مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان بانک او د خلیل صدیق شوم او خودغرضه ریاست

د افغانستان بانک د عدالت ټیم

لکه څرنګه چې تاسو ټولو ته دا روښانه ده، چي د افغانستان بانک د اساسی قانون د ۱۲می مادي مطابق د افغانستان بانک مرکزی او په خپلو فعالیتونو کې مستقل دي، خو د یادولو وړ ده چې استقلالیت یې صرف په خپل کاری فعالیت او هغه دندو کې شتون والې لري چې د افغانستان بانک قانون صلاحیت ورکړي دي، خو د دي استقلالیت کلمي څخه زیاتره رهبري هیئت ډیري غلطی ګتې ترسره کوي، او ښه مثال يې د اوسنې رئیس خلیل صدیق ورکوم چې دا څه کم پنځه کاله کیږي چې د افغانستان بانک رئیس دي، او په خپله ټوله دوره کې پرته د خپلې شخصي تربګنۍ او رقابت او د غلو ډلو ودي بل ځانګړی فعالیت نه ترسترګو کیږي.
کله چې محترم خلیل صدیق د افغانستان بانک د رئیس په توګه وټاکل شو نو ټول کارمندان ډیر خوښ و چې دا پخوانۍ شخص دي او کیدای شی چې افغانستان هیواد ته په عامه توګه او افغانستان بانک ته په ځانګړي توګه ډیر خدمات او لاسته راوړني ترسره کړي، او خپله یې هم د قانون د پلي کولو او عدالت راوستلو ویناوي ترسره کولې، حال دا چې دا ټولي پیش بینی غلطي ثابت شوي، هغه د ملک او افغانستان بانک لپاره هیڅ پاملرنه و نه کړه او نه يې اوس کوي، بلکې صرف دوه بنسټیز کارونه مخکې وړی:
۱- خپل شخصی مخاصمتونه پر مخ وړي او دا لړۍ يې په تدریجې ډول پیل کړي چې د افغانستان بانک د کارکوونکو څخه یې شروع کړي او حتی تر امکان پوري یې په مختلفو پلمو په تجارتی بانکونو کې هم عملي کړي او عملي کوي يې، کوم چي دده مخالف نظره اشخاص دي او یا ته په یو نه یو اړخ ویره احساس کوي، ولو که مسلکي او زیاته تجربه هم لري يه مختلفو پلمو او دروغو یې د بانکی سکتور څځه لري کړه او اوس هم دا کوشش کوي چي نور هم لري کړي.
2- د پاسینئ ځانګړتیا برسیره يې یو ځانګړۍ ټیم چې مشری يې د مالی امورو څارنۍ لوی آمر ترسره کوي، هغه ته يې دومره وده او پرمختګ ورکړ چې زیاتره خلک په بانک کې اوس دا متل کوي، چي اصل رئیس خو محترم سلیم صلاح دي، څه چي د هغه خوښه وي، هغه ترسره کیږي او که حقیقت ته هم وکتل شي، همداسي ده زیاتره تصمیمونه د هغه د خوښې نیول کیږي او کوم يې چي ملګري دي هغه ورکې ورځ تر بلي پرمختګ کوی، په تشکیل کې هره شورای عالی کې تغیرات او خپلو ملګرو ته امتیازات اخلي د دي برسیره استثنایی معاشونو په پلمه هغه اشخاصو ته چې محترم سلیم سره ښې اړیکې لري او په معاملاتو کې ورسره شریک دي، زیات استثنائي معاشونه ورکول کیږې اما نورو کارمندانو ته يا هیڅ نه ورکول کیږي او یا هم بیا ډیره کمه پنځمه حصه د محترم سلیم ملګرو پرتله ورکول کیږي چې صرف پرې د نورو کارمندانو خولي او مظاهرو څخه محفوظ شی.
چي دا لړۍ اوس نورو د افغانستان بانک آمریتونو او دفترونو ته هم سرایت کوي، هر آمر کوشش کوي چي څنګه په خپله ګټه د افغانستان بانک تشکیل و څرخوي، د اوچتو ګریدونو والا چې په آزاد رقابت ورته استخدام شوي، په نوی تشکیل کې د ریفورم په نوم ښکته او ښکته استخدام شوي کارمندان چې ملګري آمر سره لري د هغوۍ پوستونه په تشکیل کې اوچت راولي، دا څنګه عدالت دي چې په افغانستان بانک کې روان دي، چې یو شخص یو پوست ته استخدام شوي وي، او هغه نوري اداري هغې وظیفي ته پریښودلي وي او بانک کي د پنځه یا لسو کالو څخه زیاته تجربه هم ولري  او اوس د نوۍ تشکیل په پلمه چې څه ته استخدام شوي د هغي څخه لاندي پوست یا ګرید ته ښکته شي، په اخیر کې په محترم رئیس صاحب باندي غږ کوو چې خدای ته وګوره په دي غریب ملت رحم وکړه او د بي عدالتی څخه لاس واخله، او شخصی رقابتونه او مخاصمی پریږده او زمونږ د عدالت ګروپ دي ته مه اړ کوه چې ستاسو دا شوم اهداف د نورو ځینې آمرینو په شمول ټولنی ته وړاندي کړي چې په پایله کې به یې بیا ضرر ټول افغانستان بانک او همدارنګه په لویه کچه افغانستان هیواد ته واوړي، او خپلو اساسی فعالیتونو ته توجه وکړي چې دقیمت او نرخونو ثبات موضوع ده، افغانۍ او قیمتونه خو ورځ د بلي په اوچتیدو دي.
نوټ: هیره دي نه وي چې د افغانستان بانک د عدالت ټیم زیات کوښښ کوي چې تاسو ته کره او د اسنادو سره معلومات وړاندي کړي، ځینې رپورټونه شتون والي لري چې د محترم رئیس خلیل صدیق او محترم محمد سلیم صلاح په مینځ کې دا دومره ملګري او هغه ته حتی د لومړي مرستیال او دوهم مرستیال څخه زیات ارزښت ورکولو علتونه شتون دي، چې ځیني معاملي حتی په هندوستان، دوبی او نورو بهرنی هیوادونو کې ترسره شوي دي، خو د عدالت ټیم ته لا پوره اسناد او مکالمې په لاس کي نه دي ورکړل شوي، که چرته ورکړل شوي او بیا هم رئیس او ملګري په ځانګړو او مخفی وړاندیزونو اصلاح نشو، نو تاسو او ټولو هیوادوالو سره به یې شریکې کړو او دا خپل یو ملي او دیني مسؤلیت ګڼو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery