مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

صلحه او د شوپرک شخصي ګټي-دریمه او وروستۍ برخه

عبدالستار ایوبي


معاصر او پیاوړی افغانستان به څنګه جوړیږي؟

دا چي د صلحي خبري رواني دي او د ملي یو والي حکومت لاره پر بنده کوڅه باندي ختمیدونکې ښکاري، په عوض ددې چي افغانان په خپله د هر څه سمیدو ته انتظار کښېني او هیڅ هم ونه کړي، دا به ښه نه وي چي د راتلونکي حکومت یا نظام د څرنګوالي په هکله په خپل منځ کي د سیاسي اجماع د رامنځ ته کولو هڅه وکړي؟ .... دا چي د دولتي ادارو د خودسریو د کنټرول موثره نظام موجود وي، د یوې سیمي د اولس لخوا د کوم چارواکي د لیري کیدو یا د کومي دولتي پالیسي یا حکم د لغوه کیدوغوښتني د عملي کیدو یو سریع منل سوی طرز العمل موجود وي، دا ځکه چي موجود او تیر ټول نظامونه ه ځکه نړیدلي دي چي په مهمو سیاسي مسایلو کي د واکمنانو او ولس تر منځ منل سوی طرزالعمل وجود نلري. داسي یو طرزالعمل یوازي هغه مهال رامنځ ته کیدای سي چي د کندهاره تر کندوزه او د هراته تر ننګرهاره ټول ولس پر موافق سي نو بیا به چارواکو ته د ټولو لخوا وړاندي کیږي چي صاحبانو که مو په دغه طریقه سره درته وویل چي چوکۍ خوشي کړئ نو د مهرباني له مخي.... خوشي کوئ به یې که نه ټول ولس به په یوه صلاح داسي قیام درته کوي لکه د خوشحال خان خټک په زمانه کي چي د کندهاره څخه تر خیبره پوري پښتون ولس د هند مغل امپراتور ته په یوه صلاح قیام کړی وو. که چیري افغانان د شوپرک صفته کورنیو د حاله خبر سي چي بهرنیو ډیپلوماټانو، د هیواد په چارو کي ښکېلو بهرني هیوادونو متنفذینو سره تودې تودې اړیکي نیسي، رشوتونه ورکوي او د دې هیواد ملي ثروت د لوټلو په پروژو کي د همکاري ژمني ورسره کوي. او بیا د همدې لمسون په پایله کي د ملابرادر اخوند، حامد کرزي او یو شمېرنورو ولسي رهبرانو سره د بهرنیو ډیپلوماټانو لخوا تماسونه نیول کیږي چي د دوئ فلانکی او فلانکی جاسوس ته به دا یا هغه واک ورکول کیږي نو د سره یې څه ووتل چي د دواړو طرفو څخه بیا هغه زاړه خلګ په نوې بڼه او پلمه راولي؟ مثبت بدلون خو هغه مهال راځي چي د بهرني هیواد د جاسوس پر ځای دولتي موقف او سیاسي مقام د ولس عقایدو، نظریاتو، کلتور، حقوقو او ګټو ته ژمن شخص ته وسپارل سي. او دا ژمن باید تش په نامه ژمن نه وي بلکه د تیر ژوند ټوله تاریخچه یې پر دې ژمنتیا شاهدي ورکوي.. په روانو شرایطو کي د افغانانو بنسټیزي ستونځي څه دي؟ د ټولو اساسي ستونزه د دې هیواد د کلاسیک روزنیز نصاب او معاصر روزنیز نصاب تر منځ تصادم او فاصله ده چي ولس و متنفذین یې په خپل منځ کي سره ویشلي دي. که ووایو چي دا د هر افغان ماشوم حق دی چي د ۶ کلنۍ څخه تر ۱۰ کلنۍ پوري په خپله مورنۍ ژبه «فقهه اکبر»، «ابوالمنتهی» او «نور و ظلم» د اسلامي حنفي عقایدو کتابونه او دا چي د ۱۱ کلنۍ څخه تر ۱۶ کلنۍ پوري د شروط الصلوات څخه تر هدایي پوري اسلامي حنفي فقهي کتابونه د قرآن عظیم الشان د قراءت او ترجمې سره په عالي ترین کیفیت د دولتي تدریسي خدماتو د لاري زده کړي، ایا د معاصر نصاب پلویان به یې مخالفت وکړي؟ او که دا ووایو چي زموږ هر ماشوم دا حق لري چي پښتو، عربي او انګلیسي ژبه سره د لیک او لوست او هم مسلکي و تخنیکي زده کړي او مروج علوم لکه ریاضي، هندسه، فزیکس، کیمیا، بیولوژي او ټولنیز علوم لکه تاریخ، جغرافیه، ثقافت او نړیوالي اړیکي د ۱۰ کلنۍ څخه تر ۱۸ کلنۍ پوري د عملي تجاربو په شمول په عالي ترین کیفیت سره ولولي، کوم ملا، پیر او مفتي به څرګند مخالفت ځني وکړي؟ لاکن عملاً وینو چي دوئ محترمین دا ۷۰ کاله پر همدې مسئله په اختلاف اخته دي او غالب اکثریت ولس جاهل او بیسیواده پاته دی او ټولنه مو د مادي او معنوي پرمختګ پر ځای د پرشا تګ په حال کي لیدل کیږي. او که ووایو چي د دولت سره د سیاسي مخالفت په پلمه د مالیاتو غلا او غیر قانوني اقتصاد تقویه کول منافقت او فساد دی، راځئ چي د فلاحي دولت پر تعریف متحد سو او په ګډه پر کابل هجوم وروړو او دا واکمن لوچګان د واکه وغورزوو؛ څوک به ووایي چي دا چاره نامناسبه ده؟ لاکن عملاً روانه جګړه او غمیزي ټولي د دې څخه راپیښي دي چي مشران مو پر دې خبره موافقې ته نه حاضریږي. په دې خبره خو هر ذیعقله افغان پوهیږي چي کله په ګمرکاتو کي رشوتخواره مامورین ناست وي، د تجار څخه ۱۰ افغانۍ رشوت مطالبه کوي او د اولس د ۱۰۰ افغانیو د غلا زمینه ورته برابروي؛ هغه تجار چي پر خدای پاک ج، په ورځ د اخیرت ایمان ولري شاید د دې مفاد څخه تیر سي او تجارت پریږدي. هغه تجار چي پر خدای پاک ج او ورځ د اخیرت ایمان ونه لري هغه به د فاسدي ادارې د فساده څخه ګټه پورته کوي بېکیفیته اموال به واردوي او د لږ رشوت ورکولو په بدل کي زیات ثروت لاسته راوړي. کله چي خدای ناترسه خلګ ثروتمند سي نو زکات او خیراتونه به نه ورکوي، بلکه په دې پیسو به د ځان په شان خدای ناترسه سیاسیون او چارواکي په دولتي او سیاسي نظام کي نصبوي څو د ولس څخه په غلا کي د شراکت د لاري دا ګټي یې ادامه پیدا کړي. بیوزلو ته به د دوئ د پیسو د انتقال یوازینۍ لار دا وي چي د هغوئ زامن د دوئ لپاره مرګونه او جنایتونه کوي او لوڼي یې د دوئ د شهوتراني لپاره تر خپلو عصمتونو تیري سي. او یا دا چي دا پیسې د عیاشیو په اسبابو، مسکراتو او مخدراتو باندي دوړوي (موږ ښه پوهیدای سو چي یو باشرفه صنعتکار او تجار د عیاشیو د اسبابو په تجارت خپل لاسونه نه ککڼوي. موږ شاهد یو چي داسي خلګ په طالبانو کي هم سته، په اوسني نظام کي هم سته او داغسي خلګ دي چي په روانه جګړه کي تر ټولو ډیر چاغ سوي دي. د فاسد اداري نظام د لاسه د خوراکې او ادویې خاین تجاران د غذا او ادویې په نامه زهر عرضه کوي. خاین طبیبان او ډاکټران د انسانانو په قصابانو بدل سوي دي، سیاسیون او ټیکنوکراټان مو په وینه زبیښونکو منګوړانو اوښتي دي. طالبان وایي چي امریکایان دي د افغانستان څخه ووځي او امریکایان وایي چي وزو خو تضمین غواړو چي د دې هیواده څخه به پر موږ برید نه کیږي. دا ټوکي او مسخرې نه دي چي فیل د میږیانو پر ښار باندي ښه وخیژي او ولویږي، په زرهاوو میږیان چختاڼ کړي؛ چي ښه ستړی سي بیا نو میږیانو ته ووایي چي دا ځل مو پریږدم خو که بیا کوم میږي زما پر میرمن جنسي تیری وکړ، بیا به رازم او داغسي انډوخر به درباندي جوړوم او میږیان ورته ووایي چي سمه ده بله پلا به زموږ کوم میږی ستا د میرمن لاره نه نیسي. که د طالبانو مشرتابه عقل ولري باید د امریکایانو سره ټول مذاکرات معطله کړي چي یو وار د ۹/۱۱ پیښي تحقیقات ښه بشپړ کړئ بیا راسئ چي د جګړې د ختمېدو خبري وکړو. دا چي تاسي د ۹/۱۱ پیښي پړه اوس هم پر خوارو افغانانو او طالبانو پر سر وي نو ښه صلحه به سره وکړو. طالبانو خوارانو خپله د طیارې چلول نه دي زده، اکثره یې بایسیکل سم نه سي چلولای او تاسي تور پر تړئ چي د ۹/۱۱ پیښي عاملینو ته یې د طیارو چلول ورښولي وه. د هغو خوارانو خپلي طیارې لا هغه کافرو خلقیانو ور چلولې چي ځانونه د آدم علیه سلام او بي بي حوا علیه سلام پرځای د بیزو اولاد بولي. آ ښه دا به د یو ګړي لپاره درسره ومنو چي دا خلګ طالبانو روزلي وه، د امریکا څخه چا راوستل او بیرته چا وروړل؟ که طالبانو په امریکا کي دومره نفوذ درلودلای نو د جګړې د پیلیدو وروسته یې باید نور بریدونه هم کړي وای. کله چي په افغانستان کي طالبان او القاعده تر بریدونو لاندي وه، ددوئ نیټورک به حتماً په امریکا کي نور بریدونه هم کول. دا صحیح ده چي اسامه په یوه ویډیو کي د ۹/۱۱ د پروژې پر تخنیکي براورد باندي اقرار کړی وو، خو دا یې نه وه ویلي چي دا خلګ هم ده ورلیږلي وه او د پیښي لپاره ټول تسهیلات هم ده یا د ده ګوند برابر کړي وه. او اوس خو القاعده ډله هم خلګو ښه په رسمیاتو پیژندلې ده چي د کوم دولت د استخباراتو لپاره کار کوي. که په دې زاویه ورته وګورو نو ښه پوهیدای سو چي اسامه ولي ژوندی ونه نیول سو. اوس عامو افغانانو ته سوال پیدا دی چي که امریکا وځي، نو یوازي خپل رسمي عسکر باسي او که د سي آی اې، د هغه اجیر قراردادیان او هغه افغان جاسوسان یې هم د ځانه سره

بیایي چي د دوئ په نیابت یې په دولت او طالب دواړو خواوو کي افغانانوته ډول ډول مرګونه و زیانونه اړولي دي؟ که یې د ځانه سره نه بیایي، ایا پټ ملاتړ ته به یې ادامه ورکوي او که نه؟ دلته چي امریکایان راتلل نو د ایران، پاکستان، روسیې، برطانیې، روس، جرمني، فرانسې او چین جاسوسانو مرسته ورسره وکړل او د دې مرستي په بدل کي د افغانستان په حکومت کي ستري چوکۍ ورکړل سوې. ایا هغه به د امریکایانو سره یو ځای وځي، کفالیت به یې بیرته دا نور هیوادونه اخلي او که به طالبان هغوئ په ځان کي جزبوي یا که جګړه ورسره کوي. که طالبان هغوئ په ځان کي جذب کړي نو پایله به هغه د پخوا په شان وي چي د بهرنیو استخباراتي اړیکو په مټ به په خپله لاره کي خنډ تقوا داره او مخلص مشران وژني او په خیانت کي شریک مشران به لوړو چوکیو ته راپورته کوي. دا مسائل په روانو خبرو کي تر بحث لاندي دي او که نه؟ دا خو میده خبري دي، پنډو خبرو ته به راسو. د امریکایانو د وتلو څخه وروسته به د ایران، پاکستان، چین او د شوروي ډیکټاټوریو څخه د افغانستان د ځمکني او فضایي حریم ساتنه به څوک او په کومو تجهیزاتو کوي؟ دا که د امریکا وروسته چین ته زموږ مافیاوو د راتګ دعوت ورکړ، بیا به نو زموږ پیغلي او ښځي هم د ایغوریانو د پیغلو او ښځو په شان د عصري کلتور د زده کړي په پلمه بربنډیږي؟ بیا به نو موږ ملا برادر صاحب چیري پیدا کوو چي صاحبه څه سوې چي ویل به دي چي امریکایان ونه وځي موږ صلحه نه کوو؟؟؟ که امریکایانو او طالبانو دا مسئله حل کړې نه وي نو د امریکاي نظامي ځواک د ایستلو خبره د دواړو خواوو لپاره په مطلق ډول غیر معقوله او غیر منتقي ده. دا ځکه چي افغانان د امریکا د اوسنیو مزدورانو سره ستونزه لري خو خپله د امریکا سره کومه ستونزه نلري؛ امریکایانو د دهلې او کجکي بندونه راجوړ کړي دي، په ملیونونو ډالره کومکونه یې راسره کړي دي او شاید په ائینده کي یې هم راسره وکړي، دا اوسنی بانک نوټ مو چي په نړۍ کي څه قدر لري د ډالر د پشتباني په برکت دی، نو افغانان به ولي پر امریکا باندي برید کوي؟ لږ تر لږه د دې هیواد ۸۵٪ پښتنو څخه دي داسي شومه توقع نه کوي. دا خو ټوله د دواړو خواوو شوپرکانو او د هغوئ مریدانو شیطانت دی چي امریکایان او افغانان سره لاس او ګریوان دي. د امریکایانو سره خو یا د چین خنجی بند دی، یا د روسیې، یا د ایران او دا درې واړه د افغانستان سره پولي لري. دا چي امریکا دلته خپل ملاتړی یو داسي پیاوړی ولسي حکومت پرېنه ږدي چي د بهرنیو مداخلاتو په مقابل کي د هر ډول مقاومت توان ولري، د ۶ کالو ماشوم لا پوهیږي چي د افغانستان خاوره به حتماً د امریکا پر ضد کارول کیږي (د ټرمپ ځیني مخالفین په دې عقیده دي چي دده عقل د ۶ کلن ماشوم په اندازه دی، خو موږ ورسره موافق نه یو. دا سړی په نس کي هوښیار دی محض چمونه د ماشومانو کوي یعني دا ده ده خاص سټایل دی). عام افغانان؛ دا غریب او مفلس افغانان باید په خپل ټولنیز زور ځانونه خبر کړي او د هغه څخه مناسبه استفاده کول زده کړي. ایا افغانان په دې خبر دي چي که په یوه صلاح اعلان وکړي چي په جامع جماعتونو کي به تر هغه وخته پوري د جمعې خطبه او لمونځ نه کوو، د اخترونو لمونځونه به هم نه کوو، تر څو چي دا د خلیلزاد د خسرګنۍ لاسپوڅی حکومت ورک سوی نه وي او موږ د یوه شرعي اسلامي حکومت خاوندان سوي نه یو، بمبارونه و چاپې دریدلي نه وي او ټول جنګي او سیاسي بندیان روغ رمټ خپلو کورنیو ته سپارل سوي نه وي. که نظام اسلامي نظام وي نو دا جګړه پر څه ده او دا اداري فساد د کومه دی؟ په اسلامي حکومت کي خو دولتي مسئولیتونه یوازي مسلمانانو ته سپارل کیږي چي عادل، قهار او جبار رب تل حاضر او ناظر بولي؛ تقوا به لري د قبر د عذابه او د اخیرت د حسابه به بیریږي؛ څنګه کیدای سي چي یو اسلامي حکومت دي د نړۍ د فاسدو دولتونو په صف کي لمړی، دوهم یا دریم یا لسم مقام ولري. په څه دلیل دومره وخت راهیسي جګړه ده او طالبان اړ سوي دي چي مستقیماً د امریکایانو سره د صلحي خبري وکړي؟ د سوء تفاهم لیري کولو لپاره د ۲۰ کاله وخت تر کافي هم ډیر زیات وو. که حکومت رښتیا د کفارو لاسپوڅی وي او اسلامي ارزښتونو ته وفاداره نه وي نو بیا دلته د جمعې لمونځ مطلق حرام دی، د جمعې خطبه مطلق حرامه ده، د مسلمان لپاره د دې حکومت تر ادارې لاندي ژوند کول حرام دي او د اکثریت مسلمانانو ایمانونه یې هم مشکوک دي. او دا د مسلمانو پښتني قبایلو خلګ پر پارلیمانونو، ولایتي شوراوو، ولسوالي شوراوو او د مشرانو په جرګه کي څه کوي؟ چټک دي راووځي او په خپلو خپلو سیمو کي دي وسلوال پاڅون ته ولس اماده کړي او د مخه څخه جنګیدونکي ډلو سره د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي هوکړي ته ورسیږي. عجبه دا ده چي د دولت پر ضد چي خلګ جګړو ته هڅوي، هغه مشران، پیران او علماء نه یوازي دلته یا پاکستان کي ښه ژوند لري بلکه د دولتي امتیازاتو څخه هم برخمن دي یا په پوهنتونونو کي استادان دي او یا د حج و اوقاف وزارت څخه معاشات او د مفتو حجونو ټکیسونه اخلي او هغه چي د دوئ په هڅونه جګړه کوي، هغوئ یا وژل کیږي او یا بندیانیږي.. یو کال دي عام افغانان په ګډه د احتجاج په ډول حج ته ولاړ نه سي، محمد بن سلمان به خپله ټرمپ ته زنګ ورووهي چي د افغانانو د خپلواکي اتلان ورخوشي کړه چي خپلو کورونو ته ولاړ سي. او که عوام ټول په دې نظام او حکومت راضي وي نو بیا دا دوه نیم پاخه مسلمانان دي د جهاد پر ځای د هجرت لار غوره کړي څو په هغه عمومي الهي عذاب کي راګیر نه سي چي د مرتد سوي او کافر سوي ولس لپاره الله تعا لی ج ټاکلی دی. دا عجبه نه ده چي موږ هم سني مسلمانان یو او د سعودي پاچا هم سني مسلمان دی او په امریکا کي یې دومره خبره چلیږي چي په خپله قونسلګري کي یو امریکایي تبعه ټوټه ټوټه کوي او امریکا سپوڼ هم نه ورته وهي او دده دا اثرو رسوخ نن د پښتنو او طالبانو په ګټه نه سي تمامیدلای. پخوا به مو لا ویل چي د ټلوالي سره د ټولي نړۍ وسلوال ځواک ولاړ دی، پر ضد یې جبهیي جګړه نه سو کولای. اوس خو وروره شرایطو تغیر خوړلی دی. د ټلوالي واقعي بشتیبانه چي د امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اروپا په سیاسي او ډیپلوماټیکو حلقو کي یې د ټلوالي ملاتړ جلباوه؛ هغوئ اوس په دې هیوادونو کي ډیر بې اعتباره سوي دي. په دې وروستیو کي چي دې دولتونو خپلو هیوادونو ته د ناقانونه کډوالو د مخنیوي جدي هڅي پیل کړي دي، ښکاره ثبوت دی چي په هغه سیسټماټیکه او اوږدمهاله دسیسه یې سرخلاص سوی دی چي د دوئ د ملي خپلواکي د غصب په منظور په کار اچول سوې ده او په راتلونکي دوو لسیزو کي دوهم پړاو ته داخلیدونکې ده. د دې هیوادونو ولسونه او دولتونه نور پوه سوي دي چي خپلواک طالبان او خپلواک افغانان د دوئ د استخباراتي ادارو تر اغیزي لاندي افغانانو او طالبانو سل کرته بهتره دي. دوئ په دې پوه سوي دي چي که د ځانمرګو او استخباراتي کاذبو جهادي ډلو پروګرامونه نور په اسلامي نړۍ کي بند نه سي نو ډیر ژر به د دوئ د زورورانو لخوا د دوئ د ټولنو د خپلواکي د غصب لپاره وکارول سي. هغه په زرهاوو راسخ العقیده ځوانان چي د داعش پروژې د لاري د اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا څخه راټول کړل سول او په سوریه او عراق کي قتل عام سول، اوس د هغوئ پر سوابقو باندي څیړني رواني دي. کله چي د دې څیړنو په پایله کي دا ثابته سي چي دا ځوانان د ښو اخلاقو خاوندان وه، خواري کښه وه، ګاونډیان نه وه ځني په تکلیف، هر یوه خپله خپله دنده په ښه زیار سره پر مخ بیول نو دې نتیجې ته به ورسیږي چي یو راسخ العقیده مسلمان د خپلي ټولني تر ټولو ګرانبیه سرمایه ده. هغه د خپلي ټولني د غړو په وړاندي مسئولیتونو لپاره، ځان خدای پاک ج ته جواب ویونکی بولي. هغه خدای ج ته، چي دی هره لحظه هر ځای ویني او د ده د فکر او زړه په حال خبریږي. داسي کس که د څار لاندي وي او که نه، غلا او خیانت به نه کوي؛ چي کله ثروت جمع کړي نو د خپل خالق د رضایت لپاره د ټولني مستحقو کسانو سره بلاعوضه مرسته کوي، داسي کس خو د شکه وتلې د هر ملت لپاره ملي سرمایه ده. نو هر څوک چي داسي خلګ د خدایج په نوم تیر باسي او و بېمعنا جګړو ته یې د وژل کیدلو لپاره ځني بیایي او د دوئ په عوض داسي نور خلګ په ناقانونه توګه هیواد ته را داخلوي چي په مفته د دوئ خواړه او څښاک کي ځانونه شریکول غواړي او د دئ په ښځو او انجونو باندي د ساعتتیري کولو هوس اخیستي وي، دوی ته ځکه د قبول وړ دي چي د دوئ په شان خدای او اخیرت نه مني؛ حتمي خبره ده چي داسي کړئ د دې ملتونو دوست نه سي کیدلای. د ایران رافضي حکومت اوس مستقیماً پر سعودي عربستان خپله محاصره تنګه کړې ده. په یمن کي د روافضو لخوا ګډوډي جوړیدل او د القاعده سلفیانو لخوا د نړیوال جهاد په پلمه د یمن څخه پښې سپکول؛ دا

حقیقت رسوا سوی دی چي د نړۍ یو شمېر مغرضي حلقې غواړي چي د مقدسو حرمینو زیارت ته راتلونکي د ټولي نړۍ مسلمانانو د راتګ لاري د روافضو په واک کي ورکړي څو روافضو ته زمینه مساعده سي چي خپله باطله عقیده پر نړیوالو مسلمانانو باندي وتپي. سعودي او امریکا په دې ښه پوهیږي چي د ایران سره مستقیماً جګړې ته داخلیدل به پر نورو مهمو نړیوالو جبهاتو د دوئ موقف ضعیف کوي. امریکا یوې خوا ته د آسیا بعید په بحرونو کي د چین نظامي پراختیا په مخنیوي بوخته ده او بلي خوا ته د اروپا پر سرحدونو باندي د روس د پراختیا د مخنیوي مسئولیت لري او یوه تر ټولو خطرناکه داخلي جبهه د ډیموکراټانو د ګوند او سي ای اې ده چي د دننه څخه د امریکا ټولنه ضعیفه کوي. اوس دواړه د چین او روس قدرتونه د پاکستان، افغانستان او ایران د لاري عربي بحیرې ته خپل نفوذ را اوږد کړي نو ډیر ستر سردردی پیښولای سي. په افغانستان او پاکستان کي د چین روس او ایران ټوله حساب پر واکمنو اقلیتي مافیاوو باندي دی. اوس که چیري امریکا، سعودي او د دوئ ائتلافیان په دې دواړه هیوادونو کي ملي حکومتونو رامنځ ته کیدلو او د مافیاوو د قدرت په خاتمه کي مرسته وکړي نو نه یوازي په وینزویلا کي چي یې حیثیت ته کومه ضربه رسېدلې ده، هغه به سره د ګټي ورته جبران سوې وي، بلکه د ایران رافضي رژیم به هم په دایمي تبه اخته سي. افغانان د خپل خالق ج په وړاندي دا مسئولیت لري چي په قفقازاو مرکزي اسیا کي د روس او چین د نفوذ د پراخیتا مخنیوی وکړي او د دې سیمي سني مسلمانان د دې دوو حریصو مافیایي دولتونو څخه وژغوري او هم اسلامي مقدساتو ته ګواښ ایراني پاسدارانو بیخ وکاږي خو د دې کار لپاره افغانان و یوه پیاوړي ملي حکومت ته اړتیا لري او یوې داسي ملي اردو روزلو ته ضرورت دی چي په عصري جنګي ټیکنالوژي سنبهال وي. دا دواړه کارونه د ملابرادر تر مشري لاندي مخلص طالبان او د حامد کرزي تر مشري لاندي ملي اصلاح پالي په ډیره ښه توګه سرته رسولای سي، که چیري د اصلاحاتو نفاذ په لاره کي نړیوال ملاتړ ورسره سي.

داوطلبانه خدمت: د افغانستان د خلګو د نجات یوازینۍ لار هم دا ده چي عام افغانان پر سیاسي اصلاحاتو او د هغوئ په څرنګوالي سره یو موټي سي. د واکمنو مافیایي کړیو د نیټورک په شان داغسي موازي نیټورکونه جوړ کړي چي هدف یې د فساد پر ځای اصلاح وي او عام خلګ د مافیایي نیټورکونو څخه را بیل کړي او مافیاوو ته وفاداره متنفذین د واکه وغورزوي. د عامه پوهاوي دلاري ټول هغه افغانان د دې مافیایي کړیو څخه راجلا کړي چي دوی تش په خبرو تیر ایستلي او د سپر یا بوده ګانو کار ځني اخلي. هغه افغانان چي د هیواد څخه بهر دي، هغوئ اوس هم ډیر خپلوان په افغانستان کي لري. هر کال خپلو بیوزله خپلوانو ته خیراتونه، ذکاتونه او د قرباني پیسې رالیږي. دوئ دي خپله دا مرسته بنده کړي او د دې په عوض دي په هغه پیسو د افغانانو سره سیاسي مرستي پیل کړي، دا فقر او احتیاج یې تل لپاره ورختم کړي. د خپلو اوسني هیوادونو هغه سیاسي ګوندونو سره هم آهنګه سي چي د افغان جګړې مخالفه دي، د هغه ځایونو د ولسونو عامه پوهاوی دي د افغانستان د ریښتنو حالاتو په هکله ورزیات کړي. د دوئ لپاره دا یو فرصت دی چي په افغانستان کي د هغه هیوادونو دمداخلې څخه د هغوئ ملتونوته ګټه نه ده روانه بلکه تاوان یې ور اوړي. دا تنها د دې هیوادونو د ګوتو په شمېر خاین ډیپلوماټان، سیاسیون او ټیکنوکراټان دي چي د جګړې مفاد یې شخصي جیبونو ته ځي. که چیري په دې هیوادونو کي میشت افغان هیوادوال د افغانستان په هکله د هغوئ لپاره د عامه پوهاوي فعالیتونه وکړي نو شاید هغوئ دې ته اماده سي چي پر خپلو دولتونو فشار راولي چي په افغانستان کي د خپل ناقص کلتور د خپرولو په پلمه د جنایتکاره مافیاوو د ملاتړه څخه لاس واخلي. زموږ مداریان عجبه په دې خارجیانو باندي روږد دي. یو ځل د اسلام څخه خپله بیزاري ورته څرګنده کړي او ځانونه دهریان ورته معرفي کړي، بیا نو د دوئ ټولني او دولتونه د منګوړ په شان زبېښي. هغوئ دې ته هم نه ګوري چي داغه دهریان چي د غیر اسلامي دولتونو لخوا ملیارډونو ډالره مصرف پر وسو، دومره اخلاقي جراءت هم نلري چي په خپله ملي تذکره کي د دین په خانه کي د اسلام لیکلو پر ځای سیکولر یا دهري ولیکي. یو هزاره ګان او تاجکان لا نامي او غیور خلګ دي چي کله عیسویان یا دهریان کیږي نو په ډانګ پیلي عیسویان او دهریان کیږي (د مور شیدې دې سي). نور د افغانستان پر دې منافقو دهریانو باندي مصرف کول د زیان پرته بل څه نه دي. د پښتنو لپاره د دوئ قبیلوي هویت همداسي مهم دي لکه دا نورو ملیتونو ته چي خپل ملیتي هویت محترم دی. چي په وچه کلکه بیشرمي یې خپل ملییتي هویتونه په ملي سرود کي ځای کړل. هر پښتون په قومي او قبیلوي چوکاټ کي د خپل قوم او قبیلې په وړاندي هغسي مسئولیتونه لري لکه منحیث د یوه افغان چي یې افغان ملت ته لري. نن د هري قبیلې او هر قوم یو څو کسه تعلیمیافته دي او ځیني یې په دولت کي په لوړو موقفونو کي موجود دي او ځیني یې د اوسنیو ظالمو واکمنو ټوپکي ډلو سره ملګري دي. که د هر قوم داسي افراد د خپل قوم مشرانو او کشرانو ته مراجعه وکړي، په روانو سیاسي شرایطو یې پوه کړي او دا ورته ووایي چي زموږ هر وګړی د ۶ کلنۍ څخه بیا تر ۲۵ کلنۍ پوري هره ورځ ۶ ساعته ښونځۍ او بیا پوهنتون ته ورنه کړي او په ورځ کي ۳ ساعته یوازي مطالعه ونه کړي نو نه سي کولای چي خپله خپلواکي او حقوق وساتي او په ټولنه کي د عزت ځای پیدا کړي. هر شخص که خپل دا فرصت دلاسه ورکړ نو داسي زیان یې وکړ چي دده په ټوله ژوند کي د جبران وړ نه دی او د نحوست سیوري به یې پر راتلونکي نسلونو لا هم لویږي. د نظام او دولت څخه تیښته نور ممکنه نه ده. دا زموږ مسلم حق دی چي ټولي دولتي ادارې خپل خدمات په متجانس کیفیت سره او متناسب کمیت سره د هیواد په ټولو برخو کي خلګو ته ورسوي. که د خپل دین او کلتور بقاء غواړو باید په دولت باندي یې په رسمیت وپیژنو او سیاسي او علمي مبارزه وکړو. د خپل هر مسجد تر څنګ یوه یوه ښونځۍ فعاله کړو. موږ باید خپل خپل قبایل په دې خبر کړو چي د نړۍ فرعونان دا پلان لري چي خپل په ملیونونو بې موره او بې پلاره فکري مریان او مینځیاني د نړۍ د نورو ځایونو څخه راولي او زموږ په ښارونو کي یې میشت کړي او بیا د هغوئ په وسیله موږ د بوده وو په شان وپیایي، کټ مټ داسي لکه د افریقایي ملتونو د اداره کولو لپاره یې خپل هندوستاني وفاداران هلته وروستل او میشت یې کړل. زموږ خوشبختي دا ده چي افغانستان ته راغلي دولتونو ولسونه هم نن موږ ته ورته ګواښ سره مخامخ دي، موږ کولای سو چي د هغوئ ملاتړ جلب کړو. ایا په دې خبره د سنګین د اسحاقزو او الکوزو پوهول ګران کار دي چي د حکومت او طالب په نیابت چي مو دا ۱۹ کاله یو بل سره ووژل او ګټه یې پردو وخوړل. نن په دواړو طرفو کي بهرنۍ رهبري ده چي د دوئ پر ځمکه یې د جګړې اور بل ساتلی دی یا دا چي د ژړۍ، سپین بولدک او پنجوایي نورزي، اڅکزي او کاکړ په دې نه سو پوهولای رواني جګړې دواړو اړخونو ته زیان اړولی دی. دلته د ټول افغان ولس لپاره حیاتي موضوع دا ده چي د مضرو مافیاوو نفوذ باید په اطرافي ولس کي نور په صفر کي ضرب کړو، ځکه چي همدې درو مافیاوو د داعش پروژې د عملي کولو لپاره عملي هڅي پیل کړي دي. د اشرف غني او خلیلزاد خسرګنۍ په پاکستان او افغانستان کي رافضي عناصرو پر تقویه باندي په میلیارډونو ډالر او دا اویا کاله لږ یا زیات لګولي دي. د افغانستان او پاکستان په مهمو او ستراتیژیکو دولتي موقفونو کي د دې فرقو افرادو سیستماټیک تنصیب کار د تیري نیمي پیړۍ راهیسي جریان لري. دا چي په دې وروستیو کي عصري زده کړو ته مخ په زیاتیدونکي میلان په برکت پر دولتي موقفونو باندي د اهل سنت مسلمانو ځوانانو رقابت زیات سوی دی، نو دا مغرضي کړۍ هڅي کوي چي د تعلیمیافته اهل السنت مسلمانو ځوانانو توجه د دولتي موقفونو څخه واړوي او د نظام ضد هغه ناقانونه وسلوالو ډلو ته یې ورټیل وهي څو د نظام مدافع ځواکونو سره په تصادم کي په دوامداره توګه تلفاتو سره مخ واوسیږي. په سري لنکا کي پر کلیساوو بریدونه ځایي نظامي استخباراتو پر هغه ځوانو مسلمانانو باندي تاوان کړل چي عصري زده کړي یې کړي او یا کوي یې، څو په دولتي موقفونو کي د دوئ د جذب مخه ونیول سي. دا چي په پاکستان او افغانستان کي دولتي ادارې د روافضو په ولکه کي ساتلو یوازینۍ لار د جنګي حالاتو ایجاد او ادامه ده چي اهل النست مسلمانان د یاغیانو په جبهاتو کي قرار ولري. د دې څخه د دوئ دوه هدفه دي یو دا چي په اوسنۍ دولتي ادارو کي دا عقیدوي او

نژادي ناانډولي ته جواز وموندل سي او بل دا چي په راتلونکي کي دې عقیدوي او نژادي نا انډولي ته ادامه ورکړل سي. د بیلګي په توګه عراق او سوریه که راواخلو، په عراق کي د صدام د سقوط وروسته سني عرب القاعده او داعش ته ولاړل څو د امریکایي اشغالګرو سره وجنګیږي، شیعګانو هم د امریکایانو پر ضد د جګړې شعارونه ورکول. کله چي سني عرب ښه د جګړې ډګر ته راښکېل سول، شیعګانو دامریکایانو سره جوړه وکړل او د واک غوښتنه برخه ورکړل سول. کردان چي فعلاً په سیکولرو کي حسابل کیږي خو ډیری یې سني سابقه لري تر یو وخته پوري یې سني عرب په وټکوله، خو د ضعیف ملیتي ظرفیت له کبله په واک کي هم ستره برخه ورنه کړل سول. په سوریه کي اهل السنت د اکثریت سربیره په حکومت کي اقلیت وه، کله چي تعلیمیافته کسان یې ډیر سول نو په داسي توګه په جګړه کي ښکیل سول چي تلفات یې هم ولیدل، د حکومت څخه هم وایستل سول او که د بشارالاسد حکومت دوام پیدا کړي او انقلابیون قدرت ته ونه رسیږي، شاید په راتلونکي ۷۰ کلونو کي د همدې جګړې په پلمه به هم ظلمونه پر کیږي او هم به په حکومتوالي کي د ګډون څخه منع کیږي. اوس په افغانستان کي کټ مټ داغسي لوبه روانه ده. دا چي موږ د طالبانو او امریکایانو تر منځ د صلحي غوښتونکي یو، یو عمده هدف مو دا دی چي د رواني جګړې په پلمه غالب اکثریت پښتون ولس د تعلیم، دولتي خدماتو، سیاسي حقوقو او حکومتوالي کي د ګډون څخه محروم ساتل سوی دی. پښتنو د طالب او مجاهدینو مشرانو چي پر سر وخوړله یو څه عقل یې سر ته راغلی دی چي په ظاهره د صلحي هڅو ته جدي سوي دي. د امریکا، اروپا، اسټرالیا او کاناډا ولسونه هم اوس کرار کرار دې ته متوجه کیږي چي په افغانستان کي د جګړې په دوړو کي د دوئ ورکېدونکي پیسې د چین، روسیې، ایران او د ډیموکراسي ضد بلاک هیوادونو په اقتصاد کي بیرته راښکاره کیږي نو یو څه د دې هیوادو پالیسيو هم د صلحي په حق کي میلان ښکاره کړی دی. د افغانانو هیلي و عادي ژوند ته ګرزیدلو ته زیاتي سوي دي، لاکن دا خایني مافیاوي چي دا څو لیسیزي د ډالرو په لو اخته دي، دومره ثروتونه یې جمع کړي دي چي راتلونکی اوم نسل یې هم افغانستان ته ضرورت نلري، بیا هم نوري استخباراتي پروژې اخلي او پر افغانانو باندي د داعش بدمرغه پروژې د تپلو هڅي کوي. عام افغانان اوس ټول پوهیږي چي د هیواد ټول شیعګان تر غاښونو پوري مسلح دي او په شورانظار او خلقیانو تر مافیا وروسته په دولتي امنیتي او استخباراتي ارګانونو کي پراخ نفوذ لري او کمي نفوذ یې تر دې دوو مافیاوو هم اوړي، فقط یوې پلمې ته تیار ناست دي چي د اهل السنتو مسلمانانو د قتل عام لپاره راوپاڅیږي. روس، چین، ایران او د امریکا سي آی اې او ډیموکراټ ګوند یې پر شا ټکولو ته ګوته په ماشه دي. د پاکستان شیعګان، قادیانيان، اسماعیلیان، د سیکس مافیا مشران او نور امتیازیافته اقلیتونه هم په دولتي ادارو کي پښتانه او نور اهل السنت مسلمانانو ډیرښت د خپل اقتدار لپاره خطر بولي، په دي خوشحاله دي چي د پاکستان ټول اهل السنت مسلمانان داعش سي او د دولت پر ضد قیام وکړي. د افغانستان مقتدري اقلیتي مافیاوي د دې هیواد په ملي پیاوړتیا باندي خپل اقتدار ته ترجیح ورکوي. هر څومره چي په دې هیوادونو کي حکومتوالي پیاوړې کیږي، په دولتي پروسو کي شفافیت، عدالت او قانون حاکم کیږي؛ د دوئ لپاره د دې هیوادونو پر ادارو باندي خپل واک برقراره ساتل ګرانیږي. دوئ چون د اهل السنت مسلمانانو سره په ارزښتونو کي شراکت نلري نو ځکه مستقیمه مداخله یې په چارو کي نه سي کولای، مجبور دي چي د خپلو اجیرو شورا نظار، خلقیانو او پیرانو مافیا ته زموږ د ټولني د بیثباتي پروژې ورکړي.

ترور في سبیل الله: د ترور سره اوس ټوله نړۍ بلده ده. د امریکا په شان مسئونه هیواد ښارونه هم نه دي ځني په امان. د نړۍ په هر هیواد کي لوچګان د خلګو په خپل منځ کي سره اچولو لپاره د بیګناه خلګو د ټولوژني کوي او بیا یې پر یو اوبل تاوانوي. د احساس پارونکو پیښو په رامنځته کولو سره خلګ په خپل منځ کي سره اچوي لکه په دې نیژدې وختونو کي چي د پاکستان په اسلام آباد کي پر یوې پښتنې ماشومي چي جنسي تیری وسو او بیا ووژل سول. په سوریه، عراق، مصر، افغانستان، پاکستان او فلسطین کي مسلمانان تروروي او بیا په جرمني، فرانسه، انګلستان، امریکا او سریلنکا کي کافران وژني څو دا ولسونه یو له بله سره د سړې جګړې په حال کي وښیي. خو که عام افراد فکر وکړي نو پوه به سي چي نه مسلمان او نه کافر په انسان وژنه باندي دومره بیباکه دی لکه دا لوچک منافقان. همداعلت دی چي زموږ پیغمبر ص د کافرانو سره یوه ستره جګړه جهاد اصغر وبلله او د منافقینو او لوچګانو سره یې جګړه جهاد اکبر وبلله. یوه مشهوره واقعه ده چي په نبوي ص دور کي د یوه یهودي او یوه مسلمان پر کومه خبره سره دعوه سول. دواړه رسول الله مبارک ص ته عارض سول. چون یهودي پر حق باندي وو ، نبي ص د یهودي په حق کي فیصله وکړل. کله چي راووتل هغه مسلمان اړم وو چي زه د نبي ص فیصله نه منم راځه چي په عمررض باندي فیصله وکړو. کله چي پر حضرت عمررض باندي برابر سول نو هغه مسلمان ږغ پر وکړ چي عمره رض زموږ تر منځ دا فیصله راوکړه. یهودي وویل چي رسول الله مبارک ص زموږ فیصله راکړې ده، زه په هغه قانع یم. حضرت عمر رض د هغه مسلمان څخه پوښتنه وکړل چي ایا رسول الله مبارک ص ستاسو فیصله درکړې ده؟ هغه ورته وویل چي هو خو زه قناعت پرې نه لرم. زه دا خوښوم چي ته زموږ فیصله راوکړې. حضرت عمر فاروق رض ورته وویل چي تاسو څه درنګ ورکړئ زه کور ته زم، چي بیرته راغلم فیصله به دروکړم. حضرت عمر رض کور ته ولاړ، خپله توره یې راواخیستله، بیرته راغلی او د هغه مسلمان سر یې ورپرې کړ او وې ویل چي څوک د خپل نبي ص په فیصله قانع نه وي، د هغه په حق کي د عمررض فیصله دغه ده. د هغه خپلوانو پر حضرت عمر فاروقرض باندي دعوه وکړل او بیا د حضرت عمر فاروقرض د براءت لپاره د الله تعالی وحي نازله سول چي اکثره قرآني مفسرین په قرآن شریف کي هغه ایتونه نن هم موږ ته راښولای سي. د دې څخه ثابتیږي چي په اسلام کي د لوچک وژل روا دي. لوچک هغه چاته ویل کیږي چی تر خپل حق زیات څه لاسته راوړلو لپاره د بل حق نه ګوري، مکر، جبر، زور، د رشوت د لاري زورور د ځان ملګری کول او بلي هري حربې څخه کار اخلي چي د کوم حقداره حق تر پښو لاندي کړي او هیڅ عمومي قاعدې، قانون او اصولو ته غاړه نه ایږدي، تنها د سپر په توګه یې کاروي او تل دا نغاره ږغوي چي زموږ زور به زموږ حق وي. دا د ټولني د غړو ټولنیزه وجیبه ده چي لوچک د تشخیص وروسته سم دلاسه یې یا ووژني او یا یې وشړي څو شریف خلګ یې د شره څخه ژغورلي وي. په قرآن عظیم الشان کي چي د داودعلیه سلام واقعه راغلې ده، چي د ده عبادتګاه ته په خارق العاده ډول دوه نفره ورواوښتل او ده مبارک ته یې وویل چي ویریږه مه، موږ د دې لپاره راغلي یو چي زموږ فیصله راوکړې او بیا یې وروته وویل چي موږ دوه ورونه یو. په موږ کي یو ۹۹ میږي لري او بل یوه میږه لري. دا د ۹۹ میږو څښتن غواړي چي ددا بل ورور یوه میږه هم خپله کړي. څرنګه چي په استدلال او خبرو کي تر ما ښه دی او کړه وړه یې تر ما ښه دي نو هر چاته چي فیصله وروړو، دی هغه خلګ خپل طرف ته اړوي. هغه وو چي داود علیه سلام پوه سو چي د واکمن مسئولیت دا نه دی چي د متقابلو لورو د استدلال او ترتیب سوو اسنادو پر بنسټ فیصله وباسي، بلکه د واکمن مسئولیت دا دی چي مطلق حقیقت ځانته معلوم کړي او بیا د حق په ملاتړ خپل واک وکاروي. نن چي دا پر کورونو باندي بمبارونه کیږي، د شپې چاپې وهل کیږي، د کور نارینه، ښځي او حتی ماشومان یې وژل کیږي. د افغانستان او امریکا ګډ امنیتي ځواکونه دي، چي دوئ وژني حال دا چي موږ پوهیږو چي دا خلګ نه د امریکا ملت ته ګواښ دي او نه د افغانستان ملت ته نو ولي د دواړو هیوادونو ملي امنیتي ځواکونه دوئ قتلوي. عسکر خو روزل سوي داغسي دي چي د لوړه سره قومنده ورته وسي هغسي کوي که نه د دندي به شړل کیږي. نو د قتل اصل مسئول څوک سو؟ اعلی سرقومندان... ټوله یې پیژنو چي څوک دی. خو دا خلګ چي وژل کیږي اکثره داسي خلګ وي چي اعلی سرقومندان صاحب یې پیژني لانه نو هغه به ولي د دوئ د وژلو امر صادروي. لاسپوڅي رهبر اسطلاح د دې موقعې لپاره رامنځ ته سوې ده. جوته خبره ده چي زموږ اصل قاتلین داسي څوک دي چي د عالي تریني رهبري او کښته راهبري تر

منځ یې ځانونه ځای کړي دي. بزنس ددوئ روان دی، ګټي د دوئ دي، د لوړ پوړ چارواکو ته غلط معلومات ورکوي او د دې غلطو معلوماتو په مټ هغه غلط تصامیم نیسي او دوئ بیرته هغه تصامیم نور هم په غلطه طریقه عملي کوي. د روان ناورین څخه د وتلو په لاره کي یوه اړتیا هم دا ده چي لاسپوڅي واکمن ته پوچ و رد ویلو پر ځای دا مافیایي کړئ تشخیص سي لمړی اختیار ورکړل سي چي لوچګي بس کړه او بیا هم اصلاح نه سي نو هڅه وسي چي دا خلګ د داوطلبه چرکیانو په لاس د الله تعالی ج د رضا لپاره ترور سي. هو.... د قانون څخه دوی خپلي د استنجا وچولو تشناب کاغذ جوړ کړی دی. داخلي او بهرني زورواکانو ګټي یې ورخوندي کړي دي. په خوله کافر ته کافران او مسلمان ته مسلمانان دي خو په حقیقت کي هیڅ قانون، اصول، دین او عقیدې ته ژمن نه دي. تنها خپلي ګټي پیژني او ناروا ګټو ته یې خنډ پیښونکي انسانان داسي وژني لکه ترخې مندکي او داسي دي لکه مرغړی تر ګوتو هم نه لاندي کیږي. دلته سوال دا دی چي داوطلبه چرکیان به خدای ج راپورته کړي خو د لوچک او صالح چارواکي او مامور تفکیک څنګه وسي؟ جواب اسانه دی چي عوام پر دې خبره سره موافق سي چي د خپلي سیمي د طالب او د حکومت د خلګو او د هغوئ د کورنیو د بنسټیزو حقوقو ساتنه به په ګډه کوو، د بیان ازادي، رڼو ټولټاکنو او د قانون مساویانه او عادلانه تطبیق تامین یقیني کولو به تر خپل ژوند زیات ارزښت ورکوو. هغه چي د دولت او نظام یاغیان دي هغه دي تشویق سي چي د ولس سره د هغه معادل نظام په هکله وږغیږي چي دوی یې غواړي، که دوی تر اوسني واکمنانو څخه په ښه طریقه موږ اداره کولای سي نو باید چي ټول ملت ورسره ودریږو. ولس باید په دې پوه سي چي هر هغه د حوزې امیر، د پوستې قومندان او دولتي ادارې مامور چي د خپل موقف څخه سوء استفاده کوي د فاحشه خانو سرپرستي کوي، د مخدراتو او مسکراتو د مرکزونو پر ضد عملیات نه کوي او د هغه سرپرستي کوي، په هره طریقه چي وي مرګ یې خدای پاکج خلګو ته روا کړی دی که ږیره خریلی وي او که صوفي. هغه ښاروال، ولسوال، رئیس، آمر او معاون چي د مراجعه کونکي حق د هغه څخه ګرزوي، پر خپل حق رشوت ځني غواړي او نه یې والي لیري کوای سي، نه دولایتي شورا درئیس وس په رسیږي (دا یو هم نه وایي چي نه یې لیري کوم، بلکه داغه وایي چي وس مي نه په رسیږي) او دی دوامداره ظلم کوي، سل فیصده یې مرګ راته روا دی. هغه عالم دین چي دده وینه پر موږ حراموي د هغه مرګ هم داغسي روا دی لکه دده خپله وینه چي راته روا ده. هیڅ پرواه نلري چي په سیاف، قانوني، محقق، عبدالله، اشرف غني او نورو غټانو مو وس نه رسیږي چي په محفوظو کلاوو کي روزل سوي محافظین لري. څوک نه سي ورتیریدلای. دا چوبکیان چي د دوئ د فساد اصله آله دي او دوئ یې د خدای پاک ج سره په خدایي کي شریک کړي دي، بلکه دا چي د خدای پاک ج په عوض د دوئ عبادت کوي، د هغه لویالیسټانو (loyalists) مرګ سل فیصده راته روا دی. دا په سپینو کفنونوکي د ښکلي ماشومان په ګلدسته کي د هغه ګلابو سره ډیر شباهت لري چي تازه شکول سوي او په ګلدسته کي ایښول سوي وي، که د کافرانو ماشومان وي د مسلمان زړه پر کبابیږي اوکه د مسلمانانو وي د کافر زړه په خرابیږي. چي د دې ماشومانو د مړو لیدلو وروسته هم غني ته غني بابا ووایي د هغه مرګ به کوم دین موږ ته ناروا دی. دوی خپل هر اجیر قاتل او لوچک ته مصئونیت نه سي ورکولای. دا چي پر هر چوبکي باندي د امنیت دومره خرچه وسي، آی ایم ایف به هم ډیوالي سوی وي. لکه دوی چي په پټه خوله د شپې په تیاره کي فساد کوي او که یې څوک مخامخ د دې فساده څخه منع کوي، هغه ګړی ورته وخاندي، لاره ورکړي؛ د شپې په تیاره کي خپل اجیر قاتلان کور ته وراړوي او د ماشومانو سره یوځای یې وژني؛ اصلاح پالي هم باید داغه تکتیک په لاره واچوي، دوی دي په خوله نه منع کوي بلکه همکاري دي لا ورسره وکړي خو یو وار چي دا سوء استفاده کونکی لوچک مشخص سي بیا نو هر چیري چي ښه لاس پر برسي باید د بینه یوړل سي. همدا یوازینۍ لار ده چي ټولنه د کثافاتو څخه عاجلاً پاکولای سو. په پاکستان کي وګورئ هر هغه ولسي کتله چي د پاکستان د اردو یا پولیسو په لاس متضرره کیدل نو په عام بغاوت به یې لاس پوري کړ. دا غیر پلان سوی عکس العمل د دوئ دښمنانو ته نوره هم زمینه مساعده کړل چي دوئ وځپي. لکه په مصر، سوریه او عراق کي چي پیښ سول. دا غلطه ده چي د یوه کلي او قصبې خلګ په یوازي سر د اته لکه یا لس لکه کسیز منظم وسلوال ځواک پر ضد راپورته کیږي چي هغه د یوې پراخي ولسي کتلې د ساتندویي مینډیټ لري. په کار دا ده چي یو حق پلوه د دولتي امکاناتو په مټ ووژل سو نو په دې پراخه دولتي دستګاه کي هم هغه مشخص عناصر تشخیص، تفکیک او بیا دبینه یوړل سي چي په دې پیښه کي لاس لري. د دوئ ضعف دا دی چي د خپلو شومو اهدافو بربنډ تعقیبولو په سبب معلوم دي، ورکیدای نه سي؛ که د خپل جرم شواهد پریږدي که نه، خلګ په پوهیږي چي دا کار د دوئ پرته د بل چا کیدای نه سي؛ خو دوی هغه اصلاح پالی د ملیونونو بیغیرته وګړو په منځ کي نه سي پیژندلای چي د دوئ سره شخصي ستونزه نلري او تنها په دې سبب د دوئ د وینو تږي وي چي دوئ ظلم کوي، فساد کوي او لوچګي کوي. دوئ د یوه مخه ټوله ولس هم نه سي وژلای ځکه چي عام ولسي وګړي د دوئ لپاره د شیدو او کوچو د تولید فارمي غواوي دي. هو که چیري دا اصلاح پالي خپل نجیب احساسات قابو نه کړي او بیځایه اتلولي او بیباکي ځني وسي، نو د دې تر مخه چي د بشریت دې دښمنانو ته کوم جدي ګواښ پیښ کړي، د هغوئ لخوا لمړی تشخیص، بیا تجرید او بالاخره د بینه وړل کیږي، لکه....... محمد مرسي شهید رح. د دوئ تجارت پر همدې خلګو روان دی. تر څو چي ددې لوچګانو څخه یو څو کسه پر ټیک ټیک ونه ویشتل سي دوی به هیڅ کله د قدرت پریښودلو او د اصلاحاتو نفاذ ته زړه ښه نه کړي نه به هم د چور پر ځای ویش ته غاړه ایږدي. او تر څو چي دوی پر خپل حق باندي قناعت ته مجبوره نه کړو، دا ګل ګل میري به داغسي ادامه ولري. ظاهر شاه به ایسته سي، سردار داود به راسي، هغه به ایسته سي، ترکی به راسي، بیا به حفیظ الامین وي، کارمل، بیا نجیب، بیا رباني، بیا ملا محمد عمر، بیا کرزی، بیا اشرف غني، بیا ....... خو د عام افغان په ژوند کي به مثبت بدلون رانه سي، د خدمتونو کیفیت به ښه نه سي او نه به زموږ ټولنه په قراره سي. که غواړو چي د جوهر دودایوف او محمد مرسي وارو مخلص رهبران مو واکمن سي او په بیغمه زړه د ټولني اصلاح ته پرېښودل سي نو باید عبدالفتاح سیسي وارو لوجګانو او منافقانو د لیري کولو دروند بار د کوم ملا، مفتي یا قاضي پر ضعیفو او نحیفو اوږو وانه چوو؛ بلکه ټول ولس باید د دې کار لپاره اوږې سره ورکړو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery