مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالب مشرانو ته پرانستی لیک

اتل ځواک

 

تر څلوېښت کلونو ناخوالو وروسته په ۲۰۱۹ مېلادي کال کې د ځورېدلو افغانانو د ټپونو رغولو، د ارزانه وینې توییدلو د بندېدو او د یوه سوکاله افغانستان د درلودلو لپاره تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې دي. د همدې هیلو د تحقق په موخه هر ځای د مشرانو، سیاسیونو او منصبدارانو ترمنځ غونډې کېږي. راتلونکې غونډه په قطر هېواد کې ترسره کېږي چې له افغانستان څخه به ۲۰۰ شاوخوا اړیکې-درلودونکي ځوانان او مشران ګډون کوي. له بده مرغه ډیری هغه ځوانان چې په خورا غربت، فقر او سختۍ کې په دې وطن کې رالوی شوي دي، له کوم سیاسي تمایل پرته یې د روانې جګړې له کبله قربانۍ ورکړې دي، په خورا ستونزو یې فکري مسیر پیدا کړی او پر شعوري ځوانانو بدل شوي؛ د امکاناتو د نشتون له کبله په دې ناسته کې ګډون نه شي کولی. دغه پرانستی لیک د همداسې باشعوره، بې پرې او دردمنو ځوانانو له خوا درته استول کېږي، هیله مو دا ده چې ستاسو هر یوه ته به در ورسیږي.

زموږ رښتینې خوښي به هغه وخت وي چې دغه لیک د افغان شعوري ځوانانو د زړونو د رښتیني درد په توګه د قطر په کېدونکې ناسته کې د کوم چا له خوا ولوستل شي او ټول یې د زړه په غوږونو واوري.

طالب مشرانو!

مخکې له دې چې اصلي خبرې ته راشو، یوه خبره په ډاګه درته کوو. قسم په هغه رب چې زموږ ټولو خالق او پناه کوونکی دی، دا لیک د کومو کرایي لیکوالو له خوا درته نه استول کېږي، دا لیک د کوم چا یا کومې ډلې په فرمایش هم درته نه استول کېږي او دا لیک د کومې ځانګړې مفکورې قرباني هم نه دی او نه هم ستاسو د خوښۍ یا خفګان لپاره لیکل شوی؛ بلکې د زړه له خلاصه وروسته له هغه درته لیکل کېږي چې تاسو وویل، په قطر کې هر څوک کولی شي په ازاد ډول نظریات وړاندې کړي، نو دا چې یو قاطع، خاموشه، بې وسه، بې واسطې او بې معرفته مګر پر دین او وطن مین قشر ستاسو په حضور نه شي مشرف کېدلی، لازمه مو وبلله چې حداقل خپل نظر له دې لارې

درسره شریک کړو. هیله ده له هر ډول بدبینۍ یا خوشبینۍ پرته د پاکو، شعوري او پر وطن میینو ځوانانو د درد په توګه یې واورئ.

دلته په تېرو ۴۰ کلونو کې هر افغان ته دومره درد رسېدلی چې نور یې له جګړې زړه تور دی، کله چې له بزګر، هټیوال او کچالو فروش نه د بیګاه له خوا پوښتنه وکړې، سولې ته سخت خوشبین وي، په سترګو کې یې د خوښۍ نښانې له ورایه برېښي؛ خو سهار چې له خوبه راپاڅي، یا یې د چاودنې او مرګ ژوبلې خبر غږونه پیکه کړي وي او یا د طالبانو ناسمې او تر اندازې زیاتې تېزې اعلامیې!!!

د اوسنۍ جګړې ۱۸ کاله پوره شول، اوس د سولې لپاره هیلې پیدا شوې دي؛ تر پرون پورې حکومت داسې بې ځایه دریځ نیوه چې هر افغان په زړه کې کنځلې ورته کولې او بدرد یې ویل؛ نن چې په کابل کې میشت افغان مشران او افغان حکومت د سولې لپاره ستر ګام واخیست او له خپلو غوښتنو راټیټ شول؛ تاسو داسې بې خونده، له عقدې ډکه او پر تکبر ولاړه اعلامیه ورکړه چې د هر افغان هیلې مړاوې کوي.

تاسو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي پلاوي سره خبرې نه کوئ او لا هم له حکومت سره له خبرو مخ اړوئ.

تاسو په دې کار سره د مجاهدینو د ۹۰یمو کلونو هغه توره، وحشي او له تیروتنو ډکه تجربه تکراروئ چې حکومت یې همداسې کاواکه باله، خبرو ته ورسره نه حاضریدل او د خپل زړه پاچاهي یې غوښته. پایله یې دا شوه چې ستاسو تحریک پسې راپورته شو، د دوی د انارشیزم پاچاهي یې تارومار کړه او په تاریخ کې په داسې بد نامه یاد شول چې د مقدس او سپېڅلي جهاد مبارزه، د آزادۍ داعیه او نور ټول اسلامي او وطني ارزښتونه یې پیکه کړل.

که تاسو دا کار کوئ، باور وکړئ چې تاریخ ته به همداسې مخ توري کېږئ لکه پخواني مجاهدین چې شول. همدا اوس ملت دې ته لېواله دی چې تاسو په خورا عزت او درناوي د نظام غوښنه برخه شئ او له سیاسي لارو حتی نظام رهبري کړئ، خو که په زړه کې مو داسې نیت وي چې ګواکي د مجاهدینو په څېر به ټول حکومت په خپل لاس کې اخلئ، د کابل حکومت او غیرطالب ولس به له

نظره غورځوئ؛ نو په یاد ولرئ، څرنګه چې د مجاهدینو د حکومت پر وړاندې تاسو وسله راپورته کړه او بیا مو په یوازې توګه خپله حکومت جوړ کړ چې بالاخره د همدې خپلسرۍ له کبله ستاسو نظام هم راوپرځول شو؛ یو ځل بیا به همداسې یوه ډله راپیدا کېږي چې ډیر ژر به ستاسو د حکومت او نظام پایې در ړنګې کړې او دا وطن به له یوې بلې فاجعې سره مخ شي. نړیوالو اصولو او افغاني عرف ثابته کړې ده چې دلته د زور او ځواک نظام نه شي ټینګېدلی، عمر یې ډیر لنډ وي او ډیر ژر چپه کېږي.

که تاسو فکر کوئ چې پاکستان یا کوم بل هېواد به ستاسو ملاتړ وکړي او د تاسو نظام به پر پښو ودروي، دا فکر له ذهنه وباسئ، ځکه موږ ترخې تجربې لرو. همدې پاکستان ستاسو پر ضد ناټو ځواکونو ته اجازه ورکړه، ستاسو ډیر دروند او معزز سفیر یې د ټولو ډیپلوماټیکو اصولو پر خلاف امریکایانو ته تسلیم کړ، بیا یې تاسو د کابل حکومت پر ضد وپرځولئ. نو که تاسو واک ته رسېږئ، پاکستان به ستاسو پر ضد یوه بله ډله راوپرځوي او تاسو به پرې چلنج کړي.

پر افغان خاوره د حاکمیت په برخه کې هم تاسو تر اندازې زیات اغراق کوئ او هم افغان حکومت. دا که تاسو وایئ چې ۸۰ سلنه ملت زموږ سره دی هم یوه پوچه ادعا ده او که امرالله صالح وایي چې څوک حاضر دي په ټول افغانستان کې پر بایسکل راسره وګرځي، یو کاذب چلنج دی!! ځکه یوازې په کابل کې اووه میلیونه خلک ژوند کوي چې یو فیصد یې هم نه له طالب سره همفکره دی نه له اوسني حکومت څخه په بشپړه توګه راضي دي، همداسې په ننګرهار، هرات، بلخ، فراه، کندهار او نورو لویو ښارونو کې؛ او دې ته ورته د ولایتونو ډیری سیمې داسې د افغان حکومت له ولکې وتلې دي چې امرالله صالح له بایسیکل سره څه، د زرهي ټانکونو له کتار سره هم نه شي تللی.

اونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خورا واضحو الفاظو وویل چې نور موږ له افغان وژنې ستړي شوي یو، نو افغانان ولې د یو بل له وژلو نه ستړي کېږي!!! دا خبره لوی پند ده، باور وکړئ د آخرت په ورځ به مظلوم افغانان د دواړو لورو د مشرانو په غاړه کې لاس ور اچوي او د متعال خدای پر وړاندې به د روانې بدبختۍ غوښتنه ترې کوي. دا وعده رښتینې ده چې له تاسو ټولو به پوښتي، ((بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ))!!!

طالب مشرانو!

موږ ځوانان له تاسو پوښتنه کوو، ستاسو د جګړې شعار د امریکایي اشغال پر وړاندې مبارزه وه. دا اشغال نن ختمېدونکی دی او امریکا وزي. نو بیا ولې جګړه پای ته نه رسوئ، آیا د قدرت د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوئ!؟ باور وکړئ، هغه افغان ځوانان چې ستاسو په لیکو کې تر نن پورې د امریکا پر وړاندې جنګېدل او مقدسه فکري جګړه یې کوله، ستاسو سره په دې هدف کې نشته. ځکه هغوی پوهیږي چې د قدرت لپاره وژنه حرامه ده!!!

نو له تاسو څخه په خورا درنښت هیله کوو، نور د افغان مظلومو میندو، خویندو، ځوانانو، سپین ږیرو او ماشومانو آزار مه اخلئ، د دوی دې سویو نارو ته لبیک ووایئ، له مزید مخالفت لاس واخلئ، د وروستۍ اعلامیې په اړه مو له ملت څخه بښنه وغواړئ او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینئ. موږ نه وایو چې غني د ولسمشر په توګه ومنئ، یا انتخابات وکړئ، یا موقت حکومت ومنئ. افغان ملت تر دې حده رارسېدلی چې ستاسو د سیاسي قدرت هیڅ برخه نه شي، خپله بزرګري، دکانداري او نوکریوالي ورته یوه پاچاهي ده، خو صرف ستاسو اتحاد او یووالی غواړي او ستاسو له وژنو امان غواړي.

په قطر کې ټول په یوه میز سره کینئ، تېر عنادونه، کینې او غچ اخیستنې مو له زړه وباسئ، هر ډول میکانیزم چې جوړوئ افغان ولس ته د منلو دی، خو صرف یو کار وکړئ چې په لومړي ګام کې د افغانانو وژل بس کړئ. نور امریکایان وتلي، په یوه میاشت کې یو کس هم نه وژل کېږي، بلکې هره ورځ په سلګونو افغانان وژل کېږي. همدا کار ودروئ، لطفاً، سوله غواړو سوله!!!.

و ما علینا اللابلاغ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery