې د اتلسو وروستیو کلونو یوه لویه لاسته راوړنه چې د بیان ازادي ده زیانمنه شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery