مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتون ږغورنې غورځنګ

دوکتور م، عثمان تره کي
که په تنګ شي نو په جنګ شي
افغانستان ته امریکایي یرغل سره جوخت، د پاکستان فوج او استخبارات د ترهګري سره د جګړې په پلمه د پښتونخواه په قبایلي سیمو کې په یوه بیسارې نظامي عملیات لاس پورې کړچه په ترڅ کې یې مرګ ژوبله، مهاجرتونه، سړي تښتونه، د سیاسي تجارت په موخه مطرح شو: پاکستان د امریکا ستراتیژیک ملګرې، د تر سره شویو جنایتونو په بدل د لویدیزوالو نه په اصطلاح امنیتي مرستې او پیسې ترلاسه کول.
په نظامي عملیاتو کې پاکستان استخباراتو سره تړلې اسلامي دلې چه په ترهګري تورن وو، شامل نه وو. نوې نسل یعنې ځوانان چه د ملي جذباتو او عدالت غوښتونکې احساساتو سره سمبال وو، د بالقوه خطر په توګه په نښه شوې وو.
بیدفاع خلک د پاکستان فوج د ظلم او وحشت په وړاندې په سوله ایز غبرګون لاس پورې کړ. د پښتون ږغورنې غورځنګ ( پ، ږ، غ ) د نوې نسل خود جوشه ولسي زیږنده ، د آئین ( اساسي قانون ) په درناوي د سوله ایزه مبارزه لاره غوره کړه.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان امنیت او سیاسي ثبات سره په تړاو مطرح شوې دي. زموږ په ګاوندي پاکستان کې سوله او سیاسي ثبات دا ایجابوي چه د ( پ، ږ، غ ) روا او برحقې غوښتنې ومنل شي. د حق غوښتنې په جرم په ده باندې بی ځایه او بی سنده تور لګول او د دغه لارې تبلیغاتي فشار اچول، ( پ، ږ، غ ) رادیکالیزم خوا ته جهت ورکوي. د وسله والې نښتې زمنینه برابروي. پاکستان له بې ثباتي سره مخامخ کوي.
په اسلامي هیوادونو کې ګن شمیر مثالونه لرو چه سیاسي ګوندونه د برحالو حکومتونو د پولیسي فشار له کبله د قانوني او سوله ایزه مبارزې نه مخ اړولې او تو پک ته لاس اچولې دي. ردیکالیزم د اعتدال ځاي نیولې دي :
په الجزایر کې د « ږغورنې اسلامي جبهه » ( اف، اي ، اس )، د دولت په د ننه اصلاحات او رفورم راوستلو ته باور لرل او سوله ایزه مبارزې لاره خپله کړې وه. ( اف، اي ، اس ) د ۱۹۹۰ میلادي کال د جون میاشتې په تاکنو کې بریالي اعلام شو. واکمن حکومت سیاسي ستیچ ته د یوه اسلامي دله راتګ زغم نه درلود. تاکنو باطل شول.
« ږغورنې اسلامي جبهه »، ځانته « اسلامي وسله واله دله » نوم کیښود او په خشونت او وسله واله مبارزه لاس پورې کړه. د الجزایر خونړي کورني جګړه پیل شوه. په « اسلامي وسله واله دله » باندې د واکمن حکومت پولیسي فشار، توقیف او زندان زیات شو.
د هغه په ځواب « اسلامي وسله واله دله »، رادیکالیزم او خشونت خوا ته یو بل ګام وړاندې کیښود: « د دعوت او قتال سلفي دله » ( ژ، اس، پ، سې ) نوې جوړښت رامنځ ته کړ( ۱۹۹۸ م ) چه د القاعدې سره په تعامل کې ورګد شو.
د پښتون ږغورنې غورځنګ د منځني طبقې د ځوانانو نه جوړ شویدي. پرلتونه، سوله ایزې لاریونونه او مظاهرو وښودل چه غورځنګ په کافي اندازه د وسله وال ولسي مقاومت ظرفیت او پوتانسیل لري.
موږ پاکستان فوح ته د عقلانیت، انصاف او احتیاط، بلنه ورکوو. پاکستاني چارواکو ته مشوره ورکوو چه د پاکستان آئین ته درناوي ولرې. د ( پ، ږ، غ ) سوله ایزو، قانونیو او مشروعو مخالفتونو سره د جعل، تزویر او خیالي تورونو له چینل نه ځواب ورنکړې.
که د ( پ ، ږ ، غ ) په وړاندې زورزیاتي او فشار د حد نه ووزي، دا احتمال چه ( پ، ږ، غ ) په خشونت لاس پورې کړي او د پښتنو اوسني بیسارې بالقوه سوله ایز مخالفتونه په بالفعله وسله وال دشمني او مقاومت چه ملیشیایي بنه ولري، بدله شي یا دا چه ( پ ، ږ ، غ ) پاکستاني تحریک طالبان وسله والې دلې سره یو ځاي شي، د احتمال نه لرې نه ښکاري.
ګومان کیږي چه د ماشالا ( د فوج مطلقه واکمني ) وخت تیر شوې دي. نن وروستي خبره ولس کوي. ( پ ، ږ ، غ ) د ولس په استازیتوب بی عدالتي سره مقابلې ته ملأ تړلې ده.
پښتون ږغورنې غورځنګ که په تنګ شي نو په جنګ شي. « پاي»
فرانسه
۰۲/۰۵/۲۰۱۹
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery