مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبان د جهاديانو غوندې پر ديپلوماتيکه ژبه نه پوهيږي

سيد حسين پاچا


د سهيل و ضعيف په ژبه کې لا د انکار ستر ابهام پروت دی. دوی پر ملي - اسلامي وافغاني ژبه نه پوهيږي، تل د تړلړ دروازو تر شا پر پټو خبرو او استخباراتي ژبه اتکاء کوي

طالبي چلوټه : CIA + MI6 + ISI + Arab Intelligence
سهيل وضعيف لا اوس هم ځانونه سپين بازان بولي


له سهيل شاهين سره د ښاغلي عنايت الحق ياسيني مرکه :
[[خليلزاد څلور او طالبان دوه ټکي يادوي.]]
په قطر کې نن هم پر درېيمه ورځ د امريکايي او طالب استازو ترمينځ خبرې روانې دي. دا خبرې د بندو دروازو په تر شا کې دي. د طالبانو يو استازي د بي بي سي پښتو تلويزيون ته په خپلو خبرو کې ويلي دي. دواړه مهم اړخونه لا په دې کې دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د افغانستان له خاورې ترهګرو ته د اجازې نه ورکولو موضوع ده. د اوربند او له افغان حکومت سره خبرې د دوی په وينا د اوس لپاره نه دي يادې شوي.
همدغه شېبه له دوحې نه زموږ همکار ياسيني راسره زموږ سټوډيو ته وصل دی. ياسيني صاحب روستي جزييات څه دي؟

عنايت الحق ياسيني :
ډېره مننه ثنا جانې، روستۍ جزييات دا دي چې همدا اوس څو شېبې وړاندې د طالبانو يوې سرچينې ما ته وويل. نن سهار تر غرمې چې اوس دلته ماسپښين دی تر غرمې پر دې باندې بحث وکړ لکه څنګه چې تاسې هم ورته اشاره وکړله چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي او اوس دا مهال پر دې خبرې روانې دي چې افغان خاوره د نورو وسله والو له لورې د نورو هېوادو پر ضد ونه کارول شي. د طالبانو سرچينې له دې پرته د نور څه په تړاو نور څه تفصيل نه ورکوي چې په دې غونډو کې په څه شي موافقه شوې ده يا نه. يوازې دغه خبره معلومه شوې ده چې طالبانو او امريکايي استازي نن پر دغو دوو ټکو خبرې کړي دي. د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو سرچينو ما ته وويلې چې ملا شېرمحمد عباس ستانکزي کوله. دا معلومه نه ده چې د امريکا له لورې خپله ښاغلي خليزاد برخه درلودله او که د هغوی مرستيالانو په دې کې ګډون کړی وو.

ثنا ساپۍ :
پر دغو دوو مسالو پخوا هم بحث شوی وو ستونزه چېرې ده؟

عنايت الحق ياسيني :
همدا پوښتنه مې په قطر کې د طالبانو د وياند سهيل شاهين نه هم وکړله چې تاسې خو په تېرو خبرو کې چې شپږ ورځې يې دوام کړی وو کړې وې او په اصولو کې مو هم موافقه کړې وه. هغه راته وويل چې خبرې يعنې دا دواړه موضوعګانې دومره ساده خبرې نه دي دا ډېر تفصيلي ابعاد لري. ځکه په کار ده چې پرون  هم په تخنيکي ټيم کې خبرې وشوې، نو اوږده بحث ته اړتيا لري چې بايد دې مسالي ته د حل موندلو لپاره يو اوږد بحث وشي. خو ښاغلي شاهين زياته کړله چې هغوی په دې اړه ځکه اوږد بحث ته اړ شوي دي.

ښاغلي شاهين راته په دې اړه چې ايا طالبان به له افغان حکومت سره خبرو ته کښيني - که نه، داسې وويل :
موږ په تېر مجلس کې چې له طالبانو سره مو درلود او موږ پر دې باندې موافقه وکړه چې هغه دوه مسايل چې هغه امريکايانو او هم موږ ته مهم دي. موږ ته چې مهم دي هغه له افغانستانه د ټولو امريکايي پوځيانو وتل دي، د اشغال خاتمه ده او موږ ته دا مهم دي چې د افغانستان خاوره د دوی او يا د دوی د متحدينو پر خلاف استعمال نه شي، نو پر دې باندې موږ موافقه وکړه چې د دې لپاره به کاري ډلې جوړوو. هغه کارې ډلې اوس جوړې شوي دي او پر هغې باندې دوی کار کوي.

ياسيني :
يعني نن بحث به هم پر همدې باندې وي؟
هو، پر همدې دوو موضوعاتو باندې به بحث کوي.

ياسيني :
له ځينو کسانو سره چې موږ خبرې کړي دي هغوی وايی چې د اوربند خبره او پر افغاني مذاکراتو (خبرو) باندې هم د امريکا له لورې تاکيد کيږي چې دا سمه ده يا نه؟

اوس خو خبرې د اجندا پې دې دوو مهو ټکو وه چې موږ پرې موافقه کړې وه، دا ټکي به خلاصيږي او پر دې باندې به موږ بحث کوو بيا به له هغه وروسته د دواړو لوريو پر موافقه باندې اجنډا رامخته کيږي، نو پر هغو خو لا بحث ...

ياسيني :
تېر ته په اصولو کې خو په دې دوو ټکو موافقه شوې وه. د بهرنيو ځواکونو وتل او داسې نور چې د افغان خاوره به د نورو وسله والو له خوا نه کارول کيږي اوس په دې کې خنډ څه شی دی؟

خنډ خو په دې موافقه کې دا ډېر تفصيل ته ضرورت لري. دا ډېر بحث ته ضرورت لري. د خنډ مساله نه ده. د بحث مساله ده چې پر دې باندې خبرې بايد وشي، تفصيلي خبرې وشي. بيا پر هغې باندې به دا کاري ډله موافقه جوړوي او هغه به عمومي مجلس ته وړاندې کوي او هغوی به يې ګوري او بيا به فاينل کيږي، نو پر دې باندې کار روان دی.

ياسيني :
يعنې بيا د دې امکان هم شته چې د اوربند او د بين الافغاني مذاکراتو خبره هم په اجنډا کې شامله شي؟

دا خو بيا وروستۍ خبرې دي چې دواړه خبرې بيا پر کومې اجنډا باندې خبرې کوي، لکه پر دې باندې چې وشوله. دواړو خواو موافقه ورباندې کړې وه، نو اجنډا خو داسې نه وي چې د يو طرف له خوا وي، بلکې دواړه خوا پرې موافقه کوي.

ياسيني :
ډېره لويه نيوکه دا کيږي چې تاسې د افغانستان حکومت چې ستاسې د ډلې پر وينا ګوډاکی حکومت دی او له هغې سره خبرو ته نه کښېنئ. دېته / بېرته چې له حکومت سره کښېننئ، مسالې به حل نه شي؟

موږ خو له افغانانو سره خبرو ته ناست يو. د مسکو په کنفرانس کې هم تاسې وليدل چې هلته د افغاني لوريو / ډلو نه هم مهم کسان راغلي وو، سياستوال راغلي وو او له هغوی سره مو خبرې وکړلې. او همدا شان مخکې مو په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه د مهمو کسانو، سياستوالو او مشرانو سره خبرې کړي دي او په اينده کې به هم دېته دوام ورکوو. ليکن په افغانستان کې دا اوسنۍ اداره چې ده منحيث حکومت موږ يې په رسميت نه پېژنو. که چېرې مو په رسميت پېژندلای، نو بيا جګړې ته څه اړتيا وه؟ نو پر همدې اساس له افغانانو سره موږه ګورو منحيث يو افغان، خو هغه روستۍ يوه بله مرحله ده، د افغانستان د قضيې داخلي اړخ دی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وو.

ساپۍ :
ياسيني صاحب د خبرو نن وروستۍ ورځ ده او کنه؟
نه، تراوسه پورې لا معلومه نه ده چې خبرې به کله بشپړيږي؟ ما هم په قطر کې د طالبانو له سياسي غړو سره خبرې وکړې. هغوی وويل کېدای شي احتمال شته دی د پنجشنبې پر ورځ چې کومه نتېجه مخې ته راځي چې سبا ته ده په دې تړاو به اعلان وشي، خو همدا اوس چې ما او تا خبرې کوو دا خبرې روانې دي، خو دا چې تراوسه پورې کومه نتېجه مخې ته راغلې ده يا نه ده په دې تړاو باندې ټول چوپه خوله دي.

ډېره مننه

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

د پورته پاراګراف شننه له نظامي، استخباراتي، سياسي ومذهبي اړخه

طالبان ولې پر بهرني اړخ لومړی ټينګار کوي؟
پورته پاراګراف د دوی هويت په دې ډول راپېژني :
استخباراتي بڼه :
• برتانيه (British diplomats / MI6)
• پاکستان (establishment / ISI)
• سياسي مذهبي / ديني بنسټونه (Selection of two maulvis)
• امريکا (Involvement of CIA)

له دې بيا په ترتيب سره دغه نچوړ راوځي :
• پلان (طرحه) يا لارښوونه
• روزنه او زمينه سازي
• مالي ونظامي ملاتړ
• ناسيده سياسي ملاتړ
• موخې

د بېنظيرې خبره :
طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي ملاتړ يې امريکا وسعودي کوي، روزنه يې زموږ پر غاړه ده او زموږ د موخو لپاره کار کوي. هوبهو نچوړ له پورته پاراګرافه راوځي.

ګران هېوادوال دې په دې سوچ وکړي چې :
o د امارت طرحه چا وړاندې کړې؟
o چا يې ملاتړ کړی؟
o چا ته يې د دوی د روزنې دنده ورکړې؟
o او پر چا يې له مالي پلوه تمويل کړل؟

دېته يې هم سوچ په کار دی چې :
 استخبارات يوه روپۍ چا ته د الله تعالی د رضا لپاره نه ورکوي
 او نه دا ډول لوبې څوک د الله تعالی د رضا لپاره کوي
 او نه څوک د دا ډول لوبو روزنه د الله تعالی د رضا لپاره کوي
 او نه يې څوک د الله تعالی د رضا لپاره پالي

د افغانستان د اسلامي امارت بنسټيز جوړښتونه
 آمرين او مستخدمين :
 برتانيا وامريکا [MI6 & CIA]
 پاکستان ((نظامي واستخباراتي بنسټونه)) [Military Establishment / ISI]

 مالي ونظامي سرچينې :
 سعودي، امارت وامريکا

 سياسي مذهبي (ديني) بنسټونه
 جمعيت علمای اسلام فضل الرحمان [JUIF] ګروپ (ډله)
 جمعيت علمای اسلام سميع الحق [JUIS] ګروپ (ډله)

 د نظام ټاکنه :
 اسلامي امارت

• موخې :
o بېنظيره: زموږ موخې مخته وړي
o طالبان: سوچه اسلامي شرعي نظام

داسې يو سوچه شرعي اسلامي نظام (اسلامي امارت) چې طالب يې خوب ويني څنګه به رامينځته شي چې بنسټ يې غيرمسلمو اېښی او دنده يې هغه چا ته ورکړې چې هغه د طالبانو په نسبت هغوی ته تابع دي؟

پاکستان چې يو مصنوعي هېواد دی او د همدې موخو لپاره رامينځته شوی چې هغوی ته ارزيانه او وړيا ايله جار پيدا کړي. هغوی پروژه ټاکي، مالي ونظامي لګښتونه يې ټاکي او بيا يې پاکستان ته وړاندې کړي او هغه پروژه ترې اخلي چې بيا دوی ورته لا ارزانه او وړيا ايله جار the cheapest / free labours په دنده ګوماري.

تېرته په کتو برتانيا چې د نورو نړيوالو قوتونو پر پرتله له اسلامي هېوادونو سره زياته نژدې پاتې شوې او پر ښوي وبوي يې ښه بلد دي. له تاريخي وسياسي پلوه امارت وخلافت تل د برتانوي استعمار زړې کارونې (اصطلاحوې) دي چې تل يې ترې کار اخېستی او تر پايه يې خپل اړخيز په سيمه پرېښی دی. پر همدې اساس د طالبانو اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې چې له بنسټه تر روزنې ومالي ونظامي ملاتړه تر سختې نيوکې لاندې دی د سوچه اسلامي نظام خوب به هسې خيال وجنون وي او نه به رښتينی تعبير راوړي.

دا چې طالبان لومړی پر بهرني اړخ ډېر ټينګار کوي، نو دا د بل چا الهام دی چې غوږ کې ورڅڅول شوی چې هغه مخکېني بنسټونه ونه نړيږي او همداسې رغول شوي پاتې شي. کله چې د دغه بنسټونو ډاډ ترلاسه شي، نو بيا به يې کورني اړخ ته راشي. دلته په کورني اړخ کې بيا د طالب په غوږ کې له درې اړخيز مثلثه (مات) هم څه ورڅڅول شوي چې طالبي وياند لا تراوسه له ياسيني سره په مرکه کې په هوا کې ګرځي او زمکې ته لا نه دی راکښته شوی. دېته نه ګوري چې د نوموړي طرحه چا وړاندې کړې او چا تمويل کړې، چا روزنه ورکړې او چېرته پراته دي؟ او خوبونه د مسکو ګوري، نو برتانيا لا دومره خپلواکي پنجابي بنسټ او عربو ته نه ده ورکړې، نو دوی ته به يې کله ورکړي؟

پايله :
طالب به يو څو نورې لغتې هم وکړي، خو اخر به سر کښېږدي، لکه مار چې کوږ ووږ ځي، خو چې سوړې ته ور برابر شي، نو سم شي. طالبي وياند دې پر دې پوه شي چې له پيله تر دې دمه پر تا باندې کومه پانګونه شوې، دا هسې وړيا نه ده شوې او ډېرو مسايلو ته به اړ شې او غاړه به ورته کښېږدې. يا په بله مانا يو ځل چې څوک په استخباراتو کې ولوبېده، هغه بيا هېڅکله خپله خپلواکي نه لري.

ايا د امريکا وبرتانيه له ناسيده ملاتړ پرته پاکستان کولای شول چې دوی ته روزنه ورکړي او د دوی له ملاتړ پرته يې پاکستان، سعودي وامارت په رسميت وپېژني؟ ماسکو ته ورتګ پنجاب وطالب ته لا بدې پايلې لري، نو پنجاب ځکه مجبور شو چې طالب له غوږه راونيسي او په عربو کې يې له خليلزاد سره خبرو ته کښېنوي. شل ميليارده پانګونه، نور پرېمانه پورونه او سود پرېکونه به نور څومره سخت شرايط له ځان سره لري؟ داسې نه شي چې د پنجابي پاڼ له خوړلو سره سره يې اوس د ماسکو پر ودکا هم روږدي نه کړي چې له بدو لا بدتره نه شي. خو کابلوف بيا د اتمر ننګه کړې او دوی يې شا ته کړي.

د نعمې خبره :
اول چرسي وې اوس بنګي شوې
الله دې خير کړي شرابي نه شې مينه

يا :
هر نوی شی خوندور وي.

وګورو چې د طالب اخره خاتمه څنګه کيږي؟ او کوم لوري ته خپله قبله ګرځوي؟

په درنښت


هاشم وحدتيار مرکه
https://www.pashtovoa.com/a/4805997.html
دوحه کې د طالبانو او امريکا خبرې
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47376338
قطر کې د روانو خبرو وروستی حال
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47391067
ملا ضعيف: دوحه کې کېدونکې پرېکړې به عملي کېږي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47373015
قطر: طالبان له حکومت سره پر نه خبرو کولو صلاح شول
https://khabarial.com/archives/27936

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery