مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-22   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د ستر افغان ملي شهید پوهاند محمد ابراهیم ارمان لوڼی د څلوېښتۍ لمانځغونډې په مناسبت.

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د ستر افغان ملي شهید پوهاند محمد ابراهیم ارمان لوڼی د څلوېښتۍ لمانځغونډې په مناسبت. موږ ټول په دې پوهیږو، پروفیسور ارمان لوڼی د پاکستان پښتون دښمنه پوځي او استخباراتي کړیو شهید کړي دی. د شهید ار مان لوڼی وژنه د پاکستاني ترهګر دولت د سیاسي پلان شويو هدفي قتلونو څخه یو قتل دی. د شهید ارمان لوڼی قاتل د پاکستان ترهګر دولت پېژندل شوي دی. پوهاند ارمان لوڼی هغه مهال ووژل شو، کله چې ده په خپله سیمه کې د ناامنۍ، ظلمونو او د بې ګناه وژنو د پېښو په وړاندې احتجاج کولو. پنجابي پوځیانو خپل دولتي تروریزم د پاکستان حکومتي چوکاټ کې داسي اعیار کړي دی، څو دوی د ټولو نړیوالو منل شویو نورمونو او قوانینو خلاف د پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ غوښتني هڅو په ځپلو کې خلاص لاس ولري. د پاکستان دولتي تروریزم د څو لسیزو راهیسې په پښتونخوا کې د پښتنو د لږکېو په وړاندې ژنو ساید یا توکم وژنه پیل کړی ده. د پاکستان ریاستي ترهګرۍ تاریخ د بابړې پیښې رانیولی تر شهید نقیب الله او شهید ارمان لوڼی پوري اوږد خونړۍ تاریخ دی. کله چې د شمالي وزیرستان د خیسور په کلي کې یوې کلیوالي پښتني ښځي د پنجابي اشغالګرو پوځیانو د ظلمونو خلاف خپل غږ پورته کړو، ټولو ته د پنجابي پوځيانو د ظلمونو او زور زیاتيو کچي پته ولګيده، چې د پښتنو د بې عزته کولو حده کوم ځای ته رسیدلي دی. اوس د دې وخت رارسیدلي، چې شعوري، وېښ پښتانه د خپلو بې ګناه شهیدانو پوښتنه وکړي، ورسره د پنجاب دولتي تروریزم پټو لاسونو او سیاسي وژنو مخه ونیول شي. پاکستان د ویښو پښتنو یو قبرستان ګرځولي دی. نور د پنجاب پوځې اشتبلیشمنټ په زندانونو کې د پښتنو وژنې، تښتوال، لادرک ول، وېرول، نیول او ځورول بس دي. موږ د دوی څخه د ټولو تر سره شویو ناروا ظلمونو او قتلونو حساب غواړو. افغانان د پښتون وژنې په ضد یوازې احتجاجي غوندې او لاریونونه نه کوي، بلکې په وړاندې يې فعاله او شعوري مبارزه کوي او په سیمه کې برخلیک ټاکونکي تاریخي جغرافيي بدلونونو غوښتونکي دي. پښتون افغان ته په خپل پلرني لوی کور افغانستان کې امن، سکون، سوله، یووالي او ژوندون غواړي. له دې امله افغانان د ملي شهید ارمان لوڼی غم خپل غم ګڼي او په دې حساسو شرایطو کې د پنجاب ظلم، استبدادي پوځي رژیم په وړاندې د خپلو مظلومو وروڼو تر څنګ دریږي. د مشر منظور پښتین غږ او مبارزه پر نړیواله کچ بدرګه کوي او نړیوال د پي ټي ایم کلک ملاتړ ته رابولي. دا د هر غیرتمن پښتون افغان ایماني، وجداني، انساني، اسلامي رسالت او مسوولیت دی. همدارنګه د موږ یوه افغاني تاریخي ملي وجېبه ده. پوښتنه دا ده، ولې د لرو برو افغانانو له خوا پر ملي او نړیوال کچ د شهیدارمان لوڼې وژنې د غیبانه جنازې، فاتحې او پراخ ملاتړ تر څنګ لاریونونه او غبرګونه وښودل شول. ولې د افغانستان په بېلابېلو سیمو او په اروپا او امریکا کې مېشتو افغانانو د ارمان لوڼې د وژول کیدو په اعتراض کې غونډې او لاریونونه تر سره کړل. ولې په لر او بر کې د ارمان لوڼې د پلان شوي سیاسي هدفي وژنې وېر د هر ریښتني افغان پښتون خپل وېر ګرځیدلي دی. شهید ارمان لوڼی یو زړور، دروند ځوان افغان و. دی په خپله خاوره مین و او په خپله خاوره خپل اختیار باندې باور درلود. شهید ارمان لوڼی د پښتون قام د لویو تاریخي موخو او ارمانو اتل دی. ارمان لوڼی د لوی افغانستان شهید دی. ارمان لوڼی د خپلي سوله ییز سیاسي مبارزې له لارې پښتون ته ژوندون غوښتلو. د ارمان لوڼی د ژوند ټولې موخې، غوښتنې او ارمانونه یوازې د خپل پلارني هیواد لوی افغانستان سره د میني پر بنسټ تړلي شوې وې. دی د خپلو ارمانونو سره کور په کور، کلی په کلی، ډیره په ډیره، سیمه په سیمه د خپل ولس د عامه پوهاوي لپاره ارمامجن ګرځیده. خلک يې یووالي ته رابلل او د خلکو سره يي د لر او بر یو افغان تاریخ، پښتونولۍ، ورورګلوي، د پښتنو تاریخي خاروې د ملي اتلانو په اړه خبرې اترې کولې. د شهید محمد ابراهیم ارمان لوڼې شخصیت ته یوه لڼده کتنه پوهاند شهید ارمان لوڼی د پښتو ژبې سره د بې کچې مینې له امله د بلوچستان په یوه کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد شو. ورسته د پوهاند علمي رتبه تر لاسه کړه. ارمان لوڼې نه یواځې یو ښه شاعر، لیکوال، د پښتو او د پښتو ژبپوهني استاد وه، بلکې دی زموږ د افغاني سیاسي ملي تاریخ او پښتني ادبیاتو یو مخکښ زړور ملتپال افغان ځوان وه. ارمان لوڼې د پښتنو د نوې روان سیاسي بغاوتګر پاڅون یو مخکښ شعوري فعال غړی وه. شهید ارمان لوڼی که څه هم یو سیمه یزوال، خو سیاسي ژور فکرونه نړیوال وه. شهید ارمان لوڼی په خپله سیمه کې یو لبیراله یا ازاد خیاله سیاسي فعال شخصیت وه. شهید ارمان لوڼی د خپل نړیوال فکر لرلو له کبله ده عملاً په دې لار کې وچت وچت ګامونه اخیستي وه، هغه د بلوچستان په خورا ګواښمنه جګړیزه سیمه او قبایلې دودیزه چاپیریال کې خپله خور وړانګه لوڼۍ د سیاست په ډګر کې له ځانه سره اوږه په اوږه درولې وه. د خور او ورو سیاسي مبارزه او سیاسي ملګرتیا د پښتنو افغانانو د سیاسي ملي مبارزو په تاریخ کې ساري نه لیدل کیږي. پوهاند شهید ارماني لوڼی د پښتنو قبایلي سیمې په یوې غریبه کورنۍ کې لوی شوي وه. ده د خپلي سیاسي پوهي په رڼا کې او خپلو سپيڅلي ارمانونو له امله خپله خور د خپل ولس د چوپړ لپاره د سیاست په ډګر کې وروځله. نن په لوی افغانستان کې د وړانګې لوڼۍ لوړه سیاسي پوهي او د جرئت کیسې د پښتني ملالي غیرت او همت په شان یادیږي. شهید ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه کې د خپلې خور سره لا ښه وځلیده. خور او ورور به د پښتنو د پوهاوې په غونډو کې ګډون کولو.دواړو د نر او ښځې په مساوي حقوقو باندې ټینګار کولو. دوی به ویل: د ښځې او نر توپیر نشته. دواړه جنسیتونه په مساوي توګه حقونه لري او دوی یو ځای په ګډه مبارزه هم کولي شي. د ارمان لوڼی په ابتکار او زیار د پي ټي ایم غونډو او لاریونونو ته د پښتنې ښځو لاره هواره شوه. ارمان لوڼی د خپل انساني شعور او انساني پوهې پر بنیا د خپل مظلوم ولس په تاریخي، حماسي او ټولنیره حافظه کې پرته له هر ډول توپیره د پښتون د نن او سبا لپاره د یو خوشاله، سوکاله سوله ییز ژوند په لته کې وه. د پښتون ژغورنې غورځنګ او شهید ارمان لوڼی اړیکې شهید ارمان لوڼی له پیله د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګرو مشرانو له ډلې څخه وه. ټول پوهه پښتانه پوهیږي، چې په سیمه کې د څلویښت کلنې جګړې د پیل راهیسې دا د پښتنو د بقا او ارتقا لپاره یوه تاریخي اړتیا وه، څو په پښتنو کې یو غیر ګوندې ولسي ملي تحریک یا یو پښتني خپلواک غورځنګ رامنځ ته شي. څو په دومره شور ماشور کې ویده پښتانه د غفلت له اوږده خوبه ملي یووالي ته راویښ کړي. تر اوسه پي ټې ایم په خپل یو کلن تاریخ کې د لوی افغانستان په لر او بر کې د پښتنو په راویښولو کې نه یواځې سترې ولسي غونډې، لاریونونه او پرلټونه ترسره کړل، بلکې د افغانانو د سیاسي، ټولنیز او ولسي تړون او ملي شعور ته وده ورکړه، د پښتنو په راویښولو او د افغان ملت د ملي تاریخي فلسفې په پوهاوي کې ستر پرمختګونه ترلاسه کړي دي. د پښتون ژغورنې ملي غورځنګ د لسیزو راهیسې د پښتنو د ملتپالنې او یووالي په تاریخ کې یو تر ټولو ځوان، پیاوړي، فعال او شعوري غورځنګ پېژندل کیږي. وسمهال دا غورځنګ د عصر او زمانې د غوښتنو سره سم د منظم کیدو په حال کې لیدل کیږي. د پښتون ژغورنې مشر منظور احمد پښتین د وینا په حواله؛ د پي ټي ایم تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا ده، چې پښتنو ته يې زړه ورکړو، ژبه یي ورکړه او پښتون ته د خپل قاتل د نوم اخیستلو توان يې ورکړ. لوی بریالیتوب دا وه، خپل ولس ته خپل دوښمن ور په ګوته کړلو. د پي ټي ایم راپورته کیدو سره د پښتنو د یووالي، خپلواکۍ احساس او غږ لاو چت شو. ورسره د اشغالګر پنجابي اشتبلیشمنټ پښتون دښمنه ستراتیجکه دومخي پالیسې د ستر ګواښ سره مخامخ شوي ده. شهید ارمان لوڼی د پښتنو خپلواکۍ غږ، د پښتنو د بیرته یووالي مفکورې او د پښتنو د بشري حقوقو ساتنې او غږ وچتولو یو فعال شعوري سیاستوال وه. د پنجاب منافقو واکدارانو، د پښتنو د یووالي دښمنانو، د پنجابي استعمارګرو پوځیانو او استخباراتي کړیو د ارمان لوڼی ویښه شعوري بر حقه مبارزه نه شواې زغملي او دی په ډیره نا ځوانونه توګه شهید کړو. د ملي شهید ارمان لوڼی د ژوند سیاسي موخې او ملي ارمانونه شهید ارمان لوڼی د افغان ولس ملي ارمانونه او سیاسي موخې ډیرې ښې پیژندلي وې او په خپلو شعرونو او لیکنو کې ترینه یادونه کړي ده. د ارمان لوڼی تر ټولو لوی او مهم ارمان د پښتون افغان ولس بیرته یووالي وه، دی د لر او بر یو افغان د نعرې یو ریښتنی مبارز وه. شهید ارمان لوڼې په خپلو سیاسي افکارو او سیاسي هلو ځلو کې د احمد شاهي جغرافي د بیا را ژوندې کولو اراده او ارمان په زړه کې درلود. په پښتنه ټولنه کې د ټولنیز عدالت غوښتونکي وه. هر انسان ته د بشري بنسټیزه حقوقو غوښتونکي وه. د ارمان لوڼی یو شعر: لالا زما د بجو غم به خوري که نه راغلمه، زه پریکوم دا ازغن تار ما احتجاج کړي. د شهید ارمان لوڼې سره زموږ ګډې اړیکې کله چې زه د یو افغان په توګه د ارمان لوڼی سیاسي ټولنیزه مبارزه او د هغه سیاسي ملي موخې او ارمانونو ته ځیر کیږم، زما په اند، شهید ارمان لوڼی افغانیت او اسلامیت ته سخت وفاداره افغان وه او د پښتون افغان ملت د ملي مبارزې بیرغ د ګواښونو سره سره تل لوړ ساتلي وه. له همدې امله د شهید ارمان لوڼی وژنې ته په لوی افغانستان او ګرده نړۍ کې د افغانانو له خوا پراخ غبرګونونه وښودل شول. د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د نوموړي غیبي جنازې ترسره شوې. په زرګونو خلکو د ده په جنازه کې ګډون وکړو. شهید ارمان لوڼی د وژلو غبرګون کې په ډیرو ښارونو کې لاریونه وشول. پر نړیوال کچ د هغه د وژنې پر وړاندې احتجاجونه تر سره شول. شهید ارمان لوڼی وژنه په سختو ټکو کې وغندل شوه او وژنوکو ته يې د سزا غوښتنه شوي ده. ځکه ارمان لوڼی د لر او بر افغان ولس د ملي ارمانونو په لاره کې ارمانجن وژل شوي دی. ملي شهید ارمان لوڼی ته عدالت غواړو او قاتلینوته سزا غواړو پوهاند شهید ارمان لوڼی اټکل څه باندې څلویښت ورځې مخکې د بلوچستان په لورالایې کې د پولیسو له خوا په شهادت رسول شوي دی. تر اوسه د پاکستان حکومت د شهید ارمان لوڼی د وژلو قضیي د رسمي درج کولو څخه انکار کړی دی. په پاکستان کې د پښتنو د بشري حقوقو او د بنسټیزو حقونو سره دا ډول چلند کیږي. نوې خبره اوس دا ده، چې د پاکستان ظالم جابر ریاست د هغو کسانو پر ضد مقدمې درج کړې، یا جوړې کړي، کومو چې شهید ارمان لوڼی ته د عدالت غوښتونکې دی او د انصاف غږ اوچتولو په لاره کې مبارزه کوله. هغه خلک اوس په ډول ډول پلمو نیولي شوي دي. د ارمان لوڼی خور او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره وړانګه وايي: پولیس ځکه ایف، ای، آر درجول ځندوي، ځکه دوی په خپله قاتلین دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشز منظور احمد پښتین وايي؛ ارمان لوڼی په قصدي ډول هدف ګرځولي شوي دی. دوی د پاکستان ریاستي امنیتي ادارې د سلګونو نورو ناروا وژنو ذمه وار ګڼي. د ارمان لوڼي مور بخت بي بي وایې، زه له پښتنو غواړم، چې دا مبارزه پرې نږدي؛ د منظور پښتین او محمود خان اڅکزي تر شا ودریږئ: د ارمان ارمانونه ور پوره کړئ، د یو بل سره یو ځای ودریږئ. د ارمان لوڼی مور د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوي، زما د زوی قاتلینو ته سزا ورکړئ، د هغه مور له ټول پاکستان پوښتنه کوي، چې زما د زوی ګناه څه وه ؟ دا باید واضحه کړل شي، چې زما زوی ولې وواژل شو ؟ افغانان د شهید ارمان لوڼی د عدالت غوښتني له کمپاین څخه خپل ملاتړ اعلان کړي دی او پر امنیستي انټرنیشنل یا د بښني نړیوال سازمان او پر نړیوالو بشري حقوقي سازمانو غږ کوي، څو د پاکستان ترهګر ریاست تر سخت فشار لاندې ونیسي، څو دا ظالم ریاست د ارمان لوڼی د قضیي یا مقدمي درجولو ته اړ ویستیل شي. همدارنګه د شهید ارمان لوڼی د قاتلینو د نیول غوښتنه کوي او سزا ورکولو غوښتنه کوي. د پاکستان پوځ د ترهګریزو کړنو خلاف دریځ غوره کړي او په زغرده ورته وایې، مخکې له دې چې د پښتنو د سترو بغاوتونو سره مخامخ شي، خپلي ترهګریزه کړنې ودروئ، افغانان پرته له خنډ او ځنډه د ارمان لوڼی د شهادت پیښې څېړنه او پلټنه غواړوي. د پاکستان له جابر ظالم حکومت څخه غواړي، څو د پښتنو بلوڅو پر وړاندې ترهګریزه بریدونه ودروي او د پښتنو له وژلو دې نور لاس واخلي. پاکستان په دا ډول وژنو، ویرونو نه شي کولي، د پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ، د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو غږ غلي کړي. شهید ارمان لوڼی د لر او بر پښتانه وطن شهید دی. وړانګې لوڼې په یوه وینا کې ویلي، دا پیښه او داسي نورې پښې له اوویا کلونو راهیسې دلته د ارمان لوڼی په څیر سړيو سره یا له هغو شعوري ځوانانو سره شوي دي. او یا د هر ارمان لوڼی سره دا ډول چلند شوي دی لنډیز : د ارمان لوڼي په فکرونو کې له ورایه د پښتنو د خپلواکۍ یووالي چیغه نغښتي وه، وسمهال ارمان لوني په پښتنه ټولنه کې ډیر نوي مشعلونه او چراغونه بل کړی دي. موږ په ملي او نړیوال کچ د لر او بر پښتون افغان ولس ملي شهید ارمان لوڼی ته د حق غوښتلو تر څنګ د افغان څلوېښت کلني اوږدې جګړې پر ټولو اړخونو باندې غږ کوو، څو د افغانانو په خاوره کې دې ناروا جګړې ته د پای ټکی کیږدئ او تلپاتي سولې او بین الا افغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړئ . په پای کې د ارمان لوڼی د شعرونو یو څو بیتونه نه یي وینې که به قصد کوي شیطانه منافقه، زه مړکیږمه ته چوپ يي مسلمانه منافقه زه انسان نه یم که د ستا په بشري حقوق کې فرق دی، بل انسان ګڼي ما نه ګڼی انسانه منافقه د ځوانانو اتلانو د ښارونو قاتل ته يې، ورځ به راشي بیا به ګورو پاکستان منافقه موږ خو ټول ستا له کنګریس ملګري وه په ډاګه، بیا دې چا ته حواله کړو هندوستانه منافقه او ستا چې خوښه وه تا دود لوستو دروي به دې کوله، لا ویرېږې یا بدل شولې افغانه منافقه د شهید ارمان لوڼی روح دې تل ښاد وي سل دې ومړه، خو د سلو سر دې مه مره پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery