مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولې افغانستان د امریکا سره ملګرتیا کې د سوک څخه د نوک هومره ګټې کولو کې پاتې راغلی

ډاکټر هېواد همت


.
دوه زره اولسم کال کې چې کله د امریکا خورا شتمن پانګوال ډانلډ ټرمپ ټاکنې وګټلې. نو د امریکا کانګریس ته يې د ولسمشر په توګه لومړنۍ کلنۍ وینا ته زه هم د پیاوړي امریکايي سناتور ریچارډ بلومینتال په رسمي په بلنه بلل شوی وم. او زه یواځينۍ افغان وم چې دغو مراسمو کې مو ګډون درلود. ددغو مراسمو پر محال مې هغه ماښامنۍ کې هم حضور رسمي وه چې د امریکا کانګریس ټولو غړو، د امریکا دفاع وزارت جګپوړو جنرالانو ، بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو دیپلوماتانو ، د سترې محکمې قاضیانو ، او د لوړ کچې لوړ رتبه بهرنیو میلمنو لپاره د امریکا دولت له خوا د کانګریس میلمنو خونو کې ترتیب شوي وه. د ماښامنۍ پر محال مې د سناتور ریچارډ بلومینتال په مرسته د کانګریس یو شمیر غړو ، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتانو او یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره مخامخ او معرفي شولم. د تعارف وروسته به د هر یوه پوښتنه دا وه چې افغانستان حالات څنګه کولای شو چې بدل کړو؟ نو زما ځواب به دا وه چې د تروریزم د اصلي ځالو په له منځه وړولو باید تمرکز وشي کومې چې د افغانستان ګاونډيو ملکونو کې شتون لري.
ښه مې په یاد دي چې دغه سفر پر مهال مې د امریکا ولسمشر هم ګونده او د سنا وسلوالې کمیټې مشر فقید سناتور جان مکین سره هم لیدنه او خبرې درلودې. هغه مهال د جان مکین نظر هم همدا وه چې د عراق له جګړې وروسته افغانستان حالاتو ته هغسې توجه ونشوله څومره چې ورته لازمه وه. او د هغې لپاره خورا ډير دلایلو شتون درلود. او د خبرو په پای کې زما او د جان مکین نظر دواړو یو شان وه. هغه داسې چې که د امریکا او افغانستان حکومتونه په ګډه او مسؤولانه ډول افغان جګړې ته پام ونکړي. نو هلته ټولې هڅه به په اوبو لاهو شي. او ده ژمنه وکړله چې زه به شخصا د افغانستان په موضوع د امریکا ولسمشر سره خبرې وکړم. او ده هغه ژمنه پوره هم کړله. چې د ثبوت په ډول دوه زره اولسم کال رسنیز خبرونو ورپسې کتل شی.
د ماښامنۍ وروسته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ کلنۍ وینا ته غوږ شولو. نو هغه مهال ډانلډ ټرمپ که څه هم په مستقیم ډول د افغانستان او پآکستان نوم وانخیست . خو دا خبره يې وکړله چې امریکا منځنۍ اسیا کې اوږده جنګونه په لاره اچولي دي. زه به يې ډير رالنډ کړم. او د هغو ملکونو سره به هم جدي برخورد وکړم چې تروریزم څخه ملاتړ کوي.
له هغې ورځې وروسته ، یو د هغو ملکونو څخه چې د افغان جګړه کې د تروریستانو څخه په ملاتړ تورن وه. هغه پاکستان وه. نو ډانلډ ټرمپ د پاکستان پر خلاف لومړني ګام په توګه پر پآکستان د امریکا هغه کلنۍ یو عشاریه درې بیلونه مرستې ودرولې چې دوی ته به يې هر کال د تروریزم خلاف جګړې لپاره ورکولې خو پاکستان برخلاف هغه مرستې د تروریزم په ملاتړ مصرفولې. او بیا پاکستان هم د خپل عکسلعمل په ترڅ کې د امریکا سره د پټې دوښمنۍ تر څنګ په ښکاره روسي جنرالان خپل ملک ته دعوت کړل. او دې ډيورند پر کرښه يې وګرځول.
ډانلډ ټرمپ یوازې د هغو مرستو په درولو بسنه ونکړله. پر پاکستان يې د نړیوال صندوق او بانک څخه پور ورکول له یوې خوا سخت مشروط کړل او له بلې خوا يې د هغوی په خړ لیست کې هم شامل کړل چې پایله يې نن مونږ ته روښانه ده کومه چې دوې کلدارې يې له یوې افغانۍ سره یو شان کړلې. که څه هم پاکستان د دغه سزا په ترڅ کې اصلاح نشولو او خپلو مضرو کړنو ته يې دوام ورکړ نو هغه وه چې تر ننه پر پاکستان خورا سخت اقتصادي فشارونه دوام لري. خو پرون د پاکستان صدر اعظم عمران خان له نوک همومره چانس څخه د سوک هومره ګټه وکړله. دا چې دا ګټه يې ولې وکړله دوه عمده دلایل شتون لري.
الف: پآکستان د تیر په څير یو ځل بیا د افغان وژنې پروژې اجیر افغانان د خپلو ګټو په خاطر د امریکا تقدسیت پښو ته ور حلال کړل.
ب: د افغان حکومت بهرنۍ کمزوري دیپلوماسي او کورنۍ فساد هم ددې لامل شولو چې امریکا پر افغانانو تکیه کولو څخه سړه زړه شوله.

دا چې پاکستان تل د قوي افغانستان څخه په ویره وه او دی. نو تل يې یو شمیر ناخلفه او وطن پلوره افغانانو ته خپله غیږه کې د مکارۍ او فریب ډک ځای ورکړی دی. د تل په څير اول يې د خپلې مورنۍ خاورې په ضد ښه پریمانه استعمال کړي. او وروسته يې بیا لکه د لوی اختر قربانۍ مال په څير چې کله مارکیټ کې ښه بیه پرې برابره شوي. خرڅ کړي يې دي. لکه پرون يې چې د اسلامي امارات دعوه دار د پاکستان بقا په خاطر د ټرمپ پښو ته نظرانه کړل. هغه وجه وه چې ټرمپ په ډيره بېباکه او غیردیپلوماتیکه ډول ژبې کارولو کې احتیاط ونکړ. کنه د دغه خبرې کنفرانس له لیدنې د مخه امریکا ته د پاکستان صدراعظم راتګ ته د یوې روپۍ ارزښت هم ورنکړ او دا سفر د امریکا په تاریخ کې خورا کم ارزښت او سپک رسمي سفر بلل شوی. خو پاکستان د خپل ماهرانه سیاست په ترڅ کې د نوک له ځآیه د سوک هومره ګټه وکړله. او په خورا مهارت یې امریکا ته دا په ډګه کړله چې تاسو زما راتګ ته ارزښت ورنکړ خو په یوه وخت دیرش زره پاکستان اصله امریکایان زما هرکلی کوي. کوم چې د امریکا ټآکنو کې هم ارزښمتن رول ادا کولای شي. نو ټرمپ نظر بدلون دوهمه وجه دا هم کیدلی شي.
دوهم عمده دلیل چې د افغان او امریکا حکومتونو ترمنځ پدې وروستیو کې اړیکې بې خونده او سړې ښکاره کیدونکي دي یوه وجه يې کور دننه پراخ فساد دی. چې امریکا نوي فیصده مرستې يې ټولې چور او تالان کړي او له اتلسو کلونو وروسته هم افغان حکومت پدې ندی توانیدلی چې یو مفسد هم د خپل عمل په سزا ورسوي نو هغه وجه وه چې ټرمپ هم خبري کنفرانس کې په غیره مستقیمه توګه وویل چې مونږ باید د نړیوالو پولیسو رول څخه نور لاس په سر شو. زمونږ تروریزم سره کار دی. او دولتونه دې خپل کورونه په خپله جوړ کړي.
دا چې له یوې خوا د کور دننه فساد د افغانستان او امریکا په اړیکو د کم رنګه کیدو سیوری غوړولی له بله پلوه همدې فساد له امله دوښمن ته خورا ډيره ګټه رسیدلي چې یو مثال يې د امریکا لخوا مرسته شوي پیسې او وسلې نن سبا د افغان حکومت مفسدو چینلونو لخوا وسلوالو مخالیفینو او تروریستان تر لاسونو رسیږي.
د امریکا نوي حکومت سره د افغان حکومت کمزورو اړیکو او ضعیفې دیپلوماسۍ د افغان جګړې ګټل لا هم پیچلي کړي. له کله چې د سولې خبرې روانې شوي. وخت ناوخت افغان حکومت د مخالفت اواز تر رسنیو رارسیدلی. مونږ دا نه وایو چې افغان حکومت دې خپلو ګټو په خاطر غږ نه پورته کوي. خو سوال دا دی چې ولې افغان حکومت د امریکا په شان یو قوي متحد سره د همغږی ژبه نشي پيدا کولای؟ د پاکستان حکومت مشران د دریم ګړي ملک په مرسته د امریکا سره د اړیکو تودولو په پار هڅې او دیپلوماسي کوي. خو افغان حکومت چې د متحد ملګري په څير ورسره دوه اړخیز تړونونه لري بیا هم هڅه او دیپلوماسي نکوي چې له سپینې ماڼۍ لیدنه وکړي. او هلته بیا د یوه قوي مشارکت په ترڅ کې په خپل اذلي دوښمن پیاوړي ګذارونه وکړي. افغان جمهور ریس امریکا ته راشي دوه افغانان يې هم ونه ویني. سفارت او قونسلګیرو کې دیپلوماتان اول ټولې د یوې ژبې ، یوې سیمې راټول شوي او بل د تعصب پرته په هیڅ کې نور وړتیا نلري. کنه که واشینګټن ډي سي کې افغان سفارت کومه دیپلوماتیکه وړتیا لرلی. نو دوی به هم هغه خبري کنفرانس کې یو خبریال ته دا یو سوال په خوله کې ورکړی وای ( د امریکا جمهور ریس ټرمپ ، سوال مو تاسو ته متوجه دی . د کوم ملک صدراعظم چې دا مهال ستاسو تر څنګ ناست دی . تاسو يې په ښه نوم یادوی ، او د افغانستان محوه کولو خبره هم دده خوشالی په خاطر کوی. ددغه صدراعظم جنرالانو ته مو هم دلته د راتګ ویزې او شانداره اوسیدو ځآیونه ورکړي.ایا تاسو خبر یاست چې ددغه ملک نظامي جنرالان او استخباراتي مامورین په زغرده د هغو تروریستانو ملاتړ کوي کومو چې په افغانستان کې له څلور زرو ډير امریکايي سرتیري تر دې مهاله وژلي . نو ستاسو غبرګون به اوس څه وي ؟ ) په یقین سره درته وایم که دا سوال په همدې عبارت پوښتل شوی وای تاسو به بیا د ټرمپ دیپلوماتیک ادابو مراعت لیدلی وای . او دده احساسات به مو هم لیدلی وای. ټرمپ که له یوې خوا د امریکا ولسمشر دی خو د بلې پلوه خورا شتمن پآنګوال هم دی چې امریکا کې په ډير بې باکه سیاستمدار مشهور دی . حتا د ناټو په مشرانو هم بریک نه نیسي . او یوه خبري کنفرانس کې یې د ټولو دیپلوماتیکو اصولو خلاف د جرمني صدراعظمې میرکل څخه د لاس ورکولو انکار وکړلو.

امریکا د لابي ګیری ملک دی. د هر ملک دیپلوماتان یا لابیستان چې قوي مسلکي دیپلوماتان او تکړه لابیستان ولري هغوی تل د امریکا سیاست د خپل کورني ملک په ګټه څرخولی. او دا لړۍ به همداسې دوام لري
لا هم د ورځې اخیر ندی. افغان حکومت هم چانس لري. خو تدبیر او قوي هوډ ته ضرورت دی. پداسې حال کې چې دې دولت ټولې ستنې مو د امریکا او متحدینو په مرسته ولاړې دي نو معقوله به نه وي چې دې امریکا سره اړیکې خړې کړو او مخ په بله واړو. باید برعکس د اړیکو ښه کولو لپاره لارې پيدا کړو. افغان حکومت کولای شي چې د هند په مرسته د پآکستان پر ضد یو قوي سیاسي مانور اجرا کړي. او تر څنګ باید د امریکا کور دننه لابي ګیري لپاره هم لاره چاره پيدا کړي.

په درنښت

نیویارک ، د امریکا متحده ایالات

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery