مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغاني جیولوجستانو ورځ او یوه خاطره ( لومړۍ برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي


     د نړۍ په ډیرو هیوادونو کي د هغو مسلکي کار کونکو له پاره چي د اړوند هیواد په اقتصادي ـ ټولنیزو او سیاسي یا دفاعي چارو کي د پام وړ رول لري ، د هغوي پنامه یوه ورځ ټاکي او ددغي لاري یې د چوپړ ارزښت په ګوته کوي .
      په افغانستان کي تر وروستیو درو لسیزو وړاندي د داسیي ورځو ټاکل دود نه وو . زه په خوښۍ سره ویلای شم چي په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره ددغسي یوې ورځي د بنسټ ایښودونکي ویاړ لرم . د افغانستان « د جیولوجستانو ورځ » یادوم . که مي نیټه هیره نه وي ، په ۱۹۸۰ کال مي هغه وخت چي د کانو او صنایعو په وزارت کي د کانو او جیولوجي سروي رئیس وم ، د نوموړي وزارت د لاري مي د وزیرانو شورا ته پیشنهاد وړاندي کړ چي د حمل ( وري ) د میاشتي دوهمه جعمه د افغانستان د جیولوجستانو د ورځي پنامه و نوموي اود هر کال په کالهنداره ( جنترۍ ) کي یې درج کړي . دغه د وري دوهمه جمعه مي مي پدې خاطر غوره و ګڼل چی د حمل په دوهمه نیمه کي موږ د ساحوي کارونود پیل د پاره تیاری نیوی او جیولوجستانو به غرنۍ جامي لټولي او چکشانو ته به یې لاستي ورکول . سلطانعلي خان کشتمند چي د تپل شوي رژیم صدراعظم وو ، دا چي زموږ ټول وزارت یې نه خوښیده ، په هر کار کي یې د مور میرې چلند کاوه او په ځانګړي توګه یې زما څخه نفرت درلود ، د وړاندیز مخالفت یې وکړ او پر میز یې چپه کښیښود . خو زما بیا هیر نه وو ، د کشتمند ضعیف ټکی راته مالوم وو ، نو د وزارت د مشاورانو د لاري مي تعقیباوه او پر هغه مي فشار اچاوه . په پای کی مشاورانو کشتمند ته لارښودنه وکړه څو هغه و منی اود منظورۍ پړاوونه یې تیر کړي . هغه وو چي د وزیرانو شورا د ۱۰۸۱ کال په وروستیو کي وړاندیز تصویب کړ . پدې توګه دا په افغانستان کي لومړنۍ مسلکي ورځ وه چي جنترۍ ته ننوتل او هر کال په عملي توګه لمانځل کیدله . دا اوس هم د هیواد په لمریزو هغو جنتریو کی چي د دولت لخوا نشریږي ، دا ورځ په کي درج ده او زه پرې ویاړم .
     له همدغې نیټۍ نه وروسته به مو هر کال یوه ورځ د مخه یاني په پنجشنبې به مو دا ورځ داسي لمانځله چي د غرمي نه مخکي به د راډیو تلویزیون مرکچیان له تلویزیوني کامرو سر زما دفتر ته راتله او د اړوندو چارو په اړه به یې ویدویي مرکه را سره کول . له یوې بجي وروسته مو دا ورځ د کابل پولي تخنیک په جمنازیوم کي د سلهاوو کسانو په ګډون د ډیرو شانداره او پرتمینو غونډو په ترڅ کی لمانځله . غونډه به داسی وه چي په پیل کي به ما دتیر کال د ټاکلي پلان د لاسته راوړنو او د نوي کال د موخو په اړه پوره ګزارش ور کاوه . بیا به د کانو او صنایعو وزیر د وزارت په کچه دا کړنی په ستاینو یادولي . وروسته به د وزیرانو شورا یوه مرستیال په لنډو کی څو کلیشه اي خبری کولی او تر ده به وروسته د ګوند د مرکزي کمیټې د اقتصادی چارو مسؤل څو فورمالیټي انتقادي یادووني هم وکړي . په دې سره به د ویناوو برخه پای رسیدل .
      بله برخه په تفریحي وه چي د راډیو تلویزیون پیاوړو سندرغاړو به سندري ویلي او په منځ کي به جیولوجستانو شاعرانو لکه انجینر سلطان جان کلیوال او نورو به خپل ښکلي شعرونه په ترنم یا دکلمه کي لوستل . ددغي ورځي په ماښام به ټول جیولو جستان په یوه ستره میلمستیا کي را ټولیدل ، ډوډۍ به مو خوړل ، ټوکي ټکالي او خوښي به کول . د هر کال پروګرام به نژدې همدا ډول وو .
                                            د لومړۍ برخي پای . نور بیا 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery