مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار :په تخته پُل ولسوالۍ کي د يوه کلنيک د جوړولو د بنسټ ډبره کښېښول سوه

راحیله جواد


.


د دوشنبې په ورځ د کندهار ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب لخوا په تخته پُل ولسوالۍ کي د يوه بشپړ روغتيايي مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کښېښول سوه، چي پرمهال يې د عامي روغتيا د رياست رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د ښاري پراختيا رياست رئيس انجنير محمد حنيف او د يادي ولسوالۍ ولسوال، د شورا غړو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

په مراسمو کي د ولايت مقام مرستيال وويل، ياد کلينيک د تخته ولسوالۍ د عبدالله زو په کلي جوړېږي، چي ۸ اطاقه او د اړتيا وړ ټولي اسانتياوي ورته په پام کي نيول سوي دي، د هغه په خبره، چي ياد کلينيک د عامي روغتيا د رياست په هلو ځلو او د کليو او پراختيا د وزارت په مالي مرسته د ۸۹ لکه افغانيو په لګښت جوړېږي، چي د جوړېدو چاري به يې په ۱ کال کي بشپړي سي.

دغه راز ښاغلي منيب وويل، چي د ياد کلينيک په جوړېدلو سره به د يادي ولسوالۍ اوسېدونکي ته په صحي برخه کي زياتي اسانتياوي رامنځته سي، چي په خبره يې، ولايتي اداره هڅه کوي، څو د تخته پُل ولسوالۍ ترڅنګ په ټولو ولسواليو کي متوازن انکشاف رامنځته کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery