مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خليلزاد وسهيل خبرې يو له بل سره سر نه خوري

سيد حسين پاچا


خليلزاد له حکومت سره خپلمينځي خبرې او سهيل بيا له حکومته انکار او له نورو اړخونو سره خبره کوي

سهيل وخليلزاد يا په بله مانا ملا وسياستوال يو د بل پر ژبه نه پوهيږي. سهيل ملايي او خليلزاد بيا سياسي ژبه کاروي


سياستوال خليلزاد رښتينی دی که ملا شاهين؟
د پنجاب له غوجلو او ګوانتنامو يې راخلاص او د قطر په ښکليو محلو کې يې استوګن کړل، بيا هم د اشغال کليمه زمزمه کوي او ځان لا نه پېژني. ښاغلی حکمتيار يو وخت له هر چا زيات زورور او نازولی وو، خو مشر لالا و پنجاب يې داسې غوږونه ورتاو کړل چې نن خپل ځآن په ټولنه کې په خپله هېنداره کې ويني چې څومره وزن لري؟

ښاغلی خليلزاد خو له رسنيو سره يوځل مخکې سپينه کړې چې له طالبانو سره مذاکرات يې څلور ټکي رانغاړي :
• مهالوېش
• له ټولو ترهګرو ډلو سره پرېکون او د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف نه کارول
• بين الافغاني مذاکرات (د قطر وجرمني په تضمين)
• اوربند

خو بل لوري ته بيا ملا سهيل له پيله تر ننه پر خپله خبره ولاړ دی چې له کابل سره د حکومت په توګه خبرې نه کوي او دغه حکومت چې د ده تر نظامه پورې په نړيواله کچه منل شوی ان تر دې چې نن يې هماغه درېواړه ملاتړي پاکستان، امارات وسعودي هم د امارت په نوم په رسميت نه پېژني، نو ښاغلی خليلزاد له داسې يو سرتنبه سره چې نه خپله مني او نه د نورو څنګه دا خبرې مخته وړي او پر کوم شرط يې ملا عبدالغني برادر له پاکستانه راخوشې کړی چې نن هماغه ملا برادر او وياند يې په زغرده حکومت ننګوي. له رسنيو سره د اشغال کليمه کاروي، د ښاغلي خليلزاد دا هڅې تر شک وپوښتنې لاندې دي چې ولې دغسې يو سرتنبه ته څه نه وايی؟

اوس خو جرمني هم ترمينځ دی او طالبانو به خامخا له جرمني سره هم ځينې ژمنې کړي وي، نو هغه ژمنې او له حکومته انکار يا حکومت منتفي کول څنګه توجيه کوي؟ پر کوم اساس خبرې مخته ځي؟

سمه ده چې ښاغلی ټرمپ به خپلې پنځوس ميليارده ډالرو مالي سپما پر سر اخېستی وي، ولې دلته خو مينځ کې ناټو او نوره نړيواله ټولنه هم ښکېل ده او ملا سهيل په کوم جرئت دا خبره کوي چې ((طالبان له حکومت سره د حکومت په حيث خبرې نه کوي)). طالبان له پيله تر ننه پورې له خپلې خبرې اوښتي نه دي او پر خپله خبره ولاړ دي.

پوښتنه :
که داسې وي چې طالبان له خپلې خبرې نه اوړي او حکومت نه مني، نو بيا ولې ورته د قطر دوکانګی خلاص شوی؟ او ولې پرې نړيواله بوديجه مصرفيږي؟ ايا ښه به دا نه وي چې دا دوکانګی پرې وروتړل شي او د تل لپاره يې ټغر ورټول شي؟ دا خو د يو نړيوال بين المللي حيثيت پېژندل شوي حکومت پر وړاندې د يوې سختدريځې ترهګرې ډلې نارسمي ډلې ته رسميت ورکول دي او د شته حکومت پر وړاندې د يو بل متوازي حکومت رامينځته کول دي هغه هم په يو بهرني هېواد کې چې د امريکا ستره نظامي هډه هلته شتون لري. طالب ته دومره ناز ورکول به لږه معقوله خبره نه وي چې شته حکومت له پامه غورځوي. حال دا چې جګړه يې هم له همدې حکومت سره ده، نو دا خو بيا انصاف نه دی.

بنديان يې له چا سره دي؟ پر چا خپل بنديان خلاصوي. امريکا هم مجبوره ده چې له حکومت سره پرې خبرې وکړي، نو سهيل هسې هوا ګزوي که څنګه؟ همدا نن د چا پر طعام شخوند وهي؟ عجيبه خبره ده چې پر طعام يې شخوند وهي او پر دسترخوان يې غول کوي. په دې هيله چې خليلزاد نور د سهيل اپلتو ته د پای ټکی کښيږدي او لارې ته يې سم کړي. داسې بريښي چې نوموړي ته غلط څه په غوږ کې وراېښوول شوي او ذهنيت يې لا پرې نه خلاصيږي. د طالب بېشعوره او د ښاغلي حکمتيار شعوري (مکتبي) ترمينځ له هر اړخيز پلوه توپير شته، خو سهيل دا نن شي درک کولای چې لوی قوتونه انسان څڼګه هوا ته خېژوي او څنګه يې بيرته زمکې ته راولي او د تاريخ کندې ته يې ورسپاري.

په درنښت


طالبان: د قطر خبرو پای کې به يو رسمي بيان خپور شي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48822513
د سولې خبرې؛ ''ډېر امکان شته چې نن پرېکړه ليک اعلان شي''
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48825102
طالبان: له کابل سره د حکومت په حيث خبرې نه کوو
https://www.pashtovoa.com/a/taliban-we-dont-talkst-with-afghan-governament-/4980371.html
د جرمني په ضمانت بين الافغاني خبرې ښايي تر دوو اونيو پورې پيل شي- احمدي
https://www.pashtovoa.com/a/afghan-foriegn-office-intra-afghan-dailogue-will-begin-in-one-or-two-weeks/4979450.html
طالبان: افغان حکومت سره د يوه لوري په توګه غږېږو
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48825109

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery