مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جهادي وطالبي سرزوريو ته

سيد حسين پاچا


ښه وبد د هر چا خپل دي څښتن تعالی پر چا زياتی (ظلم) نه کوي
څښتن تعالی پر چا زياتی نه کوي، خو موږ پر خلکو زياتی وکړ، موږ له الله تعالی هم لږ شانته زورور يو!

انبياء عليهم الصلوة والسلام د رب العالمين له اجازې پرته د چا سپارښتنه (شفاعت) نه شي کولای، خو موږ د جهاد له برکته دولت و ولس دواړه لوټ کړل. د انسان وژنه راته بې ارزښته ده


فصلت : ۴۶
من عمل عملاً صالحًا فلنفسه، ومن اساء فعليها وما ربّک بظلام للعبيد
الطبري :
يقول تعالى ذكره: من عمل بطاعة الله في هذه الدنيا, فائتمر لأمره, وانتهى عما نهاه عنه ( فَلِنَفْسِه ) يقول: فلنفسه عمل ذلك الصالح من العمل, لأنه يجازى عليه جزاءه, فيستوجب في المعاد من الله الجنة, والنجاة من النار.( وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ) يقول: ومن عمل بمعاصي الله فيها, فعلى نفسه جنى, لأنه أكسبها بذلك سخط الله, والعقاب الأليم ( وَمَا رَبُّكَ بِظَلامٍ لِلْعَبِيدِ ) يقول تعالى ذكره: وما ربك يا محمد بحامل عقوبة ذنب مذنب على غير مكتسبه, بل لا يعاقب أحدا إلا على جرمه الذي اكتسبه في الدنيا, أو على سبب استحقه به منه, والله أعلم.

نن مو د تراويحو د ختم په دوام د ۲۴ مې سيپارې د سورة فصلت ۴۶ ايات يا په بله مانا ۲۴ مه سيپاره خلاصه کړه. زموږ د جومات مولوي صاحب عطاءالله خان دا ايات تکرار کړ. سوچ مې خپلو جهادي وطالبي ناپوهو سرزوريو ته ورغی چې د روژې مبارکې مياشت کې چې زموږ مؤمن به اسماني کتاب پکې نازل شوی او بيا د قدر شپه پکې ده چې پرېښتې او جبرائيل عليه السلام پکې راکښته کيږي او قرآن د ((من کل امر سلام)) کارولی، خو موږ له جوماتونو او هم يې له مخلوق سره څه کوو؟ ايا هغه سلام د ځان او د بل پر وژنه توجيه کولای شو؟
وقوله : ( سلام هي حتى مطلع الفجر ) سلام ليلة القدر من الشر كله من أولها إلى طلوع الفجر من ليلتها.

زما پوښتنه خپلو جهادي وطالبي سرزوريو ته متوجه ده. روژه چې د رحمت (لوريېنې)، مغفرت (بښنې) او د عتق من النار (د جهنم له اوره د ځان ساتلو) مياشت ده، نو موږ چې په روژه کې د خلکو وژنه د ځان لپاره زياتی ثواب ګڼو، حال دا چې زموږ کړه وړه له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري، نو ګناه د چا ده؟ لږه دومره پوښتنه خو له ځانه په کار ده چې زما کړه وړه څنګه دي؟

په دې هيله چې زموږ جهادي سرزوري او څڼه ور طالبان لږ له ځان سره سوچ وکړي چې د نياو (محشر) پر ورځ انبياء عليهم الصلاة والسلام د څښتن تعالی له خوښې پرته د چا سپارښتنه (شفاعت) نه شي کولای، نو موږ جهادي سرزوري او څڼه ور به يې څه وکړو، په داسې حال کې چې روزي مو لا حلاله نه ده او د دولت و ولس مال مو لوټ کړی او حق يې مو خوړلی.

څښتن تعالی پر خپل مخلوق باندې ولو که غيرمسلم هم وي ډېر سخت خپه کيږي، ځکه خو يې د انسان (نفسوژنه) د خپل ټول مخلوق له وژنې سره ورته بللې ده او همداسې يې ژوند بچ کول د ټول مخلوق له ژوند بچ کولو سره ورته بللې ده.

په هدايت و شفاعت کې توپير دا دی چې هدايت د الله تعالی پرته بل هېڅوک ان انبياء عليهم الصلاة والسلام يې نه شي کولای، البته دوعا ورته کولای شي، خو په شفاعت کې بيا د الله تعالې خوښې (اجازې) ته اړتيا شته. همداسې شرک او نه د پردی مال (حق) الله تعالی چاته نه بښي. هر څوک د خپل ځان په تړاو لږ و ډېر پوهيږي چې څه يې کړي دي؟

په دې هيله چې د ملا هبت الله وړانده بېشعوره چرګوړي نور له انسانوژنې لاس واخلي. د هېواد نامتو عالم مولوي سميع الله ريحان وژنه د خپل هېواد لپاره لويه ضايعه بولم. هېواد مشر، ټول ملت او کورنۍ ته يې تسليت وايم او نوموړي ته د څښتن تعالی څخه د اعلی جنت الفردوس غوښتونکی يم. چا چې دا ظلم کړی او يا کوي يې بس الله تعالی دې پرې ورحميږي چې لږ تر لږه له انسانوژنې لاس واخلي.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery