مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

صلحه او د شوپرک شخصي ګټي دوهمه برخه

عبدالستار ایوبي

 

 

د طالبانو د نسکوریدو وروسته امریکایانو او نړیوالي ټولني د پښتنو سیاسي رهبرانو سره خپلي کړي ټولي ژمني شاته وغورزولې او شورا نظار ته یې اجازه ورکړل چي کابل ته ننوزي او د پلازمیني ټوله واک اشغال کړي. اوس دا ډله د کابل اداره په غاړه لري. همدې مافیا د ایران او نورو بهرینو دولتونو په غوښتنه اوزبکو او هزاره مافیاوو ته په قدرت کي محدوده وڼده ورکړل. د هیواد ملي امنیتي ځواکونو په کلیدي موقفونو کي د دې مافیا خلګ قرار لري. په ټول هیواد کي حتی یوه امنیتي حوزه هم نسته چي د دې مافیا یو غړی دي په ټیټ یا لوړ موقف کي موجود نه وي. په ملي امنیتي ادارو کي د خپل نفوذ په مټ یې د هیواد په ټولو ښارونو کي د فحشا او مخدره توکو د پلور مرکزونه فعاله کړي دي چي دوئ ته پراخ عواید ورګټي. د همدې عوایدو په مټ دوی داخلي او بهرني متنفذینو ته ان کیش او ان کاینډ رشوتونه ورکوي. دوی د یو زیات تعداد د کرایې قاتلین او فاحشې لري (ځیني په اوږد مهاله قرارداد، ځیني په لنډه مهاله قرارداد او ځیني بیا په فریم ورک کونټریکټ کار ورسره کوي) چي د دې دوو قواوو په واسطه د خپلو او خپلو مربیانو په لاره کي خنډ افراد رضا کوي یا یې دبینه وړي. نن ورځ د امریکایانو یا نورو دولتونو سره په دولتي کچه څه چي دفاعي او جنګي تړونونه سوي دي یا استخباراتي همکاري موجوده ده، همدا ډله عملاً استفاده ځني کوي. بهرنیانو او داخلي امنیتي ځواکونو ته اهداف په نښه کوي چي په غیر آیني توګه د روان جنګي حالت په خړو اوبو کي دا اهداف د بینه وړل کیږي. دلته دا پوښتنه اړینه بریښي چي امریکایانو په کوم منتق پر دې ډلي اعتبار کاوه. دا ډله د تیرو څو پیړیو راهیسي د روسانو سره تاریخي، کلتوري، تجارتي، سیاسي او استخباراتي اړیکي لري؛ هیڅ کله به د روس په مقابل کي د امریکا او اروپایي بلاک ملاتړ ونه کړي. د امریکا، اسټرالیا، کاناډا، انګلستان او اروپایي هیوادونو ډیپلوماټانو او سیاسیونو چي تر اوسه پوري د دې ډلي مخفي یا برملا ملاتړ جاري ساتلی دی، اصلاً د خپلو ملتونو سره خیانت کوي او دا ملاتړ یې فقط او فقط د هغه رشوتونو او غوړمالیو ثمره ده چي د فاحشو د پراخ نیټورک او تورو عوایدو په مټ یې دا ډیپلوماټان او سیاسیون راضي ساتلي دي. هغسي هم د ښځو د حقوقو په نوم حرکت چي د دې هیوادونو ښځي یې د شپیشتو پر بار کښینولي دي، د خپلو میړونو، پلرونو، زامنو د ښې وتلي دي. د دوئ نارینه مجبور دي چي د خپلو جنسي خواهشاتو د تسکین لپاره د شورا نظار او ورته نورو ډلو لخوا وړاندي سوو مسلکي فاحشو ته مراجعه وکړي (خدای دي مو ساتي، داسي ګنګوسې دي چي حتی د پښتنو ډیر مشران لکه ښاغلی زلمی زابلی، شېر محمد اخوندزاده او کریم الله نقیبي یې لا په ایډز اخته کړي دي). دا مافیا د پیرانو او ملایانو د مافیاوو سره ډیري نیژدې اړیکي لري، چي هغوئ د دوئ د نارواوو په وړاندي د اولسي زغم کچه لوړه ساتي. پاته دي نه وي چي د شهیدي فرخندې خور زړه لړزونکی قتل د پیرانو او شورا نظار د مافیاوو د ګډي همکاري نه ورکیدونکی ثبوت دی.

۲. د خلقیانو مافیا: دا مافیا چي بنسټیزه هسته یې د هغه کورنیو څخه تشکیل ده چي د نادر خان سره د کابل په نیولو کي ملګري وه او بیا د نادر خان لخوا په مختلفو لوړ پوړي نظامي او اداري موقفونو کي ځای پر ځای سول او د هیواد په مختلفو سیمو کي ښه جایدادونه ورکړل سول. دلته باید یادنه وسي چي د نادر په راتګ سره د هیواد په نظام او سیاست کي د لوی کندهار د اشرافو ونډه ځکه محدوده سول چي دوی د امیر امان الله خان طرفداره وه او د سقاویانو پر ضد یې مقاومت کړی وو. تیره بیا دا چي دوی تر پایه پوري د امیر امان الله خان د بیرته راتګ په طمع وه. څرنګه چي د سقاویانو پاڅون د هم هغه روحاني حلقاتو لخوا رهبري کیدی کوم چي وروسته د نادرخان سره ملګري سول، د نادر خان قدرت ته د رسېدلو سره سم د سقاویانو پر ضد قیام کونکي مشران ټول یا د تل لپاره د خپل ټاټوبي څخه تبعید کړل او یا یې په توپونو والوزول او بیا د ظاهر خان تر وخته پوري د حکومتي چارو څخه لیري وساتل سول. هغه کورنیاني چي د نادرخان په کومک لوړو نظامي او اداري موقفونو ته رسیدلي وې، د روسي کمونیسټانو څخه یې په افغانستان کي د اسلام ځپني پروژې واخیستلې، د خلق ډله یې تاسیس کړل. دا دوی وه چي سردار محمد داود خان یې په نهایت درجه بیرحمي سره د خپلي کورنۍ د ښځو او ماشومانو سره یوځای په شهادت ورساوه او په تعقیب یې په ملیونونو افغانان د کلمې ویلو په ګناه قتل عام کړل او یا یې د هیواده څخه وشړل. دې کورنیو د انګلس سره هغه مهال اړیکي لرلې، کله چي د نادرخان سره ملګري کیدل. د انګلیس د وتلو وروسته د دوئ د معاشاتو د ادامې او اړیکو ساتلو لپاره ای ایس ای تشکیل سو. دا چي د خلقیانو مشران د پخوا څخه لا د آی ایس آی معاش خواره وه نو ځکه د روسانو د اعتماد ګټلو لپاره په ملیونونو مومن مسلمانانو د قتل عام او ژوندي ښخولو سربیره د روسانو اعتماد یې خپل نه کړای سوای او د دوئ د تعویض لپاره روسانو د پرچمیانو پر ضعیفه ډله پانګونه وکړل چي زیادتره د اوزبک، تاجک، هزاره او نورو ځایي او ناقلو اقلیتي لویالیسټو دهریانو څخه تشکیل وه. یوازي هغه پښتانه د پرچم سره ولاړ وه چي د پښتو او پښتنو څخه بیزاره وه، د خپلو قبیلو د حقوقو او ګټو په قصه کي نه وه او تنها د ځان لپاره یې لوړ موقفونه او مادي پر مختګ غوښتی.دا مافیا سره له دې چي د جهاد په شپو کي د علماوو او مجاهدینو په قتل عام کي ښکیل وه خو د پاکستان د استخباراتو سره د پخو روابطو په مټ یې د مجاهدینو او طالبانو په حکومتونو کي خپل دولتي موقفونه وساتل. اوس هم د شورا نظار په شان په طالب او دولت کي مهم موقفونه لري. د پښتون میشتو سیمو خلګ چي په دولتي ادارو کي ځان ته سرنوشت پلټي، د دې مافیا غلامي ته غاړه ایږدي. دا مافیا په مستقیم ډول په روانه استخباراتي جګړه کي د شورانظار په شان د افغان وژني په پروسه کي بالخصوص د کابل ښار په ځانمرګو او چاودنو ښکیل ده، ځکه چي وزارت دفاع، وزارت داخله او ریاست امنیت ملي د همدې ددوو ډلو څخه تشکیل دي، چي د دوئ همکاري نه وي د کابل په داخل کي ټروریسټي فعالیتونه د بل چا تر وس تیره خبره ده. داغسي کوچنۍ مافیایي ډلي په خروارو دي لکه د شیعه هزاره وو او اوزبکو مافیاوي چي محدود قدرت لري چي د هري یوې تعریف او توصیف د یوه کتاب لیکولو ته اړتیا پیدا کوي. که څه هم د هزاره وو او نورو شیعه کورنیو څخه تشکیل رافضي وسلوالي ډلي ډیري زیاتي پیاوړي، منظمي او ګواښونکي حجم لرونکي دي خو تر هغه وخته پوري ګران هیواد او مسلمان افغان ولس ته جدي عملي ګواښ نه سي پیښولای تر څو چي موږ په خپل منځي جګړو او ژورو اختلافاتو کي ګیر ونه اوسیږو.

په افغانستان کي صلحه، ثبات او پرمختګ ځکه نه راځي چي زموږ د ټولنیز ژوند شاهرګونه د ریښتنو ولسي استاذو پر ځای د پورته ذکر سوو استخباراتي مافیاوو او د دوئ سره په مردارو شریک د دوئ لاسپوڅو په لاس کي دي. د کابل د ادارو د واک لاندي ټولي دولتي مقررئ د همدې مافیاوو تر اغیزي لاندي کیږي. دا چي د افغانستان په نورو سیمو کي د ځایي قومونو د نفوذ خاوندان وژل کیږي د همدې مافیاوو د جاه طلبي د هڅو ثمره ده. تر څو پوري چي زموږ ولس همداسي د بوده وو په شان د دې مافیایي کړیو لخوا پیایل کیږي، زموږ په ټولنیز ژوند کي به هیڅ کله هم مثبت بدلون رانه سي. کله چي بهرنیان د افغانستان څخه داسي یو شی وړي چي هغه د افغان ملت مشترک ثروت وي؛ که هغه شی د افغان ولس څخه په رسمي ډول وغواړي کیدای سي چي افغانان د هغه په پلورلو

نه سي راضي او که راضي هم سي شاید ډیره لوړه بیه ورته ووایي چي یوازي د یوه پیاوړي اقتصاد څښتن دولت یې په رانیولای سي. بهرنیان د افغانانو د دې نام نهاده کالخوایانو په لاس کي د رشوت په ډول یو محدود څه ورکښیږدي. په پټه سودا سره وکړي، په پټه هغه شی بار کړي او دواړه خواوي په خپله لاره ځي (کټمټ لکه یو لغړی چي د تجار څخه یو جنس په قانوني توګه نسي رانیولای نو د ګودام چوکیدار ته رشوت ورکړي، د شا په دروازه په غلا راسي، شی بار کړي او ولاړ سي. د کال په پای کي معلومه سي چي د تجارتي اجناسو څخه یو جنس ورک دی). یوه امریکایي سناتور د معروف او ارغستان ولسوالیو د سړکانو پروژه را وایستل، د اصلي مصرف په څو چنده ګرانه بیه. پروژه ولي تر خپل اصلي قیمت ګرانه وه چي سړک په غیر مسئونه ساحو کي تیریدی. سړک جوړ سو یوه نفر د طالبانو په طرف کي پیسې جیب ته کړې یوه نفر د امریکایانو لخوا او یو څو د منځ دلالان ګټمن سول. د سلو روپو کار په لکو روپو تمام سو. پیسې د امریکایانو د خزانې څخه ووتلې په افغانانو پسي ولیکل سوې. د امریکا ملت خان دی چنداني په کوچنیو پورونو پسي سر نه ګرزوي. د افغانانو پور تر سلو اوښتی دی، وچه یې نه خوري. زور تر چا وزي د دواړو ملتونو د غالب اکثریت بیوزلو څخه چي تش په درواغو تیر ایستل کیږي.

کله چي امریکایان افغانستان ته راتلل، نو ډیر خطر یې د پښتنو د مقاومت څخه لیدی. د مرکزي او شمالي افغانستان دا درې ناقل اقلیتونه خو تاریخ پر شاهد دی چي د هر نیواکګر چوپړ ته تل حاضر ناست وي. د پښتني قبایلو مخلصه رهبرانو د ستر ابرقدرت سره په جنګیدلو کي د خپلو قومونو زیان ولیدی، د القاعده و نورو نړیوالو ناقانونه وسلوالو تنظیمونو د مشرانو منافقت یې درک کړ او ورسره ونه دریدل او د خپل ملت د بقاء او بیارغوني په طمع یې امریکایانو ته هر کلی ووایه. دوئ د پاکستان، اماراتو، سعودي عربستان او نورو اسلامي دولتونو څخه سخت مایوسه او خوابدي وه چي دوئ یې په داسي نامردي سره پر امریکایانو وپلورل. افغانستان د امریکا لمن ته لویدلی وو، باید د دې فرصت څخه امریکایانو او د دوئ اروپایي حلیفانو په اعظمي ګټه پورته کړې وای او د دې هیواد د سیاسي و استخباراتي فاحشو په عوض یې د دې ملت مخلصه قومي رهبرئ تقویه کړي وای څو د دوئ ملي ستراتیژیکي ګټي تقویه سوي وای. پر کور کښینستلي طالب مشران یې راپورته کړي وای او بیرته یې په واک کي شریک کړي وای او یوه ریښتنې بیارغونه یې پیل کړې وای. امریکایانو ته هیڅ لازمه نه وه چي په سیمه کي یې د سي آی اې ځنځیر ور سست کړي چي د امریکا سیالو او حریفو ابرقدرتونو په ګټه د جګړې اور ته پیک ووهي او دا جګړه د سره تازه کړي.

د سي آی اې کردار

په دې ټوله پروسه کي د سي آی اې رول داسي وو لکه د یوې شریفي کورنۍ د بدلمني پیغلي. کله چي په یوه کور کي بدلمنه پیغله پیدا سي نو کله د بالاخانې په کلکین کي سنګار سوې ولاړه وي، کله د مهمانخانې په کلکین کي مخ ښکاره کوي. د ټول محل مردارخښتګي پر دې کور ورروږد سي او یو بل ته د دې کور ادرسونه ورکوي. بیا نو کله کور ته ژاولي ورغورزول کیږي، کله خاشیي پلمیټ، کله پتاسې او کله هم کرت. ځیني وخت داسي هم پیښ سي چي پلار یې په سرای کي ناست وي او مخي ته یې ژاوله راولویږي. ګاونډیان یې پلار او ورونو ته د شر پیښیدو د ویري نه سي ویلای چي لور یا خور مو بدلاره سوې ده، کنټرول یې کړئ. د ټول محل نوم په بد دی. دا یا په نصیحت اصلاح کړی یا هسي و یو چا ته ورواده کړئ چي د شره یې خلاص سئ. موضوع هغه مهال رسوا کیږي، کله چي دا پیغله د یوه یار سره وتښتي او یا په پیغلتوب کي ورته بلاربه سي. سي آی اې نن ورځ د ټولو هغه بهرنیو استخباراتي کړیو او نړیوال او محلي مافیاوو لپاره داسي خدماتي دفتر شکل غوره کړی دی چي د کمیشن په مقابل کي د امریکا، ملي خزانې، نړیوال ځواک او نفوذ د هغوی په خدمت کي ورکوي. دا اداره په نړۍ کي د اجرتي قاتل رول لوبوي. دا اداره چي کله یوه نړیواله پروژه واخلي بیا نو د خاینو سناټورانو، جګپوړي ډيموکراټانو، ټیکنوکراټانو او جنرالانو یوه منظمه شبکه ده چي په خپلو خپلو کاري دایرو کي فعالیت پیلوي څو د امریکا منسجم دولتي ځواک دې نتیجې ته ورسوي چي پر کوم ځای نظامي برید کوي او چیري استخباراتي مداخله کیږي او په کوم هیواد کي د کاذبي پانګوني د لومکي دلاري د ملي بودیجې ډالرو لوټلو ته لاره برابره کړي. دا سي آی اې ده چي د لارښونو او معلوماتو په برکت یې د عراق، لیبیا، سوریې، مصر او افغانستان کي سني مسلمانان د امریکا سره په دایمي دښمني کي ښکیل کړل. دا سي آی اې وه چي د چین، روسیې او ایران ریښتني ګواښونه یې د امریکایانو او د دوئ سني عربو حلیفانو څخه تر ډیره وخته پوري پټ وساتل بلکه په مخفي توګه یې د امریکا د ریښتنو دښمنانو په ګټه یې د امریکا پالیسۍ عیارولې. د القاعده، داعش او نورو کاذبو سني جهادي ډلو په تشکیلولو سره یې د ګودړو ببو جوړ کړی وو او امریکایان او د هغوی حلیفان یې په بیرول. نن چي د نام نهاد اسلامي ټروریزم تاریخ او د پیښو وقوعات په جدي توګه مطالعه کړو نو داسي جالبه نتیجه راوځي چي دا په اصطلاح اسلامي افراطیون په هم هغه سیمو کي خپل ټروریسټي فعالیتونه په بریالیتوب سره پر مخ بیایي، چیري چي سي ای اې او ای ایس آی بشپړ نفوذ موجود وي. ښه بیلګه یې سري لنکا ده. تر هغه وخته پوري چي د سري لنکا نظامي استخباراتو د سي آی اې او آی ایس آی سره رسمي اړیکي نه لرلې، هلته د اسلامي جهادیانو هیڅ ګواښ نه وو. مسلمانان او نور مذاهب په بشپړ صمیمیت هلته اوسیدل. کله چي د تامل پړانګانو هند پلوه بلواګر د سري لنکا د اردو تر مهاره د ووتل نو دوی د انګلیسي استخباراتو په منځګړیتوب د سي آی اې او بیا د آی ایس ای سره اړیکي ټینګي کړلې. د پاکستاني اردو ماهرو جنګي پیلوټانو په بریالیتوب سره د تامل پړانګانو مقامت د بینه یوړی او په دې ډول د سري لنکا د نظامي استخباراتو او سي آی اې ګډي همکارۍ پیل سوې چي یوه نتیجه یې په کلیساوو باندي دا تیر بریدونه وه. دا چي د امریکا د ډیموکراټانو ګوند د خپل واک په زمانه کي په څرګند ډول د سني مسلمانانو د ځپلو او د شیعه حلقاتو تقویې ته لاس واچاوه او سي آی اې په خپلو ټولو امکاناتو مرسته ورسره وکړل، سنیان به ختم کړي لا نه، خو په نړۍ کي یې د امریکا اعتبار ته ښه درنه ضربه ورکړل. که څه هم د ریپبلیکن ګوند اوسنی ولس مشر په ظاهره داسي سمبولیک کارونه کوي چي وښیي چي د ډیموکراټانو د مضرتوبونو د جبرانولو هڅي کوي. خو تر څو پوري چي په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او مصر کي رامنځ ته کړي د خلیلزاد او اشرف غني د خسرګنۍ لاسپوڅي حکومتونه عملاً چپه سوي نه وي او په عوض یې ملي حکومتونه رامنځ ته سوي نه وي، په دې هیوادونو کي د اوباما او ډیموکراټانو لخوا سوو خرخاکیو جبیره ناممکنه ده. په افغانستان کي د ملي یو والي حکومت را منځ ته کول او د هغه تر څنګ داعش او رافضي ملیشو ته تبارز ورکول اصلاً د همدې کرغیړني پالیسي حصه ده چي سره له دې چي دا استخباراتي لوبه ټولو ته بربنډه او رسوا سوې هم ده خو سي آی اې په ډیره بېشرمي او سپینسترګي د دې پروژې په پرمخوړلو باندي اړم ده. اوس نو یا به دا پروژه بریالۍ کیږي او یا به د سي آی اې ټوله استخباراتي نیټورک د بینه ځي. خو موږ بیا هم ورته وایو چي نه په ارزي. پر اخیري کټه چي حساب ورسره کوو نو به داغه ورته وایو چي های های سي آی اې په ځان دي څه وکړل او په موږ دي څه وکړل؟

دلته دا سوال راپورته کیږي چي آیا په دې هر څه کي دوی د امریکا ملي ګټي لیدلې او که یې د یوې پردۍ مرجع څخه غټ رشوت اخیستی وو؟ تر کومه پوري چي په افغانستان کي د امریکا دملي ګټو خبره ده، دا معلومول کومه ګرانه خبره نه ده. الله تعالی پر امریکایانو باندي په دې دنیا کي ښه پراخ انعامات کړي دي. دوی ښه ښه پوهنتونونه او پیاوړی پوهنیز نصاب لري. د سیاسي علومو

د وروستي کال یو لایق محصل دي راوغواړي او په هغه دي په افغانستان کي د امریکا د ملي ګټو د تحکیم په هکله مشوره وغواړي چي که چیري په افغانستان کي یو داسي ملي حکومت رامنځ ته سي چي د افغانانو د دین، کلتور او ولسي کتلو ریښتونی استاذی وي او د امریکا سره پیاوړی نظامي او دفاعي تړون ولري، امریکا ته به ګټمن وي او که داسي حکومت تقویې ته ادامه ورکړي چي د نا اهله لویالیسټانو مجموعه وي چي د امریکا تر څنګ په عین وخت کي یو درزن نورو دولتي استخباراتو سره هم فعاله همکاري لري؟ نن د امریکا او اروپا پر ضد چي یوازینی جدي ګواښ دی هغه د شانګهای تړون دی چي د وارسا تړون د خلاء ډکولو هڅي کوي. ایران، روس او چین د دې تړون عمده ترین غړي دي. ترکان لکه د روي بچي په دومره سرعت سره خپل دریځونه اړوي چي اردوغان خپله هم نه پوهیږي چي په راتلونکي ۲۴ ساعته کي د چا سره په تریو تندي او توروه ژبه وږغیږم او د چا سره په ورین تندي او خوږه ژبه. که چیري د افغانستان د پښتني قبایلو په وړاندي امریکا هغه پالیسي غوره کړې وای چي د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته یې د جاپان، جرمني او فرانسي لپاره غوره کړې وه نو نن به یې د افغانستان څخه هم ایران ته لغته سمه وای، هم به یې روس ته څپېړه برابره وای او هم به یې چین تر نوني لاندي وای او هم به د پاکستان د خدماتو په نرخونو کي ۸۰٪ تخفیف ورته موجود وای. خو د امریکا حریفانو دا هر څه لیدل. یو وار یې طالبان په ډیره لوړه بیه پر امریکا وپلورل. بیا یې بیرته سي آی اې ته رشوتونه ورومنل؛ هغه یې د مخدراتو، وسلو او فحشا د تورو بازارونو په ګټو کي راښکیله کړل. دا هر یو ځانمرګی چي سي آی اې ته تر ۲۵۰۰۰ ډالرو څخه بیا تر ۷۵۰۰۰ ډالرو تمام سوی دی، د اړوند خصوصي مدرسې څخه د ۲۵۰۰۰ کلدارو څخه بیا تر ۷۵۰۰۰ کلدارو رانیول کیدی او خپل هدف ته تر رسېدلو پوري به شاید یو ۱۰۰۰ کلداري نوره خرچه هم پر راتلله (دا معلومات ډیر دقیق دي او که څوک دا دعوه لري چي آی ایس ای ځانمرګي تر دې ګران رانیسي نو د کویټې د خروټ آباد د ځانمرګو مدرسې په مدیریت دي خپله دا دعوه تثبیت کړي، بیا دي خبري وکړي). په افغانستان کي د امریکا مهم ترین ستراتیژیک ملګري چي په ډیرو سختو جګړو کي به امریکا ته په درد خوړل هغه یې په خپله د امریکا په امکاناتو ووژل. د امریکا ډالرونه یې په هغه نمکحرامو ټریپل جاسوسانو باندي کلونه کلونه وخوړل چي پټ د روس، ایران او چین سره جوړ دي. نن چي امریکا پر ایران باندي تجارتي بندیزونه لګوي، د امریکایي پوهنتون یو متقاعد استاد چي د امریکایانو په مټ د افغانستان ولس مشر دی؛ د هغه ایران تیل په امریکایي ډالرو را نیسي او تجارتي تړنونه ورسره لاسلیکوي او هره ورځ افغانستان ته راغلي بیلونونه ډالر ایران ته اړوي. د شورا نظار سیکس ورکران خو باید په هغه شپه امریکایانو ښه په رسمیت پیژندلي وای چي کله په دې ډله پوري تړلي ترجمانانو په بګرام کي پر یوې ځواني امریکایي عسکري ډلیز جنسي تیری وکړ (دا پیښه د حامد کرزي د واک په کلونو کي پیښه سوه). دا د امریکایانو ډیر لوړ شرافت وو چي تنها یې پر هم هغه ترجمانانو بیرته ډلییز جنسي تیری وکړ، که نه حق خو دا وو چي ډاکټر عبدالله، یونس قانوني او صلاح الدین رباني ته یې هم دا جزاء ورکړې وای چي خپل پلویان په داسي منفي روحیه باندي روزي. دا چي په کابل کي د شورا نظار چغالانو په کابل کي ستر امریکایي جنرالان په نښه کړل، علت یې بل څه نه وو غیر له دې چي خپله د امریکایانو په منځ کي مخفي مربیان لري. ته وا د ایراني انقلاب پر مهال به رافضي لنډغرو د امریکا پر سفارت د برید جرات کړی وای، که یې په امریکا کي پیاوړي پلویان نه لرلای او د متقابل امریکایي عکس العمل د مخنیوي تظمین نه وای ورته سوی؟ د ایرانیانو غیرت که امریکایانو ته معلوم نه وي، موږ افغانانو ته ښه معلوم دی. دا موږ چي وایو چي قاتل جنرال ملر(The killer Miller) دي د جنرال رازق د قتل په هکله د امریکا دولت لخوا وپوښتل سي، هدف مو دا نه دی چي د جنرال رازق سره به عدل وسي. موږ خو مسلمانان یو، پسله مرګه ژوندون او د اخیرت په ورځ باندي ایمان لرو؛ جنرال ملر خو څه د نړۍ د هر فرعون او قاتل سره به د هر جرم او قتل حساب کیږي. په دې دنیا که هر څومره بېعدالتي راسره وسي، زموږ زړونه ډاډه دي چي د حساب سته او په وقوع کي یې مثقال د رزې شک نسته. موږ په دې هم پوهیږو چي د امریکا دولت خپل اتباع تنها د هغه جرمونو په خاطر محاکمه کوي چي هغوئ د امریکا د سیاسي سرحدونو په داخل کي کړي وي. موږ په دې هم پوهیږو چي زموږ هغه دولت چي موږ په رسمیت پیژندلی دی او مالیات ورکوو، د خدماتو څخه یې ګټه پورته کوو، هغه دولت امریکایانو ته رسمي اجازه ورکړې ده چي دلته هر څوک غواړي وې وژني. دا خو یوه د خواخوږي مشوره ده چي کیدای سي.... چي د ۹/۱۱ د پیښي امریکایي مقتولینو ریښتني قاتلینو ته د قاتل جنرال ملر د لاري رسیدګي وکړل سي؛ ځکه چي جنرال رازق چي د کومي پروسې په لاره کي د خنډ پیښولو په سبب ووژل سو، د هم هغه پروسې د پیلولو لپاره د ۹/۱۱ پیښه رامنځ ته سوې وه؛ په دې حقیقت کي اوس هیڅ چا ته هم کوم شک او ابهام پاته نه دی.

موږ د آی ایس آی څخه ګیله کوو.....

نن ډیر افغانان د پاکستان او پاکستانیانو سره تضاد لري. چي علت یې ځني وپوښتې نو درته وایي چي پاکستان زموږ دښمن دی، دلته ځانمرګي رالیږي. زموږ سرحدي سیمي په توپونو ولي. د پښتون ولس د بیلتون لپاره د پښتون په خاوره کي خندقونه کیندي او د خاردار سیمان تیروي او د بیلتون دروازې جوړوي. اوس و دې خوارانو ته څوک ووایي چي دا کار خو آی ایس آی کوي. پاکستانیان خواران خو خپله د دې آی ایس آی څخه تر پوزي پوري راغلي دي. د پاکستان ملت د چا څخه جوړ دي؟ داغه یا پښتون دی، یا پنجاپی دی، یا سندی دی او یا هم بلوڅ. آی ایس آی په دوی کي څوک روغ پریښودل؟ پنجاپیان پر نوازشریف راټول وه. هغه یې دوه و درې ځله د باد تر وړۍ سپک کړ، پر دا کټي سر یې په بوټو وهلود هیواده ونه ایستی؟ بیا یې د واکه ګوښه کړ اوس هم چي د یوې محاکمې څخه خلاصیږي نو په بله کي ښکیلیږي. چي دی یې سپک کړ ګوانکي ټول پنجاپیان یې سپک کړل. سپاه صحابه چي د پنجاپي سنیانو تنظیم وو ټول فعال رهبران او غړي یې ورووژل. د سندیانو محبوبه مشره بینظیره وه، هغه یې ووژل. د بلوڅانو ستر مشر نواب اکبر بګټي وو، هغه یې وواژه او بلوڅ یې ټول سره تارومار کړل. پښتانه چي نازیدل د محسودو پر غیوروطالب مشرانو نازیدل. هغه یې ټول په شهادت ورسول. هغه خپلواک پښتانه قبایل چي برطانوي امپراتوري یې خپلواکي نه سوای ورګواښلای آی ایس آی کورونه ورونړول او د خپلو زرهاوو کلونو پخوانیو مینو څخه یې فراره کړل، ځوانان یې ورووژل او ښځي یې ور بېستره کړې. دلته دا سوال پیدا کیږي چي د آی ایس آی د شره څخه د پاکستان بلوڅ مسئون نه دي، پښتانه ځني محفوظ نه دي، سندیان ځني بیغمه نه دي. د پنجاپیانو واک پکښي نه چلیږي. حتی د اسلام او مسلمانانو لحاظ پکښي نسته چي د لال مسجد غمیزه یې رامنځ ته کړل (ویل کیږي چي کله یو ځوان پاکستان حربي پوهنتون ته کامیابه سي نو ده ته ویل کیږي چي د نن څخه ته نه خدای پیژنې، نه قرآن او نه دین، نه غیرت. تاته یوازي د پاکستان ګټي محترمي دي او دپاکستان ګټي هغه دي چي ستا نظامي مشرتابه یې تا ته تشریح کوي. وای حتی د دوئ په وړاندي د قرآن شریف سپکاوی هم کیږي څو دا یقیني کړي چي یوازي یو منافق مسلمان د پاکستان اردو نظامي رهبري صفوفو ته داخل سي). آی ایس آی اصلاً جوړ د چا څخه دی؟ دا څوک دي، څنګه او د چا لپاره د پاکستان ټول ولس د سوټي په زور اداره کوي؟ جواب ساده دی چي دا هغه شوپرک صفته بیباني نابللي میلمانه دي چي نه یې پلار معلوم دی او نه یې مور، د کاذبي دوه ملتي نظریې (Two nations theory) د جعلي سند په مټ د هندوستان څخه راواوښتل او په نامعلوم دلیل یې د پاکستان مهم ترین دولتي موقفونه خپل کورنی میراث وګرزول. آی ایس ای تنها د همدې کورنیو د انسجام مرکز دی چي نه غواړي د پاکستان

اصل اوسېدونکي د خپل هیواد اداره په غاړه واخلي. د پاکستانیانو د غفلت او بې اتفاقي څخه په استفاده یې دا ملت په خپلو کلمو تړلی دی او په بېځایه شخړو کي یې ښکېلوي. که د پاکستان ولس عقل ولري، دوئ دي د حکیم الله محسود او بګټي د قتل بازخواست نه کوي، د جنرال ضیاء، بینظیري او او سمیع الحق د قاتلینو پوښتنه خو دي وکړي. موږ په عوض د دې چي د پاکستانیانو څخه نفرت وکړو، باید د مرستي او دوستي لاس ور اوږد کړو او تر ټولو مهمه دا چي د خپل ریاست امنیت ملي چاره وکړو چي د آی ایس آی په شان یوه بلا ځني جوړه نه سي. اوسنی ریاست امنیت ملي ټول د جنګي قاتلینو، جنایتکارانو د بهرني جاسوسانو، فاحشو،شرابیانو او سیکسورکرانو څخه تشکیل دی. پکار داده چي دا اداره په مطلق ډول منحل سي او په عوض یې یوه بله استخباراتي اداره جوړه سي چي رهبري یې د هغه قبایلي افغان ځوانو قدرونو څخه تشکیل وي چي په اطرافي سیمو کي زیات جایدادونه لري او د تیر ۳۸۰ کلن تاریخ په جریان کي یې پخوانیو نسلونو د ګران هیواد سرحدونه ساتلي وي او د دې ملت خدمت یې کړی وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery