مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اوبو، زراعت واقتصاد ارزښت او د طالب جګړه

سيد حسين پاچا


د ژوند ټولې اسانتياوې لکه اقتصاد، سپما، بساينه، انرژي، زده کړه، رغاونه، راکړه ورکړه او داسې نورې ټولې له اوبو و زراعت سره تړلې دي

جهاد مهاد نشته. په پيل کې هم جهاد نه وو، د پردۍ جګړه وه؛ اوس هم نه دی، د پردۍ جګړه ده او بيا به هم نه وي - پردۍ جګړه به وي

وجعلنا من الماء کل شيئ حيّ
تزرعون سبع سنين دابًا فما حصدتم فذروه في سنبله فقليلاً ما تاکلون؛ ثم ياتي من بعد ذلک سبع شداد ياکلن ما قدّمتم لهن الا قليلاً ما تحصون؛ ثم ياتي من بعد ذلک عام فيه يغاث الناس وفيه يعصرون
او داسې نور


وړاندېيېنه او لارښوونه :
نن د نړۍ ځينې پرمختللي هېوادونه د خپلې تېکنالوژۍ له برکته د ځينو افتونو او آب وهوا وړاندېيېنه کوي، خو قرآن هغه وخت لا د مخه وړاندېيېنه کړې او هم يې د مخنيوۍ لارې چارې ورته ښوولې دي چې څه وشي. هم يې د سپما سپارښتنه کړې او هم يې د لګښت چاره ورښوولې او ښه يې لا دا چې د راتلونکې ښېرازۍ او سوکالۍ زيری او ډاډ يې ورکړی.

قرآن اوبو ته دومره ارزښت ورکړی چې د هر شي ژوند او تازه ګي يې له اوبو سره تړلې ده. ابادي له اوبو سره تړلې ده. چېرته اوبه نه وي هلته ابادي نه وي.

د طالب واشرفغني نسبي پرتله :
اشرف غني څه غواړي؟
• اوبه مهارول
• زراعت
• اقتصاد
• سپما
• بساينه
• رغونه
• اتصال
• سوداګري
په حقيقت کې د ژوند ټولې اسانتياوې له اوبو و زراعت سره تړلې دي او اقتصاد د يو ملک بيا پر زراعت ولاړ دی. زده کړه او داسې نور يې همداسې درواخله. غني خو هغه څه کوي چې د ټول ملت په ښېګڼه دي، خو طالب ته د ځان او نورو ژوند هېڅ ارزښت نه لري. ځکه خو له جګړې پرته نور څه ورپاتې نه دي. طالب خو تل د بل پر وظيفه روږدی دی، ځکه خو خپله روزي خوند نه ورکوي. د بل جيب او د بل لا (ورکړې) ته خوشاله دی، خو نه دا چې پخپله يې وګټي او د خپل ژوند څښتن شي.

قرآنکريم د همدې لپاره د ((کلّ شيئٍ)) قيد کارولی چې دغه ټول امور د ژوند لپاره اړين دي او دا له اوبو وزراعت پرته نه کيږي او اقتصاد پر زراعت ولاړ دی، ځکه خو عزيز د مصر د خپل خوب د سم تعبير لپاره حضرت يوسف عليه السلام ته اړ شو او له زندانه يې راويست. هغه مبارک چې لا ځوان وو د الله تعالی له لارښوونې سره سم ورته د خوب تأويل په وچکالۍ سره وکړ او
نو له طالب سره خو د جګړې او وژنو او بربادۍ بل څه نشته او نه ورته کوم استدلال لري. له جګړې پرته له بل شي سره اشنا نه دی.

حضرت يوسف عليه السلام خو عزيز د مصر ته هغه د جهاد ونه ويل چې مسلح جهاد وکړئ، بلکې ژوند او د راتلونکې سختې څو کلنې وچکالۍ سره يې مبارزې ته وهڅول چې څنګه ترې ځانونه وژغوري او بيرته پر ځان بسيا اوسي. پادشاه د مصر ته يې پنځلس کلن پلان وړاندې کړ او د هغې لپاره يې لاره چاره وروښووله. د سپما، بساينې او د مديريت لارې چارې وروښوولې.د پادشاه د ټول واک د وړانديز په صورت کې يې خپله يوازې د خزاني يا د مالي چارو سمبالښت (مديريت) يا د توزيع مسووليت پر غاړه واخېست او داکار  يې د ځان لپاره مناسب ګڼلو او اوږه يې ورکړه.

غني چې کوم کارونه او پلانونه مخکې لري د طالب لپاره پر هغې پوهېدل سخت دي، ځکه خو جهالت (ناپوهي) يې خپله او پوه وتجربه د نورو ګاونډيو چې دی يې پرې له خپل اصلي لارې منحرف کړی او د سوکالۍ او بساينې پرځای يې ورته جهاد رامخته کړی او هر څه ته د خپلۍ لنډ اندۍ له انګله ګوري، کنه يو معقول به څنګه داسې خبره وکړي چې په ((روژه کې جهاد تر ټولو زيات ثواب لري))، نو دېته بيا نه ګوري چې ولې د اسلام اباد له لورې پر تهران وپلورل شو او تهران ولې مسکو ته ورنژدې کړ؟ يا په بله مانا پر مسکو يې وپلورلو. تهران د امريکا د بنديزونو په صورت کې غواړي چې ټول آواره ګان راوشړي، خو طالب بيا دېته نه ګوري چې ګاونډيان څنګه خپلې اقتصادي چارې د بشري مسالې سره تړي او سياسي کوي يې.

کله چې غني د اوبو د مديريت خبره وکړه، نو سملاسي ورسره روحاني غبرګون وښوولو او ګواښنه يې وکړه، ان تر دې چې ويې ويل ((موږ به چپ پاتې نه شو)) او همداسې جواد ظريف چې موږ به له فشاره کار واخلو او څه وخت وروسته بيا امنيتي وضعيت له ايران په سرحدي سيمو کې خرابيږي. همداسې طالب پخپله نفوذي ساحه کې، نو ايا دلته د زموږ د ګاونډيو موخې له اوبو سره تړلې نه دي؟ مسکو ولې بيا د دوی ملاتړ کوي؟ طالب دې ځان ته وګوري چې دوی د اسلامي نظام لپاره راپيدا شوي او که د نورو د ګټو د تأمين لپاره؟ د پردۍ استخباراتي جګړې ته اوس شرعي صبغه ورکوي او د بدر غزا او د مکې له فتحې سره يې ورته بولي. هلته خو پېغمبر موجود وو او جنګ يې په پلان کې نه وو يا په بله مانا جنګ يې نه غوښته، خو ورته پېښ شو. حال دا چې طالب خو په لوی لاس جنګ غواړي او هر ځل د سولې وړانديزونه ردوي او قصداً جنګ غواړي، نو دا د پردۍ استخباراتي جګړه له هغه غزاګانو سره ورته ګڼل هېڅ مشروعيت نه لري. هلته موخه روښانه وه، خو دلته موخه روښانه نه ده. هلته مقابل لوری د اسلام مخالف وو، خو دلته الحمد لله ټول مسلمانان دي. خلک لمونځونه کوي، روژې نيسي او داسې نور

پيدا کړي چا دي، روزلي چا دي، لګښتونه پرې چا کړي، وسلې و پيسې ورته چا په لاس کې ورکړي دي او څه ته يې ګورمارلي دي، وژني څوک او سوله له چا سره کوي؟

خو طالب څه غواړي؟
ولې يې له ولس او غني سره دښمني راخېستې ده؟
که هغه لاسپوڅی بولي، نو دوی څوک دي؟

له کله راهيسې چې غني دغه پورته ټکو ته اشاره کړې ورسره سم د طالب شيطانۍ هم زور اخېستی او له بل لورې ورسره له سوريې د فاطمينو لېوا هم دلته راښکېل شوې. ايا د فاطمينو لېوا راانتقالول دلته خو به د ښاغلي روحاني او د جواد ظريف له هغو څرګندونو سره تړاو نه لري چې ښاغلي غني د خپلو اوبو د مهارولو په تړاو کړې وې؟ اسد خو پرې په سوريه کې د زيارتونو په پلمه د ځان بقا غوښتله. ولې هغه لېوا دلته افغانستان ته راانتقاليږي او ولې د هغې لويديځې ساحې امنيت خرابيږي؟
يو لړ پوښتنې راولاړيږي :
• ولې طالب له تهران سره نژدې شو؟
• د طالب وتهران ترمينځ دا زمينه څنګه او چا برابره کړه؟
• تهران ولې طالبان له مسکو سره وتړل؟
او دېته ورته نورې پوښتنې درواخله.

جهاديان د څه لپاره وزېږېدل؟
د بابر پر خبره :
The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

طالب ولې وزېږول شول؟

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the  adrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

له مشرفه تر عمرانخانه ټول دا مني چې طالب چا زېږولی او د چا پيداوار دی؟

طالبګله،
داسې برېښي چې له ملا محمد عمره راواخله تر ملا هبة الله پورې يو هم پر دغه قرآني ارزښت پوه شوي نه دي. که پوهېدای، نو د دغه يو ايات په پار به يې هم خپلې جګړې ته دوام نه وای ورکړی.

تاسې ګورئ چې زموږ اوبه له څو لسيزو راهيسې وړيا روانې دي او اوبه په حقيقت کې د ځان د ژوندي پاتې کېدو په مانا دي او له بل لورې د سوکالۍ او د عايد لوړه سرچينه ده، نو موږ (مجاهدين) او تاسې غوبلمار طالبان، بلکې موږ وتاسې خو لا څه کوې ان د کشمير جګړه ماران لشکر طيّبه او جيش محمدي او ننني فاطميون د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په پار نه، بلکې له افغانانو نه د ژوند اخېستو لپاره رامينځته شوي چې هلته په کشمير کې پرې د کشميريانو اوبه او دلته په افغانستان کې پرې د افغانستان پر اوبو قبضه راخپله کړي. نو ستاسې غوندې لوده ګان يې پيدا کړي او پر مستحباتو يې دوکه کړي ياست.

طالبګله،
موږ وتاسې د جهاد او د څښتن تعالی د رضا لپاره نه، بلکې د خپل هېواد د ورانۍ او له ولسه د ژوند اخېستو لپاره رامينځته شوي يو چې د ژوند حق راڅخه نور خلک واخلي او موږ د بدې ورځې څښتنان کړي. هلته په کشمير کې لالچ هم د همدې موخې لپاره او دلته هم د همدې موخې لپاره چې خاوره، اوبه او سرچينې مو ټولې ستاسې د غوبلمارو په وسيله راخپل او راکنترول کړي.

طالبګله،
شکر وباسه چې اوبه دې خپلې دي. که خپلې اوبه ونه لرې، نو د غُسل واستنجاء اوبه خو لا څه ان چې څوک به د څښلو اوبه هم درنه کړي او پخپلو اوبو کې به له تندې مړه شئ. دا خو دې اوبه خپلې دي چې خپل مقعد پرې وړيا پرېمينځې.

که د هېواد د بيا رغاونې لپاره څه پلان لرې، خو رامخته يې کړه چې ولس يې وګوري او کنه، نو بيا ته غوبلمار وې او غوبلمار به يې. نه دې مخکې جهاد وو او نه دې اوس جهاد دی او نه به دې په راتلونکې کړنې جهاد وي. جهاد خپل تعريف او خپل شرايط لري. ښه به دا وي چې له دې غوبلمارۍ زده کړه وکړئ او په راتلونکې د يو روښانه وسوکاله ژوند څښتنان شئ.

که تاسې لږه قرآني پوهه لرلای، نو قرآني پيغام د اوبو، زراعت واقتصاد ارزښت ته اشاره کړې ده، خو که تاسې پرې پوه شئ او له جنګه لاس واخلئ.

که غله دانه دې خپله وي، نو پيسه دې په ملک کې پاتې شي او اقتصاد به پرې ښه شي. يوسف عليه السلام د زراعت داسې مشوره ورکړه چې هم پرې غله دانه سپما شوه، هم يې په راتلونکې وچکالۍ کې وکارونه، هم پيسه له مصره بهر لاړه نه شوه، هم ولس له څارويو سره يوځای له لوږې بچ شو او هم اووه کاله مصر له زراعتي پلوه اباد وو، هم ولس ته هر څه بيرته ورکړل شو او بيرته د عادي ژوند څښتنان شول، نو له تاسې به څه زده شي؟ د بل له احتياجه خلاصېدل او ځان بساينه بهترين جهاد دی چې هم دې ژوند مخته لاړ شې او هم د نورو له احتياجه خلاص شې.

زموږ ګاونډيان د خپلو اقتصادي بنديزونو او مالي ستونزو نه د خلاصون لارې چارې لټوي، خو زموږ امپړان بيا خپلې جګړې ته مذهبي رنګ ورکوي. حال دا چې دوی ايله جار يوازې استخباراتي جګړه کوي او استخباراتي موخې مخته وړي. نه يې سياست واقتصاد لوستی، نه پرې پوهيږي او نه يې له علمي - اکاډميک پلوه ورسره سروکار شته.

زما پر اند ښه به ورته دا وه چې د دغه استخباراتي لوبو د مخته وړلو پر ځای يې خپله د جومات هغه پخوانۍ وظيفه باندې چې چړيانو به د خلکو له کورو له راټولوله قناعت کړی وای او ارام له خپلو ماشومانو سره ناست وای. لږ تر لږه بچيانو خو به يې يو څه په ښوونځي يا مدرسه کې څه زده کړی وای، نو له دوی به له جګړې پرته بل څه زده کړي؟

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery