مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جرګه – مرکه

احمدجان «ماڼو»

ښاغلولوستونکوڅو ورځې وړاندی د(جرګه /جرګې ) په نامه مې یوه لیکنه
دفیسبوک او دځنوافغاني سیټونو له لیارې دمعلوماتو اوپوره اشنایې په خاطر ستاسی حضور ته وړاندی کړې وه چی، (جرګه -جرګې ) نوم د (آريک / پشایې) ژبې د (چریک = څیرې کول = چیرکردن ، پاره کردن) له مصدر څخه د(چرګه) دفعل څخه چی، د(چ) توري یې د(ج) د توري په اوښتو اوبدلیدو د(جرګه) په شکل اوښتی اومینځ ته راغلی دی مانا توضیح او تشریح کړی وو اومفهوم یې هم اوس ښکاره اوڅرګند دي!
ګرانولوستونکوداچی ، مونږ په خپلوورځنیوو خبرو اترو اوخپل ادبې فرهنګ کښی مدام دجرګې دنامه سره تړلی اوپیوست وایواو اوروچی ، (جرګه اومرکه) مووکړه ، په عام صورت کښی مونږد نوموړو کلماتوپه اوریدویواځې دومره برداشت کوو چی، ګویا جرګه/ مرکه دواړه سره یوشانته اومترادفې کلیمې دي اودواړه یوه مانا اومفهوم لري پیژنو .
په داسی حال کښی چي ، د پشایې ژبې له پلوه دواړه د( جرګه ) او(مرکه) نومونه ځانګړي نومونه اوکلیماتي ترکیبونه دي ، مخکښی مووویل چی، جرګه د پشایې ژبې د چرګه = څیری کیږي ،پری کیږي ،قطع کیږي ، فیصله کیږي ،غوسیږي، یوخواته کیږي ، ښه اوبد رښتیا اودرواغ ،سپین له توره جلا ، حق له ناحقه بیل اوڅرګندیږي....په مانا ده .
مرکه : د مرکې کلېمې په اوریدا ، اورید ونکی داسی فکر کوي چی ، د خبرواو وینا مانا اومفهوم لري اودجرګې دنامه سره مترادف نوم په توګه یې پیژني ، چی تر یوې اندازې پورې برداشت یې درست دی خو، د پشایې ژبې له پلوه د (مرکه / مرکې ) نوم یوترکیب اوله دوو ځانګړوښکلو مصادرو هر یو یې په ترتیب سره له (مریک = ویل = ګفتن ) اود (کیک = کول = کردن ) څخه په فعلي شکل لاس ته راځي په لاندی ډول .
مر – د مریک = ویل = ګفتن له مصدر څخه دمفرد مخاطب لپاره امري فعل (مر = ووایه = بګو ) دی په ترتیب سره افعال یې یودبل پسی داسی دي :
مریم = ووایم = بیګویم ؛ مریې = وایې = میګویې ؛ مریت = ووایې = بیګوید؛ مریمان ، ووایو ، بګوئیم ؛ مریدا= ووایې ؛ بګوئید ؛ مرین = ووایې = بګویند.
د(مر = ووایه = بګو) کلمه یا فعل ددوهم شخص مفرد مخاطب لپاره، امري فعل دی .اوس چی ، مونږد (مریک = ویل =ګفتن ) له مصدر څخه د(مر=ووایه = بګو) امري فعل ترلاسه کړپرمانایې هم پوه شولو .
که – د (که) نوم په پشایې ژبه کښی د (کیک = کول = کردن ) له مصدرڅخه په امري شکل (که = وکړه= بکن) څخه دمفرد مخاطب لپاره په لاس راځي افعال یې په لاندی ډول دي :
کیم = کوم= میکنم ؛ کې = کوې = میکنې ؛ کا / کګا= کوي= میکند ؛ کیس=کوو =میکنیم ؛ کیدا= کوئ= میکنید ؛ کین = کوي = میکنند .
اوس چی، مونږ د(مریک = ویل = ګفتن ) اود ( کیک = کول = کردن) له مصادرو افعال په حال زمانه کښی ترلاسه کړل او ورسره سم مو دنوموړو مصادرو امري افعال ( مر = ووایه = بګو ) او (که= وکړه= بکن) هم وپیژندل اوس به وګورو، چی دلاس ته راغلوامري افعالو کوم شکل اوکومه مانا ترلاسه کولای شو:
( مر + که = مرکه ) یعنی ( ووایه + وکړه = ووایه وکړه) اود ( بګو + بکن = بګوبکن) دنوموړې عملیې څخه مو په پشایې / پښتو/ دری ژبو کښی د (مرکه ) مانا ( ووایه وکړه = بګو بکن) یعنی( مرکه = ووایه وکړه = بګو بکن ) تر لاسه کړل مانا داچی ، د (چرګه =جرګه =جرګې) پریکړې،فیصلې ،تصمیم ..... څخه را وروسته په خپله فیصله عمل کول او هغه په پوره ایما ندارۍ د ترسره کولو مانا لري !
په لنډ ډول کښی زمونږ دخلکو په ټولو ناستو پاستو دیرو، وجرو ،بانډو، کلیوو، په شخصي او رسمې خبرو اتروکښی په فولکلوریک ادب کښی مدام د (جرګه مرکه د جرګو مرکو) نوم اورو اوداسی ښکلې جملې دویوونکو دخولوڅخه اوریدل کیږي اوپه ویاړ سره وایې چی، زمونږ ګران هیواد افغانستان د(جرګو مرکو) کور دی اوخپلې ستونزې اوناخوالې مدام په جرګه اومرکه فیصله کوو اوهره دجرګې فیصله په ( مرکه ) یعنی ( مر = وایو ) او(که = ترسره کوو) مانا داچی، ټولې فیصلې اوپریکړې په خپلو کړلووعدو په پوره صداقت اورښتینتوب اوافغاني هوډ ترسره کوو اود عمل ډګر کښی ورته عملي جامه وراغوندو، داوو په پشایې ژبه کښی په لنډ اومختصر ډول د (جرګې مرکې) دنومونو ریښې ، ماناوې اومفاهیم .
یادونه :
ښاغلو لوستوونکو( جرګه مرکه ) په پا اچا ایې / پشایې اصلي آریایې ژبه کښی دوه برخې لري ،لومړۍ برخه یې ( جرګه/ چرګه) اودوهمه برخه یې د (مرکه) برخه ده ، چی د دوو پشایې فعلونو څخه لاس ته راځي چی ، دهمدې لیکنې په پورتنۍ برخه کښی توضیح اوتشریح یې ترسره شوه د پشایې ژبې ژوندي افعال اوتر ننه د پشایې ژبو په ورځني ادب کښی کټ مټ ژوندي او شتون لري .
برسیره پردی ښایې ووایو چی ، پشایې ، پښتو ، دری/ فارسی آصلي آریایې ژبې دي ، یودبل سره مورنیزې وینیزې اړیکې لري اودیوې ریښې اودیوه کهول ژبې اویودبل پسی زږیدلې دي.
په درنښت
۲۰۱۹ کال دمی دمیاشتې دریمه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery