مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جهادي فتوه څنګه شوه؟

سيد حسين پاچا


ملا برادر، ستانکزی، شاهين او داسې نور د جهادي داړه مارو په شمول به اوس خپلې جامې او لاسونه دواړه غوڅوي که څنګه؟ فتوی خو د وخت او حالاتو (شرايطو) سره بدلون مومي او خپل اعتبار له لاسه ورکوي

سرګيلاروف، ضمير کابلوف او پوتين مسلمانان شوي که څنګه؟ د ډاکټر نجيب الله وژنه به اوس څنګه شي؟


کولينپاول او سرګيلاروف سنګين ديپلوماتان دي

 
Figure 1 بي بي سي، طالبان وجهاديان د مسکو په دويمه بين الافغاني غونډه کې

 
Figure 2 بي بي سي، ملا عبدالغني برادر له سرګيلاروپ سره د روغبړ په حال کې چې ضمير کبلوف يې خوا ته ولاړ دی

 
Figure 3 امريکا غږ، د مسکو غونډه کې طالبان و جهاديان له سرګيلاروپ سره

 
Figure 5 امريکا غږ، سهيل شاهين له سرګيلاروف په خوا کې

 
Figure 4 امريکا غږ، پخوانی ولسمشر او جهادي داړه ماران يې له ستانکزي سره په مسکو کې

ديوبنديان و مکتبي شعوريان له يو مورچله
جهادي فتوی :
له روسانو سره روغبړ څه ان چې د جامو (لباس) لګېدل ورسره حرام (ناروا) وو. که د جامه ورسره ولګيږي، نو هغه جامه دې غوسه شي.
خو نن طالبان وجهاديان ورسره دوستان شول، نو اوس به څه چل کيږي؟

مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

شعوري اسلامپال :
قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

حکمتيار :
د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.

پوښتنې وننګونې :
لومړۍ پوښتنه :
کله چې زموږ ګاونډيان د خپلو ملي - سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو لپاره کاروي، نو موږ يې ولې نه شو کارولی؟

دويمه پوښتنه :
د نجيب الله په تړاو خو د طالبانو د هغه وخت مشر مولوي احسان الله او اړوندو ملګرو سره يوځای احمدزيو ته په جرګه کې ډاډ ورکړی وو چې هغه به نه وژل کيږي او څوک به ورسره کار نه لري، خو داسې ونه شول. داسې د وېرې انګېرنه شته چې له غني سره د سولې په خبرو کې احمدزيان دا خبره راپورته کړي چې طالبان ورته ځواب نه لري، ځکه خو دوی له دې وېرې له غني سره روغې جوړې ته نه رامخته کيږي او دويم دا چې نجيب خو طالبانو وژلی نه دی، بلکې پرې تپل شوی او اصلي قاتلان (وژونکي) بل څوک دي چې طالبان يې له ځان سره د نجيب د وژنې لپاره د اشرګړو په توګه راوړي وو. ښايي چې هغوی هم له دې وېرې له غني سره خبرو ته زړه نه ښه کوي چې د احمدزيو د قبيلې پورې تړاو لري.

درېيمه پوښتنه :
دوی ټولو (جهاديانو و طالبانو) خو نجيب کمونيست بللو چې روسان ورسره ولاړ دي، خو دوی نن ټول په خپله او مرضي ورروان دي. له نجيب سره خو څو اړخيزه زياتی شوی،
• د ملګرو ملتونو د حريم درناوی نه دی شوی
• دويم دا چې له قوم سره يې ژمنه ماته شوی
• درېيم د وژنې پړه يې پر غاړه اخېستې
• څلورم دا چې د دوی په شتون کې له محکمې پرته ووژل شو
• له مړي سره يې اسلامي سلوک نه دی شوی او داسې نور.
که اوس بله ډله راپيدا شي او دوی ووژني، نو د دوی مرګ به هغوی ته څنګه وي؟

جنرل اور معصوم مُلا
خواجه ضياء الدين بټ
((ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ)).
"Mullah Omar said," Look, these Americans call me Tourist, I told him that you do not call Tourist, it is a very dangerous thing. " See Mullah Omar was so straightforward man that he did not even know that difference.
ملا عمر وويل ، وګورئ چې ((امريکايان ما ته سيلاني وايی)).  ما ورته وويل چې ((هغوی تاسې ته سيلاني نه، بلکې تروريست (ترهګر) وايی)) چې ډېر يو خطرناک شی دی. وګورئ چې هغه دومره يو ساده سړی وو چې د سيلاني و ترهګر توپير يې نه شو کولی.

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :
طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

خواجه محمد آصف :
د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی

شيري رحمان :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

بېځايه جګړه ناسم دښمن
کرلوته ګال : پاکستان چې په ښکاره د امريکا دوست بلل کېده، خو په حقيقت کې ناژمن ((بې وفا)) ثابت شو
د The Wrong Enemy کتاب ليکوال Carlotta Gall د خپلې سريزې foreword په وروستۍ برخه کې داسې وايی :
The war has been a tragedy costing untold thousands of lives and lasting far too long. The Afghans were never advocating of terrorism yet they bore the brunt of the punishment for 9/11. Pakistan, supposedly an ally, has proved to be perfidious, driving the violence in Afghanistan for its own cynical, hegemonic reasons. Pakistan’s generals and mullahs have done great harm to their own people as well as their Afghan neighbours and NATO allies. Pakistan, not Afghanistan, has been the true enemy.

امريکايانو د افغان جګړې سره لېوالتيا په کمېدو شوه او  زما خپله پرېکړه دا وه چې ټولو هغو په اړه چې په افغان جګړه کې راښکيل ول پر ما حق وو چې د جګړې په ډګر کې د پېښو په اړه بيان ثبت کړم.

دا جګړه يوه تراژيدي (غميزه) وه چې په زرګونو ناڅرګنده مرګونه (ناويلې مرګ ژوبله) يی درلوده او ډېره اوږده شوه. افغانان هېڅکله هم د ترهګرۍ ملاتړي (خواخوږي) نه ول، خو بيا هم د ۹/۱۱ پېښې سزا (د سزا ګوزار) دوی ته ورکړل شوه.

پاکستان چې په ښکاره د امريکې دوست بلل کېده، خو په حقيقت کې بې وفا ثابت شو. په افغانستان کې پاکستان پر خپله ټولنه باندې د ولکې او د خپلو ناروا دلايلو لپاره زور زياتی او تشدد پر مخ بيايي. پاکستاني جنرالانو او ملايانو خپلو خلکو ته او په ګاونډ کې افغانانو او همدارنګه د ناټو متحدينو او ملګرو ته ډير ضرر او زيان اړولی دی. افغانستان نه، بلکې پاکستان رښتينی دښمن دی.

I do not pretend to be objective in this war. I am on the side of the victims. The human suffering has been far too great, and we have a duty to ponder the reasons for such a calamity.

پوښتنه :
د دې ټولو لاسوندونو سره سره انګرېزان چې څوک پرېږدي، نو دا مانا چې هغه د بيا کارونې وړ نه دي، يا په بله مانا پر پانګونه نه ارزي چې دلته ورته recycling وايی. دا چې طالب د بېنظيرې د منښتې پر اساس چې د چا طرحه وه، چا وچا يې مالي ونظامي لګښتونه ورکول او چا روزلې او د کومو موخو لپاره يې روزلي دي، نو هغوی نن د دوی د بيا کارونې  recycling هوډ (لېوالتيا) نه لري.زموږ چالاکه ګاونډي بيا هم له موقع ګټه پورته کړې او د خپلو ملي ګټو لپاره يې پر تهران ومسکو اوداسې نورو وپلورل. انګرېزانو چې يو شی خوښ نه شي، نو بيا ځلي بازار موندل ورته ګران دي. بيا پر هغه بيه نه ارزي چې ورته روزل شوی او عرضه شوی دی.

دا چې طالبي بېنزاکته اميرخان متقي پر پخواني ولسمشر بوسېدلی، نو ختمي به چا يو څه ورته په غوږ کې څه څڅولي وي؟ د لاسپوڅو لاسپوڅی همداسې وي چې هغوی د مجلس اداب هم نه مراعاتوي.

جوماتونه نړول او لمونځ کوونکي وژل نااسلامي کړنې دي
زموږ دنده بلنه او رسونه او د خلکو د هوساينې لپاره خدمت دی، نه د خلکو وژنه او نه د جوماتونو نړول. نه پېغمبر داسې جهاد کړی، نه راشده خليفه ګانو او نه الله تعالی چا ته داسې لارښوونه کړې
حرام مال / د حرامو خوړل او مکري اعمال :
1) Hajjaj ibn yousuf feared the dua of ulemas against him so once he invited them for dinner and gave them food from haram earning and then said to himself “now I do not have to fear from their dua’s against me”.
2) Hajjaj ibn yousuf once saw a blind man doing tawaf, the blind man was supplicating to Allah SWT for cure of his blindness, Hajjaj ibn yousuf asked him how many circles did you perform? the blind man said 4 circles.
hajjaj ibn yousuf said if your eyes are not cured by the end of tawaf I will behead you, the blind man in fear of his life now started supplicating to Allah with humility and from his heart and by the end of tawaf his eyes were cured by Allah SWT.
 Moral: Don’t just make dua’s as if your reading something rather call to Allah SWT with humility and your heart.
 
فأين هذا وأين ما يجري اليوم في زماننا؟ الحجاج كان يقتل من يتخلف عن الجهاد، واليوم يُقتل من يدعوا للجهاد! الحجاج كان أفصح الناس، وكان حريصاً على اللغة العربية لذلك عرّب الدواوين، واليوم بعض الحكام لا يستطيع أن يقرأ صفحة من ورقة مشكّلة! الحجاج فتح البلاد الواسعة، وبعض الحكام اليوم يبيعها للكفار. الحجاج كان يقرئ القرآن كل ثلاث ليالٍ، وهو الذي أمر بتشكيله وحفظه، فيما يُحارب اليوم من يُعلمه في بعض بلاد المسلمين. الحجاج مات ولم يترك إلا 300 درهم، وبعض حكامنا يملكون مليارات الدولارات. بل هم أغنى أغنياء العالم بتقرير فوربس. الحجاج ما تلتطخ اسمه قط بالفروج والخمور، وأما في عصرنا … الله المستعان. ثم تقول حالنا اليوم أفضل؟ لقد هزلت حتى بان هزالها.

حجاج د يوسف الثقفي زوی به د علماو له ښېراو نه وېرېده. يوه ورځ يا يو ځلې يې دوی ته ماښامنۍ له حرام مال نه تياره کړه او پرې ويې خوړه او له ځان سره يې وويل ((نور د دوی له ښېراو نه وېرېږم)). کله چې مړ کېده ټوله پانګه يې درې سوه 300 روپۍ وې، خو نن زموږ د جهاديانو حال ګوره، ځکه خو متقي پرې د مسکو په غونډه کې بلوسېدلی دی.

خو زه بيا د داسې کاذبو شعارونو او تخلصونو سره ناباندی يم او دا ځکه چې يو ځل څوک په استخباراتو کې ولوبېده، نو هغه کې بيا هېڅ ډول تقوی نه پاتې کيږي. هغوی بيا نه شرعي تقوی لري، نه سياسي او نه اخلاقي تقوی.

په درنښت

 

جنرل اور معصوم مُلا
https://www.bbc.com/urdu/columns/2010/11/101112_hanif_mullah_general_aw

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery