مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ناشناس؛ حدس که علمي دعوه؟

وحيدالله مصلح



ناشناس ښه وکړل چې له بي بي سي سره يې مرکه وکړه او د پټې خزانې او احمدشاه بابا په اړه يې د صبور سياسنګ مطلبي پوښتنو په وړاندې د خپلو احساساتي ځوابونو تعبير وکړ، هغه وويل چې کوم څه ما ويلي هغه زما حدس او ګومان وو، وايي چې څلوېښت کاله مخکې مې پټه خزانه سرسري لوستې او د پټې خزانې په اړه يې حتی د قلندر مومند (پټه خزانه فی الميزان) او په مقابل کې يې د معصوم هوتک (پوخ کاڼی) د هميش خليل (تول پارسنګ) او نورو دفاعيه کتابونه او مقالې نه دي لوستي، هغه حتی وويل چې په دې اړه زما خبرې عالمانه نه وې، او ويې منله چې عاميانه وو، نوموړي وويل چې ما تر دې دمه حتی هيڅ راز کومه ادبي او علمي مقاله نه ده ليکلې.
ناشناس وويل چې يو څوک له چا پوښتنه کوي بايد د هغه کورنی حالت، عمر، پوهه، حافظه او له موسيقۍ سره مينه په نظر کې ونيسي، ښايي له کورني حالت نه د هغه مطلب له ارواښاد علامه عبدالحی حبيبي سره د نوموړي د کورنيو اړيکو څرنګوالی وي؟؟ هغه وويل چې دی شوق نه لري چې پر سياسي او علمي مسايلو خبرې وکړي او يوازې له موسيقۍ سره مينه لري، حتی موسيقۍ يې وجود ورنيم کړی.
ناشناس حتی وويل چې نوموړي ماسټري او دکتورا يوازې د پلار په خاطر کړې ده، کوم علمي شوق يې نه وو او تيزس يې زر زر ليکلی تر څو يوازې سند تر لاسه کړي.
په هر صورت د ناشناس دې خبرو لږ تر لږه د صبور سياسنګ کتاب کې هغه هڅه چې د ناشناس خبرو ته علمي بنسټ ورکول کېده؛ محوه شوه. هغه ادعا چې نوموړی د پښتو ژبې دکتورا لري خپله ده د خپلې دکتورا علمي جاج او وزن وړاندې کړ چې مانا يوازې يې د سند لپاره تيزس ليکلی وو او نور يې کومه خاصه زده کړه نه ده کړې.

دغسې سيا پوښتنې ولې؟
خو په هر صورت تر قلندر مومند وروسته له ناشناس څخه د صبور سياسنګ غرضي پوښتنو د پټې خزانې په اړه يو ځل بيا بحث راپورته کړ، کېدای شي د دې بحث راپورته کوونکي د پښتو ژبې د سريع ودې په وړاندې حساس شوي وي او کېدای شي دوی په دې ډول ژبنيو توپيرونو واټنونو ته کار کوي او په دې ډول ژبني عصبيتونه رامنځته او خپلې مدعاګانې په کې مومي.
که دا ادعا د صبور سياسنګ په څېر يو داسې ليکوال چې په ادبي حلقو کې پر ژبنيو او سليقوي توپيرونو متهم دی؛ نه وای راپورته کړې نو کېدای شوای دغسې احساسات يې هم نه وای راپارولي. که نه سياسنګ کولای شوای دغسې پوښتنې د استاد حبيب الله رفېع او پښتو ژبې او تاريخ د نورو لويو استادانو سره مطرح کړې وای، کېدای شوای دا پوښتنې د علومو اکاډيمۍ په څېر يوه علمي بنسټ کې راپورته شوې وای او هلته پرې بحثونه او څېړنې شوې وای، خو سياسنګ راولګېد او ناشناس يې له خپلې هغسې پوهې، حافظې او کورني حالت سره د دغسې حساسو او علمي پوښتنو په وړاندې ودراوه.

پټه خزانه؛ ټکنالوژيکي ارزونه!
پرون مې د پښتو ژبې حساس او نازکخيال شاعر جلال امرخېل دې غوښتنې پام راواړاوه چې د پټې خزانې کيمياوي او لابراتواري ټسټ دې وشي.
دا غوښتنه د پټې خزانې د ريښې او حقيقت په اړه ډېره غوره لار ده. د ناشناس او تر ده مخکې نورو ننګوونکو د ادعاګانو په وړاندې که هر څومره کتابونه وليکل شي، دا سلسله به همداسې دوام ولري خو پايلې ته به ونه رسېږي، له همدې امله ولې داسې نه کېږي چې د پټې خزانې اصلي نسخه په معاصره ټيکنالوژۍ کې وتلل شي، او وکتل شي چې د دغه کتاب فيزيکي قدامت کوم وخت ته رسېږي؟ نوموړې پايله که د پټې خزانې د منونکو په تائيد وي او که په رد؛ بايد ومنل شي.
پټه خزانه لږ تر لږه د قلندر مومند او ورته منتقدينو په دعوو کې د هغوی پلويانو ته بلامنازعه نه ده، او دا تنازع بايد د علمي او ادبي تنقيدونو او ځوابيه تنقيدونو سره په څنګ کې د ټکنالوژيکي څېړنو په واسطه د تل لپاره ختمه شي، په دې ډول به دغو غرضي بحثونو ته ټکی کېښودل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery