مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غني پاکستان ته په زغرده او ډانګ پېيلې د ملت پيغام ورورسولو

سيد حسين پاچا

دی د يو خپلواک افغانستان د ولسمشر په توګه پاکستان ته تللی او ټينګار يې وکړ چې افغانستان به هېڅکله هم د بل چا استعمار ونه مني

که پاکستان غواړي چې له موجودې اقتصادي محاصرې څخه وځي په کار دی چې په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي


طالبان، حقاني شبکه او نورو مذهبي سختدريځو ډلو ساتنه او د ورانکارۍ پاليسي مخته وړل ګټه نه کوي. خوښه د پاکستان چې ځان له ګاونډ، سيمې او نړۍ سره نښلوي او که په سياسي واقتصادي انزوا کې ساتي. طالبان پر پانګونه نه ارزي.

تاند :
[[نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، که پاکستان غواړي چې له موجودې اقتصادي محاصرې څخه وځي په کار دی چې په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي.
ولسمشرغني وويل چې افغانستان يو مستقل هېواد دی او ګاونډيان بايد په هغو سترګو ورته ونه ګوري چې شل کاله مخکې يې کتل، نو په کار دی چې د ورانکارې پاليسۍ او د ياغيانو د ملاتړ پر ځای له افغان حکومت او ولس سره اړيکې جوړې کړای شي.
افغان ولسمشر پاکستانيانو ته وويل چې د هېواد د کراچۍ او ګوادر د بندر د فعالولو لپاره يې په کار دی چې په افغانستان کې سوله راشي څو ګوادر او کراچۍ د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره په داسې يوه بندر واوړي لکه دوبۍ چې ده.‌]]

قرآني لاسوند :
سمه او راسخه خبره وکړئ چې ښې راتلونکې ته مو سوق کړي.
سورة الاحزاب : ۷۰

القول في تأويل قوله تعالى : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا (70)
يقول تعالى ذكره: يا أيها الذين صدقوا الله ورسوله اتقوا الله أن تعصوه، فتستحقوا بذلك عقوبته.
وقوله (وَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا) يقول: قولوا في رسول الله والمؤمنين قولا قاصدًا غير جائز، حقًّا غير باطل.
كما حدثني الحارث قال ثنا الحسن قال ثنا ورقاء عن ابن أَبي نجيح عن مجاهد (وَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا) يقول: سدادًا.
حدثنا ابن حميد قال ثنا عنبسة عن الكلبي (وَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا) قال: &; 20-336 &; صدقا.
حدثنا بشر قال ثنا يزيد قال ثنا سعيد عن قتادة قوله ( اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا ) أي: عدلا قال قتادة: يعني به في منطقه وفي عمله كله، والسديد الصدق.
حدثني سعد بن عبد الله بن عبد الحكم قال ثنا حفص بن عمر عن الحكم بن أبان عن عكرمة في قول الله (وَقُولُوا قَوْلا سَدِيدًا) قولوا: لا إله إلا الله.

زموږ خروټی مفسر چې نژدې يوه نيمه لسيزه زياته وکمه يې پر خپل تفسير ((قرآني پلوشو)) تېره کړې او همدارنګه ارواښاد سيد ابوالاعلی مودود نژدې دېرش کاله پر خپل تفسير ((تفخيم القرآن)) ليکنې باندې لګولي چې پخپل ذات کې ښه کار دی، ولې هېڅکله لروبرو پيروانو يې ان تر جماعت اصلاح انلاين پورې يو هم له قاضي حسين احمد، منورحسين څخه ان تر اوسني مولوي سراج الحق پورې راواخله يو هم تر اوسه خپلو نظامي واستخباراتي او هم سياسي واکمنانو ته د افغانوژنې او په افغانستان کې د دوی د تپل شوې جګړې په تړاو سمه او راسخه خبره نه ده کړې او همداسې نه دا کار ديوبنديانو او بريلويانو کړی دی.

ان تر دې چې د جماعت اسلامي د وخت مشر هغه دوه مخې څېره هم رسنيو ته رابرسېره شوه چې د امريکا د وخت سفير ته يې کړې وه :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.
Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action
His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

هېښنده لا دا چې زموږ خروټي مفسر به هر ځای ليکلي وو :
واعتصموا بحبل الله جميعا ولاتفرقوا
وجاهدوا فی الله حق جهاده
والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا ...
او داسې نور

خو يوه ورځ يې خپلو نظامي روزنکيو ته ونه ويل چې ((افغانان د چا غلامي نه مني)). شه شجاع خو لا لږه سپينه خبره د وخت واکمنانو ته کړې وه. له بده مرغه د وخت نظامي واکمن يې افغانستان ته د کشمير غوندې د يو مستقل فيډرېشن قايل هم نه وو، بلکې افغانستان يې د ځان پينځمه صوبه ګڼله.
ان تېره اوونۍ يې د لاهور غونډه کې ويلي وو :
په افغان جنګ کې تر ټولو زيات تاوان پاکستان ته رسېدلی دی. موږ په افغانستان کې د پاکستان د بقا لپاره جنګېږو، نو پاکستان دې راسره پکې مرسته وکړي.

داسې تفسير ليکنه چې ليکوال يې خپلو ملاتړيو ته سپينه خبره نه شي کولای، بلکې د خپل حکومت چې معاش او امتيازات يې هم اخلي په مخالفت کې ولاړ دی.

طالبي لنډۍ :
طالبه خدای که به ملا شې
د کتابونو پنډ پر شا سترګک وهينه

په صرفمير کې مې په سر درد شو
که د ليلی لېچې مې بالښت شي روغ به شمه

ښاغلی کرزی چې د ښاغلي حکمتيار او د دې نورو غلو او داړه مارو ټوپکوالو پورې زرنګ او هوښيار دی ځان يې څنګ ته او دا ځل يې د حکمتيار تر مشرۍ لاندې پاکستان ته ولېږل او هلته لکه کوڅه ډپ وپالل شول. که دوی پوهيږي، نو همدا سياسي واخلاقي ذلت يې بس دی.

پايله :
د څښتن تعالی په لاره کې غوره سرښندنه دا ده چې رښتينه ((سپينه)) خبره وکړې. سپينه خبره انسان سمې او رغنده لارې ته ورسيخوي.

په درنښت

غني په اسلام اباد کې: طالبان او پاکستان پر يو بل تکيه کوي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48796285
ولسمشرغني پاکستانیانو ته: که غواړئ له اقتصادي محاصرې څخه وځئ له نویو فرصتونو څخه ګټه واخلئ
http://www.taand.com/archives/129483


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery