مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

“د چارو ادارې لوی ریاست که د قتالي شخصي ملکیت

چارو ادارې لوی ریاست د ملي ګټو ته ژمن کارکوونکي

 

جمهوري ریاست چارو ادارې لوی ریاست د تکړه باسواده او ملي ګټو ته ژمن کارکوونکو لپاره په یو زندان بدل شوی ده، هر مالي کال چې پایته رسیږي تشکیلاتو کې جنجالونه پیل او دا شخړې او جنجالونه بل مالي کال پورې دوام مومي دا نندرۍ او شخړې مخکې هم وې مګر د قتالي او نوي رهبري په راتګ سره د بې واسطې او په کارپوهه کارکوونکو وضعیت ترینګلی حالت ته رسیدلی ده، چې لاندې موضوع ته اشاره اړینه بلل کیږي:
۱ – د مامورینو ذهني ځورونه: کله چې په تعیناتو کار پیل شي بې سواده او واسطه لرونکي خلک ډیر زیات خوشحاله وي مګر تکړه باسواده په کارپوه او ملي ګټو ته ژمن کسان هره ورځ بد خبرونه اوري او له هیواد څخه یې زړه ماتي او د تښتې لاره لټوي؛ تر لسو میاشتو پورې دا تکړه او د ولسمشر منشور او برنامې ته ژمن خلک دومره وځورول شي؛ ترڅو په نوي تعیناتو کې د ارتقا په ځای ټیټ بست هم ومني.
۲ – ګوندي اړیکو پالنه: قتالي ښه په درز کې د خپل ګوند پیاوړتیا لپاره په ښکاره کار کوي او په لوړ بستونو ډیرۍ داسې کسان مقرر کړل، چې جمیعت ګوند پلویان او د ولسمشر د برنامو او منشور کلک مخالفین دي او د ولسمشري په ټاکنو کې ښکاره ولسمشر ته کنځلې کړې دي. ډیرۍ داسې رئیسان، مرستیالان او کارپوهان مقرر شویدي او د ولشمشر زنې لاندې ولسمشر د تخریب برنامې جوړوي او پلې کوې.
۳ – سمتي اړیکو پالنه: ډیرۍ ریاستونه، معاونیتونه او کارپوهانو مهم بستونه د کمو زده کړو او بې تجربه کسانو هراتیانو لخوا نیول شویدي او دومره په ښکاره ډول یې مقرروي فکر به وکړي، چې چارو ادارې لوی ریاست قتالي شخصي ملکیت دی.
خان ولی بشرمل یوازې تش په نوم مرستیال دی، چې د قتالي برنامو او پلانونو په پلي کې کولو له هغه سره مرسته کوی په هیڅ صورت یې د قتالي شومو موخو مخه نه ده نیولې او نه هم دا وړتیا لري، چې مخه یې ونیسي.
فریدون الهام یوازې او یوازې ټول تمرکز یې په خپلو ازبکو کړی ده په خپل معاونیت کې له ازبک پرته بل څوک پرمختګ ته نه پریږدي.
۴ – قومي سلنه: د ادارې په رهبري کې ډیرۍ تاجک وروڼه دي هغوی له خپلو کسانو بل څوک نشي زغملی، چې د چارو ادارې ۶۰ سلنه تاجک، ۲۰ سلنه پښتانه، ۱۰ سلنه هزاره او ۱۰ ازبک او نور قومونه جوړوي او په تاجک کې هم ډیرۍ د جمعیت ګوند پلویان دي، جلالتماب ولسمشر د ټولو برنامو او منشور خلاف دي؛ که چیرته دا څوک دروغ ګڼي نو هیله ده د بشري سرچینو ریاست ته مراجعه وکړي بیا درته حقیقت معلوم شي په ۲۰ سلنه پښتنو کې هم ۱۰ سلنه داسې پښتانه مقرر شویدي، چې ټکی پښتو نه لیکلی شي او نه هم خبرې کولی شي او یا هم ورته تذکرې جوړې شویدي، اصلا د پښتنو استازیتوب نشي کولی.
که چیرته ددې حالت مخه ونیول شي ډیر زر به چارو ادارې لوی ریاست د ګتو په شمار د ولسمشر غني پلویان هم وشړي او میدان به قتالي ګروپ اف ګمپنی ته پاتې شي، چې بیا هرډول معاملې او کارونه په کې کوي څوک به یې مخه نشي نیولی.”

یادونه: دا په 50% کې د غني سهم دی. د عبدالله ، محقق، دانش، او دوستم دفترونو خو هسې هم سر خوړلی دی. اداره امور د حکومت د زړه حیثیت لري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery