مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مخابراتو وزیر مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول، د RTDMS سيسټم جوړېدو، د اترا پر وړاندې د روان کمپاين په اړه خبري وکړې

راحیله جواد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل د مخابراتو، مالیې وزارتونو او اترا اداې د ګډې کمیټې له لوري د لس سلنه مخابراتي محصول د پیل راهیسي تراوسه ۱۵ میلیارده افغانی راټولې او ملي خزانې ته جمع شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ریال ټایم ډيټا مجمنټ سیستم په پروسې کار پیل شوي او ډير ژر به يې تجهیزات هېواد ته راورسیږي او د رسنیو په حضور به د ملت سره شریک شي.

ښاغلي اریوبی د خبري کنفرانس به ترڅ کې زیاته کړه( اترا کجا چېرې ده؟) موضوع په جدي توګه تعقیبوم او اترا د مخابراتي او انټرنیټي مشکلاتو د حل په برخه کې ۲۰ ژمنې کړي وي چې له هغې څخه یوه د شکایتونو د اوریدو شمیرې ته وړیا زنګ وهل پوره کړي او ۱۹ نورې يې تراوسه، نه دي پر ځای کړي،زه اترا ادارې ته یوه میاشت وخت ورکوم چې پاتې ۱۹ خپلې ژمنې عملي کړي او بغیر له دې د حکومت د رهبری هیله کوم چې اترا بیرته د مخابراتو وزارت سره یو ځای کړي ترڅو په یوه میاشت کې اصلاحات راولو او یا دې اترا د مخابراتو وزارت له ودانۍ د باندې په بل کوم ځای کې فعالتونو ته دوام ورکړي چې خلک يې په توپیر او فعالیتونو وپوهيږي.

د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د تولنیزو شبکو په تیره بیا د فیسبوک د مصؤونیت په اړه څرګندونې وکړي او زیاته يې کړه د هېواد بهرنیو چارو وزارت له لوري د فیسبوک مرکزي ادارې ته مکتوب لیږم چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د قانون په چوکات کې عیار کړي او ټول هغه مستعار او جعلي اکونټونه چې د خلکو د اذیت او ازار سبب ګرځي او د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د دودونو سره په ټکر کې وي بند کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery