مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اوسنی پښتو شعر؛ د عزت او ناموس کنځلې!

وحيدالله مصلح


که لږ د خپل وطن د ځېنو شاعرانو شعرونه ولولو، قاطع اکثريت يې شعاري روان دي، هدف ورک دی، د زلفو جالونه دي او د بعضو شعرونو کې خو د کنځلو ډېرانونه دي، د يو شمېر برنيو پښتنو شاعرانو شعر:
طبيعي رنګ نه لري؛ مصنوعي ښکاري، داسې وي لکه په زور يې چې ليکلى وي.
لفاظي په کې اتڼونه کوي؛ خو مانا او فلسفه په کې دومره نرۍ وي لکه د ماستو نه چې کنجوسه ښځه په خروار شيروار کوچ وباسي اوبيا په يو کيلو ماستو کې يو دړۍ اوبه واړوي.
شعريت په کې نه وي، تشې خبرې کوي.
شعر يې روان نه وي؛ مات ګوډ او په تکلف بنا وي.
پيغام نه لري، ايله زر زري لوزونه وي.

ارزښتی کمی او کنځلنامې!
د يو شمېر شاعرانو په شعر کې لوړفکر او هدف نه شته، نګه شعار دی، سطحيتوب دی او ابتذال دی، ټولې جذباتي ډوزې دي. ارزښتي منظر او پسمنظر نه لري، د ټولنې ارزښتونه په لوړ مقام پاتې وي او دوی پرې له لاندې ګوزارونه کوي، زمونږ په ډېری شاعرانو کې د دين، فرهنګ او فکر ښکنځونکي ترقي پسند وي او هغوی چې خپله د دې کنځلو جرائت نه لري، بيا د دغو کنځلمارو شعرونو ته چک چکې کوي.
په نورو ژبو کې شعر د ټولنې سطحه پورته وړي او دلته شعر تر ټولنې وروسته وي او کنځلې کوي. دغه شاعر ته چې د کنځلې او بداخلاقۍ يادونه وکړې نو بيا دا د پښتنو په کلي او ولس کې شته حقيقت بولي او دا د پښتنو فلکلور بولي، خو تاسو د خپل کلي کنځلمار وګورئ چې هغه په ټولنه کې د کوم مقام او شان لرونکی وي او هغه څومره عزتمن او دروند وي؟ دغه شمېر شاعران په ټولنه کې د عزت سمبولونه پرېږدي او د سپکو ورکو او مسخره منزويانو سمبولونه په خپل شعر کې ځايوي.
دغسې شعر د خپلې ټولنې اخلاقي استازيتوب نه کوي، ټوله کنځا وي او شعر په سپکو سپور وي... دغه په ارزښتي خلا کې شعاري شعر چې کله په کنځلو کې چوکه شي او دوی چې دين ته کنځلې وکړي او دوی چې شخصيتونه په شعر کې وغيي، کونه په کې ياده کړي او کنځلې په کې وشرموي نو بيا يې د شعر او کنځلو لېوال شاعران ورته باغي شاعر او انقلابي شاعر وايي...
دغه د عزت ځپونکو شعرونو ته بيا په ځواب کې د کنځلو لېوال وګړي د ودان افغانستان خوبونه ګوري، هجو او هزل يې بولي، څوک يې د شعر پر زمکه نورو کنځلو ته قافيې جوړوي، څوک ورته واه واه کوي او د رياليسم او بغاوت عنوان يې بولي... نو له دې کنځلو او د دې کنځلو د لمانځونکو نه د دغسې شاعرانو اخلاقيات او ادبي ابتذال وسنجوئ.

د لر او بر پښتو شعر پرتله!
البته مونږ د شعر هدفمندې هستۍ هم لرو، د دغه شعر سر لاری استاد فضل ولي ناګار دی، هغه چې د حمزه بابا لاسنيوی يې کړی و، هغه چې د افغانستان علامه اقبال او تر حمزه بابا وروسته حمزه يادېږي. مونږ يو فقير استاد محمد اصف صميم هم لرو چې نثر او شعر دواړه يې زمونږ د قام د ارزښتونو ترجماني کوي، مونږ يو ستر کاروان هم لرو چې د خپل ويجاړ وطن په په مرثيو کې مارغان په لپو کې ځالو ته رابولي... خو دا شاعران کم دي او مونږ لا هم د شعري ادب په ارزښتي برخه کې ډېر شاته پاتې يو.
مونږ سره دا پوښتنه بايد پيدا شي چې په بره پښتنو کې ولې عبدالرحمن بابا، عبدالحميد مومند، خوشحال خان خټک، عبدالقادرخان خټک، افضل خان خټک، بايزيد انصاري پير روښان، حمزه بابا، قلندر مومند، صاحب شاه صابر، رحمت شاه سائل او ممتاز اورکزی نه پيدا کېږي؟
تاسو د لرو پښتنو د ملتپالو په استازولۍ يوازې د رحمت شاه سائل شعر ولولئ، ما يې تر لسو شعري ټولګي لوستلي، او ما چې سائل لوستی نو د پښتنو د ارزښتونو ترجماني يې کړې ده، هغه اخلاقي کرښې ساتلي، کنځلې نه لري، حتی د کوزنيو ملتپالو د تنقيد سمبول (ملا) سپکه يې نه ده کړې، د خپلو ديني-سياسي ګوندونو مشران يې په نوم په خپلو شعرونو کې نه دي ياد کړي، دا ځکه چې هغوی د مبارزې اداب پېژني او هغوی شعر پېژني او شعار پېژني...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery