مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ناشناس صیب وروستی نظر ته!

عبدالتابع
په نړۍ کی هر هیواد خپل دودونه لری ،چی افغانستان هم په خپل جغرافیایی جوړښت کی یو داسې هیواد دی چی هر څه یې له نورو هیوادونو سره خورا توپیر لری او همدی ته په کتو سره یې اوسیدونکی په خپل ژوندانه کی خوشحاله ول.خو له بده مرغه له څلورو لسیزو را په دیخوا د جګړو اور د افغانستان هر څه ته تاوان ورساوه چی په هغه کی فرهنګ هم یادولی شو. ځینو هیوادونو د خپلو ګټو لپاره په مونږ کی کرایی اجیران په کرایه کړل او په بیلابیلو نومونو یې زمونږ له ولس او هیواد څخه قربانی واخیستله.چی دی ته په کتو سره ویلی شو چی روانې جګړۍ د پښتنو هغه څیرې چی د پرمختګ او د پښتنو د یووالی حساب پری کیدو هغه د کرایی اجیرانو له خوا له منځه ولاړل او یاد قوم یې بی سرپوښه کړ.اوس پښتانه بی باوره شوی او هغه باور یې له لاسه ورکړی چی د چا تر څنګ ودریږی.له بده مرغه چی د یوه ملی مشر د نشتوالی له امله نن پر پښتنو له هرې خوا یرغل کیږی او په هر نوم سره ځینې فرصت غوښتونکی کوښښ کوی چی پښتانه شاته کړی.هیره دی نه وی دا تاریخ ثابته کړی چی په کور دننه او نړیواله کچه هر یو دا اقرار کوی چی افغانستان پرته له پښتانه په مانا د دی ده چی نور دا هیواد شتون نلری.اوس غواړم ښاغلی ناشناس ته ووایم چی که سندزې ویل په پښتنو کی د ادیبانو او ښاغلو دنده وی نو والله که تا خپل اصلی نوم چی محمدصادق وو هغه دی په ناشناس اړولی وی.د پښتنو جوړښت ته په کتو سره هیڅکله یو سندرغاړی نشی کولای دا قوم د پرمختګ لوری ته یوسی هغه ځکه چی په پښتون قوم کی سندرغاړی ته په درنه سترګه نه ګوری خو که کله سندرغاړی منفی ‌‌‌‌‌‌ډوله اشعار په سندرو کی وایی دا بیا ثابته خبره ده چی پّه ټولنه باندې منفی اغیزه کوی.دا د تعصب او وروسته پاتی کیدلو خبره هم نه ده دا جوړښت د یاد قوم داسې دی.نو ښاغلی ناشناس صیب ځان ته مه په غوره کیږه ستا مرکه او نظر چی نن یې پښتانه په غوسه کړی او تا سو غواړه مالی کړی پکی نو هیله مندیم بښنه وغواړی. ستاسو ‌‌‌‌‌‌ډمانو په اصطلاح هنر به مو ژوندی ساتل شوی وی او مینه وال به مو خوندی پاتی وی.ښاغلی ناشناس صیب ته پوهیږی چی ولی پښتانه د خپل قوم او نصب په نوم ژوند کوی ځکه دا په دوی کی د ویاړ خبره ده نه د تعصب په مانا،دا چی پښتانه په نوم د احمدزی،هوتک،ستانیزی،اورکزی،سلیمان خیل او داسې نورو نومونو سره ژوند کوی دا هغه لیونې مینه ده چی دا خلک یې له پښتو سره لری نه په دی مانا چی دا تعصب کوی له نورو سره.ممکن‌‌‌‌‌‌ډیر کسان زما له نظر سره اختلاف ولری زه ورته درناوی لرم خو د قوم او ژبې سپکولو باندې می ‌‌‌‌‌‌ډیر خوابدی کیږم.ته هم په دی ښه پوهیږی چی روانې ناوړه او نامرده جګړې له مونږ څخه هر څه اخیستی که نه تا والله که دا جرعت کړی وی.
[تابع]
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery