مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حکمتيار په دين و په سياست دواړو کې تېروتلی دی

سيد حسين پاچا

حکمتيار په دين و په سياست دواړو کې تېروتلی دی
لاسوهنه او تېروتنه هم توپيرولای نه شي

نصيرالله بابر په ډېره سپين سترګۍ له درېواړو ((سام)) نه پرده پورته کړې


حکمتيار :
• ((بهرنيان په افغانستان کي د ځواکمن حکومت، معتبر پارلمان او ملت شموله ګوندونو د جوړېدو مخنيوی کوي او د خپلې خوښې حکومت د جوړولو په لټه کي دي.))
• ((بهرنيان د افغانستان د جوړولو په فکر کې نه، بلکې د ورانولو په فکر کي دي، ځکه که دوی شفاف او عادلانه انتخابات غوښتلی، نو په هېواد کي موجوده بحران ډېر پخوا ختمېدلی شو.))
• ((په يو وخت د څلورو انتخاباتو د يو ځای ترسره کېدو اصلي خنډ بهرنيان دي، په داسې حال کي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون او ځينې بهرنۍ کمپنۍ ورته بشپړ چمتووالی لري.))

سياستوال :
The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

سرتاج عزيز :
طالبان افغانستان کې د اوږدې جګړې توان لري

شيري رحمان :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

شعوري اسلامپال :
قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action
His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

نظامي واستخبارات :
Musharraf: Pakistan and India's backing for 'proxies' in Afghanistan must stop
In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.
• In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistan in the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

• “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

بېشعوره اسلامپال (ديوبنديان) :
مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

که مو اسلامي وسياسي پوهه لرلای، نو د خپل ګاونډي پر هسې بېځايه پوچو شعارونو به نه تېروتلای او ختمي به مو د دوی ټولو پر موخو به پوه شوی وای. تاسې ګورئ چې له سياستواله تر اسلامپال، نظاميانو واستخباراتو پر کړنلارو او پالېسيو به لږ ذره پوه شوی وای.

د امريکايانو او روسانو شکوڼه :
تاسې ګورئ چې نظاميان واستخبارات د اسلامپالو پر مټ خپلو فتواو ته د خپلو ملي ګټو لپاره څنګه بدلون ورکوي؟ يوه فتوی د وخت له غوښتنې سره جهاديان د کمونېزم پر خلاف جنګ ته روزي او استوي او بله فتوی بيا طالب ته مشوره ورکوي چې د امريکا خلاف جنګ کې تاسې د روسانو وسلې وپيسې اخېستل روا دي، خو لا تر نن نه زموږ سياسي (شعوري) اسلامپالو او نه دې نورو بېشعوره (ديوبندي) اسلامپالو دا درک کړه چې څنګه دا فتوی موږ ته بدلون مومي؟ ښکاره خبره ده چې دوی د خپلو ملي ګټو لپاره له مذهب څه ان چې له اخلاقو هم ورتېر دي او فتواو ته د خپلو ګټو پر اساس بدلون ورکوي. دېته اوس سياسي شکوڼه ووايو او که مذهبي؟ او که دواړه؟

حکمتيار:
کوم وخت مې چې د حکومت پر وړاندې جګړه کوله نو هېڅ بهرني هېواد راسره مرسته نه ده کړي
ګلبدين حکمتيار: زه امريکا راوستلی يم

 

منښته :
زما راتګ افغانستان ته د افغان دولت او غني تر سويې لوړ کار وو.
کله چې راتلم، نو ټولې چارې د امريکې سفارت تنظيمولې او د سولې په هکله په ليکلې مسودې کې څو ځله تغيير راوستل شوې مادې يې بدلېدې رابدلېدې دا ټولې چارې د امريکا د سفارت په لارښوونه ترسره کېدلې چې په ترڅ کې يې زه افغانستان ته راغلم.

زما د عربي ژبې د اکسفورډ پوهنتون د اسلامې څانګې Oxford Centre for Islamic Studies يمنی استاذ ډاکټر مطهر شهاب د مصر د حسن مبارک د واکمنۍ د وخت د اخوان المسلمين ځوانانو د خوځښت ((ميدان التحرير)) پورې خبره راغله، نو په حيرانوونکي انداز يې وويل :
په اخوان المسلمين کې عقل او شعور نشته. د دوی عقل وشعور د دوی په ښنګرو کې دی او نه حافظه لري.

ښاغلی حکمتيار چې له يو لورې پر خپله خوله منښته کوي چې زه چا راوستی يم؟ زما راتګ د دولت او د ولسمشر له واکه پورته وو ان تر دې چې د ليک (متن) مسوده څو ځلې بدله شوې او له بل لورې بيا له بهرنۍ لاسوهنې انکار کوي. که حافظه يې لرلای، نو داسې سياستي تېروتنه به يې نه کوله.

د تېر جهادي وېش يوه خاطره :
د کره لاسوندونو له مخې د جنرال حميدګل او قاضي حسين احمد پر منځګړيتوب چې سياسي واک د ((سام)) يعنې د ستمي، اخواني و ماويست ترمينځ وويل شو، نو هغې کې رياست (ولسمشري) ستمی، صدارت (لومړی وزير) خپله او د دفاع وزارت ماويست ته وسپارل شو. هغه وخت چې حميدګل په ارګ کې دېره وو او قاضي حسين احمد په سروبي کې دېره جوړه کړې وه دواړه په دې ونه توانېدل چې ارګ وسروبی سره يوځای کړي او کړې جرګه چې پخپلو کې يې سره منښته پرې کړې وه، بيا ونه توانېده چې د صدارت څوکۍ اشغال کړي او هغه يې هم خپل ځايناسي استاد فريد ته پرېښووه او خپله په چهاراسياب کې او له هغه ځايه ورپسې سروبي ته راکښته شو.

دا چې ښاغلی حکمتيار وايی چې د دې هېواد اصلي وارثين مجاهدين دي او دا هېواد د دوی په وينو آزاد شوی او يواځې همدوی کولی شي چې دا ملت متحد کړي، ملي يووالی ټينګ او هېواد له بحران وباسي.

کاشکې چې دا خو رښتيا وای :
د ملا محمد عمر بېشعوره وړانده چرګوړي (طالبان) لکه ابابيل چې راپيدا شول، نو درېواړه شعوريان چې يو يې له چهاراسياب وسروبي ورپسې راوخېست او هغه نور دواړه يې بيا له ارګ وچهاريکاره ورپسې واخېستل او د کولاب په سمڅو يې ورننه ايستل. دا چې مجاهدين د دې خاورې اصلي وارثين ګڼي، نو ولې وتښتېدل او ورته ټينګ نه شول؟ دوی چې په تېر جهادي پير څلور لسيزو کې تر ننه يو نه شول، نو بيا به کله يو شي؟

زما مشوره ښاغلي حکمتيار ته دا ده که نوموړي د خپل تېر جهادي مهال له خپلو مرستيالانو قاضي محمد امين وقاد يا عبيد الله سيرت سره خپلمنځي ګوندي رڼې ټاکنې کړی وای، نو ده ته به پته لا هغه وخت لګېدلې وه چې د خپل ګوند په کچه يې ګرانښت څومره دی؟ ارغنديوال خو حزب د خپل ځان په نوم ثبت کړی دی چې د قانون له مخې هغه چاره هم ورته ګرانه ده او لا د نوموړي د راتګ له پيله تر دې مهاله خو داسې څه نه ليدل کيږي چې د سړي پرې زړه خوږ شي.

دا چې ښاغلی حکمتيار د لاسوهنې خبره کوي، نو ښه به دا وي چې يوځل د خپل راتګ د مهال هغه خبرې چې پخپله يې له رسنيو سره کړي يوځل پرې سوچ وکړي چې د راتګ په مسوده کې يې څو ځلې ادلون بدلون راغلی، نو ټاکنې به څنګه له ادلون بدلونه بچ پاتې شي؟

زما په يقين سره چې ښاغلی حکمتيار له خپلو پلويانو سره په هغه ځانګړې ناسته کې ليدل کيږي دا ويلی شم چې د ښاغلي موروپلار دواړه له ده او له مېرمنې واولادونو سره يې ټول يوځای پر درېواړه پاکو ځايونو يعنې بيت الله الحرام، مدينة المنوره او مسجد الاقصی کې شپه وورځ په روژه او عبادت ناست وای، نو په داسې يو مجلل ځای کې به يې ناسته هم په برخه شوی نه وای هغه ملکيت خو يې لا څه کوې؟

احسان هېرونه ښه خبره نه ده، خو ښاغلي حکمتيار ته دا مسايل هېڅ ارزښت نه لري.

په درنښت

 

حکمتيار: بهرنيان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي
http://www.taand.com/archives/127552

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery