مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له پي ټي ايم سره د پاکستان د نظامي، څارګرو ادارو، سياستوالو، مذهبوالو او رسنيو توپيري چلند

سيد حسين پاچا

د اسد قيصر د پام وړ :
له پي ټي ايم سره د پاکستان د نظامي، څارګرو ادارو، سياستوالو، مذهبوالو او رسنيو توپيري چلند
که زرداري د سپيناوي لپاره پارلمان ته راغوښتل کيږي، نو پښتانه مشران ولې نه راغوښتل کيږي؟

غوره جهاد خو حق ويل دي، نو ولې مو مذهبوال، سياستوال او رسنۍ درېواړه له عدلي چارو ارګانونو سره يوځای په ګډه د استخباراتو او نظاميانو پر وړاندې چوپ دي؟ که د سيمې دواړه پښتانه مشران پر خپل حق په زندان کې پراته وي، نو د حقاني شبکه ولې هلته په خلاص مټ هلته فعاليت کوي؟


ښاغلی قيصر،
موږ خو دا څلور لسيزې ستاسې د مذهبوالو ((سياسي ملايانو))، سياستوالو او رسنيو نه ستاسې د استخباراتو او نظامي ارګانونو د ملاتړ پر بنسټ د جهاد شاهد يو چې :
جهاد ((افغانوژنه او د افغانستان بربادونه)) به تر قيامته روانه وي او نه به ودريږي، خو څښتن تعالی د حق خبرې هم ويلي چې تل حق وايی او بله دا چې حق به اخر هم راښکاره کيږي، ولو که د چا نه خوښيږي، خو حق - حق دی. له ملايانو راواخله تر وروستي سياستوال عمرانخان پورې چې د ملا عمر وړندو چرګوړو ته به يې په افغانستان کې د جهاد ويل، خو خپله چې نن له پي ټي يم سره ښکېل شوي، نو چوپ دي، دا ولې؟

ښاغلی قيصر،
هغه شيري رحمان څه شوه چې پړکه - پړکه به شکېدله :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.
د ضياءالحق زوی اعجازالحق د پلار د ارمان پوره کولو لپاره کابل ته د شکرانې لمانځه اداء کولو ته راته، ولې خپل د اسلام اباد د فيصل جومات مو څه شو؟ ولې هلته د شکرانې لمونځ نه کېده که څنګه؟
Making the water boil in Afghanistan
Steve Coll, Ghost Wars

 

Ziaulhaq told to General Akhter Abdul Rehman:
“The water in Afghanistan must boil at the right temperature.”

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

ښاغلی قيصر،
ستا د نظامي و استخباراتي چارواکيو د زړه له تله خو دا په زغرده برېښي چې يو تل (دومداره جګړه) او بل د کابل هېواد پلازمينې سېځل غوښتل
هسې ستاسې د سياستوالو، ملايانو، رسنيو او ستاسې د نظامي واستخباراتي ارګانونو هغه نارو سورو ته حيران يم چې نن تاسې درېواړه ملکي برخې يعنې سياستوال، ملايان او رسنۍ ان تر قضا يعنې عدلي چارو ارګانونو پورې ولې غلي ياست؟

ايا دا به ښکاره توپيري چلند نه وي چې ښاغلی زرداري راغوښتل کيږي او دواړه پښتانه مشران علي وزير او محسن داوړ نه، ولې؟ تاسې توپيري چلند څنګه تعريفوئ؟

ښاغلی قيصر،
حق نه پټيږي، که پټېدای، نو فرعون خو د موسی عليه السلام د زېږون لپاره د بني اسرائيلو د نارينه ماشومانو پر وژنه هم اړي ونه کړه او ښځينه ماشومانې به يې د چوپړ (خدمت) لپاره پرېښوولې او پر اميدوارۍ او له مېرمنو سره يې د جنسي مقاربت د مخنيوۍ هڅه هم وکړه. که نن استخبارات (څارګرې ادارې) دي، خو هغه وخت ساحرانو دا دندنه مخته وړله، خو مخه يې ونيوله او چې څښتن تعالی غوښتل هماغه موسی عليه السلام يې پيدا او د ده پخپل کور کې يې ورته لوی کړ او بالاخره يې د موسی عليه السلام په مخ کې په داسې حال کې تباه (هلاک) کړ چې هغه يې ننداره (سيال) کولو او د ايمان واسلام هغه نارو او سورو يې هم ورته ګټه ونه کړه چې :
آمنت أنه لا إله إلا الذي آمنت به بنو إسرائيل وانا من المسلمين
او څښتن تعالی داسې ځواب کړ :
الآن وقد عصيت قبل وکنت من المفسدين
پاکه او سمه خبره نه کول يا په بله مانا حق پټول او له ولس سره توپيري چلند دا هم خپله فساد دی، نو تاسې د پارلمان د يو مشر او سوچه مسلمان په توګه ولې له دعې حقې داعيې څخه سترګې پټوئ؟

په درنښت

نوټ :
په دې هيله چې يوه ورځ د ملا محمد عمر، ملا اختر محمد منصور او د اوسني مولوي هبت الله وړانده چرګي له حقاني شبکې سره يوځای سوچ وکړي او دغه ستونزه درک کړي او د خپل ولس وژنه د نورو د تپل شوې جګړه لپاره بس کړي او خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

اسد قيصر: علي وزير او محسن دوړ له زندان نه شم راېستلی
https://rohi.af/fullstory.php?id=78085

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery