مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله او زموږ سیاسي آندونه( تحلیلي بحث )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

سوله او زموږ سیاسي آندونه( تحلیلي بحث )
      دا مهال چی د یوې وړې کړکۍ له کنج نه د سولي د رڼا څرک را رسیږي ، په رسنیو کي په ییلابیلو کچو هر څوک د خپل آند سره سم قلم چلوي . څوک خلیلزاد ته سپکي سپوري وایې او افغان دښمن یې بولي . څوک بیا په اشرف غني ملنډي وهی چي ګویا د سولي په لاره خنډونه جوړوي او بیلابیل کسان د بیلابیلو زاویو  نه د سولي رواني پروسې ته ګوري . ځینو خو لا ټول نزاکتونه له پامه ایستلی ، سترګي یې پټي او د خولي نه یې لاس اخیستي وي . دا کسان د احساساتو توره بیباکه چلوي او د میدان قهرماني غواړي .
      راشئ په دي باندی فکر وکړو چي سوله غواړو، که نه ؟ داسی څوک به پیدا نشي چي « نه » ووایي . ښه نو ، اوس که د سولي اړتیا وینو، بیا پکار ده چي د سولي پر بیلابیلو اړخونو په عیني توګه  و ږغیږو .
      د سولي اصلي خواوي کومي دي ؟ البته امریکا ، طالبان او افغان حکومت په لومړي سرکي راځي ، پاکستان په دوهم ، ایران او روسیه په دریم ، هند او چین په څلورم . . . . . موقعیتونو کي ځای لري .
      د ا مریکا اوسني حکومت تر ټولو پخوانیو حکمتونو دا ګړی د سولي لیوال ښکاری . طالبان هم که د هر علت له مخي وي ، دریځ یې تر بل هر وخت د سولي په ګټه نرم کړی دی . افغان حکومت که دا کړی په مثبتو پریکړو کی لا تر اوسه  پریکنده رول نلري ، مګر په منفی اړخ کی که خدای مکړه و غواړي ، خنډونه جوړولای ، مګر په ظاهره خو ځان د سولي ټینګ پلوی بولي .
       امریکا ددې د پاره چی د سولي دمخته بیولو پخاطر ملا وتړي ، مجبوره ده چي دا دنده خپل یوه ډیر اعتمادي کس ته وسپاري چي پر مخ یې بوزي . دا ګړی یې ښاغلي خلیلزاد دې کار ته ګمارلي دي . څه فکر کوئ ، چی که یې دا کار یوه بل امریکایي ته سپارلی وای ، زموږ افغانانو د پاره به ښه وای او که همدغه خلیلزاد د افغان سولي په ګټه دی ؟ . خلیلزاد که سل چنده نور هم امریکایي شي ، بیا یې هم په رګونو کی افغانی وینه بهیږي او تر بل هر امریکایي یې باید پر افغانانو باندي زړه و سوزي . ددې خبري مانا دا شوه چي د امریکا له پلوه تر خلیلزاد موږ ته بهتر استازی نشته .
       را به شو افغان لوري ته . دلته د حکومت نه بهر افغان اولس لا تر دغه دمه عملی پریکنده رول نلري . مطرح کسان چي باید  د حکومت له دریځه دا کار مخته بوزي ، هغه اشرف غني ، ډاکتر عبدالله ، اتمر او کرزی دي . زه نه وایم چی تر دوی نور لایق او وطنپال کسان نسته . که وي هم ، هغه کسان اوس په خاموش اکثریت کي ورک دی او رول صفر ته تقرب کوی . بیا نو موږ اړ یو یوازی دغو څلورو کسانو ته د اُمید سترګي واړوو . د دوي له ډلي نه اشرف غني د یوې خوا قانوني واک پلاس کي لري او له بلی خوا د پاتو درو نورو کسانو په پرتله نه په لیاقت کي تر هغوي کم ښکاري او نه هم په وطنپالنه کي . بیا نو دلته هم موږ مجبور او اړ یو چي و غني ته د اُمید سترګي کږې کړو . دا همداسی ده ، که یې د بد او بدتر تر منځ انتخاب بولئ او که یې دده قانوني حق .
       ځینی بیا نارې وهی چي باید د نژدې دوو تیرو لسیزو لاسته راوړني د سولي قرباني نه شي . ددغو لاسته راوړنو په سر کي د بشر د حقوقو په غیږه کي د ښځو حقوق ډیر یادوي . زما په آند تر اوسه لا نارینه هم پدې حالت کي چي د جنګ اورونه بل دي ، اړین حقونه نلري او له بله پلوه د بشر د ټولو حقوقو په محراق کي د انسان د « ژوند حق » واقع دی . په جنګ کی همدا اوس زموږ ټول هیوادوال ددغه اساسي او بنسټیز حق څخه بې برخي دي . تلپاتې سوله له هرڅه نه وړاندي موږ ته دغه د ژوند حق خوندي کوي . د جنګ لعنتي منګولو انسانان ( نر او ښځي ) ددغه تر ټولو مهم حق څخه بې برخي کړیدي . باید دا و منو چي ټول د بشر حقونه د ژوندي انسانانو د پاره ټاکل شویدي . مړه کسان یوازی د شپږ متره کفن او یوه قبر حق لري .
     که سولي ته  د ژوند په مانا وګورو ، بیا نو د ژوند د حق د تر لاسه کولو په موخه باید ځیني شیان چي تر دغه حق په ټیټه درجه کي ځای لري ، قربان کړو . ځیني کسان چي وایي په هیڅ قیمت مؤقت حکومت نغواړو ، هغوي باید پدې پوه وي چي اصلي هدف  ژوند او سوله ده . د حکومت ډول ددغه هدف د تر لاسه کولو د پاره یوازی یوه وسیله ده . که چیري داسی حالت راسي چي تلپاتې سوله صرف د یوه مؤقت حکومت په شرط تر لاسته کیدونکې وی  بیا نو باید پوه شو چي حکومت د ژوندیو انسانانو د پاره دی او د ژوند پخاطر باید دا قرباني هم و منو . که څه هم دا خو کومه ستره قرباني هم نده . یو مؤقت حکومت به تر دغه کمزوري سهامي حکومت څه نیمګړتیا ولري ؟ دې خبري ته مو هم باید پام وي چي که اړتیا وویني ، فرمان والا دا قرباني را باندي په فرمان سره هم منلاي شي . دا اصل به تل په پام کي و لرو چی د ازاد سیاست میز هغه وخت په سوک باندي ټکولای شو چي په اقتصادی لحاظ پر خپلو پښو ولاړ یو . احساسات باید د سیاست پر منطقو بر لاسی نکړو . پدې کار سره که یو قدم مخته اخلو ، دوه قدمه شاته ځو . ددې د پاره چي د فرمان والاوو څخه ځان خلاص کړو ، باید په هر قیمت چي وي ، و یوې تلپاتي سولي ته لاره پرانیزو او غاړه ورته کښیږدو . داځکه چي دا فرعونان د جنګ په غیږه او زموږ په اقتصادي کمزورتیا کي فرمان والا شوي دي او په سوله کي چي اقتصاد مو  وده کولای شي ، بیا نو د هر پردی فرمان نه را باندي چلیږي .
      د اوسني ورځي د حالاتو په پام کي نیولو سره دغه زما تحلیل دي چی د خپلو قلموالو دوستانو سره مي د زړه د خوالو په ترڅ کي شریک کړ . نور تاسی پوه شئ او قلم مو .
ـــ د هغي ورځي د راتلو په هیله چي پر خپلو اقتصادي پښو ولاړ یو او ازاد سیاست کوو !
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery