مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښاغلئ ملا عبدالغني برادر ته پرانستی لیک

عبدالوحيد "وحيد "


السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته،

د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً بيا وايم قطعاً نه توجیه کوم او نه يې هم تأئيدوم، خو ستا متين او سنګين شخصيت ته درنښت لرم. پوهيږم چې هغه شخصيت ته څه ډول مخاطب شم څوک له لسو کلونو تعذيب، تحقير، توهين او فزيکي ځورونو څخه سملاسي وروسته د افغانستان د پيچلې ستونځې په تړاو د مذاکراتي پلاوى مشرتابه ته رسيدلئ وي. طبعي خبره ده چې د پاکستاني عقوبتخانو ځورونکي او بوږنونکې اغيزې( aftermath) به حتماً لاهم ستاسو په رواني او مغزي وړتیاو باندي منفي اثرات اچوى، مګر د ايمان په قوت او د عزم په پياوړتیا مو شک نه کوم.
د اوس لپاره يوازې په دومره ويلو بسنه کوم چې که مو اوه ځله جدي مذاکرات په افغان غولي، افغان دود، او افغان خاوره له افغانانو سره کړې واي، په يقين سره ويلاى شم چې تر اوسنيو مذاکراتو به يې ګته خورا لوړه واى.
ښاغليه،
د خپل چارو مغرضينو افرادو، او د پرديو لپاره د استخباراتي چوپړتياو وړاندې کونکو اشخاصو له انحصار څخه ځان وساتئ. دغه اشخاص ښايي د يوې ټولنې له يوې سلنې څخه څو ځلې کم افراد وي، ولې دوی د ټولنې ويروس دي او کولاى شي په خپل نه حسابدونکي وجود هم ټوله ټولنه له ستونځو او کړاوونو سره مخامخ کړي.

جګړه عمدتاً هغه وخت پيليږي چې يوه خوا احساس وکړي چې مقابل لورئ يې حق تلفي کوي او خبرو ته هم تيار نه ده. که زمونږ خبره اورېدل کېږي او کولاى شو چې ځان هدف ته ورسوو، نو اړتيا څه ده چې بيا هم د تاوتریخوالي او تشدد لاره نيسو او د ټولنې لپاره د راتلونکو ستونځو تخم کرو.
شخړې په خبرو هواريږي نو ولې يې همدا اوس نه هواروو؟

ښاغلئ ملا عبدالغني برادر،
په 1357 هش کال کې کمونستانو کودتا وکړه. نيول، وژل، ورکيدل، تښتيدل او ځورول پيل شو. حکومت دخپلو دايمی برياوو سندری بللې.
اووم نمبر فرمان چې خلقي دولت ايستلئ ده.
پيغلې که ځوانان دي دوى په سترګو دا منلئ ده
ديحيی غداره کورنۍ ختمه شوه!!!
دظلم او فيوډالی نظام ټغر دتل لپاره ټول شو!!!
اخوان الشياطين او اشرار نور ځپل شوی دی!!!
پرله پسې فرمانونه شغول کيدل،
مجاهدينو به د اسلامي حکومت د خوبونو تحقق تر اونئ نه تيرول!
هره ورځ به يي د کمونستی رژيم په وړاندی د کودتا خبرونه اوريدل کيدل.
دشوروی يرغلګرو ځواکونو تېښته او له هغه وروسته د نجيب دحکومت نسکوريدل هم مجاهدينو دمکملې بريا زيرۍ باله، خو داسی ونشوه.
کورنۍ جګړی له نورو وحشتونو سره سره زور واخيست.
کابل کنډواله شو. ملي شتمنئ لوټ شوې، جهاد او مجاهد په سپيڅلي نوم تور داغونه ولګيدل او ولس مأيوسه شو.
طالبانو د زورواکی، توپک سالاری او کورنيو جګړو د ختمولو او د يو اسلامي نظام جوړولو غږ پورته کړ، ولس يې پلوي وکړه او جګړه يی پيل کړه.
کابل او د هيواد په ٪۹۵سلنه خاوره يې تسلط درلود، خو د سولې مخ مو بيا هم و نه ليده او جکړه لاهم روانه وه.
د ولسمشري چوكئ كلي په كلي ښار په ښار، ان چه تر كولابه هم ورسيده!
د واک ګدئ ته د طالبانو راتلل او په 95%خاوره باندي د هغوي تسلط د سولې پيل بلل کيده. مخالفينو يوازې په پنجشير کې شتون درلود، خو د سولې هيلې مو بيا هم نيمګړې پاتې شوې او جګړه ختمه نه شوه.
د کرزي او اشرف غني د حکومتونو په ګډون هر بدلون مو د سولې پيل ګڼلئ ده، خو سوله لاهم ورکه ده. امريکايان پاکستان او افغان حکومت وايي چې سوله اوس له بل هروخت څخه زياته شونې ده، مګر مونږ بيا هم د سولې څرک نه وينو، خو نه هيلي هم نه يو.
سوله ورکه شوه او لاهم هيچا ليدلې نده.

ښاغليه،
که واقعاً غواړئ چې د اسلامي نظام مبارزين او د افغانستان د خلکو د ارادو ممثلين و ګڼل شئ، نو زړونه غټ، ارادې لوړې او عزم متين کړئ. له ليت او لعل څخه کار مه اخلئ. زمونږ شخړې او ستونځې ژور کورني ابعاد لري. که ځمکني واقعيتونه او عيني حقائق درک کړو، نو پوهيږو چې امريکايي يرغل د جګړو يو لامل ده، خو يوازنى لامل نه ده. مونږ له يرغل مخکې هم په خپل منځي جګړو لتاړ وه او هيڅ ژمنه شتون نه لري چې د يرغلګرو له وتلو وروسته به مونږ سوله ايز ژوند ولرو.
مونږ د افغانستان په نوم د جغرافيې په دغه ټوټه خاوره کې له يرغلګرو سره په مبارزه او د ورور وژنې د یوې اوږدې جګړې شاهدان یو . په دغه جګړه کې افغانان د سون د توکو په څير د جګړې په تنور کې کارول کېږي!
پوښتنه داده چې ايا دغه ناورین زيږونکي جګړه زمونږ د ارزښتونو جګړه ده؟ که ځواب مثبت وي. نو کومې موخې دي چې مونږ يې دومره اوږدې جګړې ته اړ کړي يو؟ ایا دغو موخو ته د مذاکراتو له لارې په سوله ايزه توګه رسيدل له جګړو پرته نا شونئ ده؟

د حکومت په ګډون له ټولو افغاني وروڼو سره د زغم تحمل انعطاف او راکړې ورکړې له ذهنيت سره د مذاکراتو لپاره افغان خاوره افغان غولئ او افغان شړومبې غوره کړئ او ورسره هوکړې ته ځانونه ورسوئ. له خپلو وروڼو سره سوله وکړئ. که داسې نشئ کولاى، نو په ټوليزه توګه به له سياسي انزوأ د پرديو لپاره ستراتيژيک ابزار به ياست او د اوږده ستړي مزل برياوې به مو له خاورو لاندي شي.
د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي، او په دې هيواد کې يوازې اسلامي نظام د افغانانو لپاره د منلو وړ ده. همدغه غيور ملت و چې انګليسى استعمار يې مات او د شوروي امپراتوري يې ونړوله. دا دې اوس د امريکا هم نزدې ده چې له افغانستان څخه خپله ګډه بار کړي. مګر داهم باید هير نکړو چې افغانان يو ښاد، اباد، ودان، پرختللى، خپلواک، له ځمکنئ او سياسي بشپړتيا برخمن افغانستان هم غواړي.
افغانستان د افغانانو پيژندګلوي او دغه وياړلى هيواد د هغوى کور دى، د هغوى مور ده او د هغوى افتخارات ورپورې تړلي دي.

ستاسو ورور،
کابل افغانستان،

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery